تاند- په تورخم بندر کې پاکستاني ځواکونو پرون /سې شنبه/ د لوډسپېکرو په ذریعه افغانانو ته اعلان وکړ چې سر له سبا (نن/چهارشنبه/ د جون ۱/ څخه پاکستان ته بې وېزې لاړ نه شي.

په تورخم کې د پاکستان ملېشه ځواک (خاصه دار) او نورو سرحدي مامورینو کرۍ ورځ د تورخم په دروزاه کې پاکستان ته پر بې وېزې سفر د بندیز اعلانونه کول.

دوی ویل چې افغانان به پرې نږدي چې بې وېزې او پاسپورته پاکستان ته سفر وکړي.

د لوډسپېکرو په وسیله په اعلانونو کې دوی همداراز وویل، که چا په غیرقانوني ډول پاکستان ته د تګ هڅه وکړه، وبه نیول شي او بندي به شي.

دوی د تورخم دروازې ته نژدې لوی پمفلېټونه هم پر دېوالونو نښلولي چې افغانانو ته د پاکستان د بې وېزې سفر په اړه پکې خبرداري ورکړای شوي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي، په تورخم کې د افغانستان سرحدي مامورین او ساتونکي د پاکستان پر دې اعلان خوشاله نه ول او ویل یې چې دا کار به د دوو خواوو د ولسونو ترمنځ واټن زیات کړي.

په تورخم کې د افغان ساتونکو مسوول ډګروال نثار خان وویل، پاکستان باید د روژې مبارکې میاشتې په لړ کې په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره په پوله کې پر تګ سختي لېري کړي چې د درملنې لپاره پېښور ته ځي.

ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که پاکستان په پوله کې پر تګ نرمي رانه وستله افغانستان به تورخم بیخي بند کړي چې هیڅ راز تګ راتګ له دې لارې ونه شي.

ده دا هم وویل چې افغانستان به پاکستاني لاریو ته هم لاره ورنه کړي چې منځنۍ اسیا ته د افغانستان له لارې مال یوسي.

څرګنده نه ده چې د ډګروال نثار خان خبره د افغانستان د حکومت د دریځ ښکارندويي کوي او که نه. خو د افغانستان د حکومت جګپوړي چارواکي له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دي چې دا مسله حل کړي.

روانه اوونۍ په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر  حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان د بهرنیو اړیکو له سلاکار سرتاج عزیز سره خبرې وکړې.

پاکستان وايي چې د افغانستان حکومت د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت څخه رسماً غوښتي چې په وېزې پاکستان ته د افغانانو د تګ راتګ شرط وځنډوي.

له پاکستانه افغانان خپل هیواد ته بې وېزې د تګ اجازه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *