تړون اوونيزې د خپلو خپرونو په لړ کې دا دى څلورمه ګڼه هم له چاپه راوباسله، چې په کې بيلا بيل سياسي، فرهنګي، ټولنيز خبري توکې ځاى پر ځاى شوي دي.
د تړون اونيزې سرليکنه (له تشويق مخکې دې ځوانان تنظيم شي) تر عنوان لاندې ليکل شوي ده، په سرليکنه کې راغلي چې د ځوانانو ستاينه مهمه نه ده، بلکې د ځوانانو د استعدادونو او وړتياوو په کار اچول او د دوى څخه سالمه استفاده په کار ده . د ليکوال په فکر که ځوانان له تشويق سره خوا کې د هيواد جوړونې په روحيه سمبال نه شي او همدارنګه د دوى له وړتياو څخه ګټه پورته نه شي، نو خداى مه کړه دا د ټولنې ستون فقارات به ددې ټولنې لپاره ستر سر خوږى وي او د دوى انرژي او قابليتونه به د نورو په ګټه تمام شي.
د دې تر څنګ د سيمې او نړۍ په ګرمو مهمو سياسي موضوعاتو هم بحث شوى، لکه پاکستان له افغان لوري د باور غوښتنه کړي، د ښار د پاکۍ لپاره چارواکو او عوامو په ګډه د خزلو ټولول پيل کړل، خوستوالو په کابل کې وروستي ترورستي بريدونه وغندل، همدارانګه د ټولنيزو مطالبو په برخه کې ځوانان او ننګونې، ځوانان بايد ښه فکر او ښه وړتيا ولري، د نړۍ ښکلي پوليسې د عربي ځوانانو تر منځ بحثونه پارولي، ماران څنګه شخوند ژويي په کې راټول شوي.
نوموړې اونيزه د هر اړخيزه معلوماتو او شننو په لرلو سره کولاى شي د هر چا د ذوق تنده خړوبه کړي، لوستونکي کولاى شي چې تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتاب پلورنځيو، د پکتيا ولايت په ټولو کتابتونونو کې او د کابل ښار په بيهقي کتابپلورنځي کې تر لاسه کړي.