نومیالی لیکوال او ژورنالست فاروق فراق

نن مې د سندهـ صوبې خبریالان ملګري دپاکستاني ځواکونو په بدرګه کې د تورخم کرښې ته بوتلي وؤ، پاکستاني ځواکونه اؤ د استخباراتو خلک مو د څنګ نه نه خوځیدل اؤ هم د هغوئ‌ په بدرګه کې د کرښې د لیدلو اجازه راکړل شوه خو د زمکې د لارې څخه نه بلکې د پاکستاني سرحدي ځواکونو څوکۍ ته یې بره وخیژولو، وې دلته نه یې کتنه وکړئ.

د کرښې په سر چې ودریدم ټول پاکستاني ځواکونه اؤ استخباراتي کړۍ مو حرکتونو ته ځیر وې اؤ کله چې مې په دغه مهال سترګې د افغانستان په رپانده ملي بیرغ ولګیدلې نو باور وکړئ یو عجیبه شان کیفیت راباندې طاري شو، داسې کیفیت لکه یو ورک بچی چې په ډیره موده پس د خپلې مور غیږې ته ورشي اؤ د مور په مخ یې دسترګو لګیدو سره سم سترګې له اوښکو ډکې شي، ټولو راته ښه په بقو بقو کتل چې بیخي په یو جذباتي‌ انداز مې له خولې وختل “یه زما د نیکونو د خاورې بیرغه تاته سلام کول خو راباندې فرض دی، ټول عمر خو به داسې بې وسو نه یو تړلی ، یوه ورځ خو به درته ښه په جار سیلوټ کوؤم نو نن یې درته ولې ونه کړم ؟ “

اؤ بیا مې نو د ټولو په مخکې په ژوند کې په اول وار خپل ملي بیرغ ته په عسکري انداز سم د مینې ډک سیلوټ ووهلو … اؤ ددغه سیلوټ نه وروستو مې داسې یو روحاني سکون محسوس کړو لکه چې د خپل یو ډیر غټ تاریخي جرم کفاره مې ادا کړي وي
(ستاسو فاروق فراق)

2 thoughts on “د تورخم په کرښه مې خپل ملي بیرغ ته سیلوټ ووهلو”
  1. صد رحمت پرتا اوستاپر کورنی چی دوطن دمینی درس یی درکری زه درباندی ویارم تل بریالی اوسی

  2. ښاغلی فراق د خپل هيواد سره مينه همداسی وی مونږ ټول ا فغا نان د لر او بر درباندی وياړو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *