تاند — په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ډیورنډ د فرضي کرښې تر څنګ د تورخم ښاروال انجنیر راحت ګل زیارمل وایي چې د نوموړي پر ضد د ننني لاریون په تورخم کې د ځمکو او دولتي ملکیتونو غاصبانو را اېستلی وو.

له تاند سره په خبرو کې ځوان دولتي چارواکي ښاغلي زیارمل وویل، «حاجي خلیل شینواری د پخواني قاضي القضات مرحوم مولوي فضل هادي شینواری زوی او د ننګرهار د قبایلو چارو ریس وجیه الرحمن شینواري ورور دی چې په تورخم کې يې نن د ښاروال خلاف زلموټي راټول کړي وو او نارې يې وهلې،»

زیارمل وویل، «نوموړي په تورخم کې دوه بټۍ (سرایونه) له ښاروالۍ په کرایه نیولي چې یوه يې د ورور وجیه الرحمن او بله يې د ده (خلیل) په نوم ده چې دواړو سرایونو يې د کرایې لپاره تدارکاتي پروسه نه ده طی کړې بلکې د کوم پخواني چارواکي د جوړجاړي په نتیجه کې ورکړل شوي،»

د تورخم ښاروال وویل، «د وجیه الرحمن سرای د ښاروالۍ له خوا ۳۰ بیسوې یا یونیم جریب په کرایه ورکړل شوی خو محترم صیب د ۳۰ بیسوو پر ځای ۶۴ بیسوې یا درې جریبه او ۴ بیسوی راتاو کړی چې دلته يې یونیم جریب او څلور بیسوې ځمکه غصب کړې،»

نوموړي زیاته کړه، «بل سرای يې د حاجي خلیل په نوم دی چې د ښاروالۍ له نیم جریب په کرایه ورکړل شوی خو دغه محترم ۱۶ بیسوې ځمکه له کوم پخواني ښاروال سره له جوړجاړي وروسته راګیر کړې چې دلته يې ۶ بیسوې غصب کړی. د خلیل الرحمن په نوم سرای يې له ۱۳۹۲ کال نه تر ۱۳۹۸ کال پورې د کرایې له درکه باقي ده، چې تر اوسه د څو څو ځله جلبونو او مکتوبونو له لېږلو وروسته هم نه دی حاضر شوی،»

انجنیر زیارمل د ښاغلي خلیل الرحمان یوه بل قانون ماتوونکي کار ته په اشارې وویل، «نوموړي په تورخم ښارګوټي کې ډیزلي برښنا توزیع کړې چې په ښار کې يې شاوخوا ۷۵ د برښنا ستنې درولې دي خو له تېرې یوې لسیزې يې یوه روپۍ کرایه هم ښاروالۍ ته نه ده تحویل کړې. د تورخم ښاروالۍ له حاجي خلیل سره د برښنا قرارداد درلود چې د هغه قرارداد له درکه ۵۴۰۰۰ افغانۍ د دولت د مالیې باقي دی چې تېره اوونۍ مې مکتوب پسې ولېږه چې خپله باقیداري تحویل کړي،»

زیارمل وویل، «هغه څو څو ځله د اچین ښاروال او د شینوارو او مومندو ځینې مخور راته واسطه کړل چې زه له ده سره کېنم او د دولت مالیه او باقیات ورته معاف کړم. موږ له هېچا سره تبعیضي چلند نه کوو خو د دولت د عوایدو پر سر له چا سره معامله هم نه کوو،»

راحت ګل زیارمل چې د ځوانانو په منځ کې د یوه فعال چارواکي په نامه مشهور دی وویل چې دا هر څه په اسنادو ثابت وایي، او هم یې د خپلو ادعاوو د ثبوت لپاره یو شمېر اسناد له تاند سره شریک کړل. نوموړي زیاته کړه چې، «د ننګرهار د قدرمن والي صیب په پل زه هم نه له چا پیسې اخلم او نه يې چا ته ورکوم. موږ یوه ذره هم له خپل دریځ نه، نه په شا کېږو،»

د تورخم ښاروال انجنیر راحت ګل زیارمل وویل چې په نژدې راتلونکي کې به د نورو مفسدینو او باقيدارانو لسټ هم خپور کړي.

ویل کیږي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې جنګسالاران او د ځمکو غاصبان د هغو چارواکو د فعالیتونو په مخکې خنډونه جوړوي چې غواړي نظام اصلاح او هېواد د پرمختګ په لور رهبري کړي.

2 thoughts on “د تورخم ښاروال: لاریونوال د ځمکو او دولتي ملکیتونو غاصبینو راپسې راټول کړي ول”
  1. محترم شاروال ، زیارمل ، ملت ټول په دغسی کړنو ستاسو او د ننګرهار د والی صاحب فخر کوی او درته د مخکی کامیابیوتوفیق غواړو ، باید ددولت ټول ارشد مدیران په مرکزی او محلی اداراتو کی هدغه سیاست مخکی بوزی .لکه څنګه چه د اشرف غنی ددولت ساز تیم شعار ؤ چه حساب ورکوو او حساب غواړو ، هو باید د غاصبینو ، اداری مفسدینو ، اختلاس کونکو او د بیت المال د غلو سره په کلکه مبارزه وشی او هیڅوک ځنی مستثنی نه شی ، د یوه کارا ، خادم ، عادل او خودکفا حکومت په هیله !

  2. زیار مل صاحب ، تاسو د لوی افغانستان د پرګنو په زړونو کی ځای لری ، مونږ پر تاسو ویاړو ، ستاسوپریکړی د لوی افغان د تاریخ په زرینو پانو کی لیکل کیږی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *