تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: د ننګرهار چارواکي وايي، راتلونکو څلورو ورځو پورې یې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په خاطر د تورخم لاره د تګ راتګ لپاره تړلې ده.

د ننګرهار د والي دفتر تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې ویلي سر نن یعني پنجشنبې څخه د میزان تر اوومې پورې به د هر ډول تګ راتګ، او باروړونکو موټرو پر مخ تړلې وي.

د ننګرهار د والي دفتر وایي، مساپر هم نه شي کولی د میزان په ۵مه او ۶مه پر تورخم لار راشه درشه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت هم وايي، چې په لویو ښارونو ننګرهار، کابل، هرات، مزار او کندهار کې یې د باروړونکو موټرو په تګ راتګ بندیز لګولی دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، د ټاکنو د امنیت لپاره د ملي امنیت، ملي اردو او پولیسو ۷۲ زره سرتېري ګمارل شوي او دغه راز ۳۰ زره نور سرتېري د ریزرف په ډول تیارسۍ حالت کې ساتل شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *