ترجمه د عبدالکریم رحیم
په دی وروستیو کی نیویارک ټایمز ورځپاڼی په یو راپور کی لیکلی چی د شمال ټلوالی قوماندانانو تیاری نیولی و چي پر ارګ او د څو ولایتونو په ودانیو یرغل وګړي. دوی باور درلود چې افغان امنیتی ځواکونه او د ارګ امنیتی افراد به پری ډزی و نه کړی. د شورای نظار د یو غړی د خولی نیویارک ټایمزلیکلی : “زمونږ قوماندانان وایی چې ارګ ته د ننوتو د پاره د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د بریالیتوب سند ته اړتیا نه لرو. په خپله ارګ ته تللی او هغه نیولی شو. که عبدالله امر کړی وی د ولسمشری د مانۍ په شمول مو څو ولایتونه نیولی شو.” ددی معنی د کودتا پرته بل څه نه ده خو د حیرانتیا خبره داده چې په تیرو ۲۲ کلونو کی ددوی په دریځ کی هیڅ بدلون نه دی راغلی او په هره لار چې وی دوی پر دولتی قدرت ولکه خپل حق ګڼي. د امریکا په مرسته د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د قیادت د مخنیوی وروسته کله چی ښاغلی کرزی د موقت حکومت مشر شو دوی غوښتل چې پر هغه “سپینه کودتا” وکړي. ددی پېښې تفصیل ډګرمن انتونی شیفر په خپل کتاب د تور زړه عملیات کې په لاندی ډول ورکړی. (۸۰ ، ۸۱ او ۸۲ مخونه) ژباړن |
کیلی بروم، په نظامی چارو کی ملکی مامور، ما پسې ګرځیده او چې راسره مخ شو راته یې وویل: “وروره، د ستری ستونزی سره مخ یو.”
ما ورڅخه پوښتنه وکړه: “څه چل دی؟”
– “د کرزی په اړه ستونزه ده او حتی نه پوهیږو چې ستونزه څه ده.”
– “ما اوریدلی چې هغه د هیواد نه بهر دی او ملګرو ملتونو ته تللی؟”
کیلی وویل: “ستونزه همدا ده. داسی ښکاری چې د هغه یو وزیر غواړی چې د قدرت واګې په خپل لاس کې واخلي. “
…. کیلی وضعیت داسې تشریحا کړ. د کرزی د دفاع وزیر محمد قسیم فهیم چې د شمالي ټلوالې نظامی مشر و غواړی چې پر کرزي کودتا وکړي. امریکا لا پخوا پوهیده چې ده دې مقام ته سترګی پټې کړي دي او اوس داسې ښکاری چې غواړي اقدام وکړي. فهیم په دې عقیده دی چې د افغانستان مرکزي حکومت باید په اطرافونو کې پر خلکو موثرکنټرول ولري. د نورو جنګسالارانو غوندي دی په دی نظر دی کرزی ډیر ضعیف سړی دی او دا کار نه شي کولای. هره ورځ د پولیسو په حوزو بریدونه کیږی اود مرکزی حکومت له خوا هیڅ اقدام هم نه کیږی. هغه وخت د افغانستان حکومت په دی کار کاوه چې ملیشی په یو روزل شوي ملی اردو بدلی کړي. فهیم په دی عقیده و چې دی دا چارې په ښه توګه سرته رسولای شي.
فهیم امریکایانو سره په دې باره کی خبری پیل کړی وې چې دی دې په داسې حال چې کرزی د امریکا په سفر بوخت دی د وینو تویېدلو پرته د قدرت واګې په لاس کې ونیسي. خو د امریکا سفیر دا خبره ورسره و نه منله.
[د امریکا د سفیر] دې خبرې فهیم د خپله کاره و نه دراوه او د کابل شاوخوا یې د خپلو پوځونو پر ځای پر ځای کولو لاس پورې کړ.
