ډاکتر فاروق وردک
د ۱۳۹۳کال د وږي ۱۵ مه


د خوښۍ او نېکمرغۍ ځای دی چې د هېواد د تودو سیمو د تعلیمي کال د پيل کېدو په مناسبت، درنو هېوادوالو، د تودو سیمو اوسیدونکو، د پوهنې مینه والو، ښوونکو، زده کوونکو او د پوهنې د ستر کاروان فرد فرد ته د زړه له کومي مبارکي وایم.
د افغانستان د پوهنې مخکښ کاروان د خپل بریالي مزل په لړ کې د تودو سیمو تعلیمي کال پداسې حال کې پیل کوي چې د پوهنې نظام د خپل پرمختګ په یوه بې ساري، روښانه او تاریخي پړاو کې قرار لري او په ۱۳۹۳ کې د ۴۲ سلنه اناثو په شمول زموږ ۱۱.۵ میلیونه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلین د ۲۱۷۰۰۰ ښوونکو او مدرسینو له خوا په ۱۷۴۳۷ بابه تعلیمي موسساتو کې په زده کړو بوخت دي او هېواد مو د سالمې تعلیمي سیالۍ په لړ کې  په ۷ معتبرو نړیوالو پوهنیزو سازمانونو کې غړیتوب تر لاسه کړی دی.
لله الحمد په همدې بختوره ورځ به د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې چې ځینې په بشپړه او ځینې په نسبي توګه ګرمسېره سیمې دي، د ۲۸۷۹ تعلیمي موسساتو دروازې د  ۱۵۶۵۴۷۴ تنو زده کوونکو، طالب العلمانو او محصلینو پر مخ پرانیستل شي او خپل نوی تعلیمي کال به (پوهنه د هوساینې، پرمختګ، ګډژوند او تلپاتې سولې لپاره) تر زرین شعار لاندې پیل کوي.
د پوهنې وزارت په دې آند دی چې زموږ پتمن او علم پال ولس د بلې هرې انساني ټولنې په څېر  د خپل هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره د زده کړې له تعمیم او له هغه څخه د خپلو چارو د سمون په برخه کې د ګټې اخیستنې پرته بله لاره نه لري او یوازې پوهنه ده چې د انسانانو د سرلوړۍ، پرمختګ او هر اړخیز سمون وسیله ګرځي.
د پوهنې غوره پرمختګ د پوهنیزو موسساتو د مسوولینو له خوا د تعلیمي نصاب په بشپړ علمي کولو، خپلو مسوولیتونو ته په فعالانه حضور،  ښه تدریس، بریالي مدېریت، مسلکي چلند او د زړه له کومي د پوهنې د ټولو پروګرامونو په تطبیق کولو کې پوښلی دی. له همدې کبله د پوهنې د کاروان ټولو لارویانو او په ځانګړې توګه د تودو سیمو د پوهنیزو موسساتو مسوولینو ته لارښوونه کیږي چې د پوهنې د پرمختګ په برخه کې ګړندۍ  هڅې په کار واچوي او په دې لاره کې له هیڅ راز خپلمنځي مرستو او همکاریو څخه ډه ډه ونه کړي.
له بلې خوا دا حقیقت هم باید له پامه ونه غورځول شي چې د دې تاریخي پرمختګ سره سره د هېواد پوهنیز نظام د ځینو ستونزو او ګواښونو سره لاس په ګرېوان دی چې د هغه له منځه وړل د پوهنې وزارت، علمای کرامو، قومي مشرانو، والدینو، ښوونکو، زده کوونکو او ټولو هېوادوالو ګډه دنده ده.
د پوهنې وزارت له ټولو درنو هېوادوالو، والدینو، ښوونکو، علمای کرامو، خصوصي سکتور، قومي متنفذینو، دولتي منسوبینو او ټولو ښکیلو غاړو ځخه غوښتنه کوي چې د ګران هېواد او تودو سیمو په کچه د باکیفیته تعلیم او تربیې په پراخولو، د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې د تعمیمولو، د پوهنې په لاره کې د موجودو ننګونو په لرې کولو، د بندو ښوونځيو په بېرته پرانیستلو، د معارف د حریم په خوندي ساتلو او د خپلو بچیانو پر مخ د الله (ج) د پېژندګلوۍ د مرکزونو په فعال ساتلو کې د پوهنې له وزارت سره لاس یو کړي او په دې لاره کې خپله ملي دنده ادا او هر اړخیزه همکاري وکړي.

په درناوي

فاروق وردګ
د پوهنې وزیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *