په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي د خواله رسنیو له لارې خبر ورکړی دی چې د تلویزیون د خبریالۍ په تړاو د ایمل پسرلي کتاب یې چاپ کړی دی.
د افغان ژورنالیست او کیسه لیکوال ایمل پسرلي کتاب ر تلویزیون خبریالي په نژدې ۲۶۰ مخونو، ښکلي کاغذ او دوتنې په کابل کې د اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دی.
د دې کتاب په وروستۍ دوتنه لیکل شوي:
٫٫ د تلويزيون لپاره خبر، رپوټ او مرکه څرنگه بايد وشي؟ هره ورځ خبريال يا خبرياله د تلويزيون په خبريالۍ کې کومې لوړې ژورې وينې او څه ډول يې حل لاره موندلى شي؟ همدا پوښتنې په دې کتاب کې د بي بي سي پښتو تلويزيون
مشر ايمل پسرلى د خپلو، همکارانو او د نړۍ د نورو کورنيو او بهرنيو مشهورو خبريالانو د تجربو په رڼا کې ځوابوي.٬٬
په دې کتاب کې پر دغو مسایلو مقالې لیکل شوې دي:
• د سر خبرې
• په افغانستان کې تلویزیون
• د تلویزیون او رادیو توپیر
• تلویزیوني سرټکی
• د تلویزیون خبر
• د تلویزیوني رپوټ بنسټیزې برخې
• د تلویزیون رپوټ
• د تلويزيوني رپوټ سريزه
• خبريال په رپوټ کې
• بې تصویره د خبریال رپوټ، رنټ
• عکاس له خبریاله څه غواړي؟
• عکاس باید څه ته پام وکړي؟
• د تلویزیون مرکه
• تصویر خبرې کوي
• تصویر ته متن
• د تصویر انتخاب، پیل او پای
• د خلکو خبرې
• سوژه څرنگه موندلى شو؟
• پلان
• ارشیف
• ګرافیک
• د تلویزیوني خپرونې وړاندې کوونکې/کوونکی
• اعتماد
• د خپرونې جوړونکی، جوړونکې /پروډیوسر
• مدیر، مدیره
• د تلويزيوني خبري خپرونې پېيل
• د پاى خبرې
د لیکنې طرز تر ډېره کیسه ډوله دی او په همدې دلیل زړه تنګوونکی نه ښکاري.
دا د ایمل پسرلي ۱۳ چاپ شوی کتاب دی. تر دې وړاندې یې ډېر داستاني اثار چاپ شوي دي. خو د ٫٫ ان لاین ژورنالېزم٬٬ په نامه یې نژدې یوه لسیزه وړاندې یو بل کتاب هم پر خبریالۍ راڅرخېده.
د ایمل پسرلي تر اوسه د لنډو کیسو اته ټولګې ، دوه ناولونه او د ډرامو یوه مجموعه هم خپره شوې ده.
د تلویزیون خبریالي کتاب په کابل او د افغانستان په نورو ښارونو کې د اکسوس له کتابپلورنځي ترلاسه کېږي.
اکسوس د ۳۰ افغانیو په بدل کې د کابل ښار دننه کتابونه خپلو مشتریانو ته تر کوره هم رسوي.