د پښتونخوا د پېښور اوسېدونکې څلوردېش کلنه ثنااعجا خان د بشري حقونو یوه فعاله ده، هغه په پښتونخوا کې د پښتنو د حقوقو د ټینګښت سولې، امن او انسانیت لپاره مبارزه کوي. اغلې اعجاز په ۱۹۸۴ میلادي کال کې په پېښور کې زیږدلې ده او زده کړې یې هم په پښتونخوا کې ترسره کړي دي، نوموړې له اوږدې مودې راهیسې د تشدد خلاف مبارزه کوي او په سیمه کې یوه پيژندل شوې مبارزه څېره ګڼل کېږي.

ثنا اعجاز د پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښو غړو ګڼل کیږي چې په دې وروستیو کې یې د دې غورځنګ له مشر منظور پښتین او نورو مبارزینو سره د پښتونخوا په لر او بر کې د پښتونو د حقوقو د ټینګښت لپاره مبارزه پیل کړې ده.

ثنا اعجاز د پښتون ژغورنې غورځنګ تر رامنځته کیدو وړاندې په ټوله پښتونخوا (لر او بر افغان خاوره) کې د هر ډول تشدد خلاف مبارزه کړې او پر وړاندې یې د مظلومو ولسونو غږ پورته کړی او تشدد یې غندلی دی. نوموړې په ټولو هغو اعتراضونو او لاریونونو کې د یوې سرلارې په توګه برخه اخیستې چې د پښتنو د حقوقو د ټینګښت لپاره ترسره شوي دي.

ثنااعجاز د پښتنو د حقوقو د دفاع لپاره په سیاسي بنسټونو کې غړیتوب او دندې له لاسه ورکړې او په دې برخه کې یې د پام وړ زیان لیدلی دی، خو نه یوازې له مبارزې په شاه نه شوه بلکې لایې هوډ پیاوړی او ځواکمن بریښي او مبارزه یې ورځ تر بلې پراخیږي.

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د ثنا اعجاز له فعالیتونو سره له پخوا اشنا وم، او ډيره کله به مې د دوی د مبارزې او اعتراضونو خبرونه په رسنیو کې لیدل او موږ به هم په ژوندون ټلوېزیون کې خپرول، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ په رامنځته کیدو له ثنا اعجاز سره زما پيژندګلوي هم وشوه او تر پخوا یې اوس ډېره څارم او ګورم چې د یوې هوډمنې پښتنې په توګه خپله انساني او اسلامي مبارزه کوي.

د تاریخ له مطالعه څرګنده ده په هر هغه مهال چې افغان خاوره او ولسونه له ننګونو سره مخ شوي پښتنو میرمنو، خویندو او میندو له خپلو زلمیو سره په ګډه مبارزه کړې او دا خاوره او ولسونه یې له یرغل، اشغال، وحشت، تاوتریخوالي او ظلمونو ژغورلي دي. نازوانا، زرغونه انا د میوند ملاله او داسې نورې افغان میرمنې وې چې د افغانستان په تاریخ کې يې نومونه د مبارزو او غښتلو مېرمنو په سر کې په زرینو کرښو لیکل شوي دي.

اوس هم ګڼې افغان مېرمنې شتون لري چې په افغانستان او سیمه کې د خلکو د حقوقو لپاره مبارزه کوي، لر او بر کې پښتنې میرمنې لیدل کیږي چې ورځ تر بلې یې  د مبارزې کاروان پراخیږي او د پښتنو سړیو سره په ګډه په سیاسي او مدني فعالیتونو کې ګډ کار کوي. ثنا اعجاز هم له دې ډلې هغه پښتنه افغانه ده چې په دې سختو حالاتو کې د خپل قام د حقوقو د خوندیتوب لپاره مبارزه کوي.

ثنااعجاز د پښتون ژغورنې غورځنګ سره په ټولو مهمو غونډو کې برخه کې اخلي په دې غونډو کې د خلکو د ګډون لپاره تر هر چار ډېرې هڅې کوي ګرځې خلک راټولوي او هغوی ته دې هڅوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ سره یوځای شي او د پښتونو د حقوقو د ټینګښت لپاره مبارزه وکړي.

ثنااعجاز د لر او بر افغان یو دی د فکر په لرو مبارزه کوي او په ټوله کې د ټول پښتون قام د یوالي لپاره کار کوي، نوموړې تر ډېره د باچا خان لاروۍ ده چې د پښتنو د یووالي او سمون لپاره یې مبارزه کوله، ثنا هم کټ مټ باچا خان ته ورته نظر لري، دا غواړي چې پښتانه په امن سوله او سوکالۍ کې د عزت ډک ژوند ولري ماشومانو لپاره ښوونځي او پوهنتونونه جوړ شي سیمه کې یې هیڅ ډول کړکیچ نه وي او په ځانګړې توګه نجونې وشي کولی چې زده کړې وکړي.

د ثنااعجاز مبارزه ځکه ماته مهمه ښکاري چې هغه ددې زمانې د سیمې له داسې ښامار سره مخ ده چې له هیڅ ډول وحشت او بربریت لاس نه اخلي، په ماشوم، ځوان سپينږي او میرمنو رحم نه کوي، تشدد ته کار کوي او داسې خلک یې روزلي چې له انسانیت سره یې بربریت عمل ګرځیدلی دی. له داسې ظالم سره چې د انسانیت څرک په کې نه لیدل کیږي مبارزه کول اسانه خبره نه ده د یو قوي انسان زړه غواړي.

ثنا اعجاز د ځواکمن زړه څښتنه ده او د پنجاب د پوځ د ظلمونو پر وړاندې مبارزه کوي پښتانه له وحشت ژغوري او دوی ته د ښه ژوندو درامنځته کیدو هڅه کوي هغه ژوند چې تور پوځ په خلکو کړکیچن کړ دی. په داسې حالاتو کې او له داسې ظالم قوت سره مبارزه کول او د هغوی خلاف شعار ورکول او وینا کول جرات غواړي او دا د هر چا د وس کار نه دی پښتون قام به تل د ثنااعجاز د مبارزو، قربانیو او هڅو پوروړی وي او هیڅ کله به یې ادا نه شي کړای.

خو که پښتانه غواړي چې د داسې خویندو او میندو ملاتړ وکړي او د دوی مباززې بریالیتوب ته ورسوي، لازمه ده چې تر شاه یې ودریږي او د دوی پر وړاندې هر ډول ګواښ ته ځواب ووايي. د پاکستان ریاست او د پنجاب پوځ په دې وروستیو کې ثنااعجاز ته ګواښ کړی چې لمنځه به یې یوسي، خو د پنجاب پوځ دې هيڅکله نه هیروي چې په ځینو خلکو کلي وارنیږي خو په خاصو خلکو ملکونه هم لمنځه تللی شي.

پښتنو ځوانانو ته پکار ده چې په کلکه د پښتون ژغورنې غورځنګ د ټولو غړو په ځانګړې توګه د ښځینه غړو ملاتړ وکړي او پرې نږدي چې تورمخی دښمن لاهم زموږ د خویندو او میندو پر وړاندې تشدد ته ادامه ورکړي.  د پښتون ژغورنې غورځنګ د پښتنو لپاره د وروستي فرصت په توګه موقع ده چې باید له لاسه یې ورنه کړي، او ددې غورځنګ کلک ملاتړ وکړي مه پریږدئ چې غړي یې بندیان شي او یا یې هم لمنځه یوسي. یووالی مو د ښه ژوند پړاو ته وړي.

مړه سپیره دې وي د افغان ولس دښمنان.

ژوندی دی وي د پښتون یووالی

د لوی افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *