هره ساینسـي او ټولنیزه څېړنه او د څېړنې هر ډول خپلې ځانګړنې لري. تیزس د څېړنې د خاصو فورمونو هغه کالب دی، چې یوازې د ماسټرۍ محصلان یې د لیکلو حق لري. په عمومي ډول د یو ښه تیزس ځانګړنې ډېرې دي، چې په ټولیز(خاص) ډول یې څو دا دي:
– د هر تیزس موضوع کې نوښت او ابتکاره مهم دی او که چېرې داسې موضوع وي، چې مخکې هم پرې کار شوی وي، نو محصل باید د څېړنې په نوي طرز او ارايي سره خپل کار پیل او پای ته ورسوي.
ـ په ټولیز ډول د ټولو جوړښتونو او هم د تیزس لپاره د کمیته کیفیت مهم دی.
ـ د تیزس د موضوع غوره کولو حق د محصل دی. موضوع نه ډېره لویه وي او نه ډېره محدوده وي، یعنې زماني، شکلي او محتوايي حدود یې څرګند وي.
ـ په تیزس لیکنه کې د لیکلو د یو سبکه ګټه اخېستل شوې وي. په څېړنه کې د ماخذ په ډول د نورو اثارو ګټه اخېستنه مهمه موضوع ده، خو د اقتباس په ډول ټولې لیکنې باید په یو سبک ولیکل شي.
ـ د څېړنې جولیز او منځپانګیز جوړښت باید په تیزس کې عملي شي.
ـ په تیزس لیکنه کې نوې فرضیه ثابته شي.
ـ په تیزس کې د څېړنې ځانګړي ډول او مېتوده ګټه اخېستل شوې وي.
ـ نوې مفکوره او نظریه پکې وړاندې شوې وي.
ـ لیکنه معیاري او عام فهم وي.
ـ ځای ځای د لیک نښو کار اخېستل شوې وي.
ـ د عنوان معنوي او زماني حدود ټاکل شوې وي.
په عام ډول هره څېړنيزه لیکنه او په ځانګړي ډول د تیزس لیکنې څو مهمې ځانګړنې پورته ذکر شوې.
د منځپانګې له مخې د تیزس ډولونه
د ساینسي او ټولنیزو پوهنو په برخه کې تخصصـي زده کړې کېدای شي او په دې دوو لویو برخو کې تیزس لیکنه هم شته. ټولنیز علوم ډېرې څانګې لري، چې هره څانګه یې پر بېلابېلو برخو ویشل شوې دي او هرې برخې کې پر بېلابېلو موضوعګانو تیزسونه لیکل کېدای شي. د مثال په ډول پښتو ادبیاتو کې سل بېلابېل څېړونکي پر بېلابېلو موضوعګانو تیزسونه لیکلای شي، نو د منځپانګې له مخې د تیزس ډولونه په زرګونو ډولونه درلودلای شي.
د تیزس لیکنې طرحه
کله چې د ماسټرۍ دوره پیلېږي، کله کله د استادانو له خوا ورته د تیزس لیکنې انګیزه ورکول کېږي او کله هم زیرک او هوښیار محصلان د تیزس لپاره په ذهن کې یوه طرحه لري.
طرحه د تیزس په اړه ذهني پلان شوی عمل دی، چې د څېړونکي سره په ذهن کې په ارادي او یا غیر ارادي ډول پیدا کېږي، که چېرې په غیر ارادي ډول پیدا شي، نو وروستي کارونه یې ارادي عمل وي. یعنې که یوه موضوع د څېړونکي ذهن ته راشي او دی دفعتاً یاداشت واخلي، نو د څېړنې اړوند نورو علمي هڅو ته باید دوام ورکړل شي. په دې برخه کې لومړۍ د طرحې پیدا کېدل، دویم یې ترتیبول او درېیم یې وړاندې کول دي.
د طرحې په برخه کې لاندې ذهني پوښتنې باید ترتیب شي:
ـ کومه موضوع غوره کړم؟
ـ څومره موضوع غوره کړم؟
ـ د موضوع اړوند معنوي او مادي امکانات لرم او کنه؟
ـ د موضوع سره مینه لرم او کنه؟
ـ فرضیه نوې ده او کنه؟
ـ د فرضيي حدود معلوم دي او کنه؟
ـ د څېړنې اړوند ماخذونه لرم او کنه؟
ـ د ماخذونو د ارزیابۍ قوت لرم او کنه؟
ـ زما نه مخکې په موضوع چا کار کړی دی؟
ـ د څېړنې توپير له پخوانیو سره شته او کنه؟
ـ د عنوان حدود ټاکل.
ـ څېړنیزې ژبې کارونه.
ـ د موضوع معنوي او فزیکي جوړښت تسلسل.
ـ که موضوع لارښود ته اړتیا ولري، نو څوک وي؟
او داسې نور…
د پورته پوښتنو سربیره سلګونو نورې پوښتنې هم په ذهن کې وي او باید څېړونکی ورته مثبت ځوابونه ولري.
د تیزس لیکونکي ځانګړنې
د تیزس لیکنې په برخه کې محصلانو ته لاندې لارښوونې او ځانګړنې اړینې دي:
اخلاقي ځانګړنې:
ـ څېړونکی حق ویوونکی وي.
ـ بې تعصبه وي.
ـ ضدي نه وي.
ـ د مال او دولت لپاره کار ونه کړي.
ـ له موضوع سره مینه ولري.
ـ زحمت ایستونکی وي.
ـ صبر کوونکی وي.
ـ عادل وي.
ـ متکبر نه وي.
ذهني ځانګړنې:
ـ دقیق فکر ولري.
ـ کمزورې عقیده ونه لري.
ـ ذهني شکاک وي.
ـ د ښې حافظې درلودونکی وي.
ـ انتقادي تفکر ولري.
علمي ځانګړنې:
ـ د نامعلوم معلوم لاس ته راوړل.
ـ تخصص درلودل.
ـ ډېره مطالعه.
ـ په نورو ژبو پوهیدل.
ـ د تاریخ سره اشنايي.
ـ په نورو علومو پوهیدل.
د تیزس جوړښتونه
هره څېړنیزه لیکنه د لیکلو بېلابېل پړاوونه لري، د تیزس لیکنې یوه مهمه برخه تیزس ته خاکه جوړول او د خاکې مطابق په هر سرلیک عملي کارکول دي. د تیزس له پیله تر پایه لوی او کوچني سرلیکونه یې شکلي جوړښت کې راځي او دا چې د هر سرلیک لاندې په کومو موضوعوګانو کوم ډول بحث پیل او پای ته ورسېږي، د منځپانګې تر عنوان لاندې راځي.
د بېلګې په ډول تیزس لیکنه کې سریزه لیکل او په خپل ځای راوړل یې حتمي دی او دا چې د سریزې تر سرلیک لاندې په کومو خبرو بحث اړین دی، د منځپانګې موضوع ده.په سریزه کې د انتخاب شوې موضوع په طرحې، ارزښت، هدف، موخې، پوښتنې، تاریخي مخينې (پس منظر)او مېتود بحث اړین دی. په دې موضوعګانو خبرې د سریزې منځپانګه کې راځي. په عام ډول ټول څېړنیز جوړښتونه او همدارنګه تیزس لیکنه دوه ډوله جوړښتونه لري، یو یې ظاهري(شکلي) جوړښت دی او بل یې معنوي دی.
الف: د تیزس بڼه ييز جوړښت
څېړونکى چې د څېړنې په هرکالب کار پيلوي، مجبور وي، چې د موضوع بېلابېلې برخې پر اصولو برابرې ترتيب او تنظيم کړي. د تیزس لیکلو په جریان کې محصل د نورو څېړنېزو اثارو په ډول خپل کار(څېړنه) په لاندې ډول پيل او پاى ته رسوي، د موضوع د شرایطو سره سم هره برخه یې راوړم:
١.د سر صفحه(پښتۍ): په دې صفحه کې د تیزس نوم، د څېړونکي (محصل) نوم، له تیزس سربیره د ډيزرټيشن او يا داسې نورو علمي رتبو لپاره ليکل شوې موضوع وي، د لارښود نوم او د موضوع د بشپړېدو کال په کې راځي.
۲.د کتاب پېژندنه: هغه تیزس چې نه چاپېږي، دغه صفحه نه لري او هغه تیزسونه، ډيزرټیشنونه او نور علمي او تحصلي اسناد چې چاپېږي، د کتاب پېژندنې برخه لري.
٣. د کتاب پېژندنې وروسته په چاپ شویو اثارو او ناچاپ شويو تیزسونو کې(بسم الله الرحمن الرحیم) راځي. په ځینو چاپ شویو اثارو کې د کتاب پېژندنې سره یو ځای(بسم الله الرحمن الرحیم) راځي، خو ښه دا ده چې(بسم الله الرحمن الرحیم) په ځانګړي مخ کې راشي.
۴. اهدأ: که څېړونکی وغواړي، چې خپل تیزس یا اثر چاته اهدأ کړي، دغه ډالۍ په ځانګړي مخ کې راوړل کېږي، دا د څېړونکي خوښه ده، چې خپله موضوع چاته هديه کوي.ځینې تیزسونه او چاپ شوي اثار دغه مخ لري او ځینې یې نه لري، راوړل او نه راوړل یې د لیکوال خوښه ده.
۵. تقريض(لارښود ګزارش): ډېر تحصيلي اسناد(مونوګرافونه، تېزسونه او ډيزرټيشنونه)او علمي تحصيلي رتبې د لارښود استاد ګزارش ته اړتيا لري او ځينې وخت د نورو مشـرانو ليکوالو تقريظونه هم پرې ليکل کېږي، که څېړونکى د لارښود ګزارش او د نورو ليکوالو تقريظونه په خپلې څېړنې کې چاپ کړي، سم کار دى او که چاپ يې نه کړي ناسم کار هم نه دى، خو څېړونکى بايد اول د لارښود ګزارش او ورپسې تقريظونه په څېړنې کې چاپ کړي.
د تقريظونو په برخه کې اول د علمي او تحصیلي اسنادو په نظر کې نیولو سره د مشـر استاد او ورپسې د کشـر استاد تقريظ راوړل کېږي.په ډېرو ناچاپو تیزسونو کې يوازې د لارښود استاد نظر راوړل کېږي، خو که تیزس چاپ شي او د کتاب شکل غوره کړي، امکان لري، چې د نورو مشرانو لیکوالو تقریظونه او نظرونه پرې راوړل شي.
۶. د پيل خبرې: په ځينو اثارو کې د سرخبرې راځي او په ځینو کې نه راځي. په څېړنیزو اثارو کې د پیل خبرو راوړل حتمي دي، تیزس څېړنیز جوړښت دی، نو د دې برخې راوړل پکې ښه دي.
۷.فهرست (ليکلړ يا لړليک): په تیزس کې د ټولې لیکل شوې موضوع لوی او واړه سرلیکونه(عنوانونه) په ترتیب سره راوړل کیږي، د هر عنوان مخې ته یې عددي شمېره هم موجوده وي، چې لوستونکي وکولای شي، چې د لوستلو په وخت کې د خپلې خوښې موضوع په اسانۍ سره پیدا کړي.
۸. مقدمه: د هر ډول څېړنیزې لیکنې لپاره سريزه يا مقدمه کليدي حيثيت لري او په مقدمه کې)د څېړنې طرحه، هدف، ارزښت، پوښتنې، تاريخي شاليد، مېتود او نورو…) سرليکونو راوړل او پرې بحث کول اړینه ده.
۹. د تیزس اصلي موضوع: د څېړنې اصلي موضوع کې څپرکي، لوى او واړه سرليکونه شامل وي.
۱۰. پایله: پايله په ډېرو لږو عباراتو کې لیکل کېږي او د ټولې موضوع استازیتوب کوي. په دې برخه کې د موضوع پر ارزښت بحث کېږي او د شوي کار په لاس ته راوړنو، د کار خبرې پکې وي. پایله د څېړنیز اثر په پاى کې راځي.
۱۱. مناقشه: مناقشه له پايلې وروسته راځي. په مناقشه کې د هغو ستونزمنو او پټو موضوعګانو يادونه وي، چې څېړونکى ورسره مخامخ شوى وي او مثبتې پايلې یې لاس ته راوړې وي او همدارنګه د هغو نظرونو او فکرونو يادونه وي، چې د اختلاف موارد او ستونزې پکې موجودې وي، يادونه يې کېږي.
۱۲. وروستي نتيجه ګيري: په نتيجه اخېستنې کې د موضوع په تړاو پوښتنې، د څېړنې لنډيز او نتيجه(پایله)وړاندې کېږي، د لنډيز او نتيجې وړاندې کول، په څېړنیزه ليکنه کې ارزښت لري. ځکه دا کار له لوستونکي سره په ښه او ژر پوهیدنه کې بشپړه مرسته کوي، هغه څه چې یې په متن کې خواره واره لوستي وي، دلته په لنډيز سره راټوليږي.
۱۳. وړانديزونه: هره علمي لیکنه بايد علمي پیشنهادونه(وړانديزونه) ولري او د څېړنې د نتايجو د عملي کېدو لارې چارې بايد څېړونکى پيشنهاد کړي يا که چېرې څېړونکی په يوه ځانګړې موضوع د څېړنې کولو اراده کوي او سره د ډېرو کوښښونو يې څېړنه نورو پراخو معلوماتو ته ضرورت ولري، نو په دې صورت کې اينده ليکوالو او څېړونکيو ته شخصـي وړانديزونه کوي.
۱۴. د ماخذونو عمومي فهرست: د ماخذونو او منابعو نه په متن کې ګټه اخېستنه او پاى کې يې راوړل حتمي دي. په ماخذونو کې هغه چاپ او ناچاپ اثار او سرچينې په ګوته کېږي، چې ليکوال ورڅخه د ليکنې په وخت کې ګټه اخېستې وي.
د ماخذونو له راوړلو سره لوستونکيو ته دا څرګندېږي، چې ليکوال د کومو اصلي او فرعي ماخذونو ګټه اخېستې؟ څومره مواد او منابع يې مطالعه کړې دي؟
د هر تیزس شکلي جوړښت د پورته راوړل شویو عنوانونو سربېره نور واړه سرلیکونه هم لري، خو دا چې بحث په تیزس دی، په پورته راوړل شویو سرلیکونو بسنه کوم.
د محتوا له مخې هر پورته راوړل شوی سرلیک بېلابېل بحث ته ضرورت لري، چې په سیستماتیک ډول لاندې یې وړاندې کوم.
نور بیا…….