تاند – د افغانستان ولسمشر له ترکمنستان نه د ۵۰۰ ولټه بریښنا د انتقال د پروژې د لانجې د هواري لپاره یو کمیسیون وټاکه چې په لسو ورځو کې خپل نتیجه اعلان کړي.

په دې کمیسیون کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د کلیو پراختیا وزیر سید سعادت منصور نادري او د ملي امنیت د شورا مرستیال فیض الله ذکي شامل دي.

بل لور ته په کمیسیون کې یو شمیر هغه کسان هم شته چې د سالنګ له لارې د دې پروژې پر تطبیق سخت انتقاد کوي، په دوی کې احمد بهزاد شامل دی. همداراز په دې ډله کې محمد اکبري، قیوم سجادي، اسدالله سعادتي، برنا کریمي شته او د پروژې له لورې حسیب الله کلیمزی، الماس زاهد او محمد ناصر احمدي د کمیسیون غړي ټاکل شوي دي.

د ولسمشر د فرمان له مخې د پروژې کار به هغه وخت پیل شي چې کمیسیون نتیجې ته ورسیږي.

د افغانستان جمهور رییس تیره اونۍ په لندن کې د یوې خبریالې په ځواب کې وویل چې د ترکمنستان د ۵۰۰ ولټه پروژې پریکړه په ۲۰۱۳ کال کې شوې وه او دا خبره یې نن هم تکرار کړه او ویې ویل چې پر دې پروژې د وخت د بریښنا وزیر اسماعیل خان لاسلیک کړی او مارشال محمد قسیم فهیم یې تایید کړی دی.

بل لور ته چې کوم کسان د بامیان له لارې د دې پروژې د تیریدو غوښتنه کوي هغوی وایي چې د جرمني فیښنر کمپنۍ په پيل کې ویلي و چې د بامیان لاره خوندي ده. د هزاره و مشران ټینګار کوي چې دا بریښنا باید د بامیان له لارې تیره شي، خو ولسمشر اشرف غني په لندن کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د بامیان له لارې له یولکو تر دریو لکو کسانو ته بریښنا چمتو کولی شي او د سالنګ له لارې نژدې شپږ میلیونه کسانو ته برق ورکوي. ولسمشر دا خبره هم وکړه چې د بامیان لاره که انتخابوو ممکن هغه پیسې چې د دې پروژې لپاره بیلې شوي دي هغه له لاسه ورکړو. جمهور رییس په ورته وخت کې دا خبره وکړه چې د بامیان د بریښنا لپاره یې ۵۵ میلیونه ډالر نور ځانګړي کړې دي چې د توتاپ پروژې یو لاین به بامیان ته تیر شي.

ټاکل شوې ده چې د دې بریښنا یوه اندازه د افغانستان د جنوبي ولایتونو خلکو ته ورکړل شي د همدې لپاره د یکشنبې په ورځ په خوست، پکتیا، پکتیکا، غزني او لوګر کې په زرګونو کسانو مظاهرې وکړې او ټینګار یې کاوه چې د توتاپ پروژه دې د سالنګ له لارې تیره شي.

کوم کسان چې ټینګار کوي چې د توتاپ پروژه د بامیان له لارې تیره شي، هغوی د دوشنبې په ورځ په کابل کې له خپلو خلکو غوښتې دي چې یوې سترې مظاهرې ته تابیا ونیسي. د افغانستان امنیتي ځواکونو د یوې اعلامیې له خپریدو سره له دې خلکو غوښتي دي چې مظاهره په ټاکلي مسیر کې وکړي، نورو سیمو ته دې نه وځي، امنیت دې تامین کړي، د مظاهرې اصول دي مراعات کړي او له قانون سره سم دې تر لمر ختو مخکې او تر لمر لویدو وروسته خپل اعتراض نه کوي.

2 thoughts on “د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د مسیر لپاره ولسمشر کمیسیون وټاکه”
  1. دا واضیح او ټول ملت ته روښانه ده چې د سالنګ له لاری د برښنا د مزو لیږدول آسانه او اقتصادی او د ټول ملت په ګټه تمامیږی. د بامیانو لار اوږده او مصرف یی زیات او کمو هیوادوالو ته یی ګټه رسیږی.
    له بلې خوا جلالتمآب ولسمشر لا مخکې هدایت ورکړی دی چې د بامیانو اوسیدونکو ته به د غوربند له لارې د دوي د ضرورت وړ برښنا انتقال شی . نه پوهیږم دومره لجاجت او سپین سترګی د څه لپاره ده . په قوی احتمال دوی غواړی داسې لانجې جوړې کړی تر څو دغه ملی ستره پروژه ناکامه کړی.
    مظاهره د هیواد وال حق دی خو که فرضا بینظمی رامنځ ته شوه ، د خلکو او دولت په حریم تجاوز وشو اویا د خلکو د ټپی کیدو او یا وژل کیدو سبب شو نو مسوولیت به یی د هغو په غاړه وی چې دا مظاهره یی تنظیم کړی او بیا یی له واکه ووځي. د مظاهرو تنظیمونکې دولت او ولس ته مکلفیت لری ترڅو د هغوی خساره جبران کړی.

  2. د ریس جمهور دا پریکړه غلطه ده دری کاله پخوا همدغه ډول پخته سیا ست والو پریکړه ما توی او بل هیت ګماری چه دهغه په تشکیل کی زیاته برخه همدغه بامیانی دی تاسویی دور نما ته متواجه شی ددغه پروژی دپلی کیدو لپاره منابع مالی او فزیکی ضرورت شته ایا دترانسپورتی لاری پرته دغه کار کیدونکی ده ؟دکارګرو روزمره انتقال ورسره درانه تجهیزات دغه بدون دسرک دموجودیت امکان پذیر کیدای شی؟ دا ټول بهرانی شیطانی لاسونه دی خاص او خاص ایرانی لاسونه نه غواړی چه افغا نان د بم اتوم جوړ کړی او دپرمختګ جوګه دشی دومره ویل غواړم چه زموږ هر یو وګړی په بدو شراطو کی بم اتوم دی ایران او پاکستان دبیځایه مداخلی بندی کړیکنه نور خوصله نشته بمونه انفجارته اماده دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *