(Organization of Petroleum Exporting Countries (OPEC

اوپک سازمان په ۱۹۶۰م کال د سپټمبر په څوارلسمه د بغداد په کنفرانس کې د عربستان، کویټ، عراق، ایران او وینزویلا ترمنځ د یوه پریکړه لیک په لاسیلیک کولو سره تاسیس شو. لس ورځې وروسته یعنی د سپټمبر په ۲۴مه د یادو پنځو نفت لرونکو هیوادونو ترمنځ بل پریکړه لیک هم لاسلیک شو چې له مخې یې د سازمان موخې او تګلاري په کې څرګندي شوې. یاد دوه پریکړه لیکونه په حقیقت کې د اوپک سازمان د تاسیس سندونه ګڼل کېږي .قطر په ۱۹۶۱، لیبیا او اندونیزیا په   ۱۹۶۲ او متحده عربی امارت په ۱۹۶۷ کال کې د اوپک سازمان غړیتوب  تر لاسه کړ. الجزایر په ۱۹۶۰، نایجریا ، اکوادور او ګابن هیوادونه  هم په  اویایمې لسیزې په لومړیو کې د دې سازمان غړي شول. خو اکوادور په ۱۹۹۲م کال او ګابن په ۱۹۹۶م کال کې له اوپک سازمان څخه ووتل.  اکوادور بیر ته په ۲۰۰۷م کال کې د غړیتوب وړاندیز وکړ. اوپک تر ۲۰۱۶م کال پورې څوارلس غړي لرل : الجزایر، انګولا، اندونیزیا، ایران، عراق، کویټ، .  اکوادور، یمن، الجیریا، نایجریا، قطر، سعودې عربستان، متحده عربی امارات او وینزویلا.

د اوپک سازمان د اساسنامې په دویمه ماده کې د سازمان موخې داسې بیان شوې دي:

A .  د دې سازمان د جوړیدو اصلي موخه د غړو هیوادونو ترمنځ همغږي، په نفتي تګلاره کې یووالی او همدا راز په غوره توګه د عامه او فردي ګټو تحقق دی

 .Bاوپک سازمان په نړیوالو بازارونو کې د نفتو د بیې د تثبیت په موخه له ټولو ممکنه لارو څخه په استفادې احتمالي زیانونه پېشبیني او حل لارې به ور ته مومي.

 .C د نفتو د تولیدونکو هېوادونو د ولسونو عامه مسایل، تولیدونکو هیوادونو ته د ثابتو عوایدو تضمین اړتیا، د نفتو منظمه او کافی عرضه او د نفتو به سوداګرۍ کې د یوه شفاف سیستم رامنځته کولو ته به تل پاملرنه کېږي. هغه هیواونه چې د پام وړ خالص نفت  صادروي او د اوپک سازمان غړو هیوادونو سره ور ته ګټې ولري، د رسمي غړو د رایو په اکثریت (۴/۳) او د ټولو بنسټګرو غړو په  موافقه کولای شي چې د سازمان غړیتوب تر لاسه کړي.

د اوپک سازمان مرکز د اتریش په پلازمینه ویانا کې دی او رسمي ژبه یې انګلیسي ده.

د اوپک سازمان جوړښت او څانګې:

  1. کنفرانس: د سازمان تر ټولو لوړ رکن دی او د ټولو غړو له استازو څخه جوړ شوی دی، چې هر استازی پلاوی په کنفرانس کې یو یا دوه استازي لري.کنفرانس دغه راز ځیني سلاکاران او څارونکي هم لري. که استازی پلاوی له یوه څخه زیاتو غړو څخه جوړ شوي وي، یواځې یو کس باید د مشر په توګه کنفرانس ته ور وپيژندل شي. هر استازی پلاوی اړ دی چې د کنفرانس په غونډو کې برخه واخلي او د غونډو ټاکلی نصاب د حاضرو درې ثلثه غړو شتون دی.کنفرانس په کال کې دوه عادي غونډې لري او د اړتیا پر مهال ځانګړې غونډې هم دایرولای شي. عادي غونډې د سازمان په مقر ویانا کې جوړیږي او په نورو غړو هیوادونو کې هم جوړیدای شي.

د کنفرانس دندې:

  • د سازمان د تګلارې او پالیسۍ ټاکل او د دغو پالیسیو د پلي کولو لارې چارې
  • د نوې غړیتوب وړاندیز څیړل
  • د عامل پلاوي د راپورونو تصویب
  • د سازمان د بودیجې تصویب
  • غونډو ته بلنه
  • د غونډې د وخت او ځای ټاکل
  • په اساسنامه کې اصلاحات
  • د عمومي مشر غوره کول (په انتصابي ډول)
  • د عمومي منشي د مرستیال غوره کول
  • د عامل پلاوي د مشر او مرستیال غوره کول او نور
  1. عامل پلاوی: د کنفرانس د تړونونو او پروګرامونو پلي کول، د عمومي منشي د کاري راپور چمتو کول، د سازمان اړونده موضوعاتو په اړه راپور چمتو کول، د سازمان د بودیجي چمتو کول، د نایب منشی ټاکل او د غونډو د اجنډا تصویبول د عامل پلاوي له صلاحیتونو څخه دي.
  1. سکرتریت: د سکرتریت په رأس کې عمومي منشي قرار لري، چې له حقوقي پلوه د سازمان مشروع استازي او د سکرتریت مشر ګڼل کېږي. منشي د عامل پلاوي له لارښونو سره سم د سازمان چارې اداره کوي.

عمومي منشي د وزیرانو کنفرانس له لوري د یوې درې کلنې دورې لپاره ټاکل کېږي او د دوېم ځل لپاره هم ځان نومولي شي.سکرتریت له پنځو څانګو څخه جوړ شوی دی: ۱- اداري څانګه

۲- اقتصادي څانګه

۳- حقوقي څانګه

۴-اطلاعاتي او تخنیکي څانګه

۵-د احصایې څانګه:  چې د نفتو د تولیدوونکو هېوادونو ارقام او احصایه را ټولوي.

عربي هېوادونو په ۱۹۶۸م کال کې اوپک ته ور ته د (OAPEC) یا د نفتو صادرونکي عربی هېوادونو سازمان تأسیس کړ.عربستان، کویټ، لیبیا، عربی متحده امارات، الجزایر، عراق، قطر، سوریه او مصر د او. اې. پک (OAPEC) سازمان غړي دي.

—————————————————————————–

ژباړه او راټولوونکۍ:   محمد شفیق (صدیقي)

فېسبوک:    https://www.facebook.com/moshafiq

برېښنالیک: [email protected]

سرچینه:

https://en.wikipedia.org/wiki/OPEC

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *