شیرین آغا جهانګیر
ما نه غوښتل ښکیل شم او په دې اړه څه ولیکم، خو له بده مرغه په تېرو څو ورځو کې دا نیوکې او توطئې د تخریب تر کچې رسیدلي دي. ځیني ځوانان، فرهنګیان او لیکوالان بې له دې چې د دې توطئو پایلې او بد عواقب په نظر کې ونیسي، لګیا دي د خلکو ذهنیتونه خرابوي او غواړي د دولت او ملت ترمنځ واټن لاپسې پراخه کړي. دا یو ناسالم رقابت دی. زه فکر نکوم چې افغانستان دې د ډیموکراسۍ په ټوله موده کې داسې ناوړه رقابت تجربه کړی وي. دا رقابت اوس ډېره ناځوانه بڼه خپله کړې. اوس د هیچا شخصي حریم خوندي نه دی. حتی ځینو پکې ناموسي مسائلو ته هم لمن وهل پېل کړي دي. لاندې لیکنه مې اوږده ده، خو ددې لپاره چې ستاسو شک همداسې شک پاتې شي، هیله کوم لیکنه تر پایه ولولئ:
د دولت مخالفو وسلوالو، بهرنیو استخباراتو، د سیاسي قدرت له شریکانو، د پنځمې صوبې له طراحانو، له بې واکه شوو چارواکو، د پارلماني انتخاباتو له ناکمه وکیلانو او د بغدادي پیر له پیروکارو پرته؛ لاندې اقشار شپه او ورځ لګیا دي او د ولس ذهنیت د ولسمشر او حکومت په اړه بدلوي. دا اقشار عبارت دي له:
- د رسنیو مالکان: په دې ډله کې د تلویزیون، راډیو، اخبار او مجلې ځني هغه مالکان شامل دي چې تل يې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه د خپلې رسنۍ لپاره بې دریغه باج اخیسته. د همدې باج ګیرۍ په پایله کې يې د افغانستان په لویو ښارونو کې د مجللو کورونو، عصري دفترونو او نورو امکاناتو څښتنان شول. اکثره دا خلک د ارګ په پیسو خپلې کورنۍ په دوبۍ، هندوستان، تاجکستان او حتی امریکايي او اروپايي هیوادونو کې میشت کړي. اولادونه يې هلته زده کړې کوي. له څه وخت راهیسي په دغو خلکو ( د پاچا سخاوت ) کم شوی دی. دوي اوس درګرده په ولسمشر فشار راوړي ترڅو بیا وکولای شي چې د بیت المال له چینې ورته ویاله خلاصه شي.
یادونه: دا ډله یوه فرعي ریښه هم لري. د اکثرو غږیزو او صوتي رسنیو خبریالان، ژورنالستان او حتی عکاسان هم په ولایتي کچه له ولایت مقام څخه په باج ګیرۍ روږدي شوي و. همغسې چې د ننګرهار والي د خپلې افشاګرۍ په دوهم قست کې ترې پرده پورته کړه، په ولایتي کچه د خبریالانو لاس دومره اوږد شوی و چې د دفتر د کرايې، د اختر خرچې، واده کولو، د میرمنې د درملنې… لپاره پیسې له ولایتي ادارو اخیستل. پاتې دې نه وي چې کله کله خو ځیني سیمه ییز خبریالان حتی له ګمرکاتو، د ښاروالیو له ریاستونو او نورو عایداتي بنسټونو څخه هم باج ګیری کوله.
- فرهنګي مافیا: په دې ډله کې هغه خلک شامل دي چې په یو او بل نوم کولای شي په ځان د قلم خاوندان، فرهنګیان، ادیبان، لیکوالان او حتی سندرغاړي را ټول کړي. دوي تل له همدې خلکو څخه د فشار آلې په توګه ګټه اخیستې. تل يې هڅه کړې چې په یادو خلکو کې د خپل نفوذ څخه په ګټې اخیستنې د ولسمشر تر بریده فشار وارد کړي او باج واخلي.
- دوه ګوني تابعیت لرونکي: په دې ډله کې څو کتګورۍ خلک شامل دي:
- اول: هغه ځوانان شامل دي چې زده کړې يې د بیت المال په پیسو وکړې. د دولت په پیسو له هیواده بهر د لوړو زده کړو، مسلکي ټریننګونو او ورکشاپوونو لپاره ولیږل شول، هلته نه یواځې دا چې یادې موخې ترلاسه نکړې، برعکس پټ شول، د هېواد نوم ته يې صدمه وارده کړه او بیرته هیواد ته ستانه نشول.
- دویم: د SIV، فولبرایت او چیویننګ کادرونه. دا ډله بیا ډېره لوړه ایګو لري. دوي ته له ځان پرته ټول افغانستان بیسواده ښکاري. دوي چې کله بیرته راوګرځېدل، داسې فکر يې له ځانه سره راوړل چې ټول هیواد باید ددوي د پوهې او لیاقت منندوی ووسي. دې طبقې خلکو ته له مافوق رتبه او لومړي بستونو څخه په ټیټو بستونو کار کول د ځان توهین ښکاري.
- دریم: تاریخ تېره پرستامول. دا د پخوانیو رژیمونو پاتې شوني دي. دوي په سختو شرایطو کې هیواد یواځې پرېښود او د عیش ژوند ته يې پنا یوړه. هلته څو لسیزې کیږي چې اوسیږي. چون ددوي زده کړې او د پوهې کچه د هغو هېوادونو معیار نشي پوره کولی، نو ځکه حتی په خپل مډرنو کورنیو بوج دي. دوي یا افغانستان ته راغلل او یا له هغه ځایه ارګ او وزیران تر برید لاندې راولي چې ولې ( ددوي له وړتیا؟) ګټه نه پورته کوي. که دوي په دنده نه ګمارل کیږي، یا ورته امتیاز نه ورکول کیږي، نو هر څه له یوې مخې تباه او ټولې چارې ناسمې رواني دي. خو که همدا خلک هم په دندو او یا نورو امتیازاتو ونازول شي، بیا نو خیر تو و خیر مه.
څلورم: (په خپل خیال کې ) دایمي ډیپلوماتان: یوه ډله خلک چې کله په کوم موقف وګمارل شي، بیا فکر کوي چې دا دولتي موقف نو ټول عمر دده شوه او باید نسلونو ته يې هم په میراث پاتې شي. دوي چې کله له هیواده بهر له غوړ پروتوکل سره په دندو وګمارل شي، هلته له خپلو کورنیو سره میشت شي، بیا نو لرې کول او بیرته يې هېواد ته ستنول په خوب او خیال کې هم نه ګرځي. که چېرې له دندې لرې شول او یا پرې امتیاز قطع شو، نو دومره کینه اخلي چې حتی هڅه کوي په خپلې نوماندۍ ولسمشر ته په ټاکنو کې ضربه وارده کړي.
دا ډله تر سفیرانو، قونسلرانو او اتشو نه ده محدوده، حتی په دیپلوماتیکو مرکزونو کې د پاسپورت عادي مامورین هم همدا بد عادت خپل کړی دی.
- غاصیبن: دا ډله له ولسمشر څخه تر هر چا زیاته کرکه کوي. دوي که خپله د خبرې او قلم ځواک نلري، خو پیسې لري. دوي د ځوانانو له فقر څخه غلطه ګټه اخلي او په هر قیمت چې کیږي، هڅه کوي چې ولسمشر کمزوری او له پښو وغورځوي، تر څو د دوي د خیانت دوسې همداسې پټې او تړلي پاتې شي.
- تدارکاتي مافیا: دا ډله تر ټولو پست فطرته، خو په عین حال کې بیا مضر دي. دوي اتلس کاله په بې بندوباره شکل دومره غلا وکړه چې اوس حکومت ته په لوی سرخوږي بدل شوي دي. دوي د خراب تدارکاتي سیستم، فاسدې ادارې او په فساد د ککړو چارواکو په ملتیا د ملت په وینې هم صرفه ونکړه. دا همغه خلک دي چې په سرحدونو کې د هېواد د ناموس ساتونکي ځواک له ډوډۍ او اوبو څخه هم غلاوې وکړئ. د ولسمشر اشرف غني له واکمنۍ سره سم ددې ډلې وار پار خطا شو. دوي پوهیږي چې ولسمشر اشرف غني اقتصاد پوه دی په ډېرې اسانۍ به د دوي د جعل، فساد او غلا مخه ونیسي. دا ډله په خپل ټول قدرت سره هڅه کوي ولسمشر بدنامه او له پښو وغورځوي. په دې ډله کې لوی او واړه لوژیستیکي، ساختماني، خدماتي، نظامي او ملکي قراردادیان او د هغوي ملګري شامل دي.
- بې شرفه شریفان: په دې ډله کې د حکومت هغه چارواکي او مامورین شامل دي چې په رشوت اخیستلو او ورکولو روږدې دي. دوي له بیت المال څخه غلا کوي، د خلکو له مجبوریت او بې وسۍ څخه استفاده کوي او په ټولنه کې د فساد او رشوت بد دود عام کوي.
زه دې ډلې ته بې شرفه شریفانو اصطلاح ځکه کاروم چې دا ډله په فساد روږدي دي. دوي هیڅ دیني، انساني او عاطفي ارزښت ته قایل نه دي. په لاسونو کې تسبیح، سپینې جامې په تن او د ناولي ضمیر او مړ وجدان لرونکي دي. هر څومره چې سیستم اصلاح کیږي، د رشوت او فساد مخه نیول کیږي او په فساد ککړ افراد د زندانو د تورو تمبو شاته ټېل وهل کیږي، دوي خپله بقا په خطر کې ویني او خپل ټوله انرژي په کار اچوي چې ولسمشر بدنام او په ولس کې يې له محبوبیت څخه کم کړي.
- کم تجربې ځوانان: دا قشر د پاک ضمیر در لودونکي او معصوم ځوانان دي، خو له بده مرغه په یو ډول نه یو ډول سره د پورته یادو ډلو له لوري تېر ایستل کیږي. دوي بې له دې چې تجسس وکړي، د انتقاد ماهئیت او منبع درک کړي، هر څه په پټو سترګو مني. هر چا چې هر څه وویل، دوی يې مني او سر ورسره خوځوي.
دوي ته په ارګ کې د جومات د ساختمان انځورونه ښودل کیږي. ورته وايي دادی بي بي ګل په ارګ کې کلیسا جوړوي. دوي يې مني، خو کله چې د کلیسا په ځای د جومات افتتاح کیږي، بیا نو دا ځوانان په خپل کړو خبرو پښېمانه وي. خو په دې وخت کې بیا پښېماني ګټه نه کوي، ځکه دوي وار له مخه دومره لعنت او مرده باد په ولسمشر او حکومت لورولی وي چې له دوي څخه هم د جبرانولو لاره ورکه وي.
هیله لرم چې وشو کولای په خپل ورځني مهال ویش کې د ډیموکراسۍ، سیاسي مبارزې، هېوادپالنې، د نظام د بقا، ملت جوړونې او د ټولنې د اصلاح په اړه مطالعې او کار ته وخت ورکړو. په کومه لاره چې روان یو، هغه ترکستان ته ځي. مونږ داسې نه وو. مونږ که پوهنتونه نه لرل، مونږ که عصري ژوند نه درلود، مونږ که امتیازات نه اخیستل… خو مونږ بیا هم د افغاني او اسلامي اخلاقو په نوم یو څه پېژنل. مونږ په جنګ او تربګنۍ کې هم ځیني افغاني رسمونه لرل او له دغو اخلاقي پولو تېری راته مرګ ښکاریده. مونږ به ویل :”مېړه مړ کړه خو مېړانه يې مه وژنه”. مونږ اوس نه یواځې مېړه مړ کوو او مېړانه يې هم وژنو، ورسره يې شخصي حریم، ناموس، حیا او عزت هم تر سوال لاندې راولو.
منحیث خلاصه او متمم د موضوع دا څو جملی من باب
اذکرالفاجر بما فیه لکی یحذره الناس حدیث شریف
اضافه کوم او وایم چی ددی ټولو رذایلو او جاهلی تعصباتو مور دبن معامله او بیا عامل یی دخادم المفسدین ۱۴ کلن حکومت چی متراکمه مجموعه د ارذل الناس وه همدا زیږندی لری او ملت ته یی لیوان چاغ اود هغی جنایاتو او رذایلو ګډوله یا معجون ،، اشرف غنی ته په میراث ورسیده نو دا تقریبا ۷۰٪ مفسدین چی جهانګیر صاحب ورته اشاره کړی د خپلو سوابق او اعمالو د عکس العمل په ټوګه د اصلاحاتو مخنیوی کوی او حتی هغه ریاستی کاندیدان چی په وکالت کی ۲۰۰۰ رایی ندی پوره کړی د کمیسیون د بی خبری او عدم کفایت په وجه اوسس کاندیدان بلل کیږی او په خپلو وړو ادارو کی یی فساد تعفن لری دوی همم اشرف غنی ته غپول کیږی ، حال دا چی یو یی هم دغنی په شان نه علم لری نه سابقه ، نه ملی خدمات او نه صداقت نو د عرفی دا بیت دی جفن ګویانو ته کافی بولم او ملت ازمویلی بیا نه ازمایی
غنی تو میندیش ز غوغای رقیبان آواز سګان کم نکند رای غنی را
جهانګیر خان وروره
د کنداریانو خبره کښنځل وکه که به می نیت کوږ وی
ستاسی د لیکنی په ۱۶ مه کرښه کی لیکلی شوی دی
له پیروکارو پرته؛ لاندی اقشار شپه او ورځ لګیا دی…….. )ا)
په پورته جمله کی( پرته )ستاسی د نظر مطابق مفهوم نه اداء کوی او اصلاً په نوموړی جمله کی د( پرته) کلمه بل مفهوم لری
بناً
زما په نظر سمه بڼه ئی داده
پر پیروکارو سربیره؛ لاندی اقشار هم شپه او ورځ لګیا دی……….. )ا )
وروره چی را نه خپه نه سی
البته د لیکنی محتوا او د هغی په هکله موضِع ګیری زما تر سوئی لوړ کار دی