تاند- د افغانستان د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی د دوشنبې په ورځ /جون۲۰/ اسلام اباد ته ځي چې له پاکستاني چارواکو سره د تورخم د ستونزې په اړه خبرې وکړي.
وروسته له دې چې افغان سرحدي ځواکونو پاکستاني پوځیان پرې نښودل چې په صفري نقطه کې دروازه جوړه کړي، پاکستان له افغانستانه وغوښتل چې د خبرو لپاره د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار ورولېږي خو د افغانستان حکومت وپتېیله چې د بهرنیو چارو د مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ پلاوی پاکستان ته واستوي.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز د افغان پلاوي د ورتګ هرکلی وکړ.«پاکستان د دې سفر هرکلی کوي او د دوو خواوو ترمنځ د رغنده خبرواترو له لارې، چې د دوو هیوادونو د اړیکو د پراختیا او همداراز د دواړو هیوادونو او سیمې د سولې او ثبات سبب شي، د معنا دارو پایلو هیله لري.»
د پاکستان له ظاهري نرم دریځ او د افغان پلاوي د کېدونکي سفر له هرکلي سره سره په پاکستان کې مېشت افغانان وايي چې فشار پرې زیات شوی، پر له پسې ځورول کېږي.
د پاکستاني رسنیو پر اساس په تېره یوه اوونۍ کې پاکستاني پولیسو تقریباً هره ورځ یو شمېر افغانان نیولي او هغوی یې په بېلابېلو جرمونو تورن کړي دي.
پاکستان د ملګرو ملتونو د سازمان او د کډوالو لویی کمیشنیری د اداری غړیتوب لری. دوی ځان د بشر د حقوقو اعلامیی ته هم ژمن بولی،
د افغانستان دولت خصوصا په پاکستان کې زمونږ سیاسی اوقونسلی نمایندګی باید په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د تعداد ، د هغوی د ستونزو ، د پاکستان په زندانونو کې د هغوی شمیر او …. لازم معلومات راټول او د ملګرو ملتونو د سازمان له غړو وغوښتل شی تر څو په پاکستان فشار راوړی او افغان کډوال ونه ځوروی.
په ورته وخت کې د کډوالو د بیرته راستنیدو لپاره ډیر ښه فرصت دی او د نړیوال په مرسته او هم غږی باید افغانستان کې کډوالو ته د کور او نورو لازمو آسانتیاوو په برابرولو کی لازمه مرسته وکړی. ترڅو دغه ستونزه د تل لپاره ختمه شی.