د نړۍ لویه برخه خلک بريالي نه دي، ځکه دوی د خپلو ستونزو، نیمګړتیاوو او ماتو پړه پر خپله غاړه نه اخلي. دوی له دې وېرېږي چې ځان ملامت کړي “ژوند د هېندارې مخ دی، هر څه چې وینئ ستاسو خپل انعکاس دی.” دوی د دې خبرې د اورېدو توان نه لري چې هر څه په نړۍ کې د هغوی انعکاس دی؛ ځکه له دې خبرې سره د هغه ټول باورونه اوړي، دوی باید دا ومني چې که په فقر او بې وسۍ کې ژوند کوي، پړه یې د دوی پر خپله غاړه ده. د دوی هره ستونزه د هغوی د لیدلوري له وجې ده، که د دوی په شاوخوا کې حسود کسان را ټول دي، علت یې دا دی چې د منفي کسانو د حسادت موجونه یې جذب کړي دي، که له نورو کسانو يې دروغ اورېدلي، علت یې دا دی چې دوی خپله هغوی ته د دروغ ویلو فرصت په لاس ورکړی دی.
زموږ له ډلې څو کسان د خپلو تېروتنو مسئوليت پر غاړه اخلي؟ څو کسه له خپلو تېروتنو د درس اخیستو وړتیا لري؟ تل په یاد ولرئ چې ستاسې فکر او وړتیا کولی شي ستاسې د ژوند لوری بدل کړي. هغه ستاسې د ژوند ځواک دی. نو هر څومره ژر چې کولی شئ خپل ځان و ارزوئ په خپل وجود کې ننوځئ او پر خپلو وړتیاوو باور وکړئ.