هغه لويه ناسته چې په همدې مناسبت نن ورځ د افغانستان قومونو پيوستون شورا په انګړ کې جوړه شوه پکې د ملي يووالي حکومت اجرايئه رياست لوی سلاکار وزير الحاج غازي نواز تڼي اجرايئه رياست مشاور انجنرمزارعلي ، د ولايت مرسيتال عبدالوحد پټان ، خوست امنيه قوماندان جنرال فيض الله غيرت، د خوست ملي امنيت ريئس او په جنوب ختيځ زون کې د سرحدي ملي پوليسو عمومي قوماندان ډګروال راز محمد مندوزي د لانجې دواړو اړخونو مشرانو،ديني علماکرامو او د خبري رسنيو مسؤلينو برخه لرله.
غونډې ته د خپلې وينا پرمهال د ملي يووالي حکومت اجرايئه ريئس ډاکټر عبدالله عبدالله د مبارکۍ پېغام ولوست په کوم کې چې د دغې شخړې دواړو اړخونو ته د قومونو پيوستون شورا او ورورۍ زيری ورکړل شوی وو
نوموړي وويل ډاکټر عبدالله عبدالله دا ډول قومي ستونزو حلول د ټولنې پوهاوې کچې لوړولې ترڅنګ د سولې روانو هلوځلو په برخه کې اغيزمنې بولي او له قومونو په ټينګه غواړي چې د خپلو مخالفو وروڼو سره د روغې جوړې خبرې لا ګړندۍ کړي ترڅو په هېواد کې سرتاسري سولې او روانو بدمرغيو او جنجلونو ته د پای ټکی وموندل شي .
نوموړي همداشان له هغو کسانو هم مننه وکړه چې په خوست ولايت کې يي پخپلو دوامدارو هلو ځلو او هڅو سره يې وکولای شول ترڅو يادې کورنۍ بيرته د ورورۍ په ټغر سره کېښنوي.
نوموړي وويل موږ د قومونو ترمينځ روان تاوتريخوالی ته په پای ټکی کېښودو سره کولای شو پخپلو سيمو کې د سولې روانې پروسې سره هم لويه مرسته وکړو.
سلاکار وزير دخپلو خبرو پرمهال د سولې شورا اوسنۍ مشرتابه يو پاک ، زړسواند، لوړ اعتبار لرونکي جهادي روحاني او ټولنيز شخصيت ياد کړ چې کولاي شي پيرصيب سيداحمدګيلاني دخپلو ولسونو سره دغوره روابطو له مخې د سولې په برخه کې اغيزمنې کړنې ترسره کړي .
الحاجي غازي نواز تڼي په ذکرشوي غونډه کې پر قومونو غږ وکړ چې د هېواد روانو بدبختيو څخه د ساتنې په هدف يوموټي شي او د ملي امنيتي ځواکونو سره په لاس يو کولو روانو بدبختيو او وژنو ته پای ټکی کېږدي.
نوموړي د خپلې وينا په وروستۍ برخه کې د لانجې دواړو لوريو هم مننه څرګنده کړه چې د خپلو ولادونو راتلوونکي ژوند ښوالي لپاره يې د مينځګړو پريکړې ته غاړه کېښوده او روانې لانجې ته د هواري لاره ومونده.
وروسته غونډې ته د خوست مرستيال والي عبدالواحد پټان خبرې وکړې هغه د افغانستان قومونو پيوستون شورا او سلاکار وزير الحاج غازي نواز تڼي مننه وکړه چې په خوست او يوشمير نورو ولايتونو کې د قومي لانجو حلولو ته مهمې حل لارې موندلي دي .
نوموړي وويل دغه شورا د خپل فعاليت راپدې خوا څنګه چې لوي رسالت ګڼل کيږي د قومونو ستونزو په هواري کې هرچرې هلې ځلې کړي لسګونه قومي ستونزې او لانجې يي هوارې کړي او قومونو ترمينځ يې د باور وړ فضا رامينځته کړي ده
وروسته غونډې ته د شخړې دواړو لوريو په استازيتوب : حاجي ادم ساز او حاجي اول خان خبرې وکړې دوي هم د اجرايئه رياست ارشد سلاکار وزير الحاج غازي نواز تڼي د افغانستان قومونو پيوستون شورا او نورو مينځګړو مشرانو مننه وکړه چې ددوي دغې اوږدې کورنۍ دښمنۍ ته چې د اقتصادي مسائلو له امله رامينځته شوي وه وروستۍ حل لاره ومونده.
دوي وويل موږ د دغې دښمنې په پايله کې دواړو لوريو شاوخوا ٦ تنه د لاسه ورکړل اوس ځانونه بختور بولو چې بلاخېره دغې لانجې د سيمې څو تنو مخورو شخصيتونو په مينځګړيتوب تلپاتې هواري ته ورسيدو.
بيا د ذکرشويو کورنيو ترمينځ قومي ټيپه ړنګه شوه او دواړوه لوري يو تر بله د بيا دوستۍ تازه کولو غېږې يوبل ته ورکړې
مراسم په ګران هېواد کې د تلپاتې سولې او نيکمرغۍ دوعايي په ويلو سره پای ته ورسيدل.