انسان ډوله روبوټ

تاند- جاپانیان غواړي چې په هوايي ډګرونو کې انسانوزمه روبوټونه کښېږدي چې د مسافرو هرکلی او لارښوونه وکړي.

ډیلي مېل ورځپاڼې نن/سې شنبه/ راپور ورکړ چې جاپانیان حاضردمه د توکیو په هاندا نړیوال هوايي ډګر کې د دغو روبوټونو په ازمېښت بوخت دي.

دا روبوټونه، چې (EMIEW3) نومول شوي، ۹۰ سانتۍ لوړوالی لري او په انګلیسي او جاپاني ژبو خبرې کوي.

ټاکل شوې ده چې د سږ کال تر دسمبر پوري دا روبوټونه په هاندا هوايي ډګر کې رسماً کار پیل کړي.

دا انسان ډوله روبوټونه، چې هیتاچي کمپنۍ جوړ کړي دي، مسافرو ته لارښوونې کوي، راز راز معلومات ورکوي، همداراز له سپرلیو سره د الوتکارت (بورډینګ کارد) اخیستلو په برخه کې مرسته کوي او له ترمینله تر الوتکې پوري یې بدرګه کوي.

څېړونکي هیله لري چې په راتلونکي کې به دغو روبوټونو ته چینايي او نورو ژبې هم ورزیاتې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *