تاند، یکشنبه، د حمل ۱۰مه: د ننګرهار ځایي چارواکي وايي، د کورونا ویروس د مخنیوي لپاره به د راتلونکې اپرېل میاشتې تر نهمې نېټې پورې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلي وي.

د تورخم د ګمرک مدیر امان الله کلیوال وايي، یاده پرېکړه د کوزې پښتونخوا د ایالتۍ حکومت له لوري شوې ده او په پام کې ده چې د راتلونکې اپرېل میاشتې تر نهمې نېټې د تورخم دروازه د تړلې پریښودل شي.

د کلیوال په خبره، یوازې په استثنایي حالاتو کې د لارې د خلاصون په اړه نوې پرېکړه کېدای شي، خو که کومه مهمه پېښه ونه شي، نو د تورخم دروازه به د اپرېل تر ۹مې تړلي وي.

بلخوا د روغتیا په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازۍ معید یوسف هم ویلي چې د هیواد شرقي او غربي ټولې پولې به یې دوه اوونۍ نورې هم تړلې وي او د اپریل تر ۴ مې به دغه هیواد ته ټول نړیوال پروازونه هم بند وي.

موده وړاندې د ننګرهارـ خیبر پښتونخوا او کندهار ـ بلوچستان چارواکو د تورخم او چمن دروازه وتړله، چې ورسره د خوراکي توکو په بیو کې هم لوړوالی راغی او د ګڼو خوراکي توکو بیو لوړې شوي دي.

ورړسته که څه هم چمن لار د سوداګرۍ لپاره پرانیستل شوه خو لا هم معلومه نه ده چې د تورخم دروازه به د اپریل په نهمه هم پرانیستل کېږي او که نه؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *