په دې وروستيو کي يوځل بيا اسټرليا ته د غيري قانوني کډوالو يوه بېړۍ په توره بحيره کي ډوبه سوې ده.
ويل کيږي، چي په دې بېړۍ کي ٤٢ افغانان سپاره وو، چي غوښتل يې اسټرليا ته په غيري قانوني ډول ولاړ سي، د بېړۍ د ډوبېدو له امله يوازي ٦ تنه ژغورل سوي، د ٢٣ کسانو جسدونه پېدا سوي او ١٣ نور ورک دي.
دا لومړى ځل نه دى او کېداى سي، وروستى ځل هم نه وي، چي افغانان د داسي خطرناکوخبرونو اورېدو سره سره بياهم پردغه خطرناکه لار د سفر موزې په پښو کوي.
پوښتنه داده، چي له دې دومره خطرونو سره سره ولي افغانان بياهم خپلي غوښي د توري بحرې په ماهيانو خوري؟
د دې پوښتني ځواب ښايي يوڅوک يوډول او بل څوک بل ډول مطرح کړي، خو زموږ په اند په هيواد کي اوږدې جګړې، وروروژنه، وزګارتيا، د خوراکي او غيري خوراکي توکو لوړي بيې او د دولت پرڅوکيو دناستو خپل چاروکو مسؤلانو کړني هغه څه دي، چي افغانان يې له ژونده بېزار کړي او د يو ناڅرګند مزل پر لوري تېښته غوره ګڼي.
که په اوونۍ کي نه وي، نو په مياشت کي څو ځله د توري بحرې په وحشتناکه غېږ کي د بېړۍ د ډوبېدو خبرونه خپريږي، ليکن د مخکنيو ستونزو او اړتيا وو له مخي افغانان بياهم د مجبورۍ له لاسه ځان د سمندري ماهيانو په خوله ورکوي، خو له هيواده پښې سپکوي.
پر دولتي څوکيو قبضه کوونکي او د دوى وسله وال مخالفان بايد د خداى په خاطر پر افغانانو زړونه وسوځي، لومړى ديوې دوامداري سولي، خلکو ته دکار زمينه چمتو کولو، پر نرخونو او سرحدونو کنټرول او نورو اړتياوو ته سخته پاملرنه وکړي.
باور لرو، که افغانان په هيواد کي مطلق خپل راتلونکي ته د هيلو څرک وويني، نو نه يوازي به په غيري قانوني ډول، بلکي په قانوني ډول به هم زړه ښه نه کړي، چي په پردې ولات کي د کډوالۍ او يوازيتوب ژوند غوره کړي، ځکه د پښتو ژبي دامتل بېځايه نه دى، چي ( هرچاته خپل وطن کشمير دى)
په دغه متل باندي افغانان تربل هرملت ډېر باوري او همدا سبب دى، چي د تاريخ په هرپړاو کي يې د نړۍ ستر يرغلګر په ګونډو کړي دي.
افغانان نور له اوږدجنګ، دربدرۍ، وزګارتيا، د دولتي حاکمانو د بېغورۍ او د وسله والو مخالفانو له برېدونو ستړي دي، افغانان هم غواړي، چي د خداى تعالى(ج) د نورو پرمختللو ملتونو په ډول خپلواک، اقتصادي او متمدن هيواد ولري.
که چيري سم امکانات په کور دننه ورته چمتو سي، نو هيڅ افغان به زړه ښه نه کړي، چي په خپلو غوښو د توري بحرې وحشي کبان ماړه کړي.
افغانان له خپل ټاکل سوي ولسمشرډاکټراشرف غني احمدزي څخه غوښتنه کوي، چي د خپلو نورو کارونو ترڅنګ په زړو بېړيو کي ډوبېدونکي افغانان وژغوري، ترڅو د يادو کسانو د کورنيو د دعاءګانو په برکت خداى زموږ پر هيواد او ولس دا توره شپه روڼا کړي.
راسئ ! ټول افغانان په يوه خوله او يو زړه د دعاء لاسونه الهي دربار ته پورته کړو، چي، خداى(ج) دي له دې وروسته د افغانانو غوښي په سمندري ماهيانو نه خوري، الله دي خپل سمندري مخلوق په بل څه ماړه کړي، نه د افغانانو په غوښو.
تاسي ټول راسره امين وواياست .