په اوسنۍ نړۍ کې له اويا سلنه (70%) زيات خلک په ليکه (Online) ډول پېرل او پېرودل کوي. که څه هم په ليکه ايز ډول پېرلو او پېريدلو کې تر ډيره اسانتياوي راغلي خو بيا هم پلورونکي غواړي چې ځان پيرودونکو ته ځان ډير نږدي کړي او له بلي خوا پيرودونکی غواړي چي ځان لا ډير مطميئن او په يو مشخصه برخه کې د توليداتو او خدماتو لپاره لا ډيرې منابع پيداکړي. نو هماغه وي چي د نندارتونونو پرانستل اړين شي. تر څو د پيرودونکو او پيردونکو تر منځ شته واټن را کم او سوداګري پياوړي کړي.
چې له نيکمرغه د جون په څوارلسمه نيټه د کابل په نوي ښار کې د مخابراتو وزارت له لوري د معلوماتي تکنالوجۍ په برخه کې نندارتون په لاره اچولی وو. که څه هم ستونزي به يي لرلي خو يو نيک اقدام او لوی افتخار دی. زه هم ورغلی وم. نندارتون په دوه پوړنو کې تنظيم شوی وو. له غرفه لرونکو سره مې خبري وکړي، هر ې غرفې ته به چې ورتلم د مارکيټنګ مسج پر ځاي به يي راته وويل “بېفرمايد کدام سوال داشته باشيد؟.” د غرفه لرونکي شرکتونه داسي ښکاريدل چي د نندارتو لپاره يي کوم ځانکړي چمتوالی نه درلوده او يواځي يي خپلي زړي لوحي، بينري او کارتونه کارول او د هر غرفي لرونکی سره له روغبړ سره به هر چا دا درک کولاي شو، چې د غرفي خاوند د خپلو توکو يا خدماتو لپاره د بازار موندنې (Marketing) لپاره هيڅ ليوالتيا نه لري. د بازارمندنې پيغام (Marketing messages) يي نه درلوده د اړيکو جوړونۍ (Build relationships) انګيزه يي نه درلوده، په نندارتون خپل ونډې د زياتوالي (Maximize Presence) لپاره ليواله نه وو. تر ډيره ناهيلی شوم چې نندارتون خو به د کوم چا د ګريډيټ اخيستني په موخه نه وي جوړ شوي، ځکه چې دا ډول نندارتونونه خصوصي سکتور ته هيڅ ګټه نشي رسولي. اوخپلې هيلې مي پدې ژوندي ساتلي چې دا يو پيل دي اخر به ښه شو. له ملګرو څخه يو وويل چي پروګرام د خصوصي سکتور د مشرانو په شتون کې د تالار په دريم پوړ کي د غونډي په ډول روان دي په غونډه کي بايد برخه واخلو. ممکن د تکنالوجې په مارکيټ کې نوي څيرې وپيژنو.
کله چي دريم پوړ ته لاړو، د مخابراتو وزارت دمعلوماتي تکنالوجي معين ښاغلی ايمل مرجان دريځ ته د خبرو لپاره وغوښتل شو. تالار ټول خاموش او د غونډي ګډون وال ټول د مخابراتو وزارت کارکوونکي وو، او د معين صيب خبري هم د وزارت په لاس ته راوړنو څرخيدلې، هغه وويل “…. دريالس کاله پخوا تيلفون نه وو او اوس 3G لرو……” حالاتو راته ښوله چي ګواکي د مخابراتو وزارت اړوند کومه بله غونډه ده او له نندارتون سره به هيځ تړاو نه لري. د ويناوالو په لړ کې د ماليي معين صيب، سوداګري معين شينواري صيب او نور ټولو هغه خلکو خبرې کولي چي د يو بل د سياسي ګټو شريکان وو، او ټولو د يو بل په ستاينه او صفت بوخت وو. زما په ميز کي له یو ناپيژند څخه مي وپوښتل:
زه : وروره ! دا غونډه د څه لپاره برابره شوي ده؟
ناپيژند ملګری: دا نندارتون د لاندي نندارتون په اړه ده.
زه: عجبه ده ! د خبرو مخاطب بايد خصوصي سکتور وي بل د غونډي ګډون وال بايد د خصوصي سکتور مشران وای، برعکس دوي خو د خپل سياسي ځواک نندازه روانه کړي ده، او د وزارت مامورينو ته دا ښايي چي زمونږ سياسي کړۍ د دولت په داخل کي ډيره پياوړي شوي ده.
ناپيژند ملګری: مخاطيبين يي د مخابراتو وزارت کارکوونکي دي. خو همدوي بيرته خصوصي سکتور هم دي. دا خو افغانستان دی کنه ، ځان خبر کړه.
زه: ښه ښه ښه …… اوس مې سر خلاص شو. دا افغانستان دی! فساد پکې افتخار دی!
په هر حال غونډه روانه وو. مونږ پريکړه وکړه. چې وخت بايد نندارتون ته سپما کړو او غونډه پريږدو. بيرته نندارتون ته ورغلو، د ګڼو غرفه لرونکو سره مو خبري وکړي د ټولو ستونزه همدا وو چې د مارکيټنګ ابتدايي کړنلارې يي هم نه تعقيبوله او په غرفه کي ولاړ ځوانان او پيغلې به داسي بريښيدې چي يو موقت قراردادي وي. يو ځوان مې وپوښت:
زه: ملګريه! ډير وبښه، دا نندارتون به څو ورځې نور وي.
ځوان: “پلان براي چهار روز است، ولي همې پروګرام خلاص شوه ديګه جمع ميکنيم” پوه نشم چې کوم پروګرام ښايي.
زه: برادار! کدام پروګرام؟؟
ځوان: “همې وزير صيب ميايه کي ميايه، مهمانان ميايه”
د نندارتون په دوهم پوړ کي له انصاري صيب سره مخامخ شو روغبړ مو وکړ، ډير د ښو اخلاقوخاوند دي يو څو انځورونه مو ورسره يادګاري کړل. د ټول نندارتون په دواړه پوړنوکې له پنځه ويشتو (25) څخه تر دريشو (30) غرفې جوړې شوي وي . ټولي مي وليدلې دا څه نه وو چې ما ته دې جالب وي.
کله چي له نندارتونه ووتلم. يواځي Business cards او Broachers مي په لاس کي پاتې شول، او هيڅ مي وانخيستل. ځکه چي ټول خدمات وو، او د توليداتو په برخه کي يواځي د PVC پايپونو شرکت وو او هغه مې پکار نه وو، مګر په ياد ولري چي دا ډول نندارتونونو ته اتيا سلنه (80%) هغه خلک راځې چې يو څه پېري نه دا چې دولتي مامورين وي. او دومره مې زده کړه چي په هيواد کې مو د مخابراتو شرکتونه، ISP ګانې، عقاب شرکت، LCD تيلويزيونه، د سوداګري مشورتي شرکتونه، د برقي بکسونو فلزي شرکتونه، د اور ضد خدماتو شرکتونه، د ويبپاڼو جوړوني شرکتونه شتون لري. او په نندارتون کې ټول شرکتونه يا د چارواکو وو او ياد چارواکو د ملګرو وو.
هيله مې دا ده چې د تکنالوجي د کارونې عامه پوهاوی زيات کړل شي. او تکنالوچې له مرکزيت (centralize) څخه محلي (localization) کيدلو په لور ولاړه شي او هغه وخت راشي چي هر يو وګړی مو خپل ځان ته د خپل اړتيا په اساس او يواځي د کارونو داستانتيا لپاره ترې کار واخلي. او د مخابراتو وزارت يواځې ملاتړی (supporter) ونډه ولري.
په ويبپاڼه کي مو مل شي: imrankhanhedayat.wordpress.com
په فېسبوک کي مو مل شي:
www.facebook.com/pages/Imran-Khan-Hedayat/143638459029682?ref=hl