خندا

خندا له یو کس څخه بل کس ته سرایت کوي، په همدې دلیل د تنهایۍ په پرتله له دوستانو سره ډېر خاندو.

سیانسپوهان وایي، د خندا غږ په هره ثانیه کې ۲۱۰ میله تکرارېږي او دا ددې باعث کېږي، چې د ملګرو د خندا په محفل کې ډېر وخاندو.

انسانان د متفاوتو خصوصیتونو د لرلو له امله په مختلف ډول خاندي او په یو محفل کې د متفاوتو خنداګانو غږونه انسان خوښ ساتي او دا پخپله ددې باعث کېږي، چې ډېر وخاندو.

په محفلونو کې د ښځو په پرتله نارینه ځکه ډېر خاندي، چې دوی یو بل سره د مینې او دوستۍ اړیکه د خندا له لارې ثابتوي او د څېړنو له مخې په دغه ډول مجلسونو کې بیا د ښځو ډېر وخت په غیبت او یو بل ته د کورنیو ستونزو په اورولو تېرېږي.

د نارینه وو د خندا د ډېر ټیټ غږ فریکانس هم کولای شي تر ۱۲۰۰ هرتز   وي، خو ښځې په ډېره مشکله کولای شي دغه فریکانس پوره کړي، ځکه خو وایي، چې نارینه په مجلسونو کې د ښځو په پرتله ډېر شور کوي.

دغه څېړنه وایي، ماشومان د ورځې له ۳۰۰ ډېر ځله خاندي، خو لویان بیا ایله تر ۱۷ ځلونو پورې وخاندي. د کمې خندا یو علت دا هم دی، چې نارینه ګان د روزي په غم کې وي او روزي، خو د زړه په زور ګټل کېږي، ځکه خو خندا ته ډېر وخت نه پاتې کېږي.

په سلو کې اتیا ځله خندا د ټوکو په غبرګون کېږي. ډېری نورې خنداوې د خدای پامانۍ او ستړي مه شي پروخت کېږي. ښځې په ورځ کې ۱۲۶ ځله له نارینه وو ډېرې خاندي. خو جالبه داده چې د ډېری ښځو د خندا تون له نارینه وو درو ند ثابت شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *