تېر وخت هېر کړئ، څه ډول چې تېر شوی هماغسې یې ومنئ، هڅه وکړئ چې یوازې د نن په اړه فکر وکړئ، څه ډول مو چې زړه وي، هسې یې تنظیم کړئ. کوښښ وکړئ ځان په دې برخه کې مسوول وګڼئ، هر سهار چې له خوبه پاڅېږی، یوه نوې ورځ مو پر مخ پرانيستل کېږي. پوهېږی چې نن څومره خوښۍ، مثبتې انګېزې او نوي فکرونه لرئ او تجربه کوئ؟
موږ انسانان ټول وخت د سبا په تمه تېروو، خو کله چې سبا شي ګورو چې بیا همدا نن دی!
دا چې هر سهار پر موږ لمر را خېژي باید د خدای پاک شکر ادا کړو، د دې لپاره چې پاک خدای یو ځل بیا د ساه اخیستو توان راکړ او له دغه فرصته په ګټې اخیستو مو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره هڅه وکړه. په خپلو کارونو کې پوره هڅه وکړئ تر څو په ژوند کې مینه تجربه کړئ او په مینه کې ژوند تېر کړئ، نو خپله ټوله هڅه وکړئ چې په نن کې ژوند وکړئ، همدا نن، همدا اوس او په همدې شېبه کې مسکي شئ، زړه مو له خوښیو او خوشالیو ډک کړئ.
ژباړه: حمیدالله حمیدي