لیکوالان: والري سامونین او ولادیمیر سینګریف
په سلګونو کتابونه، یادښتونه، کيسې، نکلونه، شعرونه، پوځي پېښليکونه او ژورنالیستي مقالې په افغانستان کې د شوروي اتحاد د جګړې په هکله ليکل شوي؛ نو که دغه عنوان تر اوسه په بشپړه توګه شاربل شوی نه دی، خو ښه مستند شوی دی.
خو د یرغل وجه څه وه؟ افغانستان ته د پوځيانو د لېږلو پرېکړه څنګه وشوه؟ څوک د يرغل مخالف وو او چا وروستۍ پرېکړه وکړه؟ دا څرنګه مرموز هېواد دی چې د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېوادونه یې لومې ته داسې ترغيبېږي چې بېلګې يې کابو د لېونتوب کچې ته رسېږي. په نولسمه او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې دا کار انګرېزانو وکړ، په ۱۹۸۰مو کلونو کې شورويانو او اوس امريکايان او متحدين يې دغه مېراث ته دوام ورکوي.
که څه هم دا خبره به عجيبه وبرېښي، بېوزله او په نه منونکې توګه شاته پاتې افغانستان یو نورماله هېواد نه دی. د اسيا په زړه کې د خپل ستراتيژيکي موقعيت له کبله، دغه غرنيز هېواد ته يوازې نږدې ګاونډيانو سترګې نه دي نيولې، خو هر هغه څوک چې دغه هېواد ته وسله په لاس په دې هيله ننوځي چې يوه اسانه لاسته راوړنه به ولري، خپګان او غم ور په برخه کېږي – پښې لوڅي او نالوستي افغانان په ثابته توګه د هغه بهرنيو بېګانه ځواکونو هيلې له خاورو سره برابروي چې د ټانکونو له کنډکونو او ستراتیژيکي بم غورځونکو الوتکو سره دغه هېواد ته ننوځي.
د افغانستان په اړه پوهېدنه د خپلې راتلونکې په اړه د پوهېدنې په مانا ده.
پر دې باندې پوهېدل چې هلته څه پېښ شول او په دوامداره توګه څه پېښېږي، د لوی ناورين د مخنيوي په مانا ده.
د افغانستان د عصري تاريخ يوه کړکېچنه موده د ۱۹۷۸ کال د اپرېل له ۲۷مې څخه هغه وخت پيلېږي چې د «ثور انقلاب» ترسره شو او د افغانستان د خلک دموکراتیک چپي ګوند واک ترلاسه کړ. دغه موده د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په ۲۷مه هغه وخت پای ته رسېږي چې د شوروي ځانګړو ځواکونو خپلې «نړيوالې دندې» ته په کتو سره په افغانستان کې د وخت حاکم مشر له منځه يووړ او د همدغه ګوند يو بل مشر يې پر ځای کښېناوه. دغه شل مياشتېنی بهير د ډېرو پېښو او په منځني ختیځ کې د وخت د پېښو په هکله د پوه��دنې له پاره لاره پرانيزي.
د ۱۹۷۸ د اپرېل د مياشتې خونړۍ کودتا چې په ترڅ کې يې انقلابیانو ولسمشر محمد داود، د هغه کورنۍ او متحدين ووژل، د راتلونکو کلونو د دسيسو، توطيو او وژنو د اوږده ځنځير لمړنۍ کړۍ جوړوي. د اپرېل انقلاب له يوې خوا اسلامي بنسټپال وځپل او د دوی واک ته د رسېدو مخه يې ونيوه، خو له بلې خوا يې وروسته د دوی د ځواک غښتلتیا ته اسانتياوې برابرې کړې. همدې ته ورته، د اپرېل انقلاب د دغه بنسپټالو داعيې ته د لوېدیځو او ختيځو هېوادونو ملاتړ وزېږولو. دغه انقلاب د نړۍ وروستنۍ (او په اوس وخت کې) داسې ټولنیزه کودتا وه چې چې ترسره کوونکو يې د سپېڅلو هيلو ادعا کوله، خو د ويجاړونکې ماتې سره مخ شول. کودتا کوونکو تر ډېرې کچې په خپله ځان ته قبرونه وکيندل.
ولې وګړو د انقلابیانو د هغه هیلو ملاتړ ونه کړ او پر وړانډې يې ډېری وخت حتی په کلکه مقاومت وکړ چې دغه هېواد د منځنيو پېړيو له تيارو څخه راوباسي، وټه ييز سمون ترسره کړي او د دموکراتيکو اصولو په پلي کولو هېواد بدل کړي؟ څنګه کرېملېن د دغه انقلاب حقيقي يرغمل شو حال دا چې د داود خان د بورزواژي فیوډالي رژیم سره خوښ او په لومړيو کې د اپرېل د انقلاب په اړه ډېر بې پروا و؟ چا اډولف ډبزAdolf Dubs وواژه او څه شي دغه هدفي وژنه وهڅوله؟ ايا حفیظ الله امین د سي ای اې اجنټ و؟ په دغه پېښو کې د سیاستوالو، پوځيانو، ځانګړو خدمتونو او ديپلوماتانو ځانګړې ونډې څه وې؟
تر نن پوري په دې اړه د ځوابونو په پرتله پوښتنې ډېرې دي.
کله چې په ۱۹۷۹ کې په افغانستان کې د کریملېن «نړيواله دنده»/ښکېلتیا پيل شوه، د شوروي پوځ د يوازې يوه «محدود ځواک» د لېږلو وړاندوينه وشوه، خو دغه پوځي عمليات په چټکۍ په يوه اوږده سيمه ييزه ښکېلتیا بدل شول چې شوروي اتحاد يې د لوېدېځ هېوادونو، اسلامي ختیځ او چين د یو پراخه اېتلاف سره په شخړه کې ښکېل کړ. کله چې دغه شخړه کابو لس کاله وروسته پای ته ورسېده، پر نړۍ یې نه هېرېدونکی اغېز کړی و او کېدای شي د هغه لوی بندښت د وروستني یادښت په سترګه ورته وکتل شي چې د مخکنيو لسيزو د نړيوال سياست وږم يې درلود.
دغه بحث چې شوروي اتحاد بايد په هغه کلونو کې له خپلو سوېلي پولو څخه نه وای تېر شوی، به تر ډېره وخته سوړ نه شي. ايا د پوځ لېږنه د بهرنيو دښمنانو د خطرناکو ګواښونو پر وړاندې يو داسې ځواب و چې مخنيوی يې ناشونی و او يا دا يوه مرګونې تېروتنه وه؟ ايا نورې داسې وسيلې شته وې چې د اسلامي سخت دريځو د خطرناکو دسيسو مخنيوی وکړي او افغانستان د شوروي اتحاد د نفوذ په کړۍ کی د ننه وساتي؟ د دواړو اړخونو ملاتړي جدي او مهم دليلونه لري چې خپل دريځونه توجېه کړي، خو يوه خبره څرګنده ده. د شوروي اتحاد دښمنانو په افغانستان کې د شوروي د ښکېلتیا له ستراتيژیک فرصت څخه په ډېره هوښيارۍ ګټه پورته کړه، لومړی يې مسکو په بشپړ ډول یوې ستومانه کوونکې جګړې ته ورټېل واهه او بیا يې پر شوروي اتحاد د «شيطاني امپراتورۍ» نوم کېښود، داسې نوم چې تر ډېرې مودې په دغه هېواد پوري تړلی و.
کوم ليد چې په دې ټينګار کوي چې د افغانستان جګړې د شوروي اتحاد د پروژې او هېواد د تباهۍ بهير ګړندی کړ، په پراخه کچه خپور او منل شوی. له دې څخه انکار نه شي کېدای چې جګړې د شوروي اتحاد پر وټه ناوړه اغېز وکړ، د هېواد اخلاقي بنسټ يې فاسد کړ او د نړيوالو متحدينو شمېر يې په جدي توګه لږ کړ، خو که څوک په افغانستان کې د څلورڅلوېښتم پوځي ځواک کړنې او د زرګونو شوروي سلاکارانو پلې شوې خاکې وسپړي، په دې به اعتراف وکړي چې د افغانستان له دموکراتيک جمهوريت څخه د «محدود ځواک» د وتلو په وخت، دوی خپلو ډېرو موخو ته رسېدلي وو. دا په ډاډ ویل کېدای شي چې د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته که چېرې هغه سربدالي نه وای چې د روسي مشرانو پر اند او کړنو يې اغېز وکړ او که چېرې افغان ولسمشر نجيب الله يوازې نه وای پرېښودل شوی چې په يوازېتوب د خپلو ځواکمنو دښمنانو پر وړاندې ودرېږي، د منځني ختيځ تاريخ به اوس بل شان وای. طالب، مخدره مواد او ترورېستان به نه وای او د ناټو ايتلافي ځواکونو يرغل به نه وای ترسره شوی، خو دا يوه فرضيه ده.
دا څرګنده ده چې افغانستان ته د شوروي اتحاد ننوتل د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د انفرادي سياستوالو د ناڅاپه رامنځته شوو هيلو زېږنده نه، بلکې د عيني او اندي حالاتو يوې جوړې دغه پایله رامنځته کړه. دا د تېرو درېیو لسیزو سړې جګړې په ترڅ کې په سياسي جغرافیه کې د دريځ خپلولو پایله وه.
زموږ له پاره چې د دغه کتاب ليکوالان یوو، افغانستان او هغه غمجنې پېښې چې موږ دلته بیان کړې دي، خيالي کيسې نه، بلکې هغه څه دي چې په خپل ژوند کې مو ليدلې دي. يو مو په کابل کې د شوروي اتحاد د سفارت مامور و چې د اپرېل د انقلاب د لومړي پړاو نږدې شاهد او په يو لړ پېښو کې حتې په نېغه توګه ښکېل و. دوهم مو يو تاريخ پوه او ژورنالېست دی چې په وار وار دغه مرموز هېواد ته تللی او په دې اړه یې بېشمېره مقالې، کتابونه او تېزسونه ليکلي دي. د دغه کتاب په ليکنه کې موږ طبعا نه يوازې پر خپلو یادښتونو ډډې لګولې بلکې له نورو سرچينو (کتابونه، مقالې او مونوګرافونه چې په روسيه او بهرنيو هېوادونو کې خپاره شوي) او له داسي ارشيفي اسنادو څخه مو کار اخيستی چې ډېری يې په لمړي ځل دلته نقل شوي. سربېره پر دې، په دې کتاب کې د داسې خلکو له ډېرو ارزښتمنو راپورنو او د سترګو له لیدلی حال څخه کار اخيستل شوی چې په پېښو کې یې برخه اخيستې وه. د دغه سرچينو بشپړ نوملړ د کتاب وروستۍ برخه جوړوي. دلته موږ غواړو له خپلو سرچينو څخه مننه وکړو. د تاريخپوهانو په توګه زموږ د شاليد برعکس، موږ دا غوره وګڼله چې پېښې ټکي په ټکي وچې بیان نه کړو او پر ځای يې د سياسي پلټنو هغه تلوسمنه لاره ونيسو چې پېښې د ادبیاتو په اډانه کې د کيسې په څېر بیانوي. موږ باور لرو چې دغسې بڼه به ګڼ شمېر لوستونکي چې د اوسني پېر د تاريخ له مهمو پېښو سره ناټ لري ځانته راوبولي. ټول هغه حالات چې په دې کتاب کې بیان شوي، رښتيا دي. په هغه خبرو اترو کې چې ليکوالانو په نيغه برخه نه ده اخيستې، په ارشيفونو کې له اسنادو او يا د هغه خلکو له قول څخه بیان شوې چې د خبرواترو برخه وال وو. د کتاب د ليکلو په بهير کې موږ د هر ګړني بیان د ريښتينوالۍ پخلی کړی. په دې کتاب کې هېڅ جعلي نوم نه شته. يوازې د هغه څو کې جي بي مامورينو نومونه د دوی په غوښتنه بدل کړل شوي چې په کابل کې يې پټې څارګريزه دندې ترسره کولې.
لومړی څپرکی
ويروس: موږ د افغانستان په يرغل څنګه ککړ شوو
پسرلی د تندريزه توپان غړومباری د افغانستان پلازمېنې ته روالي. کله چې اوږدېدونکې ورځې غرمې ته نږدې کېږي، د سهار روڼ او لمريز اسمان په محسوسه بڼه تياره شي او تورې تخته ورېځې د غرونو په لړۍ چې له ښاره چاپېر دي څخیږي. مخکې له دې چې تودې غرمې ته د ځلانده سهار بدلون ولیدل شي، د بدن هر غړی د پاتې تودوخې پيکه تاو چې له مځکې راپورته کېږي احساسوي. د توپان په رارسېدو سره، د اکسيجن له کمښت څخه داسې ښکاري چې نابللي را روان توپان ټوله پاتې تازه هوا نښځلې. په دغه شېبو کې د ښار ګڼ غږی انډول خپل انسجام له لاسه ورکوي او خپره شوې تياره د پليو ښاريانو شورماشور په بې نظمۍ ډېروي. په داسې حال کې چې پيل شوی باد تېزېږي، د دوړو دېو کاغذ، پلاستيک، کڅوړې او نور کثافات له ځان سره لېږدوي او په عين وخت کې د خلکو سترګې او پوستکي په تخريشوونکي رېګ سوځوي.ناڅاپه د برېښنا څرک شي او بیا د تندر غږ واورېدل شي. يو څو تازه او تاوده د باران څاڅکي هاخوا دېخوا په ګردجنو واټونو کې د ترغاک پيلامه اعلانوي او ورپسې د تندر څرکا کابو شېبه په شېبه ډېرېږي. د توپان تخته ورېځې چې له برېښنا ډکې دي په چټکۍ پلازمېنې ته نږدې کېږي. اوس داسې ښکاري چی تندر نېغ د سړي په سر بړکه کوي او غوړمباري ته دوام ورکوي.
توپان يو یا دوه ساعته دوام کوي. ورپسې تندر او برېښنا ورو ورو خپل قوت بايلي او تورې ورېځې خورې ورې شي. د باران اوبه کوچني ډنډونه جوړوي او حریصه ځمکه يې ستا د سترګو وړاندې ځبېښي. ورېځې د هغه غرونو په لور خوځېږي له کومو چې راغلې او لمر يو ځل بیا ځلا پيل کړي. توپان د ورځې تودوخه کمزوري کړې وي او په حيرانوونکې توکه ماښام ډېر خوندور شي. هوا چې يوازې څو ساعته مخکې ډېره توده وه، اوس تازه او سړه ده او د شاوخوا غرونو له ارغاړو څخه د بوټيو او سارايي ګلانو وږمې راوړي. د بوټيو او د ميوو ونو د غوټيو بوی یو بل سره ګډ شي او ښه عطر ترې جوړ شي. چوغکې چوڼېږي او لمر ډېر ژر د ورېځو په لور د پغمان د غرونو سرته لاړ شي او واورينو څوکو ته زرين او سور بخوند رنګ ورکړي. شپه راشي او په تور اسمان کې ځلانده ستوري راښکاره شي. لیرې د غرونو شا ته د اسمان په څنډو کې بل تندریزه توپان چې راتلونکی يا تلونکی دی په چوپتيا برېښناوې کوي.
د ۱۹۷۸ کال د اپرېل په شپږويشتمه د چارشنبې په ورځ پر کابل باندې يو سخت تندریزه توپان راښکته شو. ترغاک تر ماښامه دوام درلود. د شوروي سفارت لومړی منشي، لوړ او هډور وېکتور بوبنوفVictor Bubnov لږ شېبه مخکې له کار څخه کور ته راغی او د خپل انګړ چمن ته يې ګامونه واخيستل چې له تازه هوا څخه خوند واخلي او د خپل لوی ببر سپي سره چې د ده کور يې ساتو لوبې وکړي. په دغه شېبه کې د تيلفون زنګ راغی. نوموړي د کوټې په لور دومره چټکه منډه وکړه چې د داسې لوړ منصب د څېښتن له ځانګړتياوو سره يې سمون نه درلود. يوه اشنا غږ په دري ژبه غوښتنه وکړه چې فایض جان ته غوږۍ ورکړي.
بوبنوف مخکې له دې چې غوږۍ بېرته کېږدي، په بېخونده رسمې بڼه يې ځواب ورکړ: «په دې کور کې په دغه نوم څوک نه شته. شمېره به دې غلطه وهلي وي.» بیا یې خپل ګنجی سر په ورغوي وموښه او يو سوړ اوسیلی يې وايسته. دا څرګنده وه چې دی به له ارامه او ساړه ماښام څخه خوند وا نه خیستی شي.
وېکتور د شوروي اتحاد د بهرنۍ څارګرې ادارې مامور و. هغه «تېر وتلی» د تېلفون زنګ او ورته ويل شوې غونډله يو رمز و چې مخکې تر مخه ورته ويل شوې وه چې په اورېدو یې له اجنټ «محمود» سره په ټاکلي ځای کې يوه بیړنۍ غونډه وکړي.
وېکتور پوه شو چې داسې بیړنۍ غونډې ته بلنه نيک شاګوم نه لري او باید يوې داسې مهمې او ښايې غمجنې پېښې ته چمتو شي چې همدا اوس په پېښېدو ده او يا پېښه شوی ده. محمود يو افغان افسر او د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند د مرکزي کمېټې غړی و. نوموړی د خپل هېواد په سياسي دسيسو کې ښه وتلی و او خپلو ډېرو اړيکوالو ته يې د اړوند مهمو مالوماتو ښه ارزونه کولی شوی.
په هغه ورځو کې کابل يو لړ بې ثباته کوونکو پېښو ولړزاوه. نهه ورځې مخکې د اپرېل په اوولسم نامالومو کسانو د ا خ د ګ یو مشر، مير اکبر خيبر وواژه. نوموړي ته په پراخه کچه د دغه ګوند د «وياړ او ضمير» په سترګو کتل کېدل. هېچا د نوموړي د وژنې پړه په غاړه وانخيسته او هېچا د وژونکي او يا د هغه چا چې د دغه هدفي وژنې امر ورکړی و په ډاډمنه توګه نوم نشوای اخيستی. وروسته له دغه غمجنې پېښې، د ا خ د ګ سمدلاسه له دې نازک حالت څخه ګټه پورته کړه او په زرګونو خلک يې د لاريون له پاره واټونو ته راوايستل. لاريون کوونکي يوازې د ا خ د ګ غړي او ملاتړي نه وو بلکې د کابل ډېر داسې خلک وو چې مخکې يې هېڅ کله د سياست سره ناټ نه و ښودلی او ډېر لږ يې په لاريونونو کې برخه اخيستې وه.
د افغانستان ولسمشر محمد داود ناچاره او اندېښمن و. د افغانستان په تاريخ کې هېڅ کله دومره لوی شمېر خلک واټونو ته د لاريون له پاره نه وو راوتلي چې د حاکم رژیم پر وړاندې خپله ناخوښي څرګنده کړي. وروسته له دې چې محمد داود له خپلو نږدې سلاکارونو سره اوږدې خبرې او ارزونې وکړې، نوموړي د یو قمار پرېکړه وکړه. ده د ا خ د ګ د اووه مشرانو د نيولو امر ورکړ. په دغه نوملړ کې د ګوند عمومي منشي نورمحمد تره کي او د ده د مرستيال ببرک کارمل نومونه هم وو. د خيبر له خښولو وروسته د اپرېل په ارامه ورځو کې بوبنوف او همکارانو يې په پلازمېنه کې د خوټېدونکې غوسې ننګېرنه∙ کړې وه.
د ماخوستن په ۸:۳۰ بجو په خپل زاړه شنه ټيوټا کې کښېناست او ټاکلي ځای ته د بیړنیو خبرو له پاره د محمود لیدنې ته لاړ. کله چې هلته ورسېد، محمود يې په دودیزه پښتني جامو کې وليد چې په تنګه لاره کې غلي غلي ګامونه اخلي. وېکتور د ګاډي څراغونه مړه کړل او په تياره کې يې ګاډی د محمود په لور وچلاوه. بیا ودرېد او د ګاډي د دروازې کلوپ يې خلاص کړ. محمود په چټکۍ د کاډي په شاتني سيټ کې کښېناست، په دودېزه افغاني بڼه يې ستړي مشې وکړې، بښنه يې وغوښته چې خپل شوروي ملګری يې په عذاب کړ او بیا یې د دغې پټې لیدنې مهم لامل بیان کړ.
کله چې وېکتور خپل دغه اجنټ کور ته راوست، په مېلمه خونه کې ډوډۍ ورته تياره شوې وه او يو بوتل یخ ستالیچنايه Stolichnaya د کافي پر ميز ورته اېښی و. وېکتور خپل مېلمه ته بلنه ورکړه چې د ډوډۍ مېز ته راشي او له ده سره ډوډۍ وخوري. دغه اجنټ ورسره کښېناست، ډوډۍ يې په قاب کې ځان ته واچوله، خو شراب يې ونه څښل او په داسې حال کې چې لاس يې پر سینه کېښود او د درناوۍ سر يې ټيټ کړ، ويې ويل: «مننه ملګری وېکتور، خو نن شپه زه بايد د مرکزي کمېټې او زموږ د خلقي افسرانو يوې غونډې ته لاړه شم. دا يوه معموله غونډه نه ده. نن شپه به د افغانستان برخليک ټاکل کېږي. په دې غونډه کې پړېکړه کېږي چې وسلوال پاڅون ترسره شي يا نه.»
وېکتور چې اوچتو وروځو يې اندېښنه څرګندوله په ډېره ارامۍ وپوښتل: «پاڅون؟» اجنټ زياته کړه: «د پاڅون موخه به د محمد داود د فاشېستي رژيم پرځول او زموږ د بندي ملګرو ازادول وي.» وېکتور بیا پوښتنه کوي: «نو څه تمه کوې چې د غونډې برخوال به کومه پرېکړه وکړي؟» محمود ځواب ورکوي: «که څه هم يو څو کسه ډاډه نه دي، خو ډېری د وسلوال پاڅون ملاتړ کوي او دوی ښايي په غونډه کې اکثريت جوړ کړي. په تېرو څلورويشتو ساعتو کې د خلقي افسرانو په منځ کې ښه کار شوی. موږ پر دې کابو ډاډه يوو چې څلورم زغروال غنډ او د بګرام پراشوټي فرقه به مو ملاتړ وکړي. همدا راز په اوومه پلې فرقه کې هم ډېر مظبوط موقف لرو، خو زه تا ته له دې کبله نه يم راغلی چې يوازې د ورستيو پېښو په هکله مالومات درکړم. زه مې ملګرو رالېږلی يم چې زموږ د وسلوال پاڅون د پرېکړې په هکله د شوروي مشرتابه د غبرګون په اړه پوه شي. ته کولای شې همدا نن شپه دغه کار ترسره کړې؟»
دغه مامور په ژور فکر کې ډوب شو او په اتوماتيک ډول یې د اوبو ګېلاس ته لاس کړ او په ژوولې بڼه يې ورو وويل: «زه به تر خپلې وسې هڅه وکړم.» بیا يې هغه کتابچه راواخيسته چې تل يې په مېلمه خونه کې د کافې مېز پر سر اېښودله او ورکړل شوي مالومات او له شوروي مشرتابه څخه شوې پوښتنه يې په کې ولیکه. ورپسې پخلنځي ته لاړ چېرته چې مېرمن يې چای کاوه. دغه یادښت يې مېرمن ته ورکړ او ورته ويې ويل چې سفارت ته چټکه لاړه شي، هلته یې د کې جي بي مېشت مشر ته وسپاري او د سملاسې ځواب غوښتنه ترې وکړي. بیا يې د چای پتنوس چې مميز او مندکې په کې وې، پورته کړ او بېرته مېلمه خونې ته لاړ.
د يو څارګر مامور د ښې مېرمنې په توګه، انټونیناAntonina بې ځایه پوښتنې ونه کړې او په تياره کې د تشو او تيارو واټونو له لارې سفارت ته لاړه. د کې جي بي مشر په خپل دفتر او کور کې نه و. دا شونې وه چې ښايي د يوې غونډې له پاره ښار ته تللی و. انټونينا دغه یادښت د نوموړي مرستيال، ارلوف مروزوف Orlov Morozov ته وسپاره او څه چې خاوند يې ورته ويلي وو هغه يې ورته وويل. وروسته یې په سفارت کې له ديپلوماتانو چې تر ناوخته يې کار کاوه وغوښتل چې کور ته يې ورسوي.
وېکتور پوهېده چې دا ناشونې ده چه له سهار څڅه مخکې له مسکو نه کوم ځواب ترلاسه کړي. په سفارت کې د کې جي بې مېشت مشر او حتی سفير دا واک نه درلود چې د داسې مهمو موضوګانو په اړه پرېکړه وکړي. کله چې ښځه يې بېرته راغله، وېکتور خپل مېلمه ته وويل چې مسکو ته مالومات ولېږل شول، خو دا ناشونې ده چې په راتلونکو څو ساعتونو کې ځواب ترلاسه کړي. په دې موخه چې د ځواب د راتګ په سوکه او ځنډمن بهير ترې ونه پوښتل شي، وېکتور، محمود وترټلو چې ولې لږترلږه څلورويشت ساعته مخکې یې خپلو شوروي ملګرو ته خبر ورنه کړ. دغه افغان يوازې خپلې اوږې پورته وخوځولې. کېدای شي دی هم يوه ورځ مخکې نه پوهېده چې وضيعت به څنګه مخته ځي. کله چې افغان د تګ هوډ وکړ، وېکتور پرې غږ کړ: «صبر وکړه، سبا سهار په پنځو بجو زه د مکرويان هغه واټ ته درځم چېرته چې زموږ متخصصین اوسېږي. تا ته خو دغه واټ مالوم دی او ستا له کور څخه دومره ليرې هم نه دی. ته به بهر راووځې. که چېرې ستا خپلې دودېزه جامې په تن وې، نو دا به ما ته د دې مانا ولري چې پوځي پاڅون نه کېږي او کچېرې تا پوځي يونيفورم اغوستی وي، نو مانا يې دا ده چې د پوځي پاڅون پرېکړه شوې ده.» وروسته وېکتور خپل مېلمه مکرويانو ته ورساوه چېرته چې توطيه جوړونکو تر اوسه غونډه درلوده.
سهار په پنځو بجو د سپېدو په چاودو کې بوبنوف خپل ګاډی د شوروي متخصصينو کورته ته څېرمه ودراوه؛ نو که چېرې دی هلته وليدل شي، خلک به پرې شکمن نه شي. په کابل کې خلک د وخته ویښېږي. د سهار پنځه بجې داسې وخت دی چې کسب کاران بازارونو ته ځي، بایسکلونه په واټونو کې راښکاره شي او ګاډي هم هارن وهل پيل کړي . محمود ټيک داسې وخت راښکاره شو چې وېکتور خپل ګاډي ګول turn off کړ. دغه اجنټ د ګاډي له څنګه نېغ تېر شو او داسې يې وښوده چې وېکتور ته يې هېڅ پام نه دی. نوموړي پوځي یونیفورم اغوستی و.
