په خواشیني سره خبر شوم چې دهېواد نومیالی لیکوال اوجهادي شخصیت توریالی ځاځی دورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې اوله موږه یې دتل لپاره مخه ښه واخسته.روح دې یې ښاد وي.
دتوریالي ځا ځي قلم پرداسې مهال وځلید چې پرهېواد باندې دروسي یرغل پروړاندې افغان مېړني ولس دجهاد سنګر ونیو. ملت په یوه خوله پردې اجماع وکړه چې دهېواد دخپلواکۍ لپاره قرباني ورکړي.توریالي ځاځي دهمدغه مېړني ملت هغه بچې وچې دتورې اوقلم مبارزه یې پیل کړه.دخپل عمرزیاته برخه یې دهېواد دخپلواکۍ ګټلو په لاره کې نذرانه کړه.دده دتورې اوقلم مبارزه به دتاریخ په پاڼوکې یوزرین باب و ي. دده لیکنې موږ ته دجهاد دمهال ورځې اوشپې رایادوي.
توریالي ځاځي په دې مبارزه کې دخپلواسلافولاره ونیوه په مېړانه یې دغه لار ووهله.
زه ارواښاد ته له الله (ج) نه دفردوس جنت غوښتونکی یم.دپښتوادب لارویانواوپه تېره دده کورنۍ ته تسلیت وړاندې کوم اوځان ورسره په دغه غم کې شریک ګڼم.الله (ج) دې دی وبښي.
درنښت
ډاکتراشرف غني
سلامونه
بلکل ښاغلی مرحوم توریالی ځاځی یو مبارز او نوښتګر انسان وو چې مړینه یې یوه لویه ضایعه مونږ ته او ټول افغان ملت ته بلل کیږي زه هم په خپل وار سره ورته د جنت الفردوس دعا کوم کورنۍ،ملګرو او دوستانو ته یې د جمیل صبر هیله لرم خدای یې دې وبخښي او روح یې دې ښاد وي.
مینه او درناوی
ستاسو کشر…ستاسو ګودر