د خدای په پار. دا خو کودتا ده. اوس خو دا کار باید و نه شي. زمونږ ځواکونه یا په سرحدی سیمو لکه خوست اوکندهار کې خپاره وو او یا په وړو متحرکوجزوتامونو کې تنظیم شوي وو لکه په اسعداباد کی. کوم محاربوی ځواکونه چی مونږ درلودل هغه په بګرام کې خاصې قواوی او نظامی پولیس وو چې د هوایې اډی امنیت یې تامین کاوه. زمونږ استخباراتو راته وویل چی فهیم ځانته ۲۰۰۰ تنه افغان ځواکونه لري چې د کابل شاوخوا ته یې راوستي دي. مونږ په دې سیمه کې تقریبا د ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ کسانو پوری او ایسف د ۴۰۰۰ نه ۵۰۰۰ عسکرو پوری درلودل خو د ایسف ځواکونه محاربوی افراد نه وو. دوی ملکی حمایوی افراد وو لکه استخباراتی مامورین او هغه خلک چې په زیربنایې چارو کې بوخت وو…. مونږ ته مشکله وه چې د ځواکونو د لاری یې مقابله وکړو. په افغانستان کې د متحده ایالتونو سیاست د خطر سره مخامخ و.
په دی موضوع مونږ د ډګروال بورډمن سره خبرې وکړې. ده دا موضوع د څه مودې راهیسی تعقیبوله خو اوس یې کار لا متمرکز شوی و. د سفارت ځینو مامورینو د فهیم د خلکو سره رسمی تماسونه درلودل. فهیم ته نور زمکی ځای نه ورکاوه او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یې تلګرامونه لیږل پیل کړل چې په کې یې ویل چې دی غواړي چې د افغانستان جمهور رئیس شي. فهیم مونږ ته وویل چې دا به د وینو د توئیدو پرته کودتا وي. کرزی کولای شي چې په امریکا کي په تبعید کی پاتې شي او دی به دلته د قدرت واګی په لاس کې واخلی. فهیم واضحا زمونږ نه د اوږدی مودې معامله غوښتله.
په لومړی سر کې زما نه وغوښتل شو یو پلان جوړ کړم …. داسې پلان [فهیم ته ووایو] چې مونږ جدی یو. مونږ مجبور وو چې ويې ویراوو ځکه چې یوازینی چاره چې مونږ سره وه هغه یې ویرول وو.
یوه پروسه مو تر لاس لاندی ونیوله چې زور یې وازمایو. د ډپلوماتیکو، نظامی او استخباراتی چینلونو د لاری چې مونږپوهیدو چې دی یې څاری مونږ دا خبره خپره کړه چې د خپل دریځ څخه تیریدونکي نه یو. زمونږ په پیغام کې هیڅ ابهام شتون نه درلود او هغه دا چي په هیڅصورت به مونږ تا پرې نه ږدو چې ولسمشر شې. او که دا هڅه دې وکړه نو وبه وژل شې. مونږ مجبور وو چې ویې ویروو. که نه وی ویریدلای؟ مونږ بایلوده.
مونږ د امریکا د نظامی زور په ښوولو پیل وکړ او خبره مو خپره کړه چې کابل ته نور ځواکونه راولو او ښار ته مو نظامی کاروانونه راننویستل. برسیره پردې د دې دپاره چې خپل پیغام په ځواکمنه توګه وروسوو نو مونږ یوه بی – ۱ الوتکه چې لوخړې یې تر لکۍ راوتلی د فهیم د کور د پاسه تیره کړه – زما مطلب دادی چې دده د کور د پاسه – تقربیا ۵۰ فټه دده کور د پاسه. پیغام ورسیده. دوه ورځې وروسته د استخباراتی او ډپلوماتیکو چینلونو د لاری خبر شو چې فهیم د ریاست جمهوری نه تیر شوی دی.
بیچاره دا ارمان له ځان سره ګور ته یو وړ.