(لومړۍ برخه)

د تیزس لیکنې لارښود به د تیزس په برخه کې د محصلانو سره مرستندوی اثر وي.

د څېړنې جولیز او منځپانګیز جوړښت په نظر کې نیولو سره ټول څېړنیز کالبونه ډېر توپير نه لري، خو بیا هم په حاضر اثر کې کوښښ کوم، چې داسې مسایل ولیکم چې د ګټې وړ وي.

په افغانستان کې د لېسانس دوره، چې د دولسم نه وروسته پیلېږي، په انګلیسـي کې ورته(BA)(Bachler) وايي. د لېسانس او د دارالمعلمین او انستیتیوت فارغان به پایلیک لیکي او د خپلې موضوع به دفاع کوي. د دې دورې وروسته د ماسټرۍ تخصصـي دوره پیلېږي، دا دوره په مختلفو ملکونو کې بېلابېلو وختونو کې پای ته رسېږي او په پای د تحصیل کې به تیزس لیکي، چې په پښتو کې ورته (پوهنلیک) وايي. تیزس(پوهنلیک)د ماسټرۍ دورې د پای هغه څېړنیزه پروژه ده، چې د څېړنې د ټولو اصولو په نظر کې نیولو سره د محصل لخوا لیکل کېږي او محصل د لیکلو او دفاع وروسته کولای شي، چې د خپلو تحصیلي اسنادو ګټه واخلي. تیزس یوناني کلمه ده، چې د(tikina)څخه اخېستل شوې ده، لغوي مانا یې ځای پرځای کول، نصبول او یا پراخوالي ته وايي. همدا کلمه په لاتیني ژبه کې(dititus) څخه اخېستل شوې، چې د پراخوالي په مانا ده. د وخت او زمان په تیرېدلو او د علومو د پرمختګ سره په نړۍ کې لوړې زده کړې مینځ ته راغلې او همدارنګه لېسانس، ماسټري او پي ايچ ډي تحصیلات پیدا شول، چې په پایله کې ماسټري دوره په انګریزي ژبه کې پیدا شوه او تیزس لیکنه د انګریزي ژبې په منځنۍ دوره کې دود شوه او دغه کلمه(تیزس) د(وړاندې کولو) په مانا وکاریده. په تيزس ليکنه کې څېړونکی باید د څېړنې له ډولونو او مېتودونو سره اشنا وي او د يو ځانګړي مېتود په رڼا کې پلټنه سرته ورسوي.

د ماسټرۍ تحصیلي دورې وخت او زمان په ټولې نړۍ کې یو شان نه ده، په بېلابېلو ځایونو کې یو کال، دوه کاله او درې کاله وخت نیسـي. په ځینو هېوادونو کې د ماسترۍ دورې په پای کې تيزس لیکل کېږي، خو په ځینو هېوادونو کې د دې دورې په پای کې امتحان اخېستل کېږي، چې د مثبتې پایلې په صورت کې تيزس نه لیکل کېږي، خو په ځینو هېوادونو کې په حتمي ډول تيزس لیکل شته. ډېر هغه هېوادونه چې د ماسټرۍ دورې په پای کې تيزس ليکل نه لري، د ماسټرۍ دورې او ډاکټرۍ دورې تر مینځ يوه بله دوره(ايم فل M.phl) په نامه موجوده وي او هغه محصل چې غواړي له ماسترۍ وروسته ډاکتري وکړي، مجبوره دي، چې د ايم فل دوره ولولي او د ايم فل دورې په پای کې به تیزس ليکي. ډېر هغه محصلان چې غواړي(پي ايچ ډي)P H D)) وکړي، د ايم فل دورې تیزس کره کوي او د ډاکټرۍ تحصيلي دورې په پای کې مربوطه مرجع ته غوره او وړاندې کوي.

د مونوګراف او تيزس تر مينځ د کميت په لحاظ توپير موجود دی او تیزس او ډيزرټيشن تر مینځ چې کوم فرق دی، هغه د درجې په لحاظ دی، نه د نوعيت په لحاظ. په ځینو پوهنتونونو کې د تیزس حجم او اندازه د(۱۵۰ـ۲۰۰) مخونو پورې ښودل شوې ده، چې دا بحث بايد په يوې خاصې موضوع او خاص مېتود په رڼا کې څېړنه وي. زما په پوهه د مونوګراف، تیزس او ډيزرټیشن کميت مهم نه دی، بلکې کيفيت يې اړین دی.که يو تيزس(۱۰۰) مخه وي، خو يوه نوې، بکره او د څېړنې د اساساتو پر بنا يې خپل کار پای ته رسولی وي، دا بهترين تیزس دی او هغه تیزس چې(۳۰۰) مخه وي، خو په محتوا کې یې څېړنيزې ځانګړنې موجودې نه وي او په نوم تيزس او څېړنه وي، نو له دې څو برابره لومړنی تیزس غوره دی.

د ماسټرۍ د دورې تیزس ليکل د ډاکترۍ (P H D) د مرحلې او د نورو څېړنو لپاره د محصل د ذکاوت، استعداد، توان او حوصلې يو امتحان دی.

د مونوګراف، تیزس او ډيزرټیشن لپاره لومړنۍ اساسي مرحله د موضوع غوره کول دي، څېړونکی بايد موضوع په خپله خوښه او ذوق غوره کړي، چې وکولای شي په اسانۍ يې پای ته ورسوي.( د څېړنې بنسټونه، ۱۶۶)

د تیزس لیکنې ارزښت

هره څېړنه او پنځونه خپل ارزښت لري او ټولنه مو د همدغو لیکل شویو څېړنيزو، تخلیقي، ژباړو، تحلیلي او په نورو ژبو اثارو پرمختګ کولای شي. د لېسانس دورې په پای کې محصلان مونوګراف، د پي ایچ ډي په پای کې ډيزرټيشن او د ماسټرۍ دورې د فراغته مخکې او یا وروسته تیزس لیکي.

د تیزس لیکل په محصل حتمي دی او محصل یې له لیکلو او دفاع وروسته کولای شي، چې د ماسټرۍ دورې تحصیلي اسناد تر لاسه کړي. څېړونکي ته د تیزس لیکو ارزښت په دې کې دی، چې د موضوع لیکلو وروسته اسناد تر لاسه کولای شي او که محصل وغواړي، چې نوې موضوع د څېړنې د اصل او ځانګړي څېړنیز ډول او مېتود په نظر کې نیولو سره پیل او پای ته ورسوي، نو ټولنه، فرهنګ او ژبې ته به یې لوی خدمت کړی وي. ښه تیزس یوه ښه څېړنه وي او د داسې لیکنو ارزښت په دې کې دی، چې پښتو ژبه د سیمي او نړۍ له ژبو سره سیاله شي.

د تیزس(پوهنلیک)لیکلو په وخت کې څېړونکي یوه مرحله د څېړنې (مونوګراف) تیره کړې وي او د اینده څېړنو لپاره ورته د فکر کولو زمینه برابره وي او د نورو څېړنیزو کارونو، لکه کتاب او ډيزرټیشن لیکو لپاره اماده کېږي. هره لیکنه خپل ارزښت لري، چې تیزس لیکل د محصل د پیاوړتیا لپاره او د فرهنګ او ژبې د لا غنا لپاره آره وسیله ده.

د هر لیکوال هره لیکنه خپل ارزښت لري. د ماسټرۍ دورې محصلان مکلف دي، چې په یوه ځانګړې موضوع څېړنه وکړي، د ټولګي هوښیار څېړونکی د ټولنې اړتیاوو ته ګوري او موضوع غوره کوي، ځیني محصلان داسې موضوعګانو لیکلو ته زړه ښه کوي، چې په هغه غوره شوې موضوع به لسګونه کتابونه لیکل شوې وي، که محصل وکولای شي، چې یوه زړه موضوع چې ډېرې څېړنې پرې شوې وي، خو دی په نوي کړنلارې او فکر خپله څېړنه پیل او پای ته ورسوي، نو ستونزه نه شته، خو که موضوع تکراري او خبرې یې هم نوې نه وي، نو د داسې موضوع لیکل به فرهنګ او ژبې ته کومه ګټه ونه لري.

د تیزس هدف

بې هدفه لیکنې ته ګونګه لیکنه ویلای شو، نو له همدې امله هره لیکنه باید د ځانګړي هدف لپاره وي. د تیزس لومړنی اساسي هدف د ماسټرۍ د اسنادو لاس ته راوړل دي او په دویم قدم کې ژبې او فرهنګ ته علمي خدمت کول دي. د څېړونکي هدف باید نورو اینده کارونو ته تیاری نیول وي او د نورو علمي کارونو ښه پر مخ وړل وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *