ثناءالله سليم

ليکنه :ثناءالله سليم

د(۱۳۵۷)  زېږدېز کال دثور دمياشتې په اوومه نېټه چې  په سردار محمد داود خان کودتا وشوه او  دکورنۍ له (۱۷) غړو سره یې یو ځای خپل ژوند له لاسه ورکړه ، همدا ورځ  دافغانستان په تاريخ کې تل پاتې او نه هيريدونکي ورځ وه.

اوس دده پر وژل کېدو او کودتا پوره (۴۱) کاله تېريږي خو د افغانستان تاريخ او افغانانو دا ورځ نده هېره کړې، هر کال کله چې د ثور اومه راځې نو په سردار محمد داود خان او د ده پر کورنۍ د کودتا انځور یې په ذهنونو کې راټوکېږي.

داوسني مرموز انقلاب پيلامه هم خلک پر همدې ورځې پورې تړي چې په تر وږمیو کې یې افغانانو هر څه وبايلل.

افغانانو پکې هغه څه ولېدل چې په شعوري ډول یې نه غوښتل خو د ځينو منفي او خطرناکو توطيو په نتېجه کې یې افغانان په داسې لومه کې بند کړل چې وتل یې ناشوني او له حقيقته لرې و.

  دجنګ په نتېجه کې قرباني افغانانو ډېر تکليفونو وګالل او لا هم له دغه اذيته خلاص نه دي د تروریستي حملو په پايله کې ژوندبایلي او په بې ساري ډول قرباني کېږي.

 اوس چې د هیواد امنیتي وضعیت په نستاًنامناسب وضعيت کې قرار لري، له هر څه وړاندې سولې ته اړتيا ډېره لېدل کېږي .
.
که څه هم ددغه ناوړه انقلاب دپای ته رسېدو او سولې په اړه هڅې روانې دي، خو بريالۍ نه ښکاري؛ ځکه دسولې او پخلاينې په اړه دخلکو نظرونه ويشلي او د پردې تر شا دي .

افغانان نور له جنګه ستړي دي ،ختمېدل یې غواړي خو سوله او اوربند تر اوسه هم دطالبانو له لورې په اجنډا کې ندی شامل شوی.

دسولې روانې خبرې دافغانانو راتلونکی برخليک نشي ټاکلی ځکه  ليد لوری یې دخلکو پر وړاندې جوت نه دی.

زلمي خليلزاد دافغانستان دسولې په پلمه څو،څو هېوادونو ته سفرونه وکړل خولا هم سوله دافغانانو تر ارادو ځکه لرې ښکاري چې په دغه مذاکراتو کې دخلکو دهوساينې لپاره کوم ښکاره بدلون نه دی راغلی، او اوس هم دغه خبرې  خلکو ته ګونګې او بې مانا ښکاري ځکه ددومره خبرو سره سره اوس هم دملکي افغانانو وژنې،جنګي جنایات  او تلفات خواشيني کوونکي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *