تاند- د تورخم – جلال اباد د لویې لارې دوهمه کرښه (سړک) به په شپږو میاشتو کې بشپړه شي.

د فواید عامې وزارت او د ننګرهار چارواکي وايي، د دوهم سړک په درو کې د دوو برخو کار بشپړ شوی او وروستی پړاو به یې په شپږو میاشتو کې بشپړ شي.

د تورخم جلال اباد – کابل لویه لار د افغانستان تر ټولو زیاته مصروفه لار ده.

په ننګرهار کې د فواید عامې رييس ضابط خان منګل وویل، هڅې روانې دي چې د دوهم سړک په اوږدو کې خنډونه لیري شي څو د سړک د درېم پړاو کار پیل شي.

منګل وايي چې د عیدګاه جومات او ثمرخېل ترمنځ سیمو کې ځیني خنډونه شته او دغو خنډونو د موټرو په تګ راتګ کې هم ستونزې پېښې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *