د جوزا پر ۲۰ – مه چهارشنبه په هلمند کې د ژورنالستانو اتحاديې له خوا په دغه ولایت کې د څلورو شهیدو شویو ژورنالستانو په یاد غونډه جوړه شوه، دوی د دغو پېښو د عاملینو د قانوني تعقیب،
نیونې او سزا ورکولو تر څنګ د حکومت او امنیتي مسؤلینو له خوا د ژورنالستانو د ژوند د خوندیتابه غوښتنه کوله.
په تېرو پنځلسو کالو کې په هلمند کې عبدالصمد روحاني او نوراحمد نوري په مرموز ډول شهیدان کړل شول چې تر نن ورځې یې د عاملینو څرک د هیڅ یوې قانوني مرجع له خوا ونه لګول شو او د عبدالهادي همدرد او نظر محمد مجنونیار ړانده جنګ او ترهګرۍ قرباني شول.
رسنۍ په حقه څلورم ځواک ګڼل کېږي او په ډېرو مواردو کې یې زور تر درو نورو ( مقننه، قضائیه او اجرائیه) قواوو ډېرېږي، همدا علت دی چې په دکتاتورو او ناامنه هیوادو کې ډېر خطر خبریالانو ته متوجه وي ځکه د ژورنالست یوه بنیادي دنده د حقایقو راسپړل او خلکو ته سم مالومات وړاندې کول دي خو دکتاتور او فاسد چارواکي هيڅکله نه غواړي چې د دوی د زورواکۍ او فساد له مرداریو څخه پرده پورته شي او کله چې کوم بامسؤلیته او وظیفه شناس خبریال غواړي واقعیتونه رابرسېره کړي نو رنګا رنګ ستونزې ورته پېښېږي، په مختلفو بڼو ګواښل کېږي او آن د مرګ د بلا په خوله ورکول کېږي.
د ډېرو نورو غمیزو تر څنګ د شهید عبدالصمد روحاني د شهادت د درد څړیکې اوس هم د هر هلمندي او هر افغان- انسان په زړه کې محسوسېږي او هيڅکله یې دغه لوی درد و غم نه سپکېږي.
هلمند چې د تاریاکو د کر، قاچاق، ځمکو د غصب، د پخوانیو مجاهد ډوله توپکیانو د زورواکۍ او ترهګرۍ په مرکز پېژندل کېږي، دغې سیمې او ولسو ته یې هم د دولتي رشوت خورو او مردارخورو او هم د دوی د مخالفو ترورستانو له خوا جدي خطرونه متوجه دي تر بل هر ځای پکښې ژورنالستیکي فعالیتونه خطرناک او زړه خوړونکي دي خو بیا هم هلمندي ځوانان خپل مسلکي او ملي رسالت ته وفادار دي، خپلې انساني- سپېڅلي دندې ته دوام ورکوي او د هيڅ فاسدې و ترهګرې بلا بېره یې نه زړه ته ننوتلای شي او نه یې د خپل وطن د حقایقو له بیان او اظهار څخه راګرځولای شي؛ دوی هم د خپلو همسلکو همکارانو یاد ژوندی ساتي، هم د هغوی د وینو پور غواړي او هم د هغوی پر ویاړلي نقش قدم باندې د خپلې ژمنتیا کلک ګامونه اخلي.
د هلمند او په مجموع کې ټول افغانستان ژورنالستان باید خپلمنځي همکاریو، همږغۍ، انسجام او اتفاق ته لا ټینګښت او دوام ورکړي، موږ په دې باور یو که د ژورنالستانو اتحادیې هماهنګي او یو لاس وي نو د هيڅ زورور لاس یې لاس نه شي ور پېچلای او زموږ باور دا دی چې هلمندي ځوانان په دغه ارزښت ډېر ښه پوهېږي او ټول وطن ته به د خپل انسجام او متحد اهتمام پیام رسوي.
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۳۸) ګڼه\ چارشنبه\جوزا\ ۲۰\ ۱۳۹۴