بوبنوف کور ته لاړ چې يوه پياله چای په چټکۍ وڅښيي او بیا ژرترژره سفارت ته لاړ شي. دا به ده ته يوه اوږده ورځ وي. د رسمياتو تر پيل پورې لا ډېر وخت و، خو بوبنوف پوه شو چې په کابل کې د کې جي بي مشر په خپل دفتر کې دی. جګړن اوسادچيOsadchiy په تلوسه پر خپل مېز د څه شي په لیکنه بوخت و. وېکتور د اوسادچي د مېز پر سر په کاغذونو کې خپل راپور هم وليد. هستوګن پر بوبنوف په خندا غږ کړ: «راځه راځه لمسوونکيه. دا هغه پيغام دی چې ارلوف ستا په غوښتنه مرکز ته ولېږه. زه په شپه کې دلته راغلم چې لاسليک يې کړم ويې لوله. په پيغام کې ټولې خبرې سمې دي؟» وېکتور ټول متن په ډېر پام ولوست او ويې ويل: «ټول سم دي، Vilior، خو بايد يو شی ور زيات شي. ما شاوخوا يو ساعت مخکې اجنټ محمود وليد. نوموړي پوځي جامې اغوستې وې. پاڅون به نن پيلېږي. د هستوګن له مخ څخه رنګ والوت او يو ژوره اندېښنه يې په مخ کې څرګنده شوه: «ايا ته ډاډه يې چې ستا دغه اجنټ دروغ نه وايي؟ د خيالونو سره لوبې نه کوي؟ ايا داسې څه يې له ځانه نه دي جوړ کړي؟» اوسادچي له خپل ځای څخه اوچت شو او په خپل کوچني دفتر کې يې ښکته پورته ګامونه اخيستل او په لوړ غږ يې وويل: «هو، لعنت د وي، دا رښتيا ښکاري. دا هغه څه دي چې موږ له څو ورځو راهيسې ننګېرل چې څه روان دي» د دغو خبرو سره سم د هستوګن د خبرو بڼه ناڅاپه له اندېښنې څخه په امر واوښته: «دا ده، د پيغام سپينه پاڼه، دلته يې وليکه، همدا اوس، لنډ او واضح، نه « ښايي» يا «داسې انګېرل کېږي» یا «داسې تمه کېږي.» ولیکه: «kryuchkov ته، په غیرمعمولي توګه بیړنی»، « په مسکو کې څو بجې دي؟» اوسادچي له ځان سره موسکا وکړه، په مسکو کې د سهار ۶ بجې وې، د داسې پيغام له پاره ډېر ښه وخت. د څو دقیقو په ترڅ کې د پېښېدونکې کودتا په اړه مالومات مرکز ته ولېږل شول.
څارګر افسران په نهو بجو په سفارت کې راغونډ شول. اوسادچي یوه غونډه جوړه کړه چې د نازک وضیعت په هکله ټول خبر کړي. د ده د خبرو له اورېدو وروسته هېچا کومه پوښتنه ونه کړه. ډېری افسرانو دغه خبر دومره جدي ونه ګاڼه او دا د پوهاوي وړ وه. د محمد داود د واکمنۍ په بهير کې، داسې مياشت نه وه چې د کې جي بي مشر به د رژیم پر ضد د بیړني ګواښ او يا توطيو جوړولو په هکله خبر نه ترلاسه کاوه.
د اصلاح غوښتونکو دموکراتانو ګواښ، د چين پلوه چپي ډلي «شعله جاويد» توطيه، د اسلامي بنسټپالو ګواښ، د ځيني تنضيمونو ګواښ چې د لږکيو د حقونو ملاتړي وو. هره مياشت به د ګواښونو بې پخلي خبرونه راسېدل پرته له دې چې د سفارت ورځنۍ چارې ګډوډې کړي.
کله چې وېکتور عمومي کوټې ته ننوت، همکارانو يې ټوکې کولې: دوی به په وار هغه ګړکۍ ته نږدې شول چې دارالامان ترې ښکارېده، نورو به ترې وپوښتل: «کوم ټانک درته ښکاري؟»، «نه»، «جنګي الوتکې څنګه؟»،«پلي ځواکونه هم نه ښکاري.» درېيم کس به وویل: «عجيبه کودتا ده… حتی يو عسکر هم په واټونو کې نه ليدل کېږي.»
د سهار په نهو بجو د يوې الوتکې بنګاری واورېدل شو، خو دا يوه اېروفلوټAeroflot وه چې له کابل څخه د شمال غرونو په سر د مسکو په لور والوته. مخکې له دې چې له سترګو پنا شي، د لمر سهارنۍ وړانګو يې د کړکيو ښيښې ځلولې. په همدې شېبه کې د جلال اباد د لويې لارې له لوري د توپ د ډز غږ راغی. په سفارت کې د ننه د طنز فضا په بېخونده چوپتيا بدله شوه. په عمومي کوټه کې ټول پوه شول چې کودتا پيل شوه.
پنځه کاله مخکې د ۱۹۷۳ کال د جولای په اوولسمه، سردار محمدداود پرته له کومې ځانګړې ستونزې د افغان پاچا محمد ظاهر شاه چې د ده خپل هم و تخت چپه کړ. نوموړي پاچاهي لغو کړه او خپل ځان يې د ولسمشر، صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير په توګه اعلان کړ. په ټوله نړۍ کې د پوځي کودتا او د رژیم د بدلون په هکله خبرې وشوې. د افغان سياست يو شمېر شوروي کارپوه مامورين پوهېدل چې د هغه پېښو په اړه چې په رسمي توګه بیانېدې، وضيعت خورا بدل و.
يو کس چې شاهي کورنۍ ته ډېر نږدې و په کابل کې د کې جي بي کارکوونکي ته په پټه وويل چې بې اړنګه په خپله شاه د دغه کودتا تر شا و. پاچا چې هوښیار او د ښه لرلید څېښتن و پوهېده چې په هېواد کې د داسې خرابېدونکي سیاسي وضيعت په کابو کولو کې بې وسه دی چې د کړکېچ په لور روان دی. له يوې خوا بنسټپال مسلمانو ګروپونه ورځ تر بلې د ډېر نفوذ خاوندان کېدل او وسلوال پرځنګ∙ ته يې تابیا نیوله، له بلې خوا هغه خلکو چې د افغانستان په داسې حالت ناخوښ وو چې منځنيو پېړيو ته ورته و په ډېرېدونکې توګه هوډمن کېدل چې حاکم رژیم وننګوي. که دغه خلک ساده بزګران، کارګران او يا بیوراکرتان وی، وضعيت به دومره خطرناک نه وی، خو دا خلک ځوان پوځي افسران وو چې د پوځ د ملا تير ترې جوړ و. په دغسې نازک سياسي وضعيت کې شاه خپل ځان په اسانۍ په ډېر ستونزمن حالت کې لیده. د کلونو په ترڅ کې د داسې کړکېچن وضعیت په رامنځته کولو کې ده هم تر يوې کچې ونډه درلوده او اوس له خپلې تجربې څخه په کاراخيستې نوموړي دا غوره وګڼله چې «شا ته» شي او خپل واک يو داسې چا ته ورکړي چې له ډېرېډونکي کړکېچ سره زور ازموينې ته چمتو وي او هېواد بېرته د یوې منځلارې او دودیزه نشنلزم لارې ته سيخ کړي. دا سړی د شاه نږدې خپلوان صدراعظم محمد داود و چې دومره ګرانښت يې نه درلود. مخکې له دې چې «کودتا» ترسره شي، شاه د خپلوانو سره مل ایټالیا ته لاړ څو د واک د لېږد په بهير کې د معمول په څېر له راولاړو ناخوالو څخه په امان کې شي.
دغه خبر چې «د داود له کودتا سره د شاه خوښه وه» مسکو ته ولېږل شو، خو د ټولنيز بدلون د پرمختګ نوي پړاو ته د هېواد د اوښتنې په خوښۍ او ناټ کې دې ته د چا پام نه شو. دغه خوښي او ناټ پر ځای وو. داود خان د واک د ترلاسه کولو په سهار په خپله راديويي وينا کې خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکړ چې هېواد به سر له اوسه د دموکراتيکه وټه ييزو او ټولنيزو اصلاحاتو په لاره کې د پرمختګ په لور روان شي. ده د ټولنيز او توکمیز نه برابرۍ د لغوې اعلان وکړ چې د ځمکې د اصلاحاتو د يو عادل بنسټ په جوړولو به افغان بزګرانو ته د دې توان ورکړي چې خپله ځمکه ولري. داود دا نيت هم څرګند کړ چې بیوروکراتيکي فساد ته به د پای ټکی کېږدي او د سواداګرۍ پر سکتور او د خدماتو په بیه به حکومت کنترول ولري. نوموړي د ښه نيت نورې څرګندونې هم وکړې. که انصاف په پام کې ونيول شي، دا د يادونې وړ ده چې د خپلې واکمنۍ په بهير کې ده په ډېر صداقت هڅې وکړې چې هغه اصلاحات تر سره کړي چې د واک په پرانيسته وينا کې يې ژمنې کړې وې.
د جمهوري نظام د بهرنۍ پاليسۍ په هکله په خپله يوه تبصره کې نوي صدراعظم «د لوی شمالي ګاونډي» سره د اړيکو په مضبوطولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې په هېواد کې د ننه به د هرې امپريالستي هڅې پر وړاندې ودرېږي. د مسکو په ګټه پر بهرنۍ پاليسۍ ځکه ټينګار وشو چې د نوموړي واک ته رسېدنه د هغه ځوانو افسرانو له لوري غښتلې شوه چې په شوروي اتحاد کې یې زده کړې کړې وې او ډېری يې د ا خ د ګ غړي او کارمل ته ډېر نږدې خلک وو. کله چې ولسمشری ته ورسېد، داود اړ و چې دوی په لوړو دولتي څوکيو ونازوي.
بهرنيو هېوادونو ته د داود لومړنی سفر مسکو ته و. ده ته تود هرکلی وويل شو. له مسکو څخه د ليدنې په بهير کې ډېرې غونډې ترسره شوې چې په ترڅ کې يې د افغان- شوروي هراړخيزو اړيکو د پراختيا تګ لوری وټاکل شو.
داود يو پوخ سیاستوال او هوښيار سړی و چې چارې يې واقعيتونو ته په پام په عملي توګه په هوښيارۍ ترسره کولې. نوموړي په يوه پرېکنده او سملاسي کړنه کې خپل سياسي واک پر خپلو دښمنانو ومانه. د اسلامي بنسټپالو ځپل يې لومړنۍ موخه وه. اسلامېستانو د هغه نجونو پر مخ اسید وشينډل چې حجاب يې نه اغوستو. دوی ترورستي کړنې ترسره کړې او حتې د هېواد په ځينو سيمو کې يې د وسلوال مقاومت د ډلو جوړولو هڅې وکړې. داود د ديني پوهنځي ريس او د «مسلمانو ځوانانو» توند لارې ډلې بنسټ اېښودونکی غلام محمد نيازي ونيو او بندي يې کړ. څو مياشتې وروسته د ۱۹۷۳ کال د ډسمبر په مياشت کې يو بل اسلامي راديکال مشر، حبیب الرحمن ونيو او په دې تور پانسي شو چې د رژیم د پرځولو دسیسه يې جوړوله. ملګري يې چې په دسیسه کې ښکېل و په اوږده بند محکوم شول. دا د دواد د واکمنۍ وخت و چې پاکستان ته د اسلامي بنسټپالو تګ پيل شو، نه د ا خ د ګ د واکمنۍ پېر چې ځينې پرې ټينګار کوي. وروسته له يوې ناکامې هڅې چې د دولت ضد کړنې ترسره کړي، د ګلبدين حکمتيار او احمدشاه په ګډون د توندلارو مسلمانو يوې بلې ډلې هېواد پرېښود. په هغه وخت کې ډېر لږ خلکو دغه ځوانان پېژندل، خو د شوروي اتحاد له پوځي مداخلې څخه وروسته ، دغه تبعید شوي د وسلوالو ډلو او نومورو سياستوالو ځواکمن مشران وګرځېدل.
په هغه وخت کې د شوروي ديپلوماتانو او له مسکو څخه رسمي مېلمنو چې له کابل نه لیدنې کولې، د اسلامي ارتجاع پر ضد د داود د کړنو په اړه حتې خپله خوښي نه پټوله. په مسکو کې ډاډګېرنه ډېره شوه چې «سور شهزاده» (ځينې ژورنالېستانو دغه نوم پر داود اېښی و) چې شوروي پلوه ځوان سیاستوال يې ملاتړي وو او د شوروي له لويې مرستې څخه برخمن و، به ګروهنه ولري چې که سوسيالېزم جوړ نه کړي، لږترلږه به داسې يوه ټولنه جوړه کړي چې په کې به د شوروي افغان ملګري سياسي پرېکړو ته بڼه ورکوي، يا په بل عبارت، په افغانستان کې د شوروي سيستم د پلي کولو يوه ناشونې هيله وزېږېده.
په حقيقت کې داود بېل پلانونه درلودل. ده داسې نيت هېڅ نه درلود چې د ټولنې بنيادي بنسټونو چې د ډېرو پېړو په ترڅ کې يې خپله بڼه جوړه کړې وه بدل کړي. لکه يو ريښتینی نشنلست، ده د خپل هېواد دوديزې بڼې ته ډېر درناوی درلود. د نوموړي اصلاحاتو سياسي سيستم له کاره نه ايسته، بلکې اصلاح کولو يې. داود په خپله بهرنۍ پاليسي کې هڅه وکړه چې د لويو قدرتونو په منځ کې انډول وساتي او له دې څخه د خپل هېواد له پاره اعظمي ګټه پورته کړي. په کابل کې يوه ټوکه نوموره وه: «داود د شوروي په اورلګيت امريکايي سېګرېټ بلوي» کله چې داود اسلامي راديکالو ډلو ته ماته ورکړه او د هېواد په شمال کې یې د توکميزو لږکيو پاڅونونه وځپل، ده پرېکړه وکړه چې له شوروي پلوه وزیرانو څخه ځان خلاص کړي، د کودتا په وخت کې له خپلو متحدينو څخه؛ نو په ۱۹۷۴-۱۹۷۵ کلونو کې د ا خ د ګ ډېرو غړيو د وزارت او نورې لوړې دولتي څوکې له لاسه ورکړې. ځيني د سفیرانو په توګه بهر ته ولېږل شول او نور بېکاره په کور کې کښېناستل. ډېر شرموونکی ګوزار د دواد په کودتا کې فعال ګډونوال عبدالقادر ته ورکړل شو. دغه پوځي پيلوټ د هوايي ځواکونو د قوماندان په توګه له دندې ليرې شو او وروسته يوه ټيټه څوکۍ چې د افغان پوځ د کوتلځي قوماندني وه ورکړل شوه. د څوکۍ له تنزیل څخه وروسته، قادر د داود پرضد د يوې نوې کودتا خبرې له خپلو نږدې ملګرو- افسرانو سره پيل کړې.
د وزيرانو او چپي ګوندونو د غړيو ګوښه کول مسکو هک پک کړ. د کمونست ګوند په مرکزي کمېټه کې بیروکراتانو او د بهرنيو چارو وزارت یوازې انګېرنې کولې. داسې برېښېدل چې د مرکزي کمېټې نړيوالې څانګې د نوي افغان رژيم په اړه سمه ستراتيژي غوره کړې وه. شوروي ملګرو پرچمي او خلقي مشرانو ته په کلکه ټينګار کاوه چې «د خپلو انقلابي لېوالتياوو کچه ټيټه او له نوي رژیم څخه چې د اصلاحاتو پلوی دی په خپلو ټولو شته وسېلو ملاتړ وکړي.» شوروي مشرانو نه غوښتل چې خپل ستراتيژيک ليدلوری تر پوښتنې لاندې راولي او له داود څخه ناهيلي شي؛ نو دوی وپتيله چې ناهيلتيا ته لاره ورنه کړي. ډېرو لوړپوړو بیروکراتانو چې د شوروي-افغان اړيکو په چارو کې بوخت وو د داود دغه منطق ومنو چې لوړ پوړي چپيان ګوښه کړي او په دې هکله يې له کچې وتلی فکړ ونه کړ. د هغوی دليل دا و چی د جمهوري انقلاب په دغه پړاو کې د پوځ د افسرانو په پرتله چې يوازې ډزو او لښکر ایستنو ته روزل شوي ډېرو وړ او پوهو کسانو ته اړتيا شته.
په هغه وخت کې يو شمېر ځوان ديپلوماتان او څارګر کارکوونکي په کابل کې شته وو چې د پېښو په اړه يې ښه مالومات درلود. دوی پوهېدل چې د دويمې نړيوالې جګړې په بهير کې داود چې د کابل چوڼۍ قوماندان و د نازيانو سره د همکارۍ پلوي وکړه او دی داسې ساده نه و لکه کرېملېن يې چې د باور هيله کوله. دوی په دې هم پوهېدل چې د داود د رژیم په هکله هغه کره او کله کله غندونکي راپورنه چې دوی مسکو ته لېږل، جګپوړو مشرانو ته نه رسېدل بلکې چاڼ به شول او بیا به د مراتبو په سلسلې چا ته ولېږل شول او چا ته نه. دوی وېره لرله چې په مسکو کې اساسي لوبغاړي د ولسمشر داود او افغان جمهوري رژیم په هکله غلطې انګېرنې پالي او دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ غلط پوهاوی رامنځته کړي. دغه وېره ژر په حقيقت بدله شوه.
د ۱۹۷۷ کال د اپرېل په مياشت کې کله چې ولسمشر له مسکو څخه رسمي ليدنه کوله، برېژنېف په دې انګېرنه چې داود د شوروي اتحاد يو «ريښتينی ملګری او ورور» دی، ده د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د شوروي پولې په اوږدو کې د امريکايانو د «پلټنیزو فعاليتونو» په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړه. برېژنف داسې شواهد لرل چې دا يې ثابتول چې د سي ای اې اجنټان د «ملګرو ملتونو کارکونکو» په نوم هلته کار کوي. دا طبعي ده چې شوروي اتحاد په نيغه خپلو څارګريزو مالوماتو ته اشاره نه شوی کولی. د برېژنېف د خبرو پر وړاندې د داود غبرګون په ناببره توګه له غوسې ډک و. نوموړي وويل چې په افغانستان کې کارپوهانو ته په بېلابېلو سيمو کې د اجازې ورکول او يا نه ورکول يوازې او يوازې د افغان حکومت صلاحيت دی او دی د دې تمه نه لري چې شوروي ملګري د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس ووهي.
برېژنېف په زغم دغه ردونه ومنله، خو د خبرو اترو په ترڅ کې داسې ردونه وروستۍ نه وه. برېژنېف هغه کاغذونو ته په کتو سره چې مخکې ترمخکې ورته ليکل شوي وو، له افغان ولسمشر څخه وپوښتل چې له ا خ د ګ سره د اړيکو د پاللو څه نيت لري. عمومي منشي دې ته د يوې بې غرضه پوښتنې په سترګه کتل، خو داود بیا په غوسه شو او په يوه غير طبيعي ځواب کې يې وویل: « د هېوادونو تر منځ د ملګرتيا اړيکي درېيمګړي ته اړتيا نه لري.» برېژنېف چې د خپل سيال د ځواب تونده بڼه وليده، نور زور يې پرې وانه چاوه. دغه پېښې پر ځينو شوروي مشرانو اغېز وکړ. دې داسې اندېښنې راپورته کړې چې افغان ولسمشر د ا خ د ګ د فعاليت د محدودولو او يا د دغه ګوند د منحلولو نيت لري؛ نو له اندېښنې څخه دا پتينه وزېږده چې په فعاله توګه د خلق او پرچم د يووالي په لمړي پړاو زور واچوي څو د يو متحد او ځواکمن ګوند په توګه د يوه مشروع سياسي ځواک په بڼه د داود له واک سره انډول برابر کړي.
هغه اړنګونه چې د اپرېل خبرو اترو په ترڅ کې راپورته شول تر يوې کچې يې له داود سره د شوروي مشرتابه د « ورورولۍ مينه» سړه کړه، خو د افغانستان د ملاتړ په عمومي ستراتيژۍ کې څه بدلون را نه غی. کله به چې د افغانستان په هکله د شوروي اتحاد د بهرنيو چارو په وازرت کې خبرې کېدې، کارکوونکو افغانستان، فنلنډ ته ورته هیواد بللو چې يو بې پلوه داسې ملګری هېواد و چې د سياست وړاندليدنه يې کېدای شوی.
شوروي اتحاد په خپله سوېلي زيانمنونکې پوله کې د ناڅاپه تاوتريخوالي د رامنځته کېدو غوښتونکی نه و.
لېف نيکولايوويچ ګرېلوفLev Nikolayevichb Gorelov کابو درې کاله د افغانستان د وسلوال پوځ له پاره د شوروي سلاکارانو د ماموريت مشر و. هلته د نوموړي چوپړ له ننګونو تش او هېڅ ستونزمن نه و. په افغان پوځ کې ټولې وسلې، له ټوپک څخه نیولې تر مزایل پورې ټول يوازې په شوروي اتحاد کې جوړ شوي وو او ډېری افغان افسران د شوروي په پوځي اکاډميو او ښونځيو کې روزل شوي وو. ډېرو افسرانو په روانه روسي ژبه خبرې کولې، د وتکا ځښل يې خوښېدل او په خوښۍ يې په شوروي اتحاد کې د زده کړې کلونه او په ځانګړې توګه شوروي نجونې يادولې. د ګرېلوف د يوه لاس لاندې کيسه چې د رېزنRyazan په روزنيز پراشوټي مرکز کې يې زده کړې کړې وې، تل د جنرال په ذهن کې پاتې وه. دغه افغان افسر وويل: «ملګری جنراله، د دې تصور کولی شې. زه يو ځل په مسکو کې وم. د تودوخې درجه شاوخوا منفي دېرش درجې وه او يوه ښځه مې وليده چې ايس کريم يې خرڅول. غټې د وړۍ موزې يې په پښو وې، يو بالاپوش یې په تن او يو کابو سپين وېستړ يې لويه سينه پټه کړې وه. زه ورنږدې شوم او د ایس کريم پېرودلو غوښتنه مې ترې وکړه. نوموړې حيرانه شوه او له ما څخه يې وپوښتل: «په تا څه شوي، موګلي. په داسې کنګليزه هوا کې به ايس کريم په غاښو حتی مات نه شې کړی.» بیا يې يو د وتکا يخ بوتل، دوه ګيلاسونه او د اچارو يوه ټوټه له ډوډۍ بکس څخه راويستل. ما وتکا وڅښل او په سختۍ مې له يوې ټوټې اچار څخه کپ وکړ. دې هم له ما سره وڅښل خو اچار يې ونه خوړل؛ نو زموږ ليدنه په دې توګه وه. بیا يې کورته بلنه راکړه. ته پوهېږې، ملګريه، زه نه پوهېدم چې حتی داسې خلک هم شته.»
ګرېلوف او مرستيالانو يې د افغانستان بېلابېلو سیمو ته پرته له کوم خنډ څخه تلل. دوی به د پوځي اډو ليدنه کوله او هېڅ کله یې وسلې له ځان سره نه ګرځولې. کله کله چې چېرته يې د ښکار پلان درلود، په توله Tula کې جوړ شوی يو اوږد ټوپک به يې له ځان سره واخيست. ډېری وخت به کابل ته څېرمه په يوه ډنډ کې د هيلۍ ښکار ته تلل. کله کله به د ولسمشر ورور، نعیم چې د ښکار ډېر شوقي و له دوی سره يوځای شو. دوی به د هېواد شمال ته، د شوروي پولې ته څېرمه، لاړل چې ځنګلي سرکوزی ښکار کړي، خو د شکوڼ ښکار ډېر ورته په زړه پورې و. شکوڼ چې د ماښامنۍ له پاره به پوخ شو دومره ښه هوسانه نه و، خو د ملګرو د راغونډېدو او د بېلابېلو مهمو خلکو سره د اړيکو د جوړېدو وجه به وګرځېد.
پرته له ښکار څخه هېڅ کله وسلې ته اړتیا نه پېښېده. شوروي جنرالان او افسران به چې هر ځای ته تلل، دوی ته به تل تود هرکلی ويل کېده.
ولسمشر داود به خپلو مامورينو ته ويل چې که د شوروي تبعې يو وېښته ضايع شو، مجرم ته به د مرګ سزا ورکول کېږي.
جنرال ګرېلوف يو غوريالی او ځان ښکاروونکی جنرال نه و. دی يو پخوانی پراشوټي و چې په بیړنيو پوځي حالاتو کې يې تجربه حاصل کړې وه، په ليرې پرتو اډو کې يې چوپړ کړی و او په خطر پوهېده. نوموړي ۵۱۱ بريالي پراشوټي دېسانتونه کړي و او یونیفورم يې په ډېرو اعزازي پیتو ښکلی شوی و. په ۱۹۶۸ کال کې کله چې شوروي پر چکسلواکيا يرغل وکړ، ده د پراشوټي فرقې مشري کوله – چې يادونه يې نه غواړي راژوندي کړي. اووه کاله وروسته په ۱۹۷۵ کال کې نوموړي د څوارلسم پوځ د قوماندان د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله چې ناڅاپه د شوروي وسلوال پوځ د لوی درستيز دفتر له خوا يوې غونډې ته وروغوښتل شو. ده ته لوی درستيز مارشال کوليکوفKulikov هر کلی وويل: «ته په افغانستان کې د پوځي سترسلاکار په توګه وګمارل شوې. د شوروي اتحاد د پوځي شتون او مرستې د پراختيا په رڼا کې، ته به د پوځيانو د روزنې او پوځي واحدونو د جوړونې مسوليت په غاړه ولرې – دا په ياد ولره چې سياست به نه کوې.» مارشال په خپل لوی دفتر کې ګامونه اخيستل او پر ميز باندې دوه درجنه بېلابېلو تیلفونو ته يې وکتل. «کېدای شي د افغانستان حالات لومړی ساده ښکاره شي، خو د پردې تر شاه ډېر په زړه پورې بهيرونه موندل کېدای شي. ځايي افسران بېلابېلو لوريو ته کش کول کېږي. ولسمشر داود غواړي چې دوی يې پلوي وکړي، خو افغان کمونستان د پوځ په هکله خپله اجنډا لري. کله چې هلته لاړې، ته به په خپله پرې پوه شې.»
کله چې ګرېلوف کابل ته ورسېد، ولسمشر داود سمدلاسه لیدنه ورسره وکړه. جنرال يې د افغانستان د پوځ اعلی سر قوماندان ته ورپېژانده او د بريا هیله يې ورته وکړه. ده ته يې په مکرويانو کې يو لوی اپارتمان او يو ګاډی ورکړ او يو ژباړن يې هم ورته وګمارو.
لېف نيکولايوويچ د ا خ د ګ په شتون خبر و، خو د مارشال امر ته په پام سره هڅه يې کوله چې له سياست نه لیرې وګرځي او خپلو افسرانو ته يې هم امر وکړ چې همداسې وکړي. په هغه وخت کې له ۳۰۰ څخه ډېر پوځي سلاکاران په افغانستان کې وو چې ډېری يې په دې هېڅ نه پوهېدل چې په افغان ټولنه کې ځينې تباه کوونکي سياسي ځواکوانو مخ پر ودې دي.
جنرال ګرېلوف او اړوند کسانو يې خپل کارونه له دوی څخه بېل کړل. که څه هم افغان پوځ په پوځي پرېټ کې ښه وتلی و، خو د دوی پوځي روزنه او د عصري وسلو او تکتيکونو پر کار اخيستنه کې د دوی لاس بري کمزورې برېښېده؛ نو شوروي سلاکاران اړ شول چې د دوی روزنه له اساساتو څخه پيل کړي. دوی پر خپلو زده کړيالانو درسې کتابونو لوستل او بیا يې په بېلابېلو پوځي تمرينونو کې پرې عملي کول. له پوځي روزنې سربېره، شوروي سلاکارانو بايد د پوځيانو ورځني ژوند ته پام اړولی وی. کله چې دوی کابل ته راغلل، هک پک شول چې په افغان پوځ کې حتې اړين لومړني بارکونه نه شته. عسکر پر غولي او يا پر ځمکه ويده کېدل. ډوډۍ یې په اور پخوله او هر څه يې چې لاس ورتلل هغه يې خوړل. ناوړه فزيکي چلند خورا پراخه و. يو افسر به د خپل لاس لاندو په ډبولو کې هېڅ د زیاتۍ ننګېرنه نه درلوده. په خپله ټيټ پوړي افسران د جګړن او جنرالانو تر وهلو لاندې راتلل.
دوه مياشتې مخکې ګرېلوف د ډګرجنرالۍ رتبې ته ترفېع کړې وه. ده د افغان پوځ ترټولو درنو مشرانو ته بلنه ورکړه چې خپله ترفېع ونمانځي. افغان دود ته په درناوي سره چې الکول په کې منع وو، ماښامنۍ په يوه کوټه کې جوړه شوې وه او څنګ ته يې په بله کوټه کې الکول پر مېز اېښي وو. ګرېلوف پوهېده چې له دغه منعې سره سره، افغان همکاران يې په چوپتيا چې څوک يې ونه ويني د يوې يا دوو پيالو په څښلو خوا نه بدوي. دوی به يو پر بل پسې بلې کوټې ته لاړل او بېرته به خوشحاله د ماښامنۍ مېز ته کښېناستل.
پتيل شوې وه چې دودیزه د «سوداګرۍ ټولنې» غونډه په سفارت کې د اپرېل په ۲۹مه ونيول شي. د «سوداګرۍ ټولنې» نوم هغه غونډو ته ورکړل شوی و چې د شوروي کمونست ګوند هغه غړو جوړوله چې په افغانستان کې يې د شوروي په سفارت کې دنده ترسره کوله. له پوځي سلاکارانو څخه دوه بسونه په مکرويانو کې ډک شول چې سفارت ته لاړ شي. ګرېلوف او مرستيالان يې په يو والګا کې د دارلمان واټ په لور ستانه شول. د لارې په نيمايي کې د دوی کتار له لوی لاريون سره مخ شو. په زرګونو افغانان د ښار مرکز په لور روان وو، توغونه يې رپول او شعارونه يې ورکول. سلاکاران بلاخره په سختۍ سفارت ته ورسېدل. سفير يو له لومړيو کسانو څخه و چې په غونډه کې يې خبرې وکړې. هغه وويل چې د پرچم ډلې مهم چپي اېډيالوجست ميراکبرخيبر وژل شوی او لاريونوال يې پړه پر حکومت اچوي. سفير پوزانوفPuzanov خپلو خبرو ته داسې دوام ورکړ: «خو موږ داسې مالومات لرو چې خیبر په خپله په ا خ د ګ کې د توطيې قرباني دی. کېدای شي خلقيانو وژلی وي. د څه له پاره؟ موږ بايد پايلې ته له رسېدو مخکې ډېر فکر وکړو، ملګرو.»
د اپرېل په ۲۷ سهار ګرېلوف له مکرويان څخه سفارت ته ستون شو. د نوموړي ځيني مامورينو ته په سفارت کې ځای ورکړل شوی و. ده ته مخکې ځينو پوځي سلاکارنو اندېښمنوونکي خبرداري ورکړي وو. ظاهراً د کابل چوڼۍ په ځينې برخو کې لمسونونه روان وو، د غيرمعمولو کړنو ګنګوسې راپورته شوې وې. شکمنو خلکو چې لمسونکي برېښېدل افسران لمسول چې په يوه پاڅون کې برخه واخلي. د اپرېل په شپږويشتم ماښام افغان اجنټانو سفارت ته مالومات ولېږل چې د ا خ د ګ ځيني مهم مشران ونيول شول. جنرال ګرېلوف اندېښمن و. ده وننګېرل چې خطرناکې پېښې په رامنځته کېدو دي؛ نو دا يې اړين وګڼل چې په سفارت کې له ديپلوماتانو سره سلا وکړي. د سفارت په لاره کې نوموړي د ټانکونو يو کتار وليد چې د ښار مرکز په لور روان و. نوموړی څک شو او له ځان سره يې فکر وکړ: «عجيبه ده، دا چېرته روان دي؟» د منظور شوي پلان پر بنسټ، په ډګر کې پوځي تمرينات په پلان کې و؛ خو ټانکونه د پلازمېنې په مرکز کې بايد نه وي. کله چې سفارت ته ورسېد، ګرېلوف سمدلاسه خپل درستيزوال ډګروال ستوپکوStupku وروغوښت او ترې ويې پوښتل: «دا ټانکونه په ښار کې څه کوي؟ چا د دې امر ورکړی؟» ډګروال چې نوی کابل ته راغلی و او له حالاتو خبر نه و، ځواب ورکړ: «نه پوهېږم.» جنرال امر ورکړ: «نو لاړ شه په اړه يې مالومات پيدا کړه. دا ستا مسوليت دی. زموږ ملګرو له افغان پوځي فرقو څخه څه راپورونه ورکړي؟» ستوپکو په دې هم نه پوهېده.
وروسته کله چې د ورځې په اوږدو کې د پېښو په هکله مالومات راغونډ او وسپړل شو، دغه پایله ترې راووته: د څلورم زغروال غنډ پوځي سلاکار ډګرمن يژکوفYezhkov سهار وخته له ستوپکو سره اړيکه نيولې وه. نوموړي راپور ورکړ چې د ځينو مالومو افسرانو – خلقي وطنجار او مزدوريار- تر قوماندې لاندې د ټانکونو يو کنډک له غنډ څخه ووت « او«د يژکوف غږ له اندېښنې رېږدېده، « ټانکونه له ژونديو ګوليو څخه ډک دي.» ډګروال ستوپکو دغه سلاکار وترټلو او مخکې له دې چې غوږۍ کېږدي ورته ويې ويل چې «برغزووې مه وایه او د چا په کار کې غرض ونه لرې.»
ګرېلوف تېلفون ته لاړ، خو په مکرويانو کې له خپل مرکز څخه يې څه نوي مالومات ترلاسه نه کړل. د ده کارکوونکو ده ته نوي مالومات نه لرل. دوی د پوځيانو له خوځښت څخه چې پرته له امر څخه وتلي وو خبر وو او هڅه يې کوله چې د وضعيت په اړه پوه شي چې څه پېښېږي، خو د دوی اړيکې له يو شمير شوروي افسرانو سره غوڅې شوې وې. بیا د کورني مزي څخه په کار اخيستي، ګرېلوف سفير ته زنګ وواهه، خو هغه نه شته و. د هغې ورځې په لومړيو کې الکساندر میخايلويچ پوزانوف هوايي ډګر ته تللی و چې د هغه شوروي پلاوي سره مخه ښه وکړي چې د افغان- شوروي پولې د يو شمېر برخو د نښه کولو لپاره خبرو اترو ته راغلی و. سفیر ډېر ژر بېرته راغی او ډېر وېرېدلی ښکارېده. په ښار کې د زغروالو ګاډيو او ټانکونو د شتون له امله خوځښت سخت و. پوزانوف جنرال ګرېلوف ته سپارښتنه وکړه چې د پوځيانو سره له خپلو اړيکو ګټه واخلي او ترې وپوښتي چې څه خبره ده. جنرال د څلورم زغروال غنډ سلاکار ډګرمن يژکوف ته زنګ وواهه. نوموړي وويل: «د جګتورن اسلم وطنجار په مشرۍ د ټانګ يو کنډک پرته له اجازې ووت او د ولسمشرۍ ماڼۍ او د دفاع وزارت لارې يې بندې کړې دي. د هوايي ډګر د ناستې ليکه هم نيول شوې.» بیا جنرال ته د پنځلسم زغروال غنډ له سلاکاره زنګ راغی او ويې ويل چې د غنډ ټانکونه د ښار په لور روان دي. جنرال، سفیر ته وویل: «اړينه نه ده چې سړی بايد د ماغزو جراح وي څو پوه شي چې يوه ریښتینې کودتا په کابل کې روانه ده.» پوزانوف سربداله شو، خو د پټولو پروا يې نه لرله.
«څه بايد وکړو، لېف نيکولايوويچ؟»
«موږ ګورو چې څه پېښېږي، الکساندر ميخايلويچ، بل څه کولای شو؟ موږ به وضيعت څارو او هر يو به خپل مشر ته راپور ورکوو. موږ په دې کې لاس نه وهو، پرېږدئ چې دوی په خپله سره شل کړي.»
په دې ننګېرنه چې وضعيت په خرابېدو دی، پوزانوف د ديپلوماتيکو چارو سلاکار نووکرېشنوف Novokreschenov ته زنګ وواهه چې په افغانستان کې د بېلابېلو روسي ډلو مشرانو ته خبرداری ورکړي چې راغونډېدو ته تابیا ونيسي. بیا نووکرېشنوف د ديپلوماتانو او نورو مامورينو يوه غونډه جوړه کړه چې په دغسې استثنايي حالاتو کې د کار په بڼه خبرې وکړي. کله چې غونډه پيل شوه، نووکرېشنوف له سيف څخه هغه پلان راوايست چې په بيړنيو حالاتو کې ترې کار اخيستل کېده. په دغه پلان کې د هغه پروتوکول پلي کول وو چې په جګړه او يا پوځي عملياتو کې د ديپلوماتيکي ماموريت د یرغمل نيولو هڅې کېږي. دلته ديپلوماتانو په ورکړل شوو دندو خبرې پيل کړې. يوه معزز او د تجربې خاوند ديپلومات ته د ټپيانو سره د طبي مرستې دنده سپارل شوې وه. دغه ديپلومات چيغې پيل کړې: «زه له وينې وېرېږم! کله چې وينه ووينم، بې هوښه کېږم!» نووکرېشنوف پرته له دې چې خپله غوسه پټه کړي، په ترخه بڼه يې ورته وویل: «دلته وګوره، وګوره! دا د چا لاسليک دی؟ ستا دی؟ ورته وګوره، د چا لاسليک دی؟» دغه ديپلومات ورته وويل: «سمه ده، هو زما دی، خو کله چې ما لاسلیک کاوه، زه هېڅ په دې باور نه وم چې داسې څه ته به اړتيا پېښه شي.» نووکرېشنوف په يوه وچه تبصره کې وويل: «وګورئ ملګرو! ستاسې مخ ته يوه نمونه چې بیړنيو حالاتو ته په تابیا کې داسې ارتاويز او غيرمسولانه چلند کېږي.»
کله چې دغه ګډوډه غونډه مخته روانه وه، سفیر د کې جي بي او جي ار يوGRU (د شوروي پوځي څارګره اداره. ژباړن) مشران خپل دفتر ته راوغوښتل چې د حالاتو په هکله د دوی په اند پوه شي. اوسادچي وويل: «تېره شپه موږ مالومات ترلاسه کړل چې د داود پر ضد يو پاڅون په لاره دی. موږ د دغه راپور په هکله مرکز خبر کړ.» د اوسادچي د خبرو بڼه ارامه وه، خو پوزانوف فکر وکړ چې نوموړي په داسې بڼه خبرې وکړې لکه دی چې ترې لوړپوړی وي. اوسادچي خپلو خبرو ته دوام ورکړ: «پرون دا څرګنده نه وه چې مخالفين به پاڅون وکړي، خو سهار وخته موږ د دوی د نيت پخلی ترلاسه کړ. دغه مالومت مو مسکو ته ولېږل.»
د جي ار يو مشر کونټر ادمېرال پېچېننکوPechenenko او اوسادچي یو بل ته وکتل پرته له دې چې د سفير ورته پام شي. همدغه سهار وختې اوسادچي خپل د جي ار يو همکار د محمود له راپور څخه خبر کړی و. پېچېننکو سمدلاسه خپلو لاس لاندو ته خبر ورکړ چې اړوند مالومات راغونډ کړي. د دې باور برعکس چې د کې جي بي او جي ار يو افسران له يو بل سره د دښمنۍ او رخې ننګېرنه لري، په کابل کې دغو دوو څارګرې ادارې چې کارکونکو يې د سفارت د مامورينو په پلمه خپلې دندې ترسره کولې يو بل سره په مسلکي او درانه چلند اوسېدلې ځکه چې مشرانو يې د ملګرتيا اړيکې درلودې.
د ۱۰ بجو۳۰ دقیقو په شاوخوا کې يو ژوګولي Zhiguly ګاډی کوږ ووږ د سفارت دروازې ته راغی. د سفارت يو کارکوونکی په بیړه له ګاډي څخه ښکته او د سفارت د ننوتنې دروازې په ټکولو يې پيل وکړ. کله چې دروازه پرانېستل شوه او ګاډی د سفارت انګړ ته د ننه شو، د صحنې ليدونکي د ګاډي په ليدو هک پک شول. د ګاډي د ښي لوري شاتنۍ او دواړه مخکنۍ دروازې نه شته وې. د سفارت کارکوونکی چې چټکه ساه ايستله په منډه سفارت ته د ننه شو او ويې ويل کله چې دوی د ارګ له څنګه تېرېدل، يو ټانک پر ارګ، د ولسمشر پر هستوګنځي، ډز وکړ. دغه ډز نوموړی ګنګس کړ او د ګاډي دروازې يې والوزولې. هغه مرستيال چې په سفارت کې نوکري و، پوځي اتشې ته يې غږ کړ. نوموړی د سفارت دالان ته راغی او دغه جګړن يې چې خبرو يې تسلسل نه درلود ځان سره دفتر ته بوت چې مالومات ترې واخلي.
سفارت ته د مالوماتو رارسېدل کرار کرار پيل شول. د ښار له بېلابېلو برخو څخه شوروي متخصصينو سفارت ته زنګونه وهل او په همغه ځايونو کې د پېښو په اړه يې مالومات ورکول. د سوسياليستي هېوادونو له سفارتونو څخه ديپلوماتانو زنګونه پيل کړل چې د پاڅون په هکله نور مالومات ترلاسه کړي او په هغه واټونو کې چې د دوی سفارتونه وو د پېښو په اړه مالومات ورکړي. کوم مالومات چې د شوروي پوځي سلاکارانو له لوري ورکول کېدل په ځانګړې توګه ارزښتمن وو. دوی راپور ورکړ چې د بغاوت مرکز د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د هوايي او دافع هوا ځواکونو په مرکزي قوماندانیو کې دی. ډګروال عبدالقادر چې د هوايي او دافع هوا ځواکونو قوماندان ګمارل شوی و د پوځي برید قومانده يې پر غاړه درلوده. داسې ښکارېدل چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ باندې د ټانکونو لومړنی بريد د ګارد پوځيانو شاته وتمباوه، خو داسې برېښېدل چې دا ناشونې وه چې بغاوت کوونکي د رژيم له پرځولو لاس واخلي. جنرال ګرېلوف په ځانګړې توګه دغه خبر اندېښمن کړ چې بغاوت کوونکو پر دفاع وزارت ډزې کړې دي. هلته شاوخوا شل شوروي سلاکارانو او ژباړنو دنده درلوده. په دوی به څه شوي وي؟ وژل شوي؟ ټپيان دي؟ وروسته څرګنده شوه چې د لوی خطر سره سره، يوه ته هم زيان نه و رسېدلی. د غرمې په شاوخوا کې شوروي افسرانو له بهر څخه يو عجيبه دروند غوراری واروېد. لمړی دوی فکر وکړ چې د درنو ګاډو کتار تېرېږي، خو کله چې دوی له کړکيو څخه وکتل، شاوخوا سل ټانکونه يې دفاع وزارت ته مخامخ چې له ارګ څخه څه ناڅه ۱۰۰ متره ليرې دی وليدل. ځينې يې په اوچت غوراري د پښتونستان څلورلارې په لور روان شول او پاتې یې هملته ودرېدل. يو چا په اړنګ پوښتنه وکړه: «دوی په دې بڼه پوځي تمرينونه ترسره کوي، همداسې نه ده؟»
يو شمېر افسرانو چې تجربه يې ډېره وه په ځواب کې ورته وويل: «د څي شي پوځي تمرينونه؟ داسې ښکاري چې ډېر ژر به اور بل شي، هلکانو.»
په غرمه کې يو ټانک خپل ماشينګڼ تاو کړ او په ولسمشرۍ ماڼۍ يې ډزې پيل کړې. یو بل ټانک خپل میل د دفاع وزات په لوري تاو کړ او نېغ ډز يې پرې وکړ. ټانک د لوی درستيز دفتر نښه کړی و، خو پر ځای يې ګولۍ د کيمياوي چوپړونو پر کوټه ولګېده، وېره خوره شوه، ټپيانو زګېروي کول او دالانونه له لوګي او لوخړو ډک شول. شوروي سلاکارانو انګړ ته منډې وکړې. لوی درستيز عبدالله روکی چې د سلاکارانو سره بهر و په چيغه يوازې يوه کليمه روسي «Domoi کور ته لاړ شئ» وويله. ده يو ژباړن ته چې لکه څنګه يې تېرېده لاس کړ او ورته ويې ويل چې يو بس دوی ته بهر تم دی چې دوی مکرويانو ته ورسوي. شوروي افسران په خوندي توګه له دې ځايه وايستل شول او بغاوت کوونکو په دوو بجو د دفاع وزارت ونيو. د دفاع وزير غلام حيدر رسولي اتمې فرقې ته چې کابل ته څېرمه په پغمان کې وه تللی و.
په داسې حال کې چې په دفاع وزارت کې کړکېچ خپلې تر ټولو اوچتې کچې ته رسېدلی و، د جرمني فدرالي جمهوريت د سفارت پوځي اتشې راورسېد چې د دفاع وزير سره يوه پلان شوې غونډه ترسره کړي. د غونډې وخت يوه بجه ټاکل شوی و او دغه حاضر وخته اتشې ټيک په يوه بجه راورسېد. که څه هم دې له زغروالو ګاډو څخه ډکې څلورلارې او په ګوليو نيمه ړنګه د دفاع وزارت ودانۍ هک پک کړ، خو وار يې خطا نه کړ او د وزات دروازې ته نږدې شو. هلته د څو افسرانو سره مخ شو او د خپل راتګ موخه يې ورته وويله پرته له دې چې ځان پوه کړي چې دا ياغيان او يا حکومت ته وفادار افسران دي. ده ته په ادب غوږ ونيول شو او ورته وويل شول چې بل وخت راشي ځکه چې ټولې غونډې دغه ورځ کنسل شوې دي.
د یوې او دوو بجو تر منځ يو وېروونکی تندریز توپان پيل شو*. کومه تياره چې پر ښار خوره شوه هغه لوګي نوره هم وېروونکې کړه چې په ښار کې له اورونو اوچتېده. کله کله به داسې ښکارېدل چې نه يوازې د ټانکونو، هاوانونو او ماشينګڼو ګوليو د ولسمشرۍ ماڼۍ په نښه کړې وه بلکې په خپله اسمان هم هڅه کوله چې ړنګېدونکې ماڼې پر برېښنا وولي. دا ناشونې شوه چې د توپخانې او تندر د غوړمبارې تر منځ توپير وشي ځکه چې دواړه به يو ځای شول او په يوه بې کچې ازانګه به بدل شول. کله چې توپان لږ شو، د لوګي او ورېځو تر شا په شنه اسمان کې جنګي جېټ الوتکې وڅرکېدې.
له درېنيمو بجو څخه ولسمشرۍ ماڼۍ د دوامداره هوايي او مزايلو SU7Bs،MIG-21 تر بمبارۍ لاندې ونيول شوه او پوځي چورلکو هم په بریدونو کې برخه اخيسته. جنګي جېټ الوتکو د ښار په سر الوتنې کولې. د کومې نه لېدونکې اشاره سره سم به په ډلو ووېشل شوې، پر ارګ به راښکته شوې، د مزایلو ډزې به یې وکړې او بېرته به اوچتې والوتې.
يوه الوتکه چې د رېشخور په سر يې ټيټه الوتنه کوله، له يوې پلې فرقې څخه له ځمکې نه هوا ته د مزايل پر ډز ولګېده. پيلوټ يې په پراشوټ کې ښکته شو.
د افغانستان په جمهوريت کې د شوروي اتحاد لوی او واکمن سفير الکساندر ميخيالويچ پوزانوف يو د تجربې خاوند ديپلومات او بيوروکرات و. کله چې ځوان و، په خپله ستالين نوموړي ته د کوبېشېفKuibyshev د سيمي د کمونست ګوند د مشرۍ څوکۍ ورکړې وه. دی د برېژنېف سره يو ځای د کمونست ګوند په نوولسمه کنګره کې د مرکزي کمېټې غړی شوی و او په کابل کې د سفیر په توګه د دندې پر مهال هم د مرکزي کمېټې غړی پاتې و. لنډه دا چې پوزانوف درې لسیزې د شوروي اتحاد يو له سياسي نخبه ګانو څخه و.
پوزانوف خپلو کارکوونکو ته د خپلو تېرو يادونو له کيسو څخه خوند اخيست: «کله کله به ليونېد ايليچ برېژنېف زه په خوښۍ خپل حضور ته ومنلم. ما به خپل راپور د هغه وخت په بهير کې ورکړ چې ماته ټاکل شوی و. کله به چې اوچتېدم چې لاړ شم، برېژنېف به ما ته اجازه نه راکوله او ويل به يې: «چېرته د بیړه ده، لږ پاتې شه، راځه چې بنډار وکړو.»
داسې برېښېدل چې عمومي منشي د ستالیني مکتب يو خالص نسلی په پوزانوف کې ليدلی و. دی د کمونست ګوند يو ريښتينی وفادر او ژمن غړی و او خپل ګوند ته يې په ټولو هغو څوکيو کې چوپړ وکړ چې ده ته ورسپارل شوې وې. کله کله به يې پرته له کوم دليل څخه له کابل څخه برېژنېف او نورو لوړپوړو مشرانو ته د خوږو انګورو، کندهاري غټو انارو، نازک پټوکي کينو او د بېلابېلو عضوي سابو غوټې لېږلی.
الکساندر ميخيالويچ د خپل ژوند په بهير کې په ډېرو مهمو څوکيو کې دنده ترسره کړې وه. نوموړی د يوې مودې له پاره د روسيې د فدراسيون د وزيرانو شورا ریس و. وروسته شمالي کوريا، بلغاريا او يوګوسلاويا ته د ديپلوماتيکي ماموريت مشر وټاکل شو. نوموړي د بلغاريا د کمونست ګوند له عمومي مشر، ټودور ژېفکوفTodor Zhivkov سره د ملګرتيا له نکلونو خوند اخيست، خو ګنګوسې داسې وايي چې ژېفکوف له برېژنېف سره په يوه شخصي ليدنه کې له ده څخه وغوښتل چې پوزانوف په بلغاريا کې د شوروي اتحاد د سفیر په توګه ليرې کړي.
الکساندر ميخيالويچ دوې مشغولاوې درلودې چې د سفارت مامورينو ته ښې څرګندې وې. دی به د جمعې په شپو (په اسلامي هېوادونو کې د جمعې په ورځ رخصتي وي) د نغلو ډنډ ته د کب نيولو له پاره تللو. دغه ډنډ د کابل او جلال اباد ترمنځ په نيمايي لاره کې پروت دی. له ده سره به ډېری وخت chef d’protocol Slava، محاسب، د ده آشپز، قونسل او يو څارګر افسر مل وو. (د کوم لامل له مخې پوزانوف په دې اند و چې د کې جي بي اجنټ له دندو څخه يوه د ده د امنيت ساتل هم دي.) د خپلو کارکوونکو سربېره، کله کله به يې د بلغاريا سفیر ستويانوف Stoyanov ته هم بلنه ورکړه. که ستويانوف نه غوښتل او يا يې نه شوای کولای، ده به د بلغاريا د سفارت اتشې کوليا پوپوفKolya Popov ورولېږه. نوموړی د هغه نومور جنرال پوپوف زوی و چې په دويمه نړيواله جګړه کې يې د بلغاريا تزار ونيو. د کوليا کب نيول نه خوښېدل او چې دا وښيي، هېڅ کله يې له ځان سره د کب نيولو سامان نه راوړولو. بې اړنګه، نوموړی يوازېنی کس نه و چې نه يې غوښتل کب نیولو ته لاړ شي، خو چا د شوروي اتحاد سفیر ته نه وايلی شوی. د دوی د اونيزه کب نيولو د يون تر ټولو مهمو مناسکو څخه يو دا و چې د سهار په څلور بجو به سباناری تيار و کله به چې د ګاډو کاروان د نغلو د برېښنا بند بل لوري ته د څارنې سپاچې ته ورسېد. د سفير ګاډی چلوونکی پېټروPetro لکه د سرکس سحرګر دسترخوان به يې پر ځمکه هوار کړ او بیا به يې پر هر ګوټ باندې يوه تيږه کېښوده. ورپسې به اشپز او محاسب خوندور هم ham (د سرکوزي د ورانه مالګینه یا په لوګي وهل شوې غوښه. ژباړن) نری نری غوڅ کړ، د سرکوزي د ژبې د غوښې جلي شوي او د باتينګڼو په لعاب کې د سټرجن (يو ډول کب. ژباړن) کوتي به يې پرانيستل او توره ډوډۍ او تازه سابه لکه بادرنګ، باتينګڼ، تربوچې، نېش پياز به ورسره وو. له تاوده وتکا څخه پرته نور هر څه خوندور وو. پیټرو به د وتکا بوتل د پيالو سره د ګاډي له ټولبکس څخه راویست. هر چا ته به له تاوده وتکا يوه پياله تر ژۍ پورې ډکه شوه. الکساندر ميخيالويچ به د بريالۍ کب نيونې په هيله پياله پورته کړه او هر يو بايد خپله ټوله پياله څښلې وی، د ټولې پايلې نه څښلو ته اجازه نه شته وه. سفير د عادت له مخې د خلکو د څښاک بڼې ته پام کاوه.
الکساندر ميخيالويچ پوزانوف یوه بله ساده مشغولا هم درلوده. د ماښامه به نوموړي لوړپوړي ديپلوماتان وهڅول چې د ده کورته ورشي او له ده او ښځې سره يې د پچې لوبه وکړي. په نورماله توګه د ده ملګرو به داسې ښوده چې بله هېڅ لوبه دومره خوندوره نه ده لکه د کتان له کڅوړې څخه چې شمېرې لرونکې مردکۍ راوباسي او بیا يې شمېره په اوچت غږ ووايي. ډېرو لږو دیپلوماتانو دې ته زړه ښه کاوه چې د ده دغه عجيبې مشغولا بلنې ته نه ووايي، خو ځينو لکه د کې جي بي او جي ار يو مشرانو د دې زړه درلود چې بلنه يې ونه مني. دوی د الکساندر ميخيالويچ نه خوښېدل او تر يوې کچې له دوی وېرېده. د شوروي سفیر په کابل کې ښه ژوند درلود، مسوليتونه يې له کچې ډېر نه وو. د ده ورځې به له مېلمستياوو، غونډو او د سفارت په معطره انګړ کې له ګام وهلو ډکې وې. د جمعې په ورځو به کب نيولو ته تللو؛ نو د اپرېل د اووه ويشتمې له تورې ورځې مخکې، د سفیر وخت داسې تېرېده.
د هر هغه څه په اړه بايد مفصل راپورونو مسکو ته لېږل شوي وی چې د سفارت له دیوالونه بهر پېښېدل، خو د څه شي راپور بايد لېږل شوی وی؟ سړی څرنګه څرګنده کړي چې داسې وفادار او ملګری رژيم چې مسکو يې بشپړ ملاتړی و کېدای شي هره شېبه وپرځول شي؟ بل دا چې پرځوونکي يې اسلامي مرتجعین او يا توندلاري ماوېستان نه بلکې داسې ملګري چې د دوی ملاتړ هم شوروي کوي. لیوند الیچ او د سياسي بېرو نور غړي به څه فکر کوي؟ ولي زموږ اعتباري ملګرو کودتا ته د تابیا په اړه موږ ته مخکې تر مخکې خبر را نه کړ؟ ولې توطيو جوړونکو زموږ مشوره ونه غوښته. له دې وروسته به څه پېښېږي؟ که چېرې داود بريالی شي، څه به وشي؟ موږ به پر کودتا کوونکو د سياسي جنجال غوښتونکو تور ولګوو؟ که ياغيان بريالي شي، څه بايد وشي؟ ايا موږ بايد لومړنی هېواد وو چې نوی رژيم په رسميت وپېژنو؟ دغسې پوښتنو سفیر سربداله کړی و.
دا څرګنده وه چې دغه پوښتنې چې «څوک به ګټونکی شي» او «د کودتا له پايلې سره بايد څه وکړل شي» يوازې سفير له سختۍ سره نه و مخ کړی بلکې سهار راهيسی مسکو پر سفیر او دوو څارګرو مشرانو د پوښتنو باران جوړ کړی و چې څه پېښېږي او ياغيان په کوم وضعيت کې دي.
سفیر يو ځل بیا لوړپوړي ديپلوماتان، د کې جي بي او جي ار يو مشران او د پوځي سلاکارانو د ماموريت مشر يوې غونډې ته راوغوښتل. جنرال ګریلوف وويل: «د ارګ نيول اسانه کار نه دی. دا يوه داسې مظبوطه کلا ده چې د ټانګ ګولۍ يې په دوه جوړې دیوالونو کې نه شي ننوتلی. د ماڼۍ د ساتونکو شمېر دوه زرو کسانو ته رسېږي. دویT54 ټانکونه او د ټانګ ضد مزايل لري. درنې ماشينګڼې يې په دروازو کې پرځای کړې دي.» د جي ار يو مشر په خپګانوونکې توګه وويل: «خو يوې مهمی خبرې ته ستا پام نه دی. دغه انقلابیان کولای شي له هوايي ځواک څخه کار واخلي. بې اړنګه، د بګرام او شينډنډ د هوايي اډو نيول د دوی د پلان يوه برخه ده او دې ته د پام دی چې د هوايي ځواکونو قوماندان قادر، هغه څوک چې ظاهر يې ليرې کړ، قومانده په لاس کې لري.» ګرېلوف ومنله او ويې ويل: «نو داسې چې ده، د داود چانس لږ دی.»
د چا په ياد شول چې په دغه ورځ داود د کابينې يوه غونډه درلوده. اوسادچي وويل: « په دې غونډه کې د ا خ د ګ او د بندي مشرانو د راتلونکې په هکله پرېکړه کېده.»
له غونډې وروسته پوزانوف له خپل دفتر څخه کوچنۍ کوټې ته لاړ او هلته پر يو کوچ پرېوت. سينه يې درنه شوه؛ نو له خپلې سکرترې لووبه Lyuba، د ګاډي چلوونکي مېرمن، څخه يې وغوښتل چې د سفارت کلينک ته د يو ډاکتر له پاره زنګ ووهي. د ستالیني مشرۍ په څېر، الکساندر ميخيالويچ هېڅ کله ناروغۍ ته دومره اسانه نه تسليمېدو. هېچا د دغه ۷۲ کلن سفیر کمزورتياوې نه وې ليدلې که څه هم لکه هر فاني بشر کله کله يې د ناروغۍ ننګېرنې کولې. نوموړی په وېره او خپګان کې ډاکتر ته تم و.
په مسکو کې لس کاله وروسته پوزانوف په خپل اپارتمان کې چې کریملین ترې ښکارېده د دغه کتاب ليکوالانو ته وويل چې هغه وخت د ۱۹۷۸ کال د اپرېل مياشتې په اووه ويشتم سهار دی په پيکه توګه لاشعوري پوه شو چې په افغانستان کې ارامه او خوشحاله ژوند چې ده ترې خوند اخيست پای ته ورسېد – او له همغې شېبې څخه به هر څه خراب مخته ځي. وينې به تويې شي، د «جنجالونو وخت» به راشي او په دې بهير کې به ډېر بېګناه خلک ژوند له لاسه ورکړي.
د سفارت د کلينيک مشر په لنډ وخت کې راورسېد. نوموړی د تجربې خاوند او يو مدبر سړی و. د سفیر فشار يې معاينه کړ، ګولۍ يې ورکړې او ورته ويې ويل چې اندېښنې دې نه کوي. عجيبه وه، ډاکتر وويل چې د سفیر دغه حالت د تندریز توپان له کبله دی. کله چې ډاکتر بېرته لاړ، الکساندر ميخيالويچ له ځان سره په ځاځ∙ کرار وويل: «زما وضعيت له هوا سره څه تړاو لري؟»
په دوو بجو اوسادچي او پېچېننکو کابو په يوه وخت کې له مسکو څخه بیړني ټېلېګرافونه تر لاسه کړل چې بې اړنګه د دوی د مشرانو، کې جي بي او جي آر يو ، له لوري يو بل سره په يوه وخت برابر شوي و. په دغه ټېلېګرافونه کې په افغانستان کې د نازک سياسي وضعيت په هکله د سياسي بېرو او نورو شوروي مشرانو د ډېرېدونکې اندېښنې په اړه راپور ورکړل شوی و او دوی ته په کې ټينګار شوی و چې په منظمه توګه د پېښو د پرمختګ په اړه مسکو ته خبر ورکړي. مسکو پر خپل کلک ناټ ټينګار وکړ چې د پوځي پېښو او حکومت پلوي او حکومت ضد ته د دغو پېښو د ممکنه پايلو ارزونې دقيقه پر دقيقه ورولېږل شي. مسکو دا واړندیز هم وکړ چې په کابل کې د کې جي بي او جي ار يو څانګې بايد د څارونکو ډلې جوړې او ښار ته د وضعيت د مالومولو له پاره ولېږئ.
د دواړو څارګرو ادارو مرکزي دفترونو خپلو مشرانو ته چې په کابل کې مېشت و د لومړينو څارګريزو عملياتو بڼه ور په یاد کړه: «په واټونو کې د تاوتريخوالي، لويو لاريونو او يا د کودتا په بهير کې کله چې د اجنټانو پر مالوت تکيه نه شي کېدای او يا د دوی د مالوماتو ورکړه ناشوني شي؛ نو د څارګريزو مالوماتو د راټولولو بنسټيزه لېله د څارګرو کارکونکو له خوا د پېښو په هکله د سترګو ليدلی حال دی.»
په کابل کې دواړه څارګر مشران د دغه ټیلیګراف په هکله چې له مسکو څخه يې تر لاسه کړ خوښ نه وو.
دواړه، اوسادچي او پېچېننکو په دغسې بنسټيزو عملياتو ښه پوهېدل، خو بیا يې هم نه غوښتل چې خپل لاس لاندي ښار ته ولېږي. دوی د کابل په واټونو کې له درنې جګړې ښه خبر او هلته د خپلو لاس لاندو د لېږلو په خطر ښه پوهېدل، خو دوی نه شوی کولای چې د خپلو مشرانو امر له پامه وغورځوي.
د پاڅون په شپه ډګروال عبدالقادر خوب ونه شو کړی. ده ته د هوايي او دافع هوا ځواکونو د قوماندان په توګه د ګوند له لوري امر وشو چې د داود رژيم پر ضد د پوځي پاڅون مشري وکړي. دوه اونۍ مخکې نوموړي په خپله د يوه چټک بريد پلان جوړ کړی و چې په کابل کې د يو شمېر مهمو پوځي اډو قومندانان شنډ کړي او د ولسمشرۍ ماڼۍ په ګډون ځينې مهم دولتي ځايونه ونيسي. د قادر په دغه پلان کې په درجنونو ټانکونه، زغروال ګاډي، د بګرام او شينډنډ له هوايي اډو څخه جنګي جېټ الوتکې او يوه ډله د کوماندو پوځیان په پام کې نيول شوي وو چې په انقلاب کې برخه واخلي.
قادر هسې يو خيالي اېډيالېسټ نه و. دی ښه پوهېده چې پلان يو څه دی او واقیعت بل څه. دا ناشونې ده چې په يو پلان کې هره ممکنه پېښه په پام کې ونيول شي، هر ناببره توکی کولای شي انقلاب په خطر کې واچوي چې ناکامي يې د هر ګډونوال او د دوی د کورنيو، ملګرو او همکارانو د اعدام په مانا ده. حکومت به بې رحمه وي، هېڅوک به ونه سپمول شي، داود او مل کسان يې يوازې يو دليل ته تم دي چې خپل دښمنان له منځه يوسي.
دا تصادفي نه وه چې له دغه ډګروال څخه غوښتنه وشوه چې په انقلاب کې يوه پرېکنده ونډه واخلي. هغه وخت قادر يو مسلکي کودتاچي و. يوازې پنځه کاله مخکې يې د پاچا پر ضد د داود په کودتا کې برخه اخيستې وه. په دې کودتا کې نوموړي د بېلابېلو پوځي فرقو د فعاليتونو په غږملولو کې ډېر څه زده کړي وو.
داود چې يو ځیرک سياستوال و، د ا خ د ګ سره د قادر په پټو اړيکو پوهېده. ده د دې وړاندليدنه هم کړې وه چې ډېر افسران د قادر په پله روان دي او دا بايد په پام کې ونيسي.
قادر يو اېډيالوجېسټ جنګيالی نه و. نوموړی د ا خ د ګ له هغه مشرانو، نور محمد تره کی او ببرک کارمل، څخه بېل و چې خپل ټول ژوند یې له ځوانۍ راهيسی سیاست ته ځانګړی کړی و. د ده لاره بېله وه. نوموړی د څو نورو افسرانو سره غوره شو چې په شوروي کې د پيلوټ په توګه روزنه ورکړل شي. کله چې بېرته هېواد ته راغې، له يو شمېر هم اندو افسرانو سره يې د ځوانو پوځيانو انقلابي تنظيم په نوم يوه ډله جوړه کړه. د ډلې په جوړښت کې اووه افسران حاضر و، دوی ټول سره مساوي وو او ځانګړی مشر يې نه درلود. دغه ډلې کوم پروګرام، تګ لاره او يا غړيتوب نه درلود، خو د افغانستان د راتلونکې په هکله یې اوږده بحثونه کول، دوی د اصلاحاتو او عصري کولو د لېلو په هکله او همدارنګه د شاته پاتې والي پر ننګونو باندې د بريا په هکله خبرې کولې. د دغه ډلې له جوړولو څخه څو کاله وروسته، دوی د خلق او پرچم ډلو په شتون خبر شول، خو په دې نه پوهېدل چې دوی ولې دوه بېلې ډلې دي.
د ا خ د ګ سپېڅلې، اصلاح غوښتونکې او دموکراتیکې موخې د ځوانو پوځيانو انقلابي تنظيم د غړيو له موخو سره سمون درلود، خو خلق او پرچم پر يوبل باندي تېري کول او له يو بل سره یې نه پخلا کېدونکې دښمنۍ پاللې. قادر يې خپلو ملګرو ورولېږه چې د دغه دوو ډلو د شخړې پر وجه ځان پوه کړي. د پرچم غړو يوه ښه د شش کباب، سبو او وتکا میلمستیا ورته جوړه کړه. پرچميانو له دغو افسرانو وغوښتل چې د دوی د ګوند غړي شي. قادر ترې وپوښتل: «تاسې ولې يو بل سره جګړه کوئ؟» کارمل داسې ځواب ورکړ: «دا يوازې تخنيکي موضوع ده، د وخت په تېرېدو به هر څه سم شي.» بیا قادر ورته وويل: «داسې چې ده، موږ به ستاسې تر يووالي پورې صبر وکړو.»
که څه هم قادر ډېرې لوړې زده کړې نه وې کړې، خو نوموړی يو ځیرک، هوښيار او پاميالی سياستوال و چې خپلې موخې به يې په زغم ترلاسه کولې. کله چې وروسته د ځوانو پوځيانو انقلابي تنظيم د غړو شمېر له سلو اوچت شو، د داود یو اعتباري استازي له ده سره اړيکې ونیوې او ورته ويې ويل چې داود په خپله له ده سره د لیدو غوښتنه وکړه. اوس د شاهي نظام پر ضد د کودتا وخت رارسېدلی او په دې کې د پوځ ملاتړ اړين و، خو دغه ملاتړ تر اوسه نه لیدل کېده؛ نو د نظام په بدلون کې د پوځ ونډې ته پاملرنې، قادر او د ده تنظیم دغه کړۍ ته د ننه کړل. په لومړيو کې قادر د داود د په ملاتړ کې له ډېر پام څخه کار اخيست، خو کله چې داود ژمنه وکړه چې د شاه لېرې کول به سوسیالیزم ته لاره هواره کړي، قادر ډېر ژر خوشبین شو او خپل ملګري يې د دواد د پلان په وړتيا قانع کړل. داود ژمنه وکړه چې سوسیالیزم به په اصل او شيره کې اسلامي او د افغاني هويت پر بنسټ ولاړ وي. د ۱۹۷۳ کال د جولايي په مياشت کې جګړن قادر او ډلې يې له داود سره مرسته وکړه. لکه څنګه چې مخکې یاده شوه، د شاه پرځول دومره سخت کار نه و، يوازې شپږ کسه په دې کودتا کې مړه شول. يو له دوی څخه چې تر ټولو د پام وړ و، د شاه د ساتونکو يا ګارډ مشر و. کله چې محمد ظاهر شاه پوه شو چې څه خبره شته او يا کله چې خپلو وفادارو ملګرو يې خبرداری ورکړ، نوموړی د خپلې شاهي کورنۍ سره ایټالیا ته لاړ.
وروسته له کودتا څخه داود سمدلاسه بېوزلو بزګرانو ته په سوېلې چاريکار سيمه کې د حاصلخيزو ځمکو د ورکړې اعلان وکړ. د دغه تاريخي اعلان په ترڅ کې قادر هم حاضر و او کله چې داود اعلان وکړ، قادر ته يې داسې له مانا څخه ډکې سترګې وا ړولې لکه چې ورته وايي: « وګوره! ما خپله ژمنه ترسره کړه. ما د سوسیالیزم ژمنه کړې وه او دا دي اوس يې پلی کوم.»
د پاچا په پرځولو کې د برخې اخيستنې په بدل کې قادر په سخاوت ونازول شو. ده ته د ډګروال رتبه او د هوايي ځواکونو قومانداني ورکړل شوه. په همدې وخت کې نوموړي د خپل پټ پوځي تنظیم مشر وپېژندل شو.
د داود د سوسیالیزم ژمنه په چاريکارو کې د ځمکي له وېش نه نوره مخته لاړه نه شوه، خو که انصاف ته پام وشي، په هېواد کې اصلاحات په ثابته توګه مخته تلل. داود او قادر ښايي غوښتل چې خپل هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ په لور وويني، خو دوی د خپل هېواد د هغه پخوانيو واکمنانو برخليک ښه په ياد و چې له خپل وخت څخه مخکې وو. د شلمې پېړۍ په پيل کې امان الله خان ښځو ته اجازه ورکړه چې ټکري ليرې کړي او سړي اروپايي ډوله جامې واغوندي. له دې کړنې وروسته نوموړی څومره وخت پر تخت پاتې شو؟ حتی د شوروي پوځي ملاتړ په دې کې پاتې راغی چې دی پر تخت وساتي. اوس بايد داود دا په پام کې ونيسي چې له کیڼ لوري د ا خ د ګ تر فشار لاندې و او له ښي لوري مذهبي توندلارو- بنسټپالو له نږدې څارلو. نوموړي دې ته هم پام کولو چې سربېره له هغو ډلو چې د لوی شمالي ګاونډي سره متحدين وو، په افغان ټولنه کې داسې خلک شته وو چې د لوېديځ سره يې ملګرتيا غوښتله.
داود د انډول په راوستلو کې بوخت شو. کله چې ولسمشر شو، د هېواد له دفاع وزير څخه يې وپوښتل: «ولې زموږ پوځ يوازې او يوازې په شوروي وسلو سمبال دی؟ هند ته لاړ شه او وګوره چې دوی څه لري.» بیا يې د هوايي ځواکونو قوماندان راوغوښت او ترې وې وپوښتل: «ولې زموږ ټولې الوتکې او چورلکې په شوروي کې جوړې شوې دي؟ ته بايد په لوېديځه اروپا کې د ورته تکنالوژۍ د پېرودلو پلټنه وکړې.»
عبدالقادر په صداقت دغه دنده ترسره کړه او بېرته يې ولسمشر ته راپور ورکړ: «سويسزرلنډ چمتو دی چې زموږ د اوسنيو انتونوف ترانسپورتي الوتکو په پرتله ښې ترانسپورتي الوتکې راکړې. فرانسوي چورلکې هم پېرودی شو چې زموږ د اوسنيو MI-8 چورلکو په پرتله ډېری ښې دي.» داود په خوښۍ دغه راپور ته غوږ ونيو او وزير ته يې امر وکړ چې په دې اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي، خو د ا خ د ګ قادر ته يو لکچر ورکړ: «ته بايد دغه معامله سبوتاژ کړې. په داسې موضوعګانو کې موږ بايد تل له شوروي اتحاد څخه لارښونه وغواړو. شوروي زموږ تر ټولو باوري او ستراتيژيک ملګری دی.»
خو دا ستونزه په خپله حل شوه. هند، سعودي عرب او لوېديځو هېوادونو د خپلو وسلو، الوتکو او تکنالوژۍ په بدل کې په يو ځل د ټولو پيسو غوښتنه کوله، خو شوروي اتحاد د افغانستان سره په مرسته کې عملاً کابو هېڅ پيسې نه غوښتې، د ځينو پورونو په هکله هوکړې وشوې، په سمبوليکه بڼه شوروي ته پيسې ورکړل شوې او د افغانستان له زېرمو څخه د طبيعي ګاز په بدل کې هم د توکو د ورکړې هوکړې وشوې.
يوازې قادر چې په پټه يې فعالیت کې کولو، د شاهي واکمنۍ په پرځولو کې د مرستې په بدل کې ونه نازول شو، بلکې د ا خ د ګ یو شمېر غړيو چې ډېری يې پرچميان و د وزيرانو څوکی ترلاسه کړې. د ا خ د ګ دغو غړيو يو لړ بريالي عمليات د اسلامي بنسټپالو او د دوی د خواخوږو پر ضد ترسره کړل او په عين وخت کې يې د خپلو پټو او ښکاره دښمنانو جرړې وايستې. په هغه کلونو کې د اسلامي توندلارو خوځښتونه مخ پر ودې وو. د دوی ډېرو تنظيمونو په ښکاره د کابل په پولتخنيک او په کابل پوهنتون کې فعاليتونه کول- د راتلونکي جهاد اتلانو، رباني، ګلبدين او مسعود، د داسې رژيم پر ضد خپلې چړې تېرولې چې دوی له کچې وتلی سېکولر ګاڼه. هر خوځښت د واک په اوچتو پوړونو کې ملاتړي لري. دغو ملاتړو ته هم د توطيو جوړونکو په سترګو وکتل شول؛ نو قادر د خپلو ملګرو سره يو پنځوس کسیز نوملړ جوړ کړ چې ګواکې دوی د ولسمشر د پرځولو پلان جوړاوه. له بېلابېلو لارو داود ته د دغه «توطيو جوړونکو» په هکله خبر ورکړل شو. په دغه نوملړ کې د هوايي او دافع هوا د ځواکونو د قوماندان، د پخواني لومړي وزير، يو نومور قومي مشر، يو نوميالی بانکوال، او د يو لوی سوداګر نومونه هم وو. ګلبدين او مسعود چې بې اړنګه د پوځي ډلګيو په جوړولو بوخت وو هم په دې نوملړ کې وو.
اوبه تيږي سولوي. داود بلاخره په ګواکې دغه توطیې باور وکړ؛ نو کابو ټول پنځوس کسه ونيول شول، ځينې يې سمدلاسه وويشتل شول او ځينې نور په اوږده بند محکوم شول، خو هغه «ريښتيني» دښمنان، مسعود او ګلبدين، په حيرانوونکې توګه وتښتېدل. دوی ته د داود د نيت په هکله خبر ورکړل شوی و او غرونو یا پاکستان ته وتښتېدل. ولې داسې وشول؟ يوازې الله پوهېږي. دا هغه څه دي چې په سوچه افغاني بڼه ويل کېږي.
عبدالقادر په دې ورستيو کې د هوايي او دافع هوا ځواکونو د قوماندانۍ تشې څوکۍ ته وده وکړه. شپږ مياشتې وروسته دويمه توطيه بربنډه شوه. په حيرانوونکې توګه دا ځل هم د پټ چپي ګوند يو غړي دا توطیه بربنډه کړه. ډګر جنرال مير احمد شاه هغه جنرالان او افسران راټول کړي وو چې د داود په اصلاحاتو خوښ نه وو. د ميراحمد شاه لويه تېروتنه د�� وه چې د څلورم زغروال غنډ لمړی بريدمن وطنجار يې يوې غونډې ته وربللې و، خو له بده مرغه وطنجار د ا خ د ګ پټ غړی و. نوموړي د داود خلک له دغه پلان څخه خبر کړل؛ نو دوی ټول سمدلاسه ونيول او اعدام شول.
خو د سيالو قوتونو په منځ کې د انډول ساتلو او د کنټرول او انډول ساتلو د يو ښه سيستم په جوړولو کې داود کله کله د چپيانو په ځپونه کې زړغيتوب نه کاوه. کله چې نوموړي وننګېرل چې دی د کمونستانو کابو يرغمل شوی دی، ټول هغه څوک يې له دولتي څوکيو ليرې کړل چې د ده په باور د ا خ د ګ غړي او يا خواخوږي وو. دغې څپې قادر هم يووړ او له څوکۍ څخه ليرې کړل شو. نوموړی د يوې بلې ګمارنې په تمه د اوږدې مودې له پاره په کور کې پاتې شو. ده ته بلاخره د پوځ د کوتلځي مشري ورکړل شوه.
يو کال مخکې قادر ته اجازه ورکړل شوه چې بېرته وسلوال پوځ ته راوګرځي. د بخت په دې ځلي بيدارۍ کې نوموړي ته د هوايي او دافع هوا د درستيزوال څوکۍ ورکړل شوه. داسې ګنګوسې وي چې نوموړي په لوی رشوت دغه څوکۍ ترلاسه کړه. بلې خواته دا هم ويل کېدل چې د ده په ګمارنه کې شوروي ملګري تر يوې کچې ښکېل وو چې داود يې پر دې قانع کړ چې د «شاهي نظام پر ضد د انقلاب اتل» په ياد دغه څوکۍ ورکړي، خو د ګمارنې دلیل يې چې هر څو وو، په دې کار داود په خپله ځان ته قبر وکيند.
په عجيبه ناببره توګه، په عين وخت کې قادر په رسمي بڼه د ا خ د ګ غړيتوب ته ومنل شو.
يو ماښام چا د ده د منځنۍ کچې کور دروازه وټکوله. ده دروازه خلاصه او ګوري چې د ا خ د ګ عمومي منشي نورمحمد تره کی د خپل ګران ملګري امين او دویم بريدمن ګلاب زوی سره ولاړ دی. ګلاب زوی د هوايي ځواکونو د پوځي ترانسپورت څانګې تکنېشن و. ډګروال مېلمنو ته د ننوتو بلنه ورکړه، د تيلو څراغ يې ولګاوه او د چای د راوړلو غږ يې وکړ. تره کي قادر ته يوه لنډه او درنه وينا وکړه: « زموږ د قانون پر بسنټ، يو کس ته دا اړينه ده چې د غړيتوب ازمویښتي موده تېره کړي مخکې له دې چې زموږ په ګوند کې اصلي غړی شي، خو تا ته به موږ استثنا درکړو. ته همدا اوس زموږ د ګوند اصلي غړی شوې، مبارک د شه.» کوربه هک پک شو: «ستا له باوره نه مننه، خو زه غواړم همدا اوس ووايم چې زه به دسیسي، چلونه، او سپکاوی ونه زغمم. زه به ستاسې په ناندريو کې برخه وانه خلم.» دلته امين د خپل لارښود مرستې ته ورودانګل: «ته پر موږ باور نه لرې؟» ډګروال ځواب ورکړ: «پر سياستوالو باور کيدای شي؟» امين وويل: « دا غلط ذهنيت دی. موږ تر ټولو لومړی تا ته راغلو او غواړو خبر درکړو چې ګوند متحد شو او اوس زموږ په منځ کې د مخالفت کوم ټکی نه شته»؛ نو د ا خ د ګ قادر او په هوايي او دافع هوا ځواکونو کې د ده په سلګونو متحدين په دې بڼه خپل کړل.
د پسرلي په پيل کې امين قادر ته بلنه ورکړه چې د يو بل پيلوټ، اسدالله سروري کور ته ورشي. د نوموړي کور د کابل په لوېديځه برخه کې و. د زغروال کنډک قوماندان، وطنجار هم حاضر و. امين څېرمه کوټه پخپله وکتله څو ډاډه شي چې چا غوږ نه دی نيولی. بیا يې وويل: «ملګرو، زه غواړم تاسې له يوې مهمی پرېکړې خبر کړم. سياسي بېرو په دې اند دی چې که داود زموږ په هکله پوه شي، د ګوند په مشرتابه به ګوزار وکړي. ولسمشر ته يوې نږدې سرچينې دغه مالومات رالېږلي. که چېري د سیاسي بېرو غړي ونيول شول، بیا بايد د ګوند پوځي څانګه لاس په کار شي.» بیا يې په ځير افسرانو ته وکتل او خبرو ته يې دوام ورکړ: «تاسې بايد د رژيم پر ضد د وسلوال پاڅون په ګډون يو لړ ګامونه واخلئ. ما تاسې ته دلته بلنه درکړه څو داسې پاڅون ته پلان جوړ کړئ.»
قادر راتلونکې ورځې د داسې پلان په جوړولو تېرې کړې. څومره ټانکونو ته اړتيا شته چې د ولسمشر پر ماڼۍ، دفاع وزارت، هوايي ډګر او پر نورو مهمو ځايونو بريد وکړي او اصلي واټونه بند کړي؟ د داود کوم متحدين بايد له پاڅون څخه مخکې ونيول شي؟ څوک بايد سملاسي ووژل شي؟ نوموړي دا هم ارزولې وه چې د پاڅون بېلابېلې پوځي ډلې څرنګه يو بل سره اړيکې وساتی. وطنجار ژمنه وکړه چې د پاڅون په لومړيو ساعتونو کې لږترلږه شل ټانکونه او شل زغروال ګاډي چمتو کړي. ډګروال قادر دغه شمېر د بريا له پاره پوره وګاڼه. دی پوهېده چې د نورو پوځي اډو په نيولو به د دوی ځواک لا ډېر شي. نوموړي د هوايي ځواک په هکله اندیښنه نه لرله ځکه چې دا د ده تر کنترول لاندې و. يوې موضوع چې دغه مسلکي توطيه جوړوونکی اندېښمن کړی و د خلق او پرچم د يووالي ریښتینتوب و. ده د کودتا د پلان په غونډو کې حتی يو پرچمي ونه لید او پوځ ته ټول پټ امرونه يوازې او يوازې خلقي غړو ته ورکول کېدل. قادر داسې اټکل وکړ چې امين پر پرچميانو باور نه لري او يا غواړي له حالاتو نه په خپله ګټه واخلي.
پېښې ډېری په چټکۍ مخته روانې وې. د ګوند معزز سړی، خیبر ووژل شو، جنازه يې په لوی لاريون بدله شوه. داود له دغه لاريون څخه د ا خ د ګ د مهمو مشرانو په نيولو کې کار واخيست. د نامالومې وجې له کبله امين لاتراوسه نه و نيول شوی او مخکې له دې چې ونيول شي، قادر ته يې يو ګړنی پيغام ولېږه چې سبا ته د سهار په اتو بجو پوځي پاڅون پيل کړي.
له بې خوبې شپې وروسته، ګرومجن او ناپړانده قادر د اپرېل په ۲۷ سهار د هوايي او دافع هوا مرکزي دفتر ته لاړ. نوکريوال افسر له سلامي وروسته په خوښۍ راپور ورکړ چې د دفاع وزير د امر پر بنسټ نن ورځ د ټولو پوځيانو له پاره رخصتي اعلان شوې ده. قادر يې د وجهې پوښتنه وکړه او غوښتل يې چې دغه افسر ته پر مخ څپېړه ورکړي چې دروغ ولې وايي. قادر په دې کې ډېر وتلی و چې داسې څپړي خپلو لاس لاندو ته ورکړي. افسر ځواب ورکړ: «ځکه چې زموږ د هېواد خاينان ونيول او بنديان شول.» قادر په غبرګون کې داسې وويل: « ښه؛ نو زموږ هېواد ته دا يوه لويه ورځ ده.» دغه دویم بريدمن ورپسې چيغه کړه: «د سهار په لسو بجو غونډه ده.» قادر په دويم پوړ کې خپل دفتر لاړ او خبرونو ته تم شو. دی پوهېده چې که تر ماښامه ژوندی پاتی شي، دی به يا يو اتل او يا يو مجرم وي. په لسو بجو د قوماندان مرستيال ډېر پارېدلي د ده دفتر ته ننوت او ويې ويل: «له څلورم زغره وال غنډ څخه ټانکونه ووتل د کابل ښار په لور روان دي.» قادر ځان هک پک وښود او د قوماندان دفتر ته لاړ، خو جنرال موسی خان په دفتر کې نه و.نوموړی تشناب ته تللی و. ده لږ موده مخکې د مثانې عمليات کړي وو او له ډېر درد او د میتیازو د کنترول له ضعف څخه ډېر ځورېده. د يو تيلفون، چې د ولسمشر سره په نيغه ليکه کې و، زنګ راغی. قادر غوږۍ اوچته کړه. ولسمشر ډېر په غوسه وويل: «ټولې جنګي الوتکې ژرترژره هوا ته کړه او خاينان له منځه يوسه.» قادر وويل: «ښه ښاغلی ولسمشر.» او له الله نه يې د داسې ښه بخت له پاره شکر وکړ. بیا يې ځان سره وويل چې کودتا پيل شوه او سر له اوسه به هېڅوک د ده مخه ونشي نیولای. يوازې يوه دقيقه مخکې دی د ولسمشر د ډلې غړی و او خپل عسکري سوګند او ولسمشر ته داسې وفادر و لکه په دغه ودانۍ کې نور افسران، خو اوس يې مخ بل لوري ته واړاوه.
که چېرې د قادر د پلان سره سم هر څه مخته لاړ شي، ټانکونه به ډېر ژر ورسېږي او په مرکزي دفترونو، د لوړپوړو چارواکو پر دفترونو، به ډزې پيل کړي. په همدغه شېبه کې موسی خان، قادر خپل دفتر ته وروغوښت. قادر ټپرا شو. جنرال ته يې د ولسمشر د امر راپور ورکړ او ورته ويې ويل چې ده د بګرام پيلوټانو ته امر وکړ چې الوتنې پيل کړي. بیا يې جنرال ته ټينګار وکړ چې ښکته لومړي پوړ ته لاړ شي ځکه چې هغه ځای خوندي دی. دغه بوډا جنرال د قادر په نيت سم پوه نه شو، خو خبره يې ومنله. کله چې دوی ښکته کېدل، يو زغروال ګاډي پر دغه ودانۍ ډزې پيل کړې. د ماشينګڼو ګولۍ لومړۍ د دويم پوړ په کړکيو او ورپسې د لومړي پوړ په کړکيو ولګېدې. يوې ماتې ښيښې د قادر ټنډه غوڅه کړه.
قادر پر وېرېدلي جنرال چيغه وکړه: «ته ونيول شوې، ښاغلی جنراله! دلته کرار کښېنه، يو څوک به ډېر ژر راشي او تا به تر خپلې ساتنې لاندې ونيسي.» قادر بېرته دويم پوړ ته لاړ او د بګرام هوايي اډې ته يې تیلفونونه پيل کړل.
کله چې نوموړی هغه شېبې خپل ياد ته راولي، په يوې موضوع يې سر نه خلاصېږي. ولې د ده ټولې هڅې چې له پوځي ډلګيو سره اړيکې ونيسي نه بريالۍ کيږي؟ دی له هغه پټ رمز څخه کار اخلي چې امين ورکړی و، خو هېڅ ځواب نه ترلاسه کوي. د پلان کومه برخه غلطه شوه؟
قادر موږ ته وويل: «زه وروسته په ستونزه پوه شوم. امين يوې ډلې ته هلمند د رمز په توګه او سيند د ځواب په توګه او بلې ډلې ته سېلاب د رمز په توګه او توپان د ځواب په توګه ورکړي وو. لومړۍ ډله هغه خلقيان وو چې امين ته نږدې وو، دويمه ډله هم خلقيان وو خو امين ته دومره نږدې خلک نه وو. پرچميان خو حتی هېڅ نه پوهېدل چې د رمز په نوم څه شی شته. زه فکر کوم چې امين غوښتل دغه انقلاب د خپلو نږدې ملګرو په لاس ترسره کړي، خو ده دويم پلان هم درلود که چېرې ډېرو ځواکونو ته يې اړتيا پيدا کړې وی.»
سروري وتوانېد چې سمدلاسه له غرمې وروسته له قادر سره اړيکه ټينګه کړي.
« ولې د پښې شاته وباسې؟ ته باید د داود هستوګنځی بمبار کړې، که نه ناکامیږو.»
خو کوم امر چې پيلوټانو ته لېږل شوی و، ور رسېدلی نه و، ځکه چې رمز غلط و. بیا وطنجار زنګ ورته ووهلو ��و سپکې سپورې يې ويلې: «ويده يې که څه! موږ په ډېر نازک وضعيت کې يو، که الوتکې همدا اوس اوچتې نه شي، موږ ټول مړه بوله.»
قادر ترې وپوښتل: «رمز څه شی دی؟ سم رمز راکړه!» مخکې له دې چې غوږۍ کېږدي، وطنجار په چيغه ورته وويل: «سمدلاسه بمباري وکړه، همدغه زما رمز دی.»
قادر پوه شو چې بايد په خپل سر عمل وکړي. د ده کسانو لا د وخته د هوايي ځواک کابو ټول قوماندانان نيولي او ځينې يې وژلې وو. ده هغه چورلکې ته چې په ډګر کې ورته تم وه منډې کړې او د نږدې کېدو پر مهال يې چورلکې ته خپله خولۍ وخوځوله چې ماشين چالان کړي. پر ده پسې د هوايې ځواک د څارګریزه فعالیتونو ضد څانګې مشر قاسم روان شو، له کاش نه يې خپله تومانچه راوایسته او پر قادر يې چيغه کړه: «ودرېږه، که نه ولم دې!» په دغه شېبه کې يو زغروال ګاډي په ډګر کې راښکاره شو او قاسم يې پر ډزو مړ کړ. قادر دغه صحنه لیده چې د قاسم سر والوزول شو. د يوې دقيقې په ترڅ کې دغه چورلکه چې د اخفا رنګ ورکړل شوی و والوته. تر بګرام پورې يوازې شپېته کيلومتره یا د پنځلسو کيلومترو واټن و.
د اپريل په اووه ويشتم سهار، پنځه ويشت کلن دويم بريدمن سيد محمد ګلاب زوی په يو زغروال ګاډي کې کښېناست او په ګاډي کې د ناستو کسانو سره هغه ځای ته روان شو چې د کودتا کوونکو د قوماندې له مرکز څخه ورته ويل شوي وو. د نوموړي نږدی ملګري، اسدالله سروري ناڅاپه په مخابره کې له ده سره اړيکه ونيوه. اسدالله يو پلونډ سړی و چې مخ يې کټ مټ د شوروي يو نوميالي د فلم ډارېکټر اېلدر رېزانوف Elder Rezanov ته ورته و. نوموړي ګلاب زوی ته خبر ورکړ چې د کابل په هوايي ډکر کې د چورلکو قوماندان له کودتا نه خبر شوی او ټول پيلوټان يې د الوتکو په ګراج کې بند ساتلي. دا يو ډېر بد خبر و ځکه چې پرته له هوايي ملاتړ څخه بريا ناشونې وه.
اسدالله، ګلاب زوی ته وړاندیز وکړ چې دوی دواړه هوايي ډګر ته لاړ شي چې پيلوټان ازاد کړي او نور هغه څه ترسره کړي چې اړتيا يې ليدل کېږي، خو پوځي عملیات ډېر لږ وخت د پلان سره سم مخته ځي. يوه جوړه Su-7B د بګرام له لوري ناڅاپه په هوا کې ښکاره شوې او د ګلاب زوی پر زغروال ګاډي يې د مزايل ډزې وکړې. دا تر اوسه ناڅرګنده پاتې شوه چې ولې د بګرام پيلوټانو چې ټول د دوی ملګري وو پر ګلاب زوی بريد وکړ. د ګلاب زوی څلور کسه همدلته ځای پرځای مړه شول او په خپله ګلاب زوی په ګېډه کې سخت ټپي شو. سروري خپل ملګری پوځي روغتون ته يووړ، عمليات خونې ته په چټکۍ د خپل کلاشينکوف سره ننوت او پر ډاکترانو يې چيغه وکړه: «که دی مړ شو، زه به تاسې ټول ووژنم.»
کله چې سروري ته ډاډ ورکړل شو چې ګلاب زوی نه مري، خپل ماموريت ته يې دوام ورکړ چې بند پيلوټان ازاد کړي. کله چې هوايي ډګر ته ورسېد، د پيلوټانو قوماندان ده ته وکتل، له ځايه اوچت شو، له خپل دفتر څخه ووت او د ځغاستې ليکې په لور يې ګامونه واخيستل. دی ښه پوهېده چې اوس به څه پېښېږي. دی پر مرګ محکوم و. سروري ورپسې روان و. له لیرې ځايه دغه دواړه داسې ښکارېدل لکه چې دوی هسې چکر وهو، خو يوه افسر ته دغه چکر په همدې ځای پای ته ورسېد. کله چې د خپل دفتر له ودانۍ نه ليرې لاړ، دغه قوماندان ناڅاپه سروري ته مخ واړاوه، سروري خپل کلاشينکوف اوچت کړ او دغه جګړن يې په ډېر نږدې واټن کې وويشت. په راتلونکو څو دقیقو کې ټول پيلوټان خوشي شول. کله چې دوي د خپل قوماندان مړی ولید، په دې پوه شول چې که د پاڅون ملاتړ ونه کړي، د دوی برخليک به څرنګه وي. په عين وخت کې هغه چورلکه چې د هوايي او دافع هوا ځواکونو درستيزوال قادر په کې و د کابل په شمال کې د بګرام هوايي اډې ته ورسېدله. قادر ټول پيلوټان او تکنېشنان راغونډ کړل او يوه احساساتي وينا يې وکړه. د وينا شيره يې دا وه چې د «د داود اولس دښمنه رژيم» پر ضد انقلاب کابو بريالی شوی، يوازې د ولسمشرۍ ماڼۍ «د تورو تيارو او ارتجاعي ځواکونو اډې» نيول پاتې دي. د بګرام هوايي اډي پيلوټانو ته دا وياړ ور په برخه دی چې دغه اکاړ ختم کړي. کله چې د الوتنې امر وشو، هېڅ پيلوټ زړغيتوب ونه کړ؛ نو اوس داسې څه نشته وو چې پر دغه د کرکې وړ رژيم باندې د هوايي بمبارۍ مخه ونيسي.
ډګروال قادر په چورلکه کې بېرته د کابل په لور ستون شو. کله چې په هوا کې و، پيلوټانو ورسره اړيکه ونيوه: «د بمباري له پاره کړه نښې راته ووايه.»، ده ورته وویل: «ستاسې نښې د ارګ ودانۍ دي. د ولسمشر هستوګنځی.»
راځئ چې له غرمې مخکې يوولسو بجو ته بېرته لاړ شو. د وطنجار د ټانکونو کتار پرته له کوم خنډ څخه د ښار مرکز ته ورسېد که څه هم يوه توپخانه د څلورم زغروال غنډ او د ښار تر منځ د دوی په لاره کې پرته وه. د دغه توپخانې قوماندان د کودتا په هکله هېڅ خبر نه و. کله يې چې ټانکونه د ښار په لور روان وليدل، سمدلاسه يې د دفاع وزارت سره اړيکه ونيوه، خو د چانس له مخې غوږۍ د کودتا یوه ګډونوال پورته کړه او ورته ويې ويل چې ټانکونه د ارګ د ساتنې په موخه ښار ته روان دي. کله چې ټانکونه ښار ته ورسېدل، په درېیو ډلو وويشل شول. لومړۍ یې د هوايي ډګر په لور وخوځېده چېرته چې د هوايي او دافع هوا قومانداني او يوه لويه پوځي چوڼۍ وه، يو شمېر ټانکونه د بالاحصار لرغونې کلا په لور لاړل چېرته چې يو د کماندو غنډ پروت و. مخالفینو د بالاحصار په نيولو کې هېڅ ستونزه نه درلوده، دوی حتی يوه ډز ته اړ نه شول. درېیمې ډلې تر ټولو مهم عمليات په مخکې درلودل: پر ولسمشرۍ ماڼۍ باندې بريد او د دفاع وزارت کنترول ترلاسه کول.
د ټانک د کنډک قوماندان اسلم وطنجار ټيک د غرمې په وخت پر دفاع وزارت ډز وکړ. دغه ډز د بريد د پيل نښه وه. ورپسې د مزدور یار، عمر او رفيع تر قوماندې لاندې نورو ټانکونو پر ارګ ډزې پيل کړې. د کودتا په ملاتړ کې شاوخوا ۶۰ ټانکونه ښکېل وو. د ارګ ساتونکو پر دفاع لاس پورې کړ او سمدلاسه يې پر مخالفينو د درنو ماشينګڼو او راکټونو ډزې پيل کړې.
د دفاع وزير غلام حيدر رسولي اتمې فرقي ته لاړ، هلته يې افسران راغونډ کړل، دوی ته يې دنده ورکړه چې ښار ته لاړ شي، مخالفينو ته ماته ورکړي او حکومت وژغوري. نوموړی دې ته تم نه شو چې اتمه فرقه د ښار په لور روانه شي او پر ځای يې نورو پوځي اډو ته لاړ چې هغوی ته لارښونه وکړي. کله چې اتمه فرقه له خپلې اډې څخه وخوځېده، د کتار په سر کې د لومړني ټانک قوماندان ناڅاپه ټانک ودراوه، د نورو ټانکونو په لور تاو شو او يو ګواښونکی ډز يې پر خپلو خلکو وکړ. ورپسې ټول کتار په لېوالتيا دغه ټانک ته چې يوازې خلقيان په کې وو خپله وفاداري څرګنده کړه.
په ماښام کې د دفاع وزير اوومې فرقې ته چې د کابل په اطراف کې وه ورسېد. ده وکولای شول چې خپل قوماندانان دې ته قانع کړي چې د ولسمشر ملاتړ وکړي، خو کله چې پوځي ګاډو حرکت پيل کړل، له اسمان څخه جېټ الوتکو چې له بګرام څخه الوتلې وې پر دوی باندې د ګوليو باران جوړ کړ. د اوومې فرقې قوماندان ووژل شو او پاتې عسکر وتښتېدل. همدغه شپه لږ ناوخته د دفاع وزير رسولي ونيول شو او پرته له محاکمې ووژل شو.
دغه انقلاب، لکه ډېر نور انقلابونه، په سپينو لاسماغو او په ډېره پاملرنې او درناوي ترسره نه شو. د بالاحصار په لرغونې کلا کې د ځانګړو ځواکونو قومندان جګړن هاشم سمدلاسه پوه شو چې د مخالفینو پر ضد مقامت بې ګټې دی. نوموړي په رضاکاره توګه د لومړي ټولي قومندان لومړی بريدمن شهنواز تڼي ته چې د ګوند غړی و واک وسپارو. تڼی د مخابراتو بلوک له قوماندان تورن امام الدين سره اړيکه ونيوه او ورته ويې ويل: «ته د ارتباطاتو کارپوه یې. ګوند تا ته دغه امر کړی. ارګ ته لاړ شه او د پوځي انقلابي شورا پيغام ولسمشر داود ته ورسوه.»
امام الدين فکر وکړ چې ده ته به کاغذونه او يا يوه بنده لفافه ورکول کېږي، خو داسې څه نشته وو. تڼي ورته وويل چې د پيغام متن بايد په ياد کې وساتي. د دغه پيغام شيره داسې وه چې په افغانستان کې واک پوځي انقلابي شورا ته لېږدول شوی؛ نو داود او متحدين يې بايد تسلیم شي. بیا تڼی د مخابراتو افسر ته داسې وويل: «وسله ځان سره مه وړه.»
په کابل کې د کې جي بي او جي ار يو مېشتو مشرانو وروسته له دې چې له مسکو څخه امر ترلاسه کړ چې په کابل کې د پوځي حالاتو د مالومولو له پاره د څار ډلې وګماري، سمدلاسه لاس په کار شول او عملياتي ډلې يې جوړې کړې. دوی وپتيله چې هره څانګه دوه کسېزه دوې ډلې جوړې کړي. دواړه ډلې، د کې جي بي او جي ار يو، به په يوه وخت د پوځي فعاليتونو ځايو ته ننوځي. دوی ته په ښار کې د شتون پلمې هم جوړې شوې چې که چا ترې پوښتنه وکړه، دوی يې ورته بیان کړي او د کابل په بېلابېلو ځايونو کې داسې تګ لوری ورته ورکول شو چې څه نا څه يونيم ساعت وخت يې نيوه. دغه عملياتي ډلو ته اجازه ورنه کړل شوه چي ځان سره کمره، د ثبت له پاره اله او يا د اړيکو نيولو لپاره کومه وسیله وګرځوي اوحتی د کتابچې ګرځولو اجازه یې نه درلوده. دا احتياطي کړنې وې چې که دوی ودرول شي، د نيولو خطر به يې لږ وي.
ولري سترستين Valary Starostin د کې جي بي يو ۳۳ کلن افسر و چې د شوروي سفارت د درېيم منشي په پلمه يې په کابل کې کار کاوه. دنده يې د کلتوري او څارګريزو مالوماتو په برخه کې او د مذهبي مامورينو او سپورتي ټولنو په تړاو وه. اوسادچي نوموړی په دويمه ډله کې وګمارو چې ښار ته لاړ شي. د ده سره يو په عمر پوخ څارګر افسر غوره شوی و چې د ډېری تجربې خاوند او وتلی سړی و. اوسادچي، ولري ځکه غوره کړ چې نوموړي تر فشار لاندې خپلې چارې په ارامۍ ترسره کولې، په دري ژبه پرته له ګړدوده فصیح غږېده او په ښار کې ښه بلد و. دی يو لیوال مستشرق و. کله چې زده کونکی و او د ژباړن په توګه يې دنده درلوده، د کابل په هر اېنچ کې په پښو ګرځېدلی و.
کله چې دوی ته دغه دنده ورکړل شوه او د څارګرې څانګې له مشر څخه يې دستور ترلاسه کړ، سترستين او ملګری يې عمومي کوټې ته لاړل چې تګ ته تابیا ونيسي.
په عين وخت کې ویکتور بابنوف Victor Bubnov او يوري کېتايوف Yuri Kitaev چې لومړۍ ډله ترې جوړه وه د خپل ګاډي په لور چې له سفارت څخه بهر ولاړ و ستانه شول. ولري له کړکۍ نه د کې جي بي افسرانو او ورپسې د جي ار يو افسرانو ته کتل چې د خپلو ګاډو په لور روان وو. چې وخت ضايع نه شي، ولري د کابل هغه لويې مفصلې نقشې ته مخ واړاوه چې د عمومي کوټې پر دېوال ځړېدلې وه. ده هغه تګ لوری پېدا کاوه چې ده او ملګري ته يې ټاکل شوی و او د تګ لوري په اوږدو کې یې پر هغه ځايونو فکر کاوه چې د څار له پاره دوی ته ګټور وو. لکه څنګه چې ټاکل شوې وه چې ګاډی به يې ملګری چلوي؛ نو ده خپل ملګري ته وړانديز وکړ چې له ده سره يوځای تګ لوري ته په نقشه کې وګوري. ملګري يې دی څنګ ته ټېل واهه او ويې ويل: «بلا د په تګ لوري پسې وي. ښايي د ده ملګري او نورو کسانو ته چې په کړکۍ کې درېدلي وو، د هغه هوايي بمبارۍ ننداره چې د ولسمشرۍ پر ماڼۍ کېدلې ډېره په زړه پورې وه؛ نو ولري هم له نقشې څخه مخ واړاوه او د خپلو ملګرو کړکۍ ته ودرېد.
ولري ته يونيم ساعت تم کېدنه ډېر اوږد ښکارېدل. چې وخت ژر تېر شي، نوموړی ښکته لاړ، د سفارت د پروتوکول له څانګې سره ودرېد او بیا د سفارت د ننوتنې دالان په لور لاړ. هلته يې هغه بکس پرانیست چې ده ته راغلي ليکونه په کې اېښودل کېدل. ده ته له مسکو څخه د خپل پخواني مشر له لوري يو پوست کارت راغلی و. په پست کارت کې د مې د ورځې مبارکي وه. ده د خپل سخت ګير خو عادل پخواني مشر له مهربانۍ څخه ډکې کليمې ولوستې او بیا پرته له کوم فکره یې دغه پست کارت د خپل سپورتي جمپر په جېب کې کېښود.
ورپسې ولري د پروتوکول له څانګې سره ودرېد چې د خپلو «پاکو» ديپلومات ملګرو سره بنډار وکړي.په ښار کې د پېښو په اړه د دوی خبرې ټولیزې وې. ښايي د دوی د ديپلوماتيکي وړتيا له کبله او يا ښايي پېښو بیان ته اړتيا نه درلوده، له دوی څخه يوه يې هم له ولري نه کومه ځانګړې پوښتنه ونه کړه. ښايي دوې پرته د ولري له بيان څخه پوهېدل چې په ښار کې څوک پر چا ډزې کوي. يو ديپلومات، میخایل، ولري او د ده کورنۍ ته په سفارت کې د ننه د خپل دوه کوټيز اپارتمان د ورکړې وړاندیز وکړ. ميخايل ورته وويل: «اپارتمان لوی نه دی، خو خوندي دی.» دی پوهېده چې ولري په کارتې سې کې په يوه دوه پوړيزه کوټۍ کې اوسې. هلته نه يوازې د اولسی جرګې ودانۍ وه بلکې د دفاع وزير غلام حيدر رسولي، د لومړي وزير مرستيال او د مالیې وزير عبدالاله Abdul Illah کورونه هم وو. ميخایل په هغه باالقوه خطر پوهېده چې ملګری یې د داسې خلکو کورونه ته څېرمه اوسي چې داود ته ډېر نږدې وو. ولري خپل ملګري ته په منندويۍ لاس ورکړ او ورته ويې ويل: « مننه، مېشه Misha، زه به په دې هکله له خپلې مېرمنې سره خبرې وکړم.»
کله چې ولري د خپلو ملګرو سره بنډار کاوه، د ده د جي ار يو همکارانو ګاډي د سفارت له دروازې سره په لوړ غږ برېک ونيو. د سفارت دروازه سمدلاسه پرانیستل شوه او ګاډی انګړ ته د ننه شو. افسران په چټکې له ګاډي ښکته شول او هغه ودانۍ ته لاړل چېرته چې اندېښمن پېچېننکو دوی ته تم و. دوی په چټکو ګامونو پر خپل څارګر مشر او پوځي اتشې پسې وو او پرته له دې چې له چا سره خبرې وکړي په دویم پوړ کې دفتر ته ننوتل.
وخت په تېرېدو و خو وېکتور او يوري لاتراوسه له ښار څخه نه وو راغلي. سترستين بېرته عمومي کوټې ته لاړ چېرته چې ګرومجنه فضا خوره وه او د هر چا پر روحیه يې اغېز اچولی و.
ناڅاپه د دارلامان پر واټ د هارنکوونکو ګاډو يو د واده کتار چې په ګلونو ښکلي شوي وو راښکاره شو، د پوځي ګاډو له څنګه تېر او د ښار په لوري لاړ. عسکر چې د خپلو ټانکونو او زغروالو ګاډو پر ژۍ خپه او بېکاره ناست وو، د څو شېبو له پاره خوشحاله شول او د واده نوې جوړې ته يې لکه ماشومان په خوښۍلاسونه خوځول. د رمز کښنې يو افسر (په کود باندې د يو متن بدلول چې بل څوک پرې پوه نه شي) عمومي کوټې ته په دې موخې راغی چې که د څارګرې څانګې مشر ده ته اړتيا ولري، سمدلاسه به يې چوپړ ته حاضر وي. نوموړي وويل: « دوی ته وګوره، کومه بله ورځ يې د واده له پاره نه شوی غوره کولی؟» يو بل څارګر په ټيټ غږ وويل: « چې دغه عسکر به د چا په پلو وي؟ ما يوازې په يو کتار کې دېرش زغروال ګاډي وشمیرل. ده ته يو ټپرا ځواب ورکړل شو: « څه يې کوې چې د چا پلوي کوي. بې اړنګه په دواړو خواوو کې به ډېری وينې تويې شي. که څه هم نورو يې خبره واروېده، ولري په ټيټ غږ لکه له ځان سره چې خبرې کوي، وويل: «خو وېکتور او يوري چېرته دي؟» د ولري هغه د تجربې خاوند ملګری چې له ده سره بايد ښار ته تللی وی، ناڅاپه په چټکۍ اوچت شو او په داسې حال کې چې سترګې يې ښکته نیولې وې د دالان په لور يې منډې وکړې. ولري ورته وکتل چې سترګې يې بې حرکته مړې او مخ يې لکه د مړي تک ژېړ و. څو شېبې وروسته د څارګرې څانګې مشر ولري خپل دفتر ته ور وغوښت. اوسادچي په يوه بدمرغه غږ بڼه له ولري وپوښتل: «څنګه يې؟» اوسادچي، ولري ته د ملګري په سترګه کتل او د خپلو لاس لاندو څارګرو په پرتله ورته نږدې و.
ولري ځواب ورکړ: « ښه يم.» بيا اوسادچي ورته وويل: «داسې ښکاري چې ستا ملګری ناڅاپه ناروغ شو. کېدای شي د وينې فشار يې وجه وي. اوس کلينيک ته لاړ. نه پوهېږم چې پر ځای يې له تا سره څوک ملګری کړم، خو کېدای شي چې ښار ته هېڅ لاړ نه شې.» ولري خپل مشر ته په درناوي چوپ پاتې شو. اوسادچي بیا خبرې پيل کړې: «ښه؛ نو اوس لاړ شه، موږ به يوه چاره جوړه کړو.» ولري بېرته عمومي کوټې ته لاړ او د خپل ناروغ ملګري او د خپل مشر سره د خبرو په اړه په فکر کې ډوب شو. پر نوموړي باندې متضادو ننګېرنو زور واچاوه. له يوې خوا د مرګ او يا تر دې بد د معيوبېدو وېره ورسره وه، له بلې خوا دې ته لېوال و چې په په ښار کې پېښې په خپلو سترګو وويني او دا يې هم غوښتل چې خپل ځان په خطرناکو حالاتو کې وازمويي. کله چې وېکتور او يوري له ښار څخه بېرته راغلل، په عمومي کوټه کې د خپګان فضا بېرته ښه شوه. دوی له ګاډي څخه ښکته شول او سمدلاسه د څارګر مشر د دفتر په لور ستانه شول. په دالان کې د اوسادچي د دفتر مخته، همکارانو يې دوی ته د اتلانو په څېر ستړي مشې ورکړې او پوښتنې ترې پيل شول: «څه خبرې وې؟ څوک يې ګټي؟ مرګ ژوبله ډېره ده؟» يوري ځواب ورنه کړ. په ښار کې د وضعيت په هکله وېکتور يوازې سپکې سپورې ويلې. دوی د اوسادچي دفتر ته ننوتل. څو دقیقې وروسته د رمزي استونو يوه سپينه کتابچه په لاس کې، يوري له دفتر څخه ووت او د اوسادچي د مرستيال،ارلوف مروزوف دفتر ته لاړ څو يو بیړنی پيغام مرکز ته وليکي. اوسادچي، سترستين بیا خپل دفتر ته وروغوښت او ورته ويې ويل: «وېکتور به تا سره ښار ته لاړ شي.» ده ځواب ورکړ: « پوه شوم، ښاغليه.» دې په دې خبر سېکمن شو ځکه چې ده ته دا لکه خوب داسې وو چې له خپل ملګري، وېکتور بابنوف سره یوځای کار وکړي. سربېره پر دې، ویکتور د يو باوري او زړور سړي په توګه هر چا ته مالوم و. اوسادچي دغه خبره هم ولري ته وکړه :«تامارا Tamara ته څه مه وايه. که خبره شي، بیا به د کار توان ونه لري. په اوسنيو شېبو کې موږ ته نوموړې تر ټولو مهمه د مالوماتو سرچينه ده.» ولري ځواب ورکړ :«سمه ده، ښاغلیه.» د ولري مېرمن، تامارا د څارګرې څانګې د ژباړنې په توګه دنده لرله. کله چې ولري د اوسادچي سره خبره کولې، تامارا په يوه بله کوټه کې يوې ځانګړې مخابرې ته ناسته وه او د بېلابېلو پوځي اډو او ډلو مخابراتي اړيکو ته يې غوږ نيولی و. د څارګرې څانګې شنونکي به د نوموړې راپورونه راغونډ کړل او له هغو څخه به يې د پېښو په هکله هر ساعت يو راپور جوړ کړ او مسکو ته به یې ولېږه. وېکتور او ولري په چوپتيا د اوسادچي له دفتر څخه د سفارت د دروازې په لور ووتل، د وېکتور په شنه ټویټا کې کښېناستل او د دارلامان د واټ پر اوږدو د ښار مرکز ته لاړل چېرته چې د ډزو او چاودنو غږ په چټکۍ ډېرېده او له ودانيو څخه د لوګي لوخړې ټينګېدی ( غلیظې کېدې). کله چې دوی د شوروي له کلتوري کور څخه تېرېدل، دوی د ټانک ضد يوه بطرۍ ولیده چې ميلې يې د ښار په لور سيخې کړې وې. لږ وړاندې د ترافيکو مرکزي ودانۍ ته څېرمه، دوه زغروال ګاډي درېدلي وو. دوی يې له څنګه د شاه دو شمېره جومات په لوري تېر شول او بیا د سپين زر څلورلارې ته ورسېدل. له دې ځای څخه دوی په ډېر پام د کابل هوټل او پښتونستان څلورلارې په لور روان شول. د ټانکونو او زغروالو ګاډو له څنګه کاږه واږه تېرېدل. ځینې درېدلې، ځينې روان، ځينو اور اخيستی او ځينې د ډزو په حالت کې وو، په وسلو سمبال بشپړ بلوکونه، د افسرانو او عسکرو بېلابېلې ډلې چې ډګري خولۍ يې پر سر، د زغرې واسکټونه يې په ځان کې او کلاشينکوفونو او راکټونه يې په لاس کې د زغروالو ګاډو او ټانکونو تر منځ هاخوا دېخوا لیدل کېدل، ځينې نورو ټپيان پر شا کړي وو او يا يې په تذکرو کې لېږدول. ولري ته داسې ښکاره شول چې پوځيان دومره بوخت وو چې شنه ټویټا ته چې بهرنيان په کې وو او يا ځينې نورو شخصي ګاډو ته يې هېڅ پام نه و. دا خبره يې ویکتور ته وکړه او هغه هم ورسره همغږی و: «دوی په خپلو ذهنونو کې ډېر نور څه لري.» ولري په دې اند شو چې بايد پر خپله حافظه ډډې ونه وهي؛ نو يو قلم او هغه پست کارت يې له جيب څخه راوايستل چې پخواني مشر يې له مسکو څخه ورته لېږلی و چې د سترګو لیدلی حال پر دواړو مخونو په لنډو ټکو وليکي. د نوموړي دا يادښتونه بیا په راتلونکي کې مسکو ته د پيغام خاکه شول.
له ارګ څخه نيولې تر پښتونستان څلورلارې ته څېرمه د چنګاښ د شپږويشتمې واټ* پوري، چېرته چې د دفاع وزارت و، درنه جګړه روانه وه. ټانکونه او زغروال ګاډي د سوځېدونکو ګاډو په منځ کې خوځېدل او په دوامداره توګه يې د ارګ په لور ډزې کولې، خو د ارګ له لوري ځوابي ډزې نه کېدې. وېکتور او ولري دې پایلې ته ورسېدل: د داود د دفاع مرکز ارګ ته د ننه خوځېدلي. په هغه واټ کې چې ارګ ته مخامخ و، لږترلږه سل کسه مړه يا سخت ټپيان پراته وو. هېچا مرسته ورسره نه کوله، ځينو د خاپوړو هڅه کوله، ځينو له ډېر درد څخه زګېروي کول، ځينې چوپ وو او نورو هڅه کوله چې پر خپلو ټپونو پټۍ وتړي. د درنو وسلو پوچک، په وينو کې پرتې ډګري خولۍ، موزې، د یونیفورم څيري ټوټې، د انسانانو لاسونه او پېښې د ارګ مخې ته پراته وو.
کله چې د تګ لوري په دغه خطرناکه برخه کې روان وو، وېکتور په ارامۍ او ښه وړتيا خپل ګاډی له خوځنده او روانو ټانکونو، زغروالو ګاډو او نورو خطرونو څخه بچ کاوه. د ژونديو ګوليو د چاودنې د اندېښنې له کبله به يې د سوځېدونکو ټانکونو او زغروالو ګاډو څخه په تېرېدو کې ليرې واټن واخيست. کله به چې له مړيو او ټپيانو څخه تېرېده، همدې ته ورته هڅې به يې کولې. ولري په چټکۍ هغه ويجاړ او فعال ټانکونه او نور ګاډي شمېرل چې د ماڼۍ په برید کې يې برخه اخيستې وه. نوموړي د هغه ځايونه نومونه هم وليکل چې ياغيانو د برید په ترڅ کې نيولي وو. د ده په لاس کې پست کارت ډېر ژر د جګړې له يادښتونو ډک شو.
کله چې د ارګ د مخې له لیدو خلاص شول، دوی د هوايي ډګر په لور ستانه شول او ډېر نور ټانکونه او زغروال ګاډي يې وليدل چې په همغه لوري روان دي. د افغانستان د راډيو له ودانۍ څخه چې د هوايي ډګر په لاره پرته ده ټانکونه چاپېر وو. وېکتور او ولري د هوايي ډګر مخته د دايروي پلازا سره راتاو او بېرته د مکرويانو په لور چې ارامه او تش و، لاړل. د دغه سيمې خلک په خپلو کورونو کې ځان خوندي کړی وو او په چوپتيا يې دعاوې کولې. دوی دواړو چې دلته د پام وړ څه ونه لیدل، بېرته د ښار د مرکز په لور روان شول.
********
د پاڼې په حاشيه کې
په کابل کې دا يو تر ټولو ښه واټ و او د شاهي نظام پر ضد د کودتا په وياړ نوم ورکړل شوی و چې د افغان جنترۍ پر بنسټ د ۱۳۵۲ کال د چنګاښ په شپږويشتمه چې د ۱۹۷۳ميلادي کال د جولای د اوولسمې سره سمون لري ترسره شوه
***********
دومره وخت تېر نه و چې بېرته د چنګاښ شپږويشتم واټ ته ورسېدل چېرته چې ډېرو ټانکونو ځوابي ډزې کولې او له ډزو یې ځان بچولو. د داود هستوګنځي ته څېرمه يو زغروال ګاډي اور اخيستی و، خو دلته يې مړي يا ټپيان ترسترګو نه شول. يو ټانک ناڅاپه راښکاره شو چې د دوی د ګاډي په لور نيغ روان دی. وېکتور وکړی شول چې ګاډی د دغه ګړندي ټانک له چينونو ټيک هغه شېبه بچ کړي چې ټانک د ارګ پر لوري ډز وکړ. د ډز څپو د ګاډي مخکنۍ ښۍ دروازه خلاصه کړه او پر ولري يې دومره اغېز وکړ چې له ګاډي څخه يې څېرمه لښتي ته کابو ځان اچولی و چې ګولۍ پرې ونه لګېږي. بیا یې سمدلاسې پر کیڼ لاس سیټ کلک ونيو، په ښي لاس يې دروازې ته لاس کړ او په زور يې کلکه بېرته بنده کړه. وېکتور په ځاځ ورته وويل: «څو ځلې مې درته ويلي چې دروازه په زوره مه بندوه؟ دا خوارکی ګاډی له کاره وځي» ولري هېڅ ونه ويل او چوپه موسکا يې کوله. په داسې وخت کې چې هره شېبه د مرګ خطر دی او سړی بايد د توبې او ابدیت په فکر کې شي، د ده د ملګري ناڅاپي غوسه د خندا وړ وه او تر ټولو مهمه دا چې د ده د ملګري پولادي زړورتيا کابو مخ په اوبه کېدو وه. کله چې د حاجي يعقوب څلور لارې ته ورسېدل، وېکتور څو ځلې پرله پسې کيڼ لوري ته تاو شو. دوی د امريکا د سفیر د هستوګنځي، د هند سفارت او د کورنيو چارو وزارت له څنګه تېر شول. د امريکايي سفير د هستوګنځي او د هند سفارت ته څېرمه سیمې ارامه وې او ساتونکي پوليس يې کرار په خپلو غرفو کې داسې ناست و لکه هېڅ خبره چې نه وي، خو بیا هم څک ښکارېدل او داسې څرګندېده چې د اړتيا په وخت کې هر څه ته چمتو وو.
د کورنيو چارو وزارت مخکې د «شلکا» دافع هوا سیستم ځای پر ځای شوی و. هلته دوی يو اشنا څېره وليده، «لطیف!» دواړو پر يوه وخت چيغه کړه.
پنځه کاله مخکې جګړن (په هغه وخت کې لومړی بريدمن) لطیف د شاهي نظام پر ضد کودتا کې برخه اخيستې وه. هغه وخت نوموړی نه د ا خ د ګ غړی او نه هم د داود يو متحد و. په سياست کې يې هم دومره ناټ نه درلود او په کودتا کې یې ښايي له دې کبله ګډون کړی و چې بله چاره يې نه لرله پرته له دې چې د خپلو شوروي خواخوږو ملګرو سره يو ځای شي. له دوی سره نه يو ځای کېدل به د پوځي ورورولۍ د لوړې د ماتولو او ډارنتوب په مانا وو، خو اوس دغه جګړن چې د شلکا سره درېدلی و هغسې نه ښکاره کېده لکه دغو دوه څارګرو چې مخکې لیدلی و. نوموړی شاړې واړې و، زېره يې نه وه خرېیلې، یو ازاد توز خرسک يې اغوستی، د دودیزې پوځي خولۍ پر ځای يې د ټانکست خولی پر سر وه او مخ يې له ډېر خج (فشار)، لوګي او ناخرېیلې ږېرې تک تور و.
د جګړن دغه روسانو ته پام نه شو. ده یو اتوماته وسله پر زنګون اېښی وه او د کورنيو چارو وزارت مخته ګرانبیه چمن ته يې کتل چېرته چې کورتۍ او نېکرونه په ځان کې د وزارت کارکوونکو پلترۍ وهلې وې. په کلاشينکوفونو سمبال عسکر د دغو بې پتلونو مامورينو په لیکه کې ګرځېدل. وېکتور په ځبنه∙ بڼه وخندل: «ډېر ښه نظر، په داسې حالت چې دوی يې اوس لري، تېښتې ته به زړه ښه نه کړي!»
ورپسې دوی د بهرنيو چارو وزارت ته لاړل. د وزارت په سپينو دېوالونو کې درنو وسلو خپلې نښې پرېښی او ښیښې يې ماتې کړې وې. يوه کړکۍ روغه نه وه پاتې. دلته د ولري يو افغان سوداګر ور په یاد شو چې په دې وروستيو کې یې ده ته سرټکونه کړې وه: «ستاسې د سوداګرۍ استازی موږ دې ته اړ باسی چې د اړينو توکو لکه اورلګيت او کلوشو سربېره بې ګټې او ګرانبيه توکې لکه د کړکۍ ښیښې وپېرو.» ولري ځان سره په ملنډيزه بڼه سوچ وکړ: «څومره بد، که تا ښیښې پېرودلې وی، اوس به دې ډېره ګټه په کې کړې وی.» د وزارت مخې ته په واټ کې د الوتکې يو بم يو ډوغل جوړ کړی و چې له اوبو ډکېده. دغو دوو افسرانو ته دا ناشونې وه چې له څنګه يې تېر شي، نو دوی پر بلی لارې د پولتخنيک په لور روان شول. په لاره کې يې داود ته د وفادارو یوه د هووېتزر (غرنی هاوان؟؟؟؟؟ )howitzers بطرۍ ولیده چې ميلې يې د ښار په لور سيخې وې. د قرغې-پغمان لاره زغروالو ګاډو بنده کړې وه. دوی د کابل-غزني په لاره خپل شين ټويټا تر هغه وچلاوه تر څو چې د داود د وفادارو پوځيانو يو جوړ شوي پاټک ته ورسېدل. وېکتور او ولري وپتیله چې بېرته سفارت ته د پوهنتون له لارې لاړ شي.
دغه دوو څارګرو د ماموريت په بهير کې له يو بل سره ډېرې لږ خبرې وکړې. دوی خپل اندونه او پايلې سره پرتله نه کړې، خو کله چې بېرته راغلل او خپل راپورنو يې ورکړل، په دې پوه شول چې راپورونو يې له يو بل سره سمون درلود. د دې تصور سخت دی چې اوسادچي به څومره ټپرا و چې له جګړې ځپلي ښار څخه د خپلو همکارانو د بېرته راتګ په تمه ناست و. کله چې دوی یې دفتر ته ننوتل، ده د ډېری ارامۍ ننګېرنه وکړه. وېکتور ته يوه دلۍ سپيني رمزي پاڼې ورکړل شوې او ورته وويل شول چې د ارلوف مروزوف دفتر ته لاړ شي چې مرکز ته سمدلاسه يو پيغام ولېږي. اوسادچي له وېکتور وغوښتل چې په ښار کې د خپلو سترګو لیدلی حال په مفصل ډول وليکي او د هرلوري د بريا شونتيا وڅېړي. دغه د کارپوه څارګر مشر يوه هوښياره کړنه وه. وروسته له دې چې ولري خپل راپور بشپړ کړي، اوسادچي د دې موکه درلوده چې د ده له راپور سره د وېکتور راپور پرتله کړي. شل دقيقې وروسته ولري خپل څلورمخيز راپور بشپړ کړ. د نوموړي د راپور تر ټوله مهمه برخه د ده څرګنده پایله وه او هغه دا چې مخالفین ډېرې وسلې لري او مورال يې قوي دی. د جګړې له ډګر څخه د څارنې پر بنسټ د دغه څرګندونې له مخې دوی دا وارزوله چې د داود وفادار ځواکونه به تر سهار پورې چې د اپرېل اته ويشتم کېده ونه پايي او د نورمحمد تره کي په مشرۍ د ا خ د ګ مشران به بريا ترلاسه کړي.
کله چې ولري د اوسادچي دفتر ته بېرته راغی، وېکتور وتلي و او د اوسادچي له څنګ سره د رمز کښنې يو افسر ناست و. اوسادچي په چټکۍ د ولري پيغام ولوست او لاسليک يې کړ او دا له ورايه ښکارېدل چې له راپور څخه خوښ و. د رمز کښنې افسر د ولري دوسيه واخيسته او په چټکۍ خپل دفتر ته لاړ چې دغه پيغام مسکو ته ولېږي. څارګر مشر، ولري ته وويل: «ځه، لاړ شه دمه وکړه. ما يو بل کس ته امر وکړ چې د تامارا پر ځای نن شپه کار وکړي. نوموړې ټوله ورځ غوږۍ له غوږ څخه نه دي ايسته کړې.» ولري ورته وويل: «زه به نن شپه خپل زوی په سفارت کې پرېږدم. زه او تامارا به کارته سې ته لاړ شو. که چېرې زما افغان ملګري او يا ځينې هغه بهرني ديپلوماتان چې زه اړيکې ورسره لرم د کومې په زړه پورې خبرې په هکله له ما سره اړيکې ونيسي، زه بايد څه وکړم؟» اوسادچي ځواب ورکړ: «زه فکر نه کوم چې کوم بل بهرنی به په کابل کې د پېښو په اړوند زموږ په پرتله ډېر مالومات ولري، خو ته رښتيا وايې، که داسې څه دې ترلاسه کړل چې زموږ د مالوماتو په تفصيل او شننه کې مرسته کوي؛ نو موږ بايد ګټه ترې واخلو. ته په خپله هڅه وکړه چې د خپلو ځينو رسمي ملګرو سره اړيکه ونيسې.» ناڅاپه د دغه مشر رنګ ژېړ شو، لاس يې پر زړه کېښود، په څوکۍ کې یې تکيه وکړه او مخ یې له ډېر درد څخه غونچ کړ. بیا يې په داسې حال کې چې هغه تيارې ته یې له کړکۍ څخه کتل چې پر کابل خورېده داسې وويل خو غونډله يې پوره نه شوی کړی: «کابل ښار ته ستا تګ…» ولري پرې غږ کړ: «څه خبره ده؟ ډاکتر ته زنګ ووهم؟» اوسادچي ورته وويل: «نه، څه خبره نه ده. لاړ شه، دمه وکړه. که مې ډاکتر ته اړتيا پېښه شوه، زه به په خپله زنګ ورته ووهم»
د اپرېل په پنځه ويشتمه شپه، د ببرک کارمل د هستوګنځي د وره زنګ ووهل شو. ده د چا د راتګ تمه نه کوله. دغه مسلکي انقلابي داسې وانګېرل چې څوک د ده د نيولو له پاره راغلي. د ده انګېرنې هېڅ کله غلطې نه وې او د يو انقلابي په توګه یې ډېره تجربه درلوده. دی د خپل ژوند په بهير کې تر څار لاندې راغلی و، ګواښول او بندي شوی و او ټول هغه څه پرې تېر شوي وو چې د يو مخالف په طبعي ژوند کې پېښېږي. د نوموړي انګېرنه دا ځل هم رښتيا وخته. کله چې ببرک ور پرانيست، دوه پولیس افسران چې نوی یونیفورم يې اغوستی و کور ته د ننه شول. افسرانو په ادب خپل ځان ور وپېژنده، خپل پیژند کارتونه يې وروښودل او د کور د څېښتن د نوم پوښتنه يې وکړه. ببرک ملنډیزه ځواب ورکړ: «تاسې ما نه پیژنی چې څوک یم؟» يو ښايسته ځوان افسر چې رڼې سترګې یې لرلې په درنښت ورته وويل: «پېژنو دې. موږ دې پېژنو. تاسې په خپله يو حقوق پوه ياست. اړينه نه ده چې موږ تاسې ته دا بیان کړو چې د چا نيول بايد څرنګه ترسره شي.» د ا خ د ګ دويم کس چې کیڼ لاس يې شاته او زنه يې اوچته نيولې وه وويل: «زه ببرک کارمل د محمد حسين زوی يم.» افسرانو يوه پاڼه وروښوده چې په کې لوی څارنوال د ده د نيولو امر کړی و او ده ته يې وويل چې د ده د نيولو وجه د ناقانونه لوی لاريون او غونډې جوړول دي.
د دغو افسرانو داسې دروند چلند له دې کبله و چې يوه ورځ مخکې له نيولو څخه د کورنيو چارو وزير عبدالقدير نورستاني هغه افسرانو ته دستور ورکړی و چې په دغه عملياتو کې يې برخه اخيسته چې په عملياتو کې بايد د قانون په اډانه کې او له دروند چلند څخه کار واخلي. دغه وزير دا امر هم کړی و چې د ټولو نيونو غږيز بهير بايد ثبت شي څو په دې ډاډه وي چې نيول شوو خلکو سره د ده له امر سره سم چلند شوی. وروسته دغه ټول غږيز اسناد د نوي رژیم لاسته ورغلل.
دلته کارمل نه کوم اعتراض وکړ او نه يې کومه اندېښنه څرګنده کړه. هغه سياسي پړځنګ چې ده يې کابو دېرش کاله مشري کوله، دی دې ته چمتو کړی و چې د ډېرو ناخوالو او ننګونو سره سره خپل پرځنګ ته دوام ورکړي. سياسي تجربې نوموړي ته داسې بڼه ورکړې وه چې د عادي خلکو په پرتله يې ځانګړتياوې خورا بېلې وې. دی يو مسلکي جنګيالی و. خپلې اېديالوژی ته يې ځان داسې ځانګړی کړی و چې هر راز قربانۍ ته چمتو و: د مادي شتمنۍ، هوساينې او حتی د خپل ژوند قربانۍ ته. کارمل مخکې هم بندي شوی و. په ۱۹۵۰مو کلونو کې کله چې په کابل پوهنتون کې محصل و، د حکومت ضد لاريون کې د برخې اخيستنې په تور څلوره کاله بندي و. همغه وخت يې خپل نوم «کارمل» ته بدل کړ چې په پښتو «کارکونکي» ته وايي. ده له زندان څخه وېره نه لرله. له ويشتل کېدو او يا له اعدام څخه هم نه وېرېده. يوازې له يو شي څخه يې وېره درلوده: چې د شکنجې عصري او ښې اغېزمنې شوې وسيلې او رواني درملونه به يې له کاره وغورځوي. کارمل د کورنيو چارو وزارت د پلټنې يا تحقيق په څانګه کې د بندي خونې پر سمټي غولي ناست او د هغه تورنو په اړه يې سوچ کاوه چې حکومت به يې پرې ولګوي او له دې څخه راولاړو پوښتنو ته د ځوابونو په لټه کې و. يو هزاره ساتونکي چې یوه ځبنه او کابو د ملامتۍ موسکا يې پر مخ خوره وه، ده ته چای، وروسته غرمنۍ او بیا ماښامنۍ راوړه. ببرک هڅه کوله چې له ده سره وغږېږي، خو دغه ساتونکي ځواب نه ورکاوه. وخت تېرېده، خو ببرک پوښتنو ته ونه وغوښتل شو. نوموړي له ځان سره فکر وکړ: «زه يې ونيولم، خو اوس نه پوهېږي چې له ماسره څه وکړي. دوی نورو دستورونو ته تم دي. زما نيونې خامخا د افغان ټولنې په فعاله سياسي کړۍ کې خوځېدنه رامنځته کړې ده.» ده د سګرېټو څکول پيل کړل او هغه غږونو ته يې غوږ ونيو چې د زندان له دېوالونو څخه بهر وو: ګاډو هارنونه کول او سوداګرو د توکو ښکار کاوه. په کابل کې ژوند په نورماله توګه روان و. کارمل په زندان کې دېوال ته تکیه کړې وه، سګریټ يې څکاوه او سوچ يې واهه.
په ګوند کې له تره کي وروسته ببرک کارمل تر ټولو لوړپوړی غړی و. دا چې دی د ګوند دويم لوړ پوړی کس شو، د ده پر ځان باندې باور تر يوې کچې زيانمن شو، خو دی پوهېدو چې د ګوند په يووالي که د دوو مشرانو شونتيا نشته؛ نو د خپلو شخصي لېوالتياوو په پرتله يې د ملي او انقلابي ځواکونو غښلتيا غوره وګڼله. نوموړی د ګوند له جوړېدو وروسته تل د ګوند دويم کس و.
د ګوند لومړۍ کنګره چې د ۱۹۶۵ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د نورمحمد تره کي په کور کې جوړه شوه، د کارمل په ياد وه. اووه ويشت ځوانانو چې دا پرېکړه کړې وه چې خپل ژوند د «افغانستان د ښې راتلونکې له پاره د پرځنګ» له پاره ځانګړی کړي په دغه کنګره کې ګډون وکړ. د ناستې په کوټه کې کت کېدونکې د اوسپنې څوکۍ خلاصې او په ليکو کېښودل شوې. د لرګيو يوې بخارۍ پړکاری کاوه او کوټه يې توده کړې وه.
پخوانی پوځي پيلوټ او په عمر کې تر ټولو مشر ګډونوال، ادم خان ځاځی د رايې ورکولو د يوه پرانيستي بهير په پايله کې د کنګرې لنډمهاله منشي وټاکل شو. ده ته، د ده مرستيال او سکرتر ته دنده ورکړل شوه چې د کنګرې يادښتونه وليکي؛ نو دوی د يوه داسې کافي ميز ته کښېناستل چې په لرګي کې يې هډوکي کارول شوي وو. تره کي او کارمل چې په خندا يو بل سره ټوکې کولې کيڼ لوري ته په لومړۍ لیکه کې ناست وو. د کنګرې ګډونوالو هڅه کوله چې کرارې خبرې او چک چکې وکړي ځکه چې دا يوه پټه غونډه وه. دوی د خپلې غونډې په دسيسه ييزه بڼه ښه خبر وو او په دې پوهېدل چې کور ته څېرمه په څلورلاره کې يوه څوکيداري شته. دوی د ګاونډيانو په هکله هم اندېښمن وو چې پوليس ته به خبر ورکړي او د داسې کور د څېښتن په هکله راپور ورکړي چې له مخکې يې له پوليسو سره ستونزې لرلې.
د کنګرې ساتونکي يو شمېر غښتلي سړي وو چې له کارمل سره يو ځای راغلي وو. دوی د انګړ په واوره پټ چمن کې درېدلي وو. کله کله به له انګړ څخه بهر ووتل او په شاوخوا واټونو کې د ګزمې او يا ځان تودولو په موخه ګرځېدل. د ساتونکو مشر د حبیبیې لېسې زده کونکی نجيب الله و چې د «غويي» ستاينوم يا لقب يې درلود. د نجيب په خيال کې به دا نه ګرځېدل چې يو وخت به د ګوند عمومي منشي او وروسته ولسمشر شي.
ځاځي، نور محمد تره کی ګډونوالو ته وروپېژانده، د ده کتاب «نوی ژوند» يې ور وښود او د نوموړي سياسي فعاليتونه يې ياد کړل. بیا يې د خبرو وار تره کي ته ورکړ. له خبرو څخه مخکې تره کي د ټوکر يوه سره ټوټه واخيسته او د کافي پر مېز يې وغوړوله. دې پر ټولو ګډونوالو اغېز وکړ او دغو دسيسه ګرو کرارې چک چکې وکړې. تره کي د افغانستان د تاريخي پرمختګ پر عجايبو خبرې وکړي. ورپسې د فيوډالۍ د پرېکنده واکمنۍ او اکاړۍ او د ښکېلاک پر ضد د ښکېلاکي انګرېزانو سره د افغانانو د جګړو په هکله وغږېد. بیا يې په هغه وخت کې په خپل هېواد کې د امپرياليزم مخ پر ودې او زيانموونکې اغېزې، د ټولنیزې وټې له اړخه د هېواد شاته پاتې کېدنه، د اصلاحاتو غوښتونکي انقلابي تېر خوځښتونه، او د علمي تيوريو پر بنسټ د يو نوي ګوند د جوړولو اړتياوې یادې کړې. ورپسې يې د کړنلارې او د ګوند د اصولو هغه مهم ټکي ولوستل چې ده مخکی له مخې ليکلي وو.
بیا د غونډې منشي، کارمل ګډونوالو ته وروپېژانده. کارمل د ګوند د راتلونکو فعاليتونو پر اصولو يوه ښه جوړه شوې او تفکوري وينا وکړه. نوموړي وويل: «د افغان ټولنې اوسنی وضیعت د سملاسي رادیکالو او دوامدارو اصلاحاتو په پلي کولو کې هېڅ کوم اړنګ ته ځای نه لري، خو سره له دې چې موږ په دغه اړتيا پوهېږو، که موږ سر له اوسه لاس په کار نه شو، موږ به ښه انقلابيان نه وو. موږ هره ورځ او هر ګړۍ باید داسې کړنې تر سره کړو چې وګړي دې ته چمتو کړو چې د هېواد په سياسي ژوند کې برخه واخلي. موږ بايد ټولې هغه کړنې ترسره کړو چې په پراخه کچه د هېواد وګړي په دموکراتیکه توګه د هېواد په واکمنۍ کې برخه واخلي.» د مشرانو له ويناوو وروسته، د دمې په ترڅ کې ګډونوال په ډلو وويشل شول او د مميزو، مندکو او کلچو سره چای ته کښېناستل. ادم خان ځاځي د کور په يو ليرې ګوټ کې پر يو جاينماز لمونځ وکړ. يوه ګډونوال له تره کي څخه وپوښتل: «تا ته چا واک درکړی چې موږ راغونډ کړې؟» تره کي په يوه ډارنه موسکا کې داسې ځواب ورکړ: «زما خپل هوډ او د افغانستان خلکو.»
له دمې وروسته دوی د ګوند پر نوم خبرې وکړي. کله چې دوی د ګوند د کړنلارې او اصولو خاکه منظوروله، خپلو ټوليزو موخو ته يې داسې بڼه ورکړه: «د يوې داسې ټولنې جوړول چې ځبېښاک یا استثمار په کې ځای ونه لري.» مارکسيزم-لېننیزم د دغه خوځښت د تيورۍ او ايډيالوژۍ د بنسټ په توګه وپېژندل شول. د ګوند نوم «په افغانستان کې د کارګر پوړ او ټولو خواريکښو مخکښ او ريښتينی ساتونکی» کېښودل شو. کارمل پر دغه نوم اعتراض وکړ او ويې پوښتل: «په فيوډالي افغانستان کې کارګر پوړ له کومه شو؟» د ده پوښتنې کوم ځواب او يا خبرې ونه زېږولی. تره کی د کارمل لوري ته ور کوږ شو او په پساري يې ورته وويل: «زموږ د شوروي ملګرو به دا خوښ شي ما سلا ورسره کړې ده.» د داسې خبرې پر وړاندې چا استدلال نشوی کولای.
مخکې له دې چې د مرکزي کمېټې د غړيو د ټاکلو له پاره د رايې ورکونه پيل شي، پرېکړه وشوه چې هر ګډونوال په لنډه توګه ځان نورو ته وروپېژني. کله چې شاولي خبرې کولې، له غونډې يې غوښتنه وکړه چې دا يادښت وليکي چې دی پر بورژوا پوړ پورې تړلی دی او کېدای شي څه تېروتنې وکړي. نور احمد نور وويل چې پلار يې يو داسې نومور فيوډال دی چې دېرش زره کسیز شخصی وسلوال ځواک لري. کله چې ګډونوالو دغه مالومات هضمول، نور احمد ژمنه وکړه چې دغه ځواک به، چې پلار ته يې وفادار دی، سر له اوسه د ګوند په چوپړ کې وي. د مستعار نوم «کارمل» سره سره، ببرک د نورو په پرتله دومره کارګر يا پر کارګرې ټولنې پورې تړلی کس نه ښکاره کېده. ټول پوهېدل چې د نوموړي پلار د پکتيا لوی والي و، خو دوی د ده په اړه پر نورو مهمو ټکو هم پوهېدل. کارمل له زلميتوب نه د انقلابي ځوانانو مشري کوله. نوموړي د حکومت پر ضد ډېر لاريونونه په لاره اچولي وو چې له کبله يې له پوهنتون څخه وشړل شو او په زندان کې يې وخت تېر کړ. د تره کي په اړه به سړی څه ووايي؟ دی په يوه پښتنه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی و. د ده کورنۍ له يوې کوچۍ قبېلې څخه وه. مور او پلار يې د ده په کوچنيوالي کې مړه شوي وو؛ نو دی په برتانوي هند کې يوې انګریزی جوړې زوی وباله. په غونډه کې د نورو ګډونوالو په څېر، تره کي هېڅ کله پر ځمکه کې د بزګر په توګه او يا له ماشينونو سره د کارګر په توګه کار نه و کړی؛ نو هېڅکله يې د کارګر پور سره تړاو نه درلود . دی د مالوماتو او کلتور په وزارت کې يو ليکوال، ژورنالېست او يو بيوروکرات ، په واشنګټن کې د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتو اتشې او په کابل کې د امريکا په سفارت کې ژباړن و، خو نه کارګر او نه بزګر و.
کارمل د زړه له تله غوښتل چې د نوي ګوند مشر شي، خو په دې ښه پوهېده چې د ده انقلابي تجربې به پر ګډونوالو دومره اغېز ونه لري لکه دومره چې د تره کې پرې اغېز کوي. تره کې د اصلاحاتو غوښتونکي خوځښت ويښ زلميانو سره په ۱۹۶۰مو کلونو کې يو ځای شوی و. کارمل په دې هم پوه شو چې په کنګره کې دی يوازينی کس نه دی چې د شورويانو سره اړيکي لري. تره کي ده ته په «پټه» د «شوروي ملګرو سره د خپلو ځانګړو اړيکو» په هکله وويل. د يادونې وړ ده چې په هغه وخت کې تره کي او وروسته د ده نږدې ملګرو د «شوروي ملګرو سره د خپلو ځانګړو اړيکو» په هکله مبالغه او حتی دروغ ويل څو خپل دریځ په راتلونکې کې غښتلی کړي. په داسې چاپېريال کې داسې اړيکو ډېر ارزښت درلود.
ټاکنې پيل شوې. بشپړې آزادی او ښکاره. اووه کسه د مرکزي کمېټې غړي وټاکل شول او دې کمېټې ته څلور کسه راتلونکي کاندیدان هم وټاکل شول (کېدای شي اووه کسه د مرکزي کمېټې اصلي او څلور کسه ازمویښتي غړي ټاکل شوي وي. ژباړن). ورپسې د مرکزي کمېټې نويو ټاکل شوو غړو نورمحمد تره کی د مرکزي کمېټې عمومي منشي او ببرک کارمل د نوموړي د مرستيال په توګه وټاکل. کنګره د شپې پر دوو بجو پای ته ورسېده. ګډونوال په پښو او يا پر بایسکلونو خپلو کورونه ته لاړل.
کارمل چې د زندان په کوټه کې د ګوند د برخليک په اړه سوچ کاوه، د نوموړي په وار وار دا ور په ياد شول چې په «کلکه متحد ګوند» کې لومړني درزونه په همغه لومړنۍ بنسټ اېښودونکې کنګره کې راښکاره شول. ځاځی، د کانګرس په غونډه کې منشي، چې د مرکزي کمېټې د غړي په توګه ونه ټاکل شو، سبا ته ګوند پرېښود. ځينې په دې ګمان هم وو چې تره کي، کارمل او بدخشي نه يوازې د ځان بلکې د نورو په ګټه دوه ځلې رايې ورکړې. دغه درزونه ډېر او دومره ژور شول چې رغونه یې ناشونې شوه او پايله يې د ګوند په دوو ډلو ویشل شول. د کارمل په ياد وو چې له پيل څخه د ستراتيژۍ او تکتيکونو په هکله مخالفتونه شته وو. تره کي او متحدينو يې په ښکاره ځانو ته «کمونستان» ويل. د دې پر ځای چې په سيستماتيکه او دوام��اره توګه په افغانانو کې کار وشي، دوی له تاوتريخوالي څخه په کار اخيستنې د واکمن رژيم سملاسي پرځونه خپله موخه وګرځوله. د چپي شعارونو پر ځای، کارمل يوه داسې منځلارې تګلاره خپله کړه چې په کې د نفوذ له قانوني لېلو څخه کار اخيستل کېده. ده د تاوتريخوالي په وسیله د رژيم پرځول نه غوښتل بلکې د دموکراتیکو موخو پر لور د تدريجي پرمختګ غوښتونکی و.
د ۱۹۶۸کال د مارچ له څوارلسمی څخه کله چې کارمل او متحدينو يې د پرچم (توغ) خبر پاڼه پرته د تره کي له ښکېلتیا خپره کړه، د دوی بېلتون خپلې وروستۍ بڼې ته ورسېد. دغه بېلتون نه يوازې تشکيلاتي و بلکې دغو ډلو په لوی لاس خپلې لارې بېلې کړې او په جلا توګه يې فعاليتونه پيل کړل. د ببرک متحدين پرچميان او د تره کي ملاتړي خلقي شول. دغه نوم يې د خپلې خبر پاڼې «خلق» څخه واخيست چې په ۱۹۶۵ کال کې يې خپرول پيل شوي وو.
کارمل اوچت شو، خپله شخي يې وايسته، د زندان په کوچنۍ کوټه کې يې ګام اخيستنه پيل او يو بل سګرېټ يې ولګاوه. ده له ځان سره فکر کاوه او په دغه سوچونو کې په خپګان ډوب شو : «دا ښه ونه شول چې هغه وخت يې زه د عمومي منشي په توګه ونه ټاکلم. اوس به په هېواد کې پېښې بل شان وای، د مرکزي کمېټې ځينو غړو او د ګوند کدرونو* به ګوند نه وای پرېښی. لس کلن بېلتون به نه وای او په هېڅ وجه به مې امين ته د ګوند د غړيتوب اجازه نه واي ورکړې. ټولې ستونزې هغه وخت پيل شوې چې دی له زده کړې وروسته له امریکا څخه بېرته راغی، د تره کي ملګری شو او د مرکزي کمېټې د غړي په توګه وګمارل شو.»
بل هر سياستوال به دغه ساده پايلې ته رسېدلی وی چې په تاريخ کې «که چېرې» نه شته. دا پایله به هر سیاستوال په پام کې نيولې وی، خو پر ځای یې ببرک کارمل د هغه غونډلو په اړه فکر وکړ چې ايراني انقلابي، کاظمي د خپل اعدام په شپه ليکلې وې: «زموږ پسرلی تېر شو، زموږ تېره زمانه لاړه او زه وړاندې خپل برخليک ته تم يم.» کارمل ځان سره بیا په سوچ کې شو: « ښه نو، داود زموږ د نابودولو له پاره ډېر ښه وخت غوره کړ. يو کال مخکې ده په رښتيا زموږ پر ضد کومې کړنې ته اړتيا نه لرله ځکه چې هغه وخت ګوند پر دوو دښمنو ډلو وېشل شوی و او يو بل یې خوړل. یو کال وروسته به دی زموږ پر ضد د کومې کړنې توان ونه لري ځکه چې يوازې نهه مياشتې مخکې دواړه ډلې پخلا شوې او د دوی بیا يووالی ورځ تر بلې غښتلی کېږي.» وروسته کله چې د ګوند د بېلتون او د خلق او پرچم ترمنځ د دښمنيو جزيات ور په ياد شول، کارمل په اندېښنه او غم سر وخوځاوه. حتې اوس هم هغه ځاځمنو خبرو چې خلقيانو او پرچميانو يو بل ته کولې د ده د خولې خوند خرابولو. د تره کې ملاتړو به پرچميانو ته د «اشرافیت چوپړيالې فاحشې.» ويل. کارمل او ملاتړو يې په خپل وار خلقيان «نيمه سواده سوټماران∙ او توندلاري پښتانه» بلل. د ا خ د ګ د مشرانو تر منځ شخصي تور لګونه په ګوند کې د شخړې تر ټولو سياڼه کړنه وه. کارمل د تره کي د خلکو په وسيله پوهېده چې تره کي هڅه کوله چې دی شوروي ملګرو ته بې اعتباره کړي. په هغه استونو کې چې تره کي د شوروي کمونست ګوند په مرکزي کمېټه کې خپلو ملګرو ته لېږلې، ده هڅه کوله چې دوی پر دې قانع کړي چې کارمل د جرمني له څارګرې ادارې او په افغانستان کې د څارګرو فعاليتونو ضد ادارې سره اړيکې لري.
کارمل که څه هم په عملي بڼه مسلمان نه و، خو په اسلام کې د قصاص ( «مساوي غچ») – د غاښ په بدل کې غاښ او د سترګې په بدل کې سترګه-اصولو ته په پام سره د تره کي پر ضد ځوابیه کړنې ترسره کولې. کله به چې په کابل کې د شوروي ملګرو سره د لیدنې فرصت ورته پيدا شو، د خپلې ښې غرېضې سره سره، نوموړي به د خلق مشر د امريکايانو او انګريزانو سره د شکمنو اړيکو په لرلو تورن کړ او دا اشاره به يې هم وکړه چې د خلق مشر له هغه بودجې څخه غلا کوي چې د شوروي کمونست ګوند مرکزي کمېټه يې د د ا خ د ګ د مالي ملاتړ له پاره ورلېږي. د ده شوروي ملګری، د کې جي بي مامور الکسي پېتروف Alexey Petrov د تره کي پر ضد دغو بېخونده تورونو ته کرار او تر يوې کچې په اړنګ غوږ نيوه. دغه اجنټ کارمل ته سوال وکړ چې د ګوند د يووالي په پار، له خپل سياسي مخالف سره داسې دښمنۍ يوې خواته کړي. کارمل د پېتروف د خبرو له بڼې پوه شو چې دا د پېتروف شخصي وړانديز نه بلکې د مسکو اند دی.
تره کي ته هم همداسې لکچر ورکړل شو. څارګر افسر د شوروي اتحاد د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې دغه دستور تره کي ته ټکي پر ټکي ولوست: «له بده مرغه ستاسې خپلمنځي شخړې له کچې وتلی اوږدې شوې او په اصلاح غوښتونکو ځواکونو کې يې همغږي له منځه وړې ده چې له کبله يې دواړه لوري کمزوري شوي دي. دغسې وضیعت يوازې او يوازې هغه چا ته ګټه رسوي چې د افغانستان د جمهوريت دښمنان دي، هغه څوک چې د حکومت پر ضد توطیې جوړوي، په سبوتاژونو کې ښکېل دي، او هغه څوک چې د نوي سياسي جوړښت پر ضد په دې موخه له دښمنۍ ډکې کړنې ترسره کوي چې زوړ رژيم بیا واکمن شي. ټول اصلاح او پرمختګ غوښتونکي ځواکونه بايد خپل مخالفت يوې خواته او خپلې هڅی داسې سره متحدې کړئ چې جمهوري رژيم ته يو اولس منلی د ملاتړ بنسټ جوړ کړي او د کورني او بهرني ګواښ پر وړاندې مقاومت وپاروي.»
مسکو نه يوازې بې اړنګه د ګوند د يووالي ملاتړی و بلکې د هرې هغې کړنې مخالف و چې د داود رژيم يې ګواښلو. د ولسمشر په توګه داود د لومړي ځل له پاره له مسکو څخه په ۱۹۷۴ کال کې ليدنه وکړه. د برېژنېف سره د خبرو په بهير کې داود اندېښنه څرګنده کړه چې د امنيتي ادارو د مالوماتو پر بنسټ چپيان د رژيم پر ضد د کودتا پلان جوړوي او دا پلان به ترسره کړي کې چېرې دی د هغو ټولنيزو او وټه ييزو پروګرامونو ترسره کول ګړندي نه کړي چې هېواد د پانګوالۍ (سرمایه داری) سیستم څخه لیرې او سوسيالستي ودې ته سيخوي. لیوند ایلیچ په غور د داود اندېښنو ته غوږ ونيو، خپلې نومورې وروځې يې اوچتې کړې او مخکې له دې چې بیا داود ته سترګې واړوي، په ترټوونکې بڼه يې په بهرنيو چارو کې د مرکزي کمېټې منشي، بوریس پونومروف Boris Ponomaryov ته وکتل. ورپسې برېژنېف داسې ژمنه ورسره وکړه: «موږ به دا موضوع حل کړو.»
له مسکو څخه د داود د لیدنې وروسته، په کابل کې د کې جي بي مشر يو تلګراف ترلاسه کړ چې په کې دستور ورکړل شوی و چې د کې ببرکK. Babrak (په هغه وخت کې د شوروي مشرانو د ببرک نوم داسې اخيسته) او اېم تره کي M Taraki سره وګوري او د دوی پام د خلق او پرچم د يووالي اړتيا ته واړوي څو «د افغان جمهوري رژيم او د داود په مشرۍ د افغانستان جمهوري دولت سره په همکارۍ په افغان ټولنه کې د کارګرانو، بزګرانو او ټولو خواريکښو له ګټو دفاع وکړي.»
وخت تېرېده او په تدريجي توګه د ګوند د يووالي په هکله د مسکو سپارښتنې ډېرې ټينګاريزه کېدې. د تره کي او کارمل سره د ليدنو په ترڅ کې، شوروي ملګرو په وار وار د داسې پوښتنو د ځواب غوښتنه کوله لکه: «د ګوند د يووالي له پاره څه شي ته اړتيا ده؟ څومره وخت بايد څوک د ګوند يووالي ته تم کښېني؟» په دغسې شېبو کې به تره کي ويل چې د يووالي مخالفت به ونه کړي که چېرې پرچميان -«د عياشانو زامن»- د خپلو تنګ نظره ډلپالنې او بدلونپالنې په تړوا پښېماني څرګنده کړي او بېرته د ا خ د ګ له ليکو سره يو ځای شي.» بې اړنګه، داسې دریځ کارمل ته د منلو وړ نه و ځکه چې د لس کلن بېلتون پړه د ده پر غاړه اچول کېده. ده د يووالي په بهير کې د موقوفونو پر مساواتو ټينګار کاوه. د شوروي اتحاد د کمونست ګوند مرکزي کمېټې د کارمل له دريځ څخه ملاتړ کاوه.
د ۱۹۷۷ کال د اپرېل په مياشت کې وروسته له دې چې له مسکو څخه د ليدنې په ترڅ کې افغان ولسمشر د ا خ د ګ په اړوند وويل: «زموږ دوو هېوادونو تر منځ ملګرتيا، درېيمګړي ته اړتيا نه لري»، تره کې تر کلک فشار لاندې راغی. په مرکزي کمېټه کې شوروي چارواکو غوښتنه وکړه چې دواړه لوري بايد ناندرۍ بس کړي، که نه مسکو به خپل ټول سياسي او مالي ملاتړ پر دوی ودروي. په ۱۹۷۷ کال کې د مې له مياشتنی نه تر جون پورې د ا خ د ګ د مشرانو او د شوروي اتحاد د کمونست ګوند په بهرنيو چارو کې د مرکزي کمېټې د کارکوونکو تر منځ غونډې ترسره شوې. دغو کارکوونکو په ځانګړې توګه د همدغه موخې له پاره افغانستان ته لاړل. تره کی هم د «درملنې» په پلمه مسکو ته لاړ چې د مرکزي کمېټې سره سلا مشورې وکړي. د تره کي او کارمل تر منځ خبرو اترو، چې ډېری په بازار کې چنې وهلو ته ورته وې، هېڅ پای نه درلود؛ نو د نه پرمختګ له وجې د ګوند ديووالي يو کنفرانس ته لاره هواره شوه. دغه کنفرانس د ۱۹۷۷ کال د جولای پر درېیمه جوړ شو او دوه ورځې وروسته د ا خ د ګ د مرکزي کمېټې پلان شوې غونډه جوړه شوه چې نورمحمد تره کی په کې د مرکزي کمېټې عمومي منشي او ببرک کارمل، نوراحمد نور او شاه ولي د مرکزي کمېټې د منشيانو په توګه وټاکل شول.
د خيبر د وژنې په لاريون کې، تره کی او کارمل لاس په لاس د لاريون په سر کې روان وو. خلکو ته داسې برېښېدل چې دغه دوه پخواني جنګيالي بلاخره سره پخلا شول، خو کارمل پوهېده چې دغه پخلاينه سرسري ده. هر څه د دوی مخته پراته وو: نوې ناندرۍ، دوه اړخيزې ردونې او بلاخره حتی جګړه. کارمل په ترخه بڼه فکر کاوه: «تراوسه هم هر څه زموږ مخته پراته دي او يو يې هم بدل کېدای نه شي.»
«نو دوی به مې پر څه تورن کړي؟» کارمل څو ځلې له ځانه وپوښتل: «ايا څارنوال مې د عامه غونډو له قانون څخه په سرغړونې تورن کولی شي؟ هو، دی کولی شي، خو دا به بې بنسټه تور وي. اړينه نه ده چې موږ د خپل ملګري د جنازې د مراسمو له پاره اجازه وغواړو. د جنازې ترسره کول مناسک دي، نه عامه غونډې. هو، جنازه پر يوه لوی سياسي لاريون بدله شوه، خو ايا داسې قانون شته چې په جنازه کې د ګډونوالو شمېر ته يې کچه ټاکلې وي؟ سربېره پر دې، د ګډون له پاره هېچا ته بلنه نه وه ورکړل شوې. دوی په خپله خوښه راغلي وو چې يو نومور سياستوال ته چې هدفي وژل شوی و خپل وروستی درناوی وکړي. هو، دا حقيقت دی چې د جنازې په بهير کې پر حکومت تورونه ولګول شول او لوړې وشوې چې د خيبر پرځنګ ته به دوام ورکول کېږي؛ نو څه؟ د جنازې په بهير کې چا د ويناوو منځپانګې ټاکلی شوی؟ نو هر راز تور چې پر ما او يا د ګوند پر بل غړي لګول کېږي دومره کلک بنسټ به ونه لري. داسې تورونو ته په اسانۍ ځواب ورکول کېدای شي، خو داود دومره ساده نه دی. که دی وغواړي چې زموږ ګوند ته د پای ټکی کېږدي، نو بايد ډېر ډومارونکي∙ دليلونه ولري، د بېلګې په توګه، د حکومت پر ضد د کودتا شواهد.»
دغه سوچ کارمل ډېر اندېښمن کړی و. دی بلاخره د ګواښ او ډار په هغه ننګېرنې پوه شو چې د خیبر د مرګ له خبرېدو راهيسې يې د ده په زړه کې ځای نیولی و. ده په لړبکه او اندېښنه په خپله کوچنۍ کوټه کې ګامونه اخيستل: «هو، کېدای شي دا يوه درغلګره لوبه وي. خو د پړي سر له چا سره دی؟ چا دا ټوله دسیسه جوړه کړه؟ داود؟ که زموږ ملګری د داود خلکو نه وي وژلی، نو چا وواژه؟ ولې دغه هدفي وژونکي خيبر په نښه کړ؟ ولې یې زه يا تره کی په نښه نه کړو؟ خو ولې خیبر بايد قرباني شي؟ زما او يا د تره کي وژنه هم همدومره اسانه وه لکه د خیبر چې وه.»
د مرکزي کمېټې د غړي، خیبر مړی د اپرېل په اوولسم د ماښام په ۷:۵۵ بجو له کابل سيند څخه يوازې دوه سوه متره ليرې د هغه واټ په منځ کې وموندل شو چې د ښار له مرکز څخه زاړه مکرويانو ته غځېدلی و. د ده مړي ته د پوليسانو پام شو چې په ګاډي کې پرهغه لاره روان وو. دا ډېره شونې ده چې خيبر بل ځای وژل شوی او وروسته يې مړی دلته اچول شوی و. په راتلونکې ورځ افغان راديو په لنډه توګه د يو نومور مخالف سياستوال د هدفي وژنې خبر خپور کړ. حکومت ژمنه وکړه چې د دغه جنايت بشپړه پلټنه به وکړي، خو دا څرګنده وه چې قاتل به هېڅ کله ونه موندل شي.
خيبر يو ايديالوجست او د ا خ د ګ يو له بنسټ اېښودونکو څخه و که څه هم د ګوند په بنسټ اېښودونکی کنګره کې يې برخه نه وه اخيستې. په هغه وخت کې نوموړی د پوليسو يو افسر و او په رسمي توګه يې دا حق نه درلود چې په سياسي فعاليتونو کې ښکېل شي. دوه کاله وروسته کله چې تقاعد شو، خيبر د پرچم ډلې د مرکزي کمېټې غړی شو. نوموړي په ګوند کې لوړ موقف درلود. حتې د بېلتون او دښمنۍ په ډېرو بدو کلونو کې، هېڅ خلقي دا جرئت نه درلود چې ده ته سپکې سپورې ووايي. دی د ګوند د يووالي لېوال ملاتړی او يو پاک زړه انقلابي و چې خپل ژوند يې سپېڅلې داعيې ته ځانګړی کړی و.
کارمل په سوچ کې ډوب و: «نو ولې بايد خیبر وژل شوی وی؟ ايا د دښمن موخه دا وه چې پر دې وژنه ما يا تره کی، د مرکزي کمېټې غړي او يا د ګوند ټول غړي وپاروي چې په ښکاره د رژیم پر ضد بغاوت وکړو؟ ايا د دوی موخه دا وه چې موږ ولمسوي څو داسې کړنې ترسره کړو چې د لويې بلوا د جوړولو او د بغاوت د پارولو له کچې سره برابرې وي؟»
د خیبر وژنې ټول ګوند ولړزاوه. نه يوازې د ا خ د ګ غړو بلکې نورو افغانانو چې د افغانستان له پاره يې د هغه سناریو ملاتړ کاوه چې له لوېديځ څخه يې الهام اخيستی و، دغه وژنې ته د داسې «تورو تيارو د ځواکونو د توطيې» په سترګه کتل چې د مخالفينو سره د مدني خبرو اترو په پيلولو کې یې د داود د رژيم نه تيارۍ ته اشاره کوله.
ځاځ په خپله په افغان ټولنه کې هم په خوټېدو و ځکه چې داسې بې شرمه او کچه جنايت په نېغه د افغانستان د عزت او غيرت لرغونی اصل، پښتونولي، ننګوله؛ نو ځکه کله چې د خيبر د وژل کیدو خبر خپور شو، د کابل ښار له ننګېرونو ډک وپارېد.
د ګوند مشران پوهېدل چې په يو لوی لاريون باندې د خیبر د جنازې بدلول به دوی ته دا فرصت ورکړي چې د خپل ګوند يووالي او ځواک وښيي. دوی غوښتل چې نه يوازې د داود رژیم بلکې د کابل وګړو ته وښيي چې د ا خ د ګ نه يوازې ګڼ شمېره بلکې په ټول افغانستان کې تر ټولو منظم ګوند دی. د جنازې په شپه دندې او مسووليتونه وويشل شول. ځينو ته د جنازې د ګاډي او ګلانو او ځينو ته د شعارونو او د خیبر د انځورونو د تيارولو دندې ورکړل شوې. يوه ډله نجونې په څو لاریيو کې کوهدامن ته ولېږل شوې چې له پټيو څخه سره غوړیدلي غاټول راټول کړي چې د جنازې په بهير کې برخوالو ته وويشل شي. عکاسانو او فلم جوړونکو ته بلنه ورکړل شوه. له غښتلو ځوانانو څخه يو ډله جوړه شوه چې د مرکزي کمېټې د غړو امنيت وساتي. د جنازې تګ لوری له ټولو جزياتو سره غوره شو. جنازه له هغه ځای څخه پيل کېده چې د خیبر مړی په کې وموندل شو او د بالاحصار په لمن کې د هدیرې په لور روانېده.
د جنازې په ورځ د ماتم په دغه لاريون کې کابو پنځوس زرو خلکو ګډون وکړ. د ګوند ډېرو غړو د خپلو مشرانو په لارښوونه خپلو همکارانو، خپلوانو او ګاونډيانو ته د برخې اخيستنې بلنه ورکړې وه. ډېرو زده کوونکو هم په کې برخه اخيسته وه، هلکانو او نجونو چې په ښکاره يې خپل ځاځ او وير څرګندولو د لاريونوالو له نيمې څخه ډېره برخه جوړه کړې و. په دغه ورځ د دوی ننګېرونو د کابل واټونه له ډراماتيک برم او پرتم څخه ډک کړي وو. کابو د هر ګډونوال په لاس کې د غاټول سور ګل و. بېشمېره سره توغونه او شعارونه د سرونو په سر رپېدل او د خیبر انځورونه او په اړه يې شعارونه هر ځای ليدل کېدل. د خښولو او يادون له مراسمو وروسته، د ماتم لرونکو يوې اوږدې ليکې د درناوۍ په پار د دغه انقلابي پر تازه قبر خپل د غاټول ګلونه اچول. دومره وخت تېر نه وو چې د ده د قبر پر سر د سرو ګلانو او شنو پاڼو لویه دلۍ جوړه شوه. د افغانستان په تېر تاریخ کې د نوموړي جنازه تر ټولو لوی سياسي لاريون وګرځېد.
د زندان په کوټه کې ببرک بیا سوچ پيل کړ: «عجيبه وه چې حکومت هېڅ داسې کړنه ونه کړه چې لاريونوال وپاروي. دوی يې ګډوډۍ ته ټېل نه وهل که څه هم دا کار ورته ډېر اسانه و. د اور د بلولو له پاره ډېر تېل شته وو. دا ډېره اسانه وه چې له لسو څخه لږ لمسوونکي یې لاريون ته ور د ننه کړي وی چې د پوليسو سره اخ و ډب رامنځته کړي او له کبله يې ورپسې بلوا او بیا ډزې پيل شي. بیا نو زه او تره کی په ډېره اسانۍ نيول کېدای او د بلوا په لمسون تورن کېدای شوی. عجيبه ده؛ نو ولې داسې لمسوونکي نه شته وو؟ کېدای شي داود دا لوبه هېڅ نه وي جوړه کړې. کېدای شي دا کار بل چا کړی وي، يو د ډېر ځواک څېښتن، يو پټ تدريجي زيانمنوونکی، يو داسې پټ ځواک چې موخې يې د ا خ د ګ ړنګېدل او د افغان- شوروي د اړيکو سړول وي. بې اړنګه، ډیرو خلکو ته مالومه ده چې داود يو خپلواک او پر ځان متکي سړی دی، خو څوک پوهېږي چې د پردې تر شا څه تېرېږي؟ دلته څه خبره شته، بې اړنګه، يو څه سم نه دي.»
وخت تېرېده، يو ساعت پر بل پسې، سهار به ماښام شو، ماښام به سهار شو. کارمل وننګېرل چې د زندان له دېوالونو بهر ډېر مهم څه روان دي، داسې څه په پېښېدو دي چې دی ورباندې اغېز نه شي کولای. ده د ټانکونو غوراری او ورپسې ډزې واورېدې. ډزې جلا جلا پيل شوې خو وروسته اوږدې او دوامداره شوې. د ښار معمول شور ناڅاپه بدل شو. د سوداګرو چيغې ودرېدې، د ټکسيانو هارنونه چوپ شول، او د پليو خلکو شورماشور په ټپه ودرېد. د کارمل يو شعر په ياد شو چی له چا يې اورېدلی او يا چېرته يې لوستی و: «څه چل دی؟ میراب د بهاندو اوبو يرغمل شو»
کارمل ناڅاپه د پوځيانو د موزو ترپاری، د پوځي امر دروند غږ او د کليو شرنګاری د وره تر شا د زندان په دالان کې واورېد. د ماښام شاوخوا پنځه بجې وې چې د ده د کوټې ور پرانيستل شو او يو جګړن چې تور خرسک يې اغوستی و، د ټانکست خولۍ يې پر سر او يو کلاشينکوف يې په لاس د ده کوټې ته ننوت او په خوښۍ يې ده ته ته وويل چې ملګری کارمل ازاد شوې.
کارمل له دغه افسر څخه وپوښتل: «څه خبره ده؟» افسر په توده بڼه ځواب ورکړ: «انقلاب!» کارمل بیا پوښتنه کوي: «او تره کی؟ تره کی چېرته دی؟» افسر ورته وايي: «ستاسې په څېر، دی او ملګری امین هم لږ شېبه مخکې ازاد شول.» د کارمل بله پوښتنه: «او داود څنګه؟» افسر بیا ځواب ورکوي: «نه پوهېږم. په ارګ کې تر اوسه هم جګړه روانه ده؛ نو ځکه زه راغلم چې تاسې خوندي ځای ته ورسوم.»
کارمل چې څوبمن او پارېدلي افسران او عسکر ترې چاپېر وو د کورنيو چارو وزارت له ودانۍ څخه بهر ووت او تازه هوا يې په ډېر خوند سا کړه. اسمان په تورو وریځو پټ و، چېرته د غرونو شاته تندریز توپان روان و، خو د کابل په لمنو کې باران درېدلی و. د پسرلي وږم خپور و.
کارمل يو زغروال ګاډي ته وختو، د زغروال ګاډي د ننوتنې له سوري څخه يو لاس راښکاره او کارمل يې د ننه کش کړ. ده بیا له ځان سره په چوپتيا وويل: «ميراب د بهاندو اوبو يرغمل شو.»
د افغانستان ولسمشر ته د دغه ورځې سهار د بدمرغۍ د راتګ کومه اشاره ونه کړه. همدغه سهار د کابینې يوه غونډه جوړېده. داود پلان درلود چې په دې غونډه کې د لمسوونکو او د دوی د سياسي تنظيم په اړه چې څه بايد ورسره وشي خبرو اترو ته دوام ورکړي. په دی اړه خبرې يوه ورځ مخکې پيل شوې وې، خو لکه څنګه چې کابینه يوې ټوليزې هوکړې ته ونه رسېده، غونډه راتلونکې ورځې ته وځنډېده. ځينې وزيران په دې اند وو چې غير معمولي څه شی نه دي پېښ شوي؛ نو ځانګړو کړنو ته اړتيا نه شته. ځينو دا ويل چې د حکومت پر ضد د لاريون ټولو لمسوونکو ته بايد سخته جزا ورکړل شي او په هېواد کې بیړني حالات اعلان او پوځي واکمني martial law پلې شي. د کورنيو چارو وزير، نورستانی په ځانګړې توګه په غونډه کې جوړجاړي ته سر نه ټيټاوه. نوموړي وويل: «دوی ټول بايد اعدام شي، که نه زموږ هېواد به له بې پايه ستونزو او جنجالونو سره مخ شي.» داود زړغی و. د معمول په څېر، ده غوښتل چې د ټولو اند واوري مخکې له دې چې وروستۍ پرېکړه وکړي.» داود فکر وکړ: «ايا بايد دوی اعدام شي؟ نو بیا نړېواله ټولنه به زموږ په اړه څه تصور کوي؟ که له دوی نه شهيدان جوړ کړل شي، څه به پېښ شي؟ داسې څه به په ټولنه کې نوې ټکانونه رامنځته کړي.»
ماښام ته د داود لويه شوې کورنۍ بايد د ده کورته راغلی وی. دا د دوی دود ګرځېدلی و چې د پنجشنبه په ماښام به ټول د داود کره راټولېدل. هېڅ شي د دغه دود هېڅ کله مخه نه وه نیولې.
خو څنګه چې غونډه پيل شوه، ولسمشر ته خبر ورکړل شو چې ټانکونه د ښار په لور روان دي. داود سمدلاسه له دفاع وزير او لوی درستیز سره اړيکه ونيوه او ترې ويې پوښتل چې څه خبره ده، خو ده ته واضح ځواب ورنه کړل شو. بيايې د هوايي او دافع هوا او همدا راز د مرکزي قول اردو سره اړيکې ونیوې، دوی ته یې اړين امرونه ورکړل او بېرته غونډې ته راوګرځېد. ټيک د غرمې په وخت له ټانک څخه پر ماڼۍ ډز وشو. داود د غونډې ګډونوالو ته وويل چې که څوک غواړي، کولای شي لاړ شي. ځينې په دې دلیل لاړل چې خپلې ورځنۍ د وزارت چارې پر مخ بوځي. ځينې نور پاتې شول او په دې يې خوښه وکړه چې تل خونې ته چېرته چې ژمنی بڼ و لاړ شي. ولسمشر، ښځه، ماشومان او لمسیان يې او د کورنيو چارو وزیر (چې په خپله د ولسمشر د ساتلو له پاره حاضر شو)، د لومړي وزير مرستيال او د مالیې وزير عبدالاله او پاتې نور ښکته تل خونې ته لاړل.
د ولسمشرۍ ماڼۍ نيول سخت وو. د ارګ دفاع ډېره مظبوطه وه، اوچت دېوالونه ترې چاپېر وو او پر يو بشپړ دفاعي سیستم سمبال و، خو دلته يوه ستونزه شته وه چې داود يې ډېر اندېښمن کړی و. دی پوهېدو چې د ارګ په ۱۶۰۰ ساتونکو کې د ا خ د ګ بېشمېره ملاتړي شته. په امنيتي تفصيلاتو کې څو ځله نوموړي ته په دې اړه خبر ورکړل شوی و. په دې ورستيو کې داود د ګارد قومندان، ضيا مجيد په درنه بڼه په هند کې د افغان سفارت د پوځي اتشې په توګه هند ته تبعيد کړ. نوموړي د ا خ د ګوند ته خپله وفاداري نه پټوله. له بده مرغه، داود ته دا فرصت برابر نه شو چې د ګوند نور خواخوږي ليرې کړي او دا به اوس ورته ډېره ګرانه پرېوزي.
کودتا چې څنګه پيل شوه، د ګارد د مخابراتو مشر، تورن ګل اغا چې لوېدلی غږ يې درلود او مخ يې له خالونو/بخاردانو ډک و، د تيلفون ټولې هغه ليکې زيانمنې کړې چې ولسمشري يې له بهر سره نښلوی و. د سبوتاژ دغه کړنه د دې لامل شوه چې داود ونه کولای شوی خپل وفادار پوځي ځواکونو مرستې ته راوغواړي. کله چې داود غوښتل چې له ارګ څخه بهر ووځي څو په خپله د مقاومت قومانده پر غاړه واخلي، يو بل افسر د ده پر ګاډي ډزې وکړې. په دې بريد کې د داود زوی سخت ټپي شو او ولسمشر له ارګ څخه د وتلو اند پرېښود.
شاوخوا دېرش افسران د «پنځمې ستنې» غړي وو. وروسته کابو ټولو ته په سخاوت انعامونه، د جنرالۍ رتبې او بېلابېلې لوړې څوکۍ ورکړل شوې.
حتې د جمهوري رياست د ګارد مشر، صاحب جان د ډېرو هغو افسرانو ښه ملګری و چې د ا خ د ګ له مشرانو سره یې اړيکې لرلې، خو په هغه ورځ د پښتونولۍ لرغوني اصل ته وفادار پاتې شو او خپله دنده يې تر پايه سرته ورسوله. دی د ولسمشر او حکومت په دفاع کې وجنګېد، خو په پای کې ونيول او وروسته ووژل شو.
د داود په هکله ډېری لیکنې او خبرې شوې دي. هغه خلکو چې داود پېژندلو، په پېچلو سياسي چارو کې يې د داود خارق العاده عزم، هوښياري او وړتيا بیان کړې. ډېرو دغسې خلکو د دغه سردار سخت ګيري، ټينګښت او حتی بې رحمي، او په پټه زيان رسونه او غچ پالي هم ياده کړې ده. نوموړي نه يوازې په دې وياړ کاوه چې له واکمنې کورنۍ څخه دی بلکې په دې يې هم ډېر وياړ درلود چې په اصل کې پښتون دی. ولسمشر بشپړ باور درلود چې افغانانو د ايرانيانو په پرتله د لرغونو اريايي* نيکونو جنيټيکي غوره ځانګړتياوې ډېری په میراث اخيستې دي. کېدای شي د داود هغه هڅی د نوموړي له همدې اند څخه سرچينه اخيستې وي چې د خپلې ولسمشرۍ په لومړيو کې د افغانستان نوم پر «اريانا» بدل کړي. د مهمو موضوګانو په اړه د داود د کار بڼه او چلند د پښتونولۍ پر اصولو ولاړ وو. يو بېلګه يې په نوموړي کې د خپلو نيکونو هغه نوميالۍ ځانګړتيا وه چې د مرګوني خطر پر وړاندې په زړورتيا درېږي. کله چې پوه شو چې خپله داعيه يې بايلوده، داود د يو داسې ريښتيني افغان په څېر عمل وکړ چې ��ه داسې حالاتو کې ورسره مخ کېږي. وروسته حتی د نوموړي دښمنانو د ده زړورتوب او سپېڅلې روحيې ته درناوی کاوه.
کله چې کلابندي پيل شوه، داود سمدلاسه خپله کورنۍ ماڼۍ ته وروغوښته: خپله مېرمن، ورور، زامن او لمسيان. ده ته وړاندیز وشو چې ارګ ته څېرمه د فرانسې سفارت ته پناه يوسي. فرانسويانو ته په دې اړه خبر ورکړل شوی و او دوی هوکړه کړې وه. ولسمشر دغه وړانديز په کله رد کړ: «نه، زه همدلته پاتې کېږم.» د کورنۍ ټولو غړو يې همداسې پرېکړه وکړه.
کله چې ازاد شول، د ا خ د ګ کابو ټول مشران د راديو افغانستان په ودانۍ کې راټول شول او همدا ځای یې د کودتا اصلي مرکز وګرځولو. د اپرېل ۲۷مه کابو تېره وه. د بېلابېلو دولتي او امنيتي ځايونو د نيولو پيغامونه په دوامداره توګه راتلل. د ماښام په ترڅ کې يوازېنی ځای چې د بغاوت کوونکو په کنترول کې نه و راغلی د ولس مشرۍ ماڼۍ وه. انقلابيان د بريا ننګېرونو خورا مست کړي وو. کابل چې په افغانستان کې د واک کلۍ وه د دوی لاسته ورغلی و. يوازه يو بل ګام پاتې و او هغه دا چې پر ولسمشرۍ ماڼۍ یرغل وروړي او پاڅون ته د پای ټکی کېږدي.
د افغانستان راديو د ودانۍ په دالان کې چې له افسرانو او عسکرو ډک و، کارمل د مرکزي کمېټې له يو بل غړي، پرچمي سليمان لايق سره ټکر وکړ. لايق پښتون او يو نومور روڼ انده او شاعر و. لایق هم کارمل غوندې لږ مخکې له بنده ازاد کړل شوی و. کله چې خبر شو ملګري يې بندي شوي، لایق په خپله حکومت ته ځان تسلیم کړی و. ببرک او لايق دوديزه اوږدې ستړې مشې وکړې او بیا يې مخونه د کړکۍ لوري ته واړول.
ببرک بهر ته کتل، سر يې ښکته پوره خوځاوه او ويې ويل: «ښه نو، انقلاب دی» لايق ورته وويل: «ډېر پوځي کودتا ته ورته دی. الله پوهيږي چې موږ په دې کې هېڅ کار نه درلود. پرتله له دې چې د مرکزي کمېټې خوښه واخيستل شي، دغه کودتا ترسره شوه. بريمن خلک تاريخ ليکي، همداسې نه ده؟»
کارمل په اندېښنه وويل: «همداسې ده. تر ټولو مهم اوس دا دي چې دغه سياسي جانبازانو ته اجازه ورنه کړل شي چې ځبنې تېروتنې وکړي. که چېرې لويه وينه تويونه رامنځته شي، تاريخ به مو هېڅ کله ونه بښي.» لايق زياتوي: «وينې همدا اوس تويې شوې. زما دغه خبرې د نښه وي، نوره وينه به هم تويې شي. اوس زموږ له لاسه دومره څه نه کیږي.
پوځيان پر خپلو اسونو سپاره شول، دوی چې څومره کولای شي همدومره چټک به چارګام په ځغاسته کې وي، خپل کرچونه به خوځوي، د ګناه کارو او بېګناوو سرونه به لغړي.» کارمل لایق ته وويل چې له زندان څخه د راتګ په وخت کې امين په يوه له ګڼې ګوڼې څخه ډکه څلورلاره کې د زغروال ګاډي سرته وخوت، لاسونو ته يې زولانې واچولې او بیا یې لارويو ته خپل زولانې لاسونه خوځول او داسې چيغې يې وهلې: «اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې هغه زولانې ماتې کړو چې د کرکې وړ رژيم د افغانستان خلکو ته اچولې، ازادي دې تل پاتې وي!» کارمل داسې وړاندوینه هم وکړه: «دی به د دغه «انقلاب» اصلي اتل شي» لايق وويل: «همداسې برېښي.» او بیا يې په ټيټ غږ زياته کړه: «پوهېږي چې ډېری ملګري يوبل سره د څه په اړه خبرې کوي؟ دوی وايي چې د خیبر په وژنه کې د داود خلکو هېڅ لاس نه درلود او وايي چې دا کار د جنايتکارانو و.» لايق يوه له مانا ډکه دمه وکړه او بيا يې په پساري په شونډو کې ورو وويل: «دا وژنه د امين په امر ترسره شوې ده. د معمول په څېر يوه داسې پارونه چې بېړۍ يې ولړزوله!»
کارمل په ځواب کې ورته وويل: «که داسي وي؛ نو هر څه د ده د لیدلوري سره سم مخته ځي.» ورپسې ټيک داسې لکه د دوی د خبرو چې پخلی کېږي، دوی ته بلنه ورکړل شوه چې هغه کوټې ته لاړ شي چېرته چې ډېر ژر د پوځي انقلابي شورا يوه غونډه پيلېده. لکه يو وړ پوځي مشر، امين پيلوټانو، د ځانګړو ځواکونو افسرانو او ټانکستانو ته امرونه ورکول. د ګوند عمومي منشي، تره کي خپل زده کړيال ته په ډېره ستاينيزه بڼه کتل. ده کارمل ته په غوږ کې ورو وويل: «زه او ته به د پاڅون سياسي مشري پر غاړه واخلو او ټول چټل کارونه به پوځ او ملګري امين ته پرېږدو.»
د راديو افغانستان خپرونې له غرمې مخکې شاوخوا په يوولسو بجو هغه وخت ودرېدې چې تر ودانۍ یې ټانکونه چاپېر شول. هغه افسرانو چې د راديو ودانۍ ونيوله، ټولو مامورينو او تکنېشنانو ته يې وويل چې پر خپلو ځايونو کرار کښېني، خو خپرونې يې منع کړې. د راديو خپرونې بېرته هغه وخت پيل شوې چې وروسته له غرمې پيل شوی تندريزه توپان لږ په کرار شو، خو د ورځې د پېښو په اړه حتی يوه کليمه هم خپره نه شوه. يوازې نغمې، پوځي پرېټونه او حماسی پښتو سندری خپرېدې.
د ماښام په اوو بجو د پوځي پرېټونه غږ ناڅاپه ودرېد، د چا د خوځښت، د کاغذونو غږ او نه پېژندونکي پس پسي د مايکروفون څنګه ته فضا ډکه کړې وه. امين لومړنی کس و چې خبرې يې وکړې او پوځي شورا ته یې د واک د لېږد اعلان وکړ. بیا يې د خبرو وار وطنجار او قادر ته ورکړ: «زه ډګروال قادر د انقلابي پوځي شورا مشر يم. د افغانستان ملي او پرمختګ غوښتونکو ځواکونو چې د داود د خوسا او استبدادي رژيم تر ازار او ځپونو لاندي وو د افغان پوځ د وطنپالو افسرانو او عسکرو په مرسته دغه د کرکې وړ رژيم وپرځاوه.» د قادر د وينا پر بنسټ، داود او نږدي متحدينو ته يې دا فرصت ورکړل شو چې تسلیم شي او بیا به په يوه ملکي محکمه کې محاکمه شي، خو د افغانستان پخواني ولسمشر او لاس لاندو يې د انقلابي پوځي شورا د استازو پر وړاندې مقاومت ته مخ کړ او د ډزو په تبادله کې مړه شول.
قادر هغه وسلوالو ځواکونو او د واک هغه جوړښتونو ته وړانديز وکړ چې تر اوسه د يو داسې رژيم په ملاتړ جنګېدل چې شتون يې نه درلود، چې د انقلابي قومندانۍ د مرکز امر ومني او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي څو د نورې وينې تویونې مخه ونيول شي. نوموړي ادعا وکړه چې افغان پوځ په ټول هېواد کې د نظم ساتلو دنده پر غاړه اخيستې ده. ورپسې يې په ټول کابل کې د بنديز اعلان وکړ چې سر له اوسه يې اعتبار درلود.
د ډګروال له خبرو وروسته، د راديو نطاق يو لړ لارښونې ولوستې چې د کابل ښاريان يې په پام کې ونيسي څو له خطر څخه په امان کې وي.
خو حقيقت داسې و چې د افغانستان مشروع ولسمشر ژوندی او روغ رمټ و او هېڅ کله يې په خپل هوډ کې نرمښت ونه ښود چې د جګړې انډول د ځان په ګټه دروند کړي.
له دې څخه د توطیه ګرو موخه دا وه چې د ولسمشر په ملاتړو کې سربدالي خوره کړي څو ژرترژره تسلیم شي. په دې وخت کې د «پنځمې ستنې» په مرسته داسې ګنګوسې خورې شوې چې که ارګ تسليم نه شي؛ نو يو پنځه سوه کيلو بم به پرې واچول شي. د بغاوت په مرکز کې مشران پوهېدل چې يوې پرېکنده او چټکې بريا ته اړتيا لري او هره تېره شېبه د دوی په تاوان ده. که داود وتوانېږي چې د خپلو پوځي ملاتړو ځواکونو سره اړيکه ونيسي او يا د کندهار او جلال اباد پوځ ته خپل غږ ورسوي؛ نو وضیعت به سمدلاسه بدل او د دوی په تاوان شي.
جنګي جېټ الوتکو او چورلