نصیراحمد نظري  

«د مینې پنځه ژبې» په نامه یو نړیوال مشهور کتاب چې تر دې دمه د نړۍ ۴۹ ژوندیو ژبو ته ژباړل شوی او څه د پاسه ۱۰ میلیونه ټوکه پلورل شوی؛ په پښتو ژبه چاپ او بازار ته وړاندې شو.

تر ګډ ژوند پورې د اړوند مسایلو دغه جادويي کتاب چې د ګڼو جوړو په ژوند کې یې (۱۸۰) درجې بدلون راوستی دی؛ د امریکايي لیکوال او د  ګډ ژوند د سلاکار ښاغلي ګاري چاپمن لومړنی اثر دی.

ګاري چاپمن د انسان پېژندنې او الهياتو په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې زده‌کړې لري او د فلسفې په برخه کې يې دکتورا (د سوټ ایسټرن بپټیسټ) د الهیاتو له مدرسې ترلاسه کړې ده.  نوموړی له کلونو راهیسې خلکو ته د ګډ ژوند (واده) د اړیکو د رغون، اصلاح او پرمختګ په باب سیمینارونه او سلا مشورې ورکوي. ویل کیږي چې چاپمن د هرې شنبې په سهار د «د ګاري چاپمن په مرسته د واده د اړیکې جوړښت» په نامه د یوه راډیويي پروګرام کوربه‌توب کوي چې د څه باندې ۴۰۰ راډیويي سټیشنونو له لارې خپریږي.

له خپلې مېرمنې (کارولین) سره په ګډ ژوند کې تر یو لړ هسکو ټیټو او د ګډ ژوند په باب د مشورو ورکولو په برخه کې د څه باندې ۴۰ کلونو علمي او کاري تجربو وروسته؛ ګاري چاپمن خپل دغه لمړنی اثر ولیکه چې د همدغه شهکار اثر تر چاپ وروسته یې هغه نړیوال شهرت تر لاسه کړ.

ښاغلی ګاري چاپمن په دغه کتاب کې مینه (عشق) په دوو ډولونو ویشي: غریزه‌يي، خیالي او لنډمهاله مینه او واقعي، ارادي او اوږدمهاله مینه. نوموړی په دې باور دی چې هر انسان د مینې یوه عاطفي ټانکۍ لري. که دغه ټانکۍ ډکه وي نو هغه کس به نه یوازې یو خوشحاله او هوسا ژوند لري بلکې د ژوند په ټولو چارو کې به بریالی وي؛ ځکه چې د هغه/هغې ټول تمرکز به په دې وي چې څنګه خپلو لوړو موخو ته ورسیږي؛ خو که چېرې د یوه چا د مینې عاطفي ټانکۍ خالي وي؛ هغه کس به د یوه پرېشانه او بدمرغه ژوند د لرلو ترڅنګ، بدخويه او جنګیره وي چې له ضرر څخه به یې نه کورنۍ خوندي وي او نه ټولنه.

د لیکوال په باور، له واده څخه وړاندې د لیده کاته په وخت کې چې انګریزان ورته ډیټینګ وايي؛ زموږ په اصطلاح چغل بازي او بیا د واده په لومړیو کې د مېړه او مېرمن ترمنځ مینه غیر واقعي او غریزه‌یي وي. مېړه او ښځه یا عاشق او معشوقه په دې وخت کې له یو بل سره بې حده خواږه او د یو و بل په فکر کې وي؛ ان تر دې چې د یو و بل ډېرې غټې غټې ستونزې او عیبونه نشي لیدای لکه موږ چې وایو «مینان ړانده وي». دغه وخت دوی یو بل ته پرېمانه مینه ورکوي او د دواړو د مینې عاطفي ټانکۍ ډکې وي؛ خو له بده مرغه چې دغه غریزه يي مینه لنډ مهاله ده او د ګاري چاپمن په اند یوازې تر دوو کلونو یا تر دې لږ څه اوږد مهال دوام کوي اوبس!

د دغه لنډمهاله غریزه‌يي مینې تر پای ته رسیدو وروسته، مېړه د مېرمنې عیبونو ته متوجه کیږي او مېرمن د میړه نیمګړتیاوې ویني. ګیلې په شکایتونو بدلیږي؛ شکایتونه د جنګ او دعوا خواته ځي او بلاخره خبره تر سوټي او طلاق پورې رسیږي. دا ځکه چې د دوی په مینځ کې مینه ختمیږي او د دوی د مینې عاطفي ټانکۍ په وچیدو شروع کوي او پایله یې کورنی تاو تریخوالی او یا د دغه ټانکیو د غریزه يي اشباع لپاره نورو ناروا او غیر قانوني لارو ته لاس اچونه ده.

خو ددې لپاره چې د ژوند د ملګریو ترمنځ د مینې، صمیمیت او عاطفې احساس چورلټ له منځه لاړ نشي او د دوی په منځ کې د جنګ او تاوتریخوالي څخه مخنیوی شوی وي؛ ښاغلی ګاري چاپمن په دغه کتاب کې د مینې پنځه داسې جادويي ژبې وړاندې کوي چې په مرسته یې د زرګونه داسې جوړو (مېړه او مېرمنې)، چې د ګډ ژوند اړیکې یې ان د طلاق پر پاڼ ولاړې وي، اصلاح او رغولې دي.

زما په باور «د مینې پنځه ژبې» کتاب باید ټول خلک یو ځل ولولي. په دې کتاب کې زده کوئ چې څنګه کولی شئ د واده د لومړیو شپو ورځو «لېونۍ مینه» د ژوند تر پایه پوره دوامداره وساتئ. په کتاب کې نه یوازې دا چې د خاوند او مېرمنې د ګډ ژوند د رغون، ښه‌والي او لا پرمختګ په اړه رغنده سپارښتنې او لارښوونې شوې دي؛ بلکې د خپلو ماشومانو د ښې تربیې او سالمې روزنې لپاره هم یو لړ په زړه پورې مشورې تشریح شوې.  

د دغه کتاب د ژباړونکي په توګه، زه باوری یم چې د کتاب یو ځل لوستل او د هغه د (۵۰) سلنه سپارښتنو عملي کول هم کولی شي ستاسې په ژوند کې لوی مثبت بدلون رامنځته کړي.

په پای کې غواړم دا ووایم چې د مینې ژبې زده کړئ او له خلکو سره مینه وکړئ. هغه د جورج سنډ په خبره: «په ژوند کې یوازینۍ خوښي دا ده چې تاسې له خلکو سره مینه وکړئ او خلک له تاسې سره.»

مینه ژوندی دی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *