د میدان وردګو ولایت نرخ ولسوالۍ د عمرخیلو به ابده خیلو سیمه کې تېره ورځ ناوخته د والیبال په لوبغالي کې د توغندي د لګیدو له امله د دغه لوبې ۲ نندارچیان شهیدان شوي او ۵ نورټپیان دي .
دغه پېښه تېر مازیګر د نرخ ولسوالۍ د عمرخیلو حوزې په ابده خیلو سیمه کې د دوو لوبډلو ترمنځ د والیبال د سیالۍ پرمهال رامنځته شوه .
د یادې پېښې د یوه تن ټپي روغتیایې وضعیت هم داندېښنې وړ دی .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني پر یاده پېښه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې،شهیدانو ته یې جنت الفردوس،کورنۍ غړو ته یې د زړه صبر او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله کړې.
نوموړی د ښوونځیو پر زده کوونکو،لوبغاړو او عامو ولسونو باندې ورته بریدونه نه بښوونکی عمل بللی .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر