لیکنه: پوهنمل سید اصغر هاشمي

Abstract:

In all research forms, the content formation is important beside the physical structure. In this article, the content formation of a thesis is described, and the necessary information for each title is drawn as abstract. In writing thesis, similarity and meaning relation between titles is important, and the physical formation become more attractive when the content meaning is well-organized.

لنډیز:

د ټولو څېړنیزو کالبونو د ساختماني جوړښت پرته یې محتواييز جوړښت هم مهم دی. په مقاله کې د تیزس معنوي جوړښت ښودل شوی دی او همدارنګه د هر سرلیک لپاره چې کومې معنوي خبرې اړینې دي، د لنډيز په ډول ځای ځای راغلي دي.

په تیزس لیکنه کې د ساختماني او معنوي سرلیکونو ترمنځ یو رنګي او هم ماناتوب اړین دي او فزیکي جوړښت هغه وخت ارزښت پیدا کوي، چې معنوي ارزښت یې ثابت وي.

سریزه:

د خاصو څېړنیزو جوړښتونو نه تیزس د ماسټرۍ دورې په پای کې لیکل کېږي. دا چې څېړنه خاص مهارت او ریاضت ته اړتیا لري او د یو مسلک په ډول زده کېږي، په دې لیکنه کې د تیزس لیکنې په برخه کې ځینې لارښوونې لري، چې د محصلانو سره د تیزس لیکنې په وخت کې مرسته کولای شي، چې لوی سرلیک کومې ځانګړنې ولري، همدارنګه د معنوي جوړښت له مخې په ترتیب سره د ټولو سرلیکونو معنوي اړیکې درلودونکی لیکلړ، سمه او پرځای پيلیزه، سریزه، اصلي موضوع، پایله، وروستۍ نتیجه ګیري، مناقشه، وړاندیزونه، ماخذونه او د نورو… سرلیکونو راوړل اړین دي. د ساختماني او معنوي جوړښت له مخې د سرلیکونو تر منځ د مانا برابري او یو رنګي ضروري ده. 

د څېړنې اهمیت او مبرمیت:

ماستري یوه مهمه تحصیلي دوره ده او همدارنګه د دې دورې په پای کې تیزس لیکل کېږي، چې د دې لیکنې اهمیت دا دی چې د پوهنلیک دورې محصلانو سره د تیزس په لیکنه کې مرسته کولای شي. پښتو ژبه کې تیزس لیکنه او همدارنګه د تیزس په اړه لیکنې کمې شوې دي او یا شوې نه دي، چې په دې لیکنه کې نوې موضوع ته نغوته شوې ده چې دا یې مبرمیت دی. 

د څېړنې موخې:

د دې مقالې موخې د تیزس لنډه پېژندنه، د تیزس لیکنې په منځپانګیز جوړښت پوهاوی او همدارنګه په تیزس لیکنه کې مناسبه سریزه لیکل چې د معنوي جوړښت له مخې د اصل متن سره اړیکه ولري او همدارنګه د موضوع په پیل کې سم لیکلړ ترتیبول، پيلیزه، اصل موضوع، پایله، مناقشه، وړاندیزونه او د ماخذونو د راوړلو پېژندنه ده. 

د څېړنې پوښتنې:

۱. تیزس څه ته وايي؟

۲. په تیزس لیکنه کې معنوي جوړښت پېژندنه څه ارزښت لري؟

۳. د محتوا له مخې د تیزس په پيلیزه، سریزه، پایله، مناقشه او نورو … سرلیکونو کې باید کوم موضوعګانې راشي. 

د څېړنې مېتود:

په دې لیکنه کې د کتابتوني څېړنیز ډول او تشریحي او توضیحي مېتوده ګټه اخېستل شوې ده.

متن:

په پښتو کې پوهنلیک او په انګلیسي کې تیزس یوناني کلمه ده، چې د (tikina) څخه اخېستل شوې ده. لغوي مانا یې ځای پرځای کول، نصبول او یا پراخوالي ته وايي. همدا کلمه په لاتیني ژبه کې (dititus) څخه اخېستل شوې، چې د پراخوالي په مانا ده. د وخت په تیرېدلو او د علومو د پرمختګ سره په نړۍ کې لوړې زده کړې مینځ ته راغلې او همدارنګه لېسانس، ماسټري او پي ايچ ډي تحصیلات پیدا شول، چې په پایله کې ماسټري دوره په انګریزي ژبه کې پیدا شوه او تیزس لیکنه د انګریزي ژبې په منځنۍ دوره کې دود شوه او دغه کلمه (تیزس) د (وړاندې کولو) په مانا وکاریده. په تيزس ليکنه کې څېړونکی باید د څېړنې له ډولونو او مېتودونو سره اشنا وي او د يو ځانګړي مېتود په رڼا کې پلټنه سرته ورسوي.(۱)

همدارنګه په ان لاین ویکيپیډیا کې راغلي دي:

thesis is a document submitted in support of candidature for an academic degree or professional qualification presenting the author’s research and findings.

ژباړه: تیزس هغه سند دی چې د لیکوال څېړنه، پنځونه او د یوه ټاکلي موضوع په هکله د لاسته راغلو پایلو په هکله لیکل شوی وي او د یوې علمي رتبې د لاسته راوړلو په موخه وړاندې کیږي.

https://en.wikipedia.org/wiki/Thesis

د جوړښت له مخې ډېری څېړنیز ډولونه په زیات و کم توپير سره یو شان دي. همدارنګه پوهنلیک (تیزس) هم د فزیکي جوړښت پرته او په سیستماتیک ډول معنوي جوړښت هم ورته اړین دی. که چیرې په یو تیزس کې ټول بڼه ییز سرلیکونه په خپل ځای راغلي وي، همدارنګه د هر سرلیک معنوي خوا یې هم باید سم وي. د بڼې له مخې که د یو تیزس لپاره سریزه مهمه ده، نو همدارنګه د معنوي جوړښت له مخې په سریزې کې چې د کومو موضوعګانو راوړل اړین دي، دا یې معنوي خوا جوړوي.

د منځپانګیز جوړښت له مخې د تیزس لپاره لاندې په لاندې خبرو پوهاوی اړین دی:  

الف. لوی سرلیک

د څېړنیزو او تخلیقي اثارو د ارايې ژبې يو له بله توپېر لري. د څېړنې ژبه بېله او د هر څېړونکي د ارايې طرز او سبک بېل وي. د څېړنيز او تخلیقي اثر عنوانونه هم یو شان نه وي. د محتواییز جوړښت له مخې د تیزس لوی سرلیک لپاره لاندې خبرې اړینې دي:

ـ معنوي حدود یې معلوم وي.

ـ زماني وخت یې څرګند وي.

ـ ساده او عام فهمه وي.

ـ جذاب او زړه راښکونکی وي.

ـ د اصلي موضوع نمایندګي وکړي.

ـ د ټولې موضوع سره معنوي اړیکه ولري.

ـ د اصلې موضوع کلیدي توکي پکې وي.

ـ الفاظ یې برابر، نه زیات او نه کم وي. ډېر لوی عنوان نه وي او نه ډېر کوچنی وي.

ـ په عنوان کې ابتکار او نوښت وي.

که چېرې د يوې تیزس عنوان ډېر لوى وي او د اختصار او کوچنیوالي امکان يې نه وي، نو په دې صورت کې عنوان په دوو برخو تقسيموو، د عنوان عامه او مهمه برخه او د عنوان فرعي او کوچنۍ برخه. په ځينو اثارو کې راغلي دي، چې عنوان بايد (۱۰ـ ۱۲)کلمو ډېر نه وي، خو زما په پوهه که عنوان لوى وي، خو بې ځايه کلمات په کې نه وي او د محتوا سره اړيکه ولري هېڅ ستونزه نشته. 

ب. لیکلړ

د تیزس لپاره فهرست جوړول او په خپل ځای راوړل یې اړین دي، خو دا چې د تیزس خاکه کومې ځانګړې ولري، د معنوي جوړښت تر مفهوم لاندې راځي. لوستونکی کولی شي چې په تیزس کې د فهرست نه په ګټې اخېستنې خپل د خوښې موضوع په اسانۍ سره پیدا کړي. خاکې ته په عربي کې(خطة) او په انګريزې کې(Synopsis)  وايي، يعنې د کار هغه پلان، لنډيز، کړنلار يا اومه نقشه، چې د څېړنیزې موضوع له مخه جوړېږي، د خاکې څخه عبارت دى. 

عبدالحميد عباسي وايي: (د څېړنې لپاره چې کومه ټاکلې موضوع پر څپرکيو، سرليکونو او بحثونو ويشل کېږي، د خاکې (Outline) په نوم يادېږي.(۲) 

 د خاکې څپرکي بايد معلوم وي. لومړی، دویم او په همدې ترتيب په خپل ځای د څپرکيو راوړل د څېړنې خاصه تجربه غواړي. د څېړنې د اصلي موضوع، د څپرکیو سره معنوي رابطه او د سرلیک د اصلی متن سره رابطه ضروري ده، چې د موضوع د عنوان په لوستلو لوستونکي د څېړنې اصلي روح سره اشنا شي. دغه شان د څپرکيو تر مینځ معنوي رابطه هم اړینه ده. د هر څپرکي لوی سرليک باید د عنوانونو سره د مانا له مخې رابطه ولري. (۳) 

د خاکې ترتيب او جوړول، د څپرکيو په خپل ځاى راوړل او د عنوانونو ترتيب او تنظيم په تیزس کې مهم دي. ښه خاکه هغه ده، چې د ژورې مطالعې او فکر کولو څخه وروسته رامنځته شي. د څېړنې د موضوع څپرکي، لوى او واړه سرليکونه، ترتيب او تنظيم او اشارې له دې امله اړين دي، چې څېړونکى د هغې له مخې د منابعو په لټه کې کېږي، عبارتونه لټوي او اقتباسونه نقلوي، له دغسې ترتيب او تنظيم پرته د اړوندو عباراتو تلاش زښت ډېر ستونزمن دى، د معنوي جوړښت له مخې د تیزس لیکلړ لپاره لاندې خبرې اړینې دي:

ـ د ټولې موضوع نمایندګي وکړي.

– د پیل خبرې، سریزه او توکي، اصلې موضوع، پایله، وروستۍ نتیجه اخېستنه، وړاندیزونه او ماخذونو سره علمي اړیکه ولري.

ـ هر څپرکی د بل څپرکي سره ماناييزه رابطه ولري.

– هر لوی سرلیک د نورو لویو سرلیکونو سره او هر کوچنی سرلیک د نورو کوچنیو سرلیکونو سره علمي برابروالی ولري.

ـ خاکه په پیل کې ترتیب او تنظیم شي.

ـ د موضوع اړوند په تاریخي شالید پوهاوی او د پخوانیو خاکو مطالعه هم اړینه موضوع ده.

ج. د پیل خبرې

د څېړنې په کالبونو کې له سریزې مخکې د پیل خبرې راوړل کېږي. دې ته ځکه پیلېزه وايي، چې د څېړنې په پیل کې راځي او کله کله ورته د سرخبرې او لومړنۍ خبرې هم ویل کېږي.

د تیزس په کالب کې د پیلېزې راوړل شته، خو د مانا له مخې پیلېزې کې د لاندې خبرو راوړل اړین دي:

ـ د موضوع انګیزه بیانول.

ـ د بشپړولو اسانیتاوې او ستونزې.

ـ د څېړنې د ضرورت ارزښت ښودل او هدف بیانول. 

ـ د هر ډول مادي او معنوي کومک کوونکیو مننه کول.

ـ د نیمګړتیاوو په اړه معذرت غوښتل.(۴)

ځينې څېړونکي په پیلیزه کې د والدينو، د پوهنتون د رئيس، د پوهنتون ځينې مسوولين، د پوهنځي رئيس، د پوهنځي د څانګو رئيسان او استادان، د موضوع په اړه کومک کوونکي، متخصص استادان، د کتابتونو مسؤلين او ټول هغه خلک، چې د څېړنې په تکميل کې د څېړونکي سره هر ډول مرسته کړې وي، يادونه او مننه ترې کوي، چې دا هم د څېړنې او څېړونکي اخلاقي وجيبه ده. 

د. سریزه

په تیزس لیکنه کې د سریزې لیکل مهم او ستونزمن کار دی. په ډېرو څېړنیزو لیکنو کې سریزې شته، خو که چېرې د هر اثر سریزه په ماناییز تول وتلل شي، نو ډېرې کمې به په تول پوره او کره وي. په مقدمه کې علمي مطالب راځي او راوړل يې د څېړنې لپاره حتمي دي. سريزه په څېړنې کې د داخلېدو د دروازې حيثيت لري او د څېړنیزې موضوع يا محتوا سره یې علمي اړیکې مهمې دي. يعنې د سريزې لوستلو سره بايد د ټول متن نه معلومات تر لاسه کړو.

د مقدمې په ليکلو کې د فکر او نظر اختلاف دی، ځينې وايي، چې مقدمه دې، د څېړنیزې موضوع په پيل کې وليکل شي او ځينې بيا وايي، چې سريزه دې په پاى کې وليکل شي، خو زما په پوهه د مقدمې ليکل د څېړنیز کار په پاى کې سمه ده، ځکه ډېرې نوې خبرې او موضوعګانې د اصلي موضوع په پاى کې ذهن ته راځي او د دې خبرو يادونه په سريزه کې ضرورې ده. مقدمه د څېړنې لپاره کليدي حيثت لري او ارزښت يې د موضوع لپاره ډېر دى. د اصلي موضوع سره د سریزې معنوي رابطه مهمه ده او لوستونکى د مقدمې په لوستلو اصلي متن لوستلو ته هڅوي. د تیزس په سریزه کې د لاندې خبرو راوړل مهم دي:

ـ د موضوع لنډه پېژندنه.

ـ د لویو سرلیکونو ښودنه.

ـ په موضوع کې د نویو موضوعګانو یادونه، چې مخکنیو لیکنو کې یې یادونه شوې نه وي.

ـ د موضوع په اړه د ذهني طرحې یادونه.

ـ د موضوع ارزښت ښودل.

ـ هدف بیانول.

ـ د موضوع اصلي او فرعي پوښتنو وړاندې کول.

ـ په تاریخي شالید پوهاوی او پخوانیو کارونو ته په انتقادي نظر کتل.

ـ د ځانګړي څېړنیز ډول او مېتود غوره کول او په ګوته کول. 

هـ. اصلي موضوع

په تیزس لیکنه کې د لیکنې بنسټیزه برخه اصلي موضوع او یا اصلي متن جوړوي او په داسې لیکنو کې اصلي موضوع باید په مهارت ترتیب، تنظیم، تفسیر او همدارنګه د څېړنې ټول اصول پکې مراعت شي، چې د مانا له مخې د اصلي موضوع حق سم ادا شوی وي. مقدمه، د سرخبرې، ماخذونه، تعليقات، نومليکونه او بېلابېل عمومي سرليکونه د اصلي متن پر شاو خوا څرخي او لاندې خبرې ورته اړینې دي:

ـ د موضوع نویوالی، کره والی او مستندوالی.

ـ د موضوع ښه تحلیل او تفسیر.

ـ د علمي ژبې کارول.

ـ د هرې برخې د بلې برخې سره معنوي سیستماتیکه اړیکه.

ـ د لیک نښو کارول.

ـ عام فهمه، کره، ساده او رسا او د لهجوي تاثیراتو مبرا ژبه.

ـ د ماخذونو ګټه اخېستنه.

ـ او داسې نور… 

و. پایله

د معنوي جوړښت له مخې د تیزس په پایله کې د لاندې خبرې راوړل مهم دي:

ـ د تیزس وروستي نتایج او پایله.

ـ د تیزس محدودیتونه او حل لارې چارې.

ـ د موضوع په هکله وړاندیزونه او پیشنهادونه.

ـ د موضوع ارزښت بیانول.

ـ د تیزس لنډیز.

ـ د موضوع لاسته راوړنې.

ـ په لیکل شوې موضوع کې د نیمګړتیاوو ښودل او نورو لیکوالو او پوهانو ته سپارښتنه، چې د موضوع په اړه کار وکړي. پايله په ډېرو لږو عباراتو کې ليکل کېږي او د ټول تیزس استازيتوب کوي.

ذ. وروستۍ نتیجه ګیري

د مانا له مخې تیزس لیکنې لپاره وروستۍ نتیجه ګيرې مهمه ده او په ټولیز ډول د ځینو خبرو یادونه اړینه ده،لکه:

ـ د هر څېړونکي سره ځینې پوښتنې پيدا کېږي او د پوښتنو د حل لپاره علمي هڅې پیلوي. په نتیجه کې یې یادونه اړینه ده.

ـ د موضوع لنډیز.

ـ د موضوع ارزښت څرګندول او داسې نور مسایل راځي.

خ. مناقشه

په مناقشه کې د موضوع لنډه پېژندنه راځي. د موضوع اړوند نتیجه ګيري او لاسته راوړنو یادونه پکې کېږي. په مناقشه کې د پټو، مبهمو، ستونزمنو موضوعګانو ښودنه کېږي. په علمي او اکاډمیکو کارونو کې څېړونکی د ستونزو سره مخامخېږي، چې په مناقشه کې یې یادونه مهمه ده. څېړونکی چې د کار په جریان کې د کومو مشکلاتو سره مخامخ شوی وي، یادونه یې کوي. هره څېړنیزه لیکنه باید مثبتې پایلې ولري او لیکوال یې باید یادونه په مناقشه کې وکړي. څېړنه د حق ثابتول دي، ډیر پوهان دغه حقایق د خپل نظر او فکر پر بنا ویني، خپل نظر ورکوي، د نورو پوهانو نظرونه به تائید او یا ردوي. د دغو اختلافي مواردو یادونه په مناقشه کې اړینه ده او همدارنګه د لاندې خبرو یادونه هم مهمه ده:

ـ د کار د نتایجو څرګندول.

ـ د موضوع په اړه د نویو نتایجو پرتلنه د پخوانیو سره.

ـ د نتایجو څرګنده او واضحه وړاندې کونه.

ـ د نتایجو په واسطه مثبتو لاسته راوړنو ښودنه.(۵)

ط. وړاندیزونه

کله چې څېړونکى تیزس لیکنه بشپړ او لاس ته راغلې نتيجې يې وښيي، نو بيا د نتيجو د عملي کولو او د همدغه موضوع په اړه راتلونکي کې د پراخو څېړنو په منظور عملي وړانديزونه کوي، دا وړانديزونه بايد ډېر څرګند (واضح) او پر دلايلو ولاړ وي. په همدغه وړانديزونو څېړنه پاى ته رسېږي. په وړاندیزونو کې د موضوع پرمختګ، د موضوع د طرحې په برخه کې د نیمګړتیاوو د له منځه وړلو لپاره نورو څېړونکیو ته پيشنهادونه کېږي.

ی. ماخذونه

د ماخذونو په راوړلو لوستونکيو ته دا معلومېږي، چې ليکوال د کومو بنیادي (اول لاس) او ثانوي (دویم لاس) ماخذونو استفاده کړې ده. څومره منابع يې مطالعه کړې دي. په هره څېړنیزه لیکنه کې له پیله تر پایه هره برخه باید ماناییزې ځانګړنې ولري.

د تیزس لیکنې په برخه کې ماخذونه ډېر ارزښت لري او همدا منابع او مواد علمي کار ته لوری ورکوي او ثقه توب یې ثابتوي. د ماخذ ښودنې ګټې په لاندې ډول دي:

ـ د نویو حقایقو پیدا کیدل. 

ـ بې ماخذه لیکنه څېړنه نه وي. 

ـ سرقه، ادبي غلا (پلیجریزم) پکې معلومیدای شي. 

ـ د پخوانیو معلوماتو پوهاوی پرې کېدای شي. 

ـ د څېړنې کره والی ثابتولای شي. 

پایله:

تیزس د ماسټرۍ دورې په پای کې لیکل کېږي، چې ځینې محصلان په دې برخه کې د ستونزو سره مخامخ وي، نو دا مقاله (د تیزس د معنوي جوړښت پېژندنه) ورسره زیات و کم مرسته کولای شي او همدارنګه محصلانو ته لارښونه کوي، چې د تیزس لیکنې په وخت کې د هرې برخې په منځپانګه څنګه بحث وکړي. د دې مقاله پایله محصلانو ته ښيي چې د څېړنې په وخت کې تر هر سرلیک لاندې د موضوع په نظر کې نیولو سره د کومو خبرو یادونه اړینه ده.  

ماخذونه

۱. پوهنیار سیداصغر هاشمي، د تیزس لارښود، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۶ ل کال، ۵مخ.

۲. عبدالمالک همت، د مقالې لیکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود (دویم چاپ)، صحاف نشراتي موسسه، کوټه، ۱۳۸۸ ل کال، ۵۴مخ.

۳.پروفیسر عبدالمجید خان عباسي، اصول تحقیق (دویم چاپ)، نیشنل بوک فاونډیشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۱۰۰مخ.

۴. پوهنیار سیداصغر هاشمي، د څېړنې بنسټونه (دویم چاپ)، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۶ ل کال، ۲۲۷مخ.

۵. پوهنیار سیداصغر هاشمي، د تحقیق اصول، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۳۹۶ل کال، ۱۲۲مخ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *