زر ولي خشنود- هغه غونډه چې په همدې موخه د تڼيو په ولسوالۍ کې جوړه شوې وه پکې د تڼيو ولسوالۍ څلورو غټو قومونو زرګونو تنو قومي مخورو مشرانو ، ديني علماکرامو، روڼ اندو او ځوانانو برخه لرله.
غونډې ته د خپلې وينا پر مهال د ولسمشريزو ټاکنو نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله د ټيليفون له لارې دا ولسوالي د ستراتيژيک موقعیت له مخې مهمه ياده کړه او وې ويل چې تاسې زه يو قدم نور هم ارګ ته ور نيږدې کړم او او زه به د برياليتوب سره جوخت په افغانستان کې د پراخو مثبتو پرمختګونو له پاره کار وکړم.
ده وويل تڼيو ولسوالۍ د همدې غيرتي قوم په مټ سره خپل امنيت ، عزت او درنښت خوندي کړي چې زه هوډ لرم د برياليتوب وروسته د ولسوالۍ اداري تشکيلات زياتولو په هدف دويمه ولسوالي جوړه د هغه بنسټيزو پروژو د پلي کيدنې ژمنه ورکړم، چې د يادې سيمې خلکو تل په تېره يوه لسيزه کې غوښتي خو تر اوسه نه دي عملي شوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله له تڼيو څلورو قومونو سره ژمنې وکړې چې د هغې له ډلې په دغه ولسوالۍ کې د بريښنا اوبو يو لوی سربند جوړيدل شامل وو
هغه زياتوله د خوست او غلام خان لاره په رسمي ډول ترانزيت سربېره به د خوست ګرديز لويه لاره ، د سيګۍ پل او خلکو ته د کارزمېنو په برابرونې سره د ځنګل ساتنې په هدف په پروژو کې لويه ونډه ورکړي .
ده وويل زمونږ هوډ دادی چې په هېواد کې د شمال او جنوب خبره ختمه کړو او په دې سره د يو سوکاله افغانستان پر لور چې ټول قومونه پکې خپل ځان وويني يو ملي نظام رامينځته کړو.
ورپسې غونډې ته دافغانستان قومونو پيوستون شورا مشر الحاج غازي نوازتني خبرې وکړې .
هغه وويل : زه غواړم خوست د خلکو په استازيتوب ډاکټر صيب ته دا اطمينان ورکړم، چې ډاکټر صيب د خوست تڼيو ولسوالۍ هغه خلک دي، چې د شاتو د مچۍ په شان پاک شي باندې راجمع کيږي، تاسې يو پاک او ملي څېره يې چې دخوست خلک مو ننګه کوي.
هغه وويل نوموړي د تاسې له همدې ستونزې هم خبر دي چې د مجبوريت له مخې مو ځنګل وهنې ته مخه کړي وه چې په همدې هدف يې له مونږ سره ژمنه کړي ده چې د برياليتوب وروسته به خوستيو ځوانانو ته په دولتي ادارو کې د کارموندنې زمېنه برابره کوي .
هغه وويل ځيني خلک ولسونه په دې خطاباسي چې پښتون ته رايه ورکول زموږ برياليتوب دی خو په دې لا نه دي پوهېدلي چې د هغوي په حکومت کې هغو خلکو ته د موجوده نظام مسولينو څه وکړل چې د قومي تړونونو له مخې يې په غوڅ اکثريت خپلې رايې ورکړې وې .
هغه د خوست ولايت په يو شمير وکيلانو هم نيوکه وکړه چې ډېر يې اوس په دوبۍ کې مارکيټونه لري خو د خوست هغه سړکونه او پلونه چې همداسې ويجاړ پاتې دي دوي يې تر نن ورځې پورې هنېڅ غم ونه خوړ .
بيا غونډې ته د تڼيو ولسوالۍ قومي مخور مشر حاجي کټې شاعر وران تڼي ، سر معلم شېرعلي خان او پخواني سناتور عجب خان خبرې وکړې .
دوي همدا شان ژمنه کوله چې خوست ولايت ته د ښاغلي عبدالله عبدالله راتګ به د خپلو زرګونو ملاتړ په ننګه په لوړه کچه ولمانځي.
را ټولو شوو خلکو په يوه غږ له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه ملاتړ وکړ او ژمنه يې وکړه چې دوى به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې خپلې رايې ډاکټر عبدالله عبدالله ته ورکړي ، ترڅو په هيواد کې سوله امن او پرمختګ راشي ، ګډونوالو د ډاکټر عبدالله عبدالله په ملاتړ شعارونه ورکول او له ځانونو سره يې د ده تصويرونه نيولي و.
نو دومره ښکرور دروغ؟ اول خو هغه څه چی په دغه انځور کی لیدل کیږی ترزرهاوو خو لا څه کوی چی په سلهاو خلک هم نه تر سترګو کیږی دا خو د خبر لیکونی دروغ شول
دوهم لوی دورغ د ډاکټر عبدالله چی تڼیو ته یی د تیلیفون له لاری وعده ورکړی ده چی یو لوی بند به درته جوړوم.
، ګرانو هیوادوالو تڼی یوه داسی وچه منطقه ده چی بند خو لا پریږده چی د څښلو اوبه هم نه پکشی پیدا کیږی،
نو لدی داسی معلومیږی
چی ډاکټر صاحب عبدالله د افغانستان د جغرافی په هکله په ډیره ټیټه سطحه معلومات لری
دا که ولسمشر شی پداسی حال کی چی چانس یی صفر دی هیواد ته به څه کار وکړی
په پیسو يې ځانونه او وجدانونه خڅ کړل.
مونږه د داسې مشرانو خبره نه منو چې په پیسو خرڅ شوي وي
زمونږ رایه ډاکټر صېب اشرف غني احمدزي ته ده. اریزي د تڼیو غټ قوم دی، ځوانان یې ټول احمدزي ته رایې ورکوي
ګل مرجان اریزی
د بندا خیلو زوانان او زاړه عبدالله عبدالله نه منی دا هسی خوشی خبره ده
مونګ ټول د اشرف غنی ملګری یو
مونږ د راډیو نه د عبدالله خبرې هم اورېدلې دي د نورو هم. په حجره کې مو ټي وي ایښې وه، د نریزې ډېر خلک ورته ناست وو. ټولو د اشرف غني خبرې خوښې کړې، اشرف غني ټولو نه ښه سړی دی او مونږ هغه ته رایې ورکوو. نه غازي نواز منو، نه نور پیسه خواره مشران.
څه شاتو غوندې پاک هغه څوګ چې افغانستان یې در په دره کړ او هغه کس چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانانو باندې د امریکایی ځواکونو بمباری رانې دي او هغه څوګ چې د همدغو پښتنو په ضد د جګړې باسیس کونکی دی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