تاند- په هند کې د تلویزیون یوه ویانده هغه مهال د خپل مېړه پر مړینې خبره شوه، چې د یوې ترافیکي پېښې بیړنی خبر یې لوست.
۲۸ کلنې سوپریت کاور د آی بي سي ۲۴چاتیشګړ خبري چاینل د شنبې د سهار خبرونه لوستل چې بیړنی یا عاجل خبر ورته راغی.
خبر د یوه موټر د ټکر په اړه و او دې د پېښې په اړه د نورو معلوماتو لپاره له خبریال سره د ټېلفون له لارې خبرې کولې.
که څه هم خبریال په پېښه کې د ۳ تنو وژل شویو کسانو نومونه وانخیستل خو د خبریال معلومات د کاور لپاره کافي ول چې د خپل خاوند پر مړینې یقینی شي.
مېرمن کاور په ډېرې زړه ورتیا ۱۰ دقیقې نور هم خبرونو ته دوام ورکړ.
خو د لیدونکو اوکمرې له نظره تر پناه کېدو وروسته یې سترګې له اوښکو ډکې شوې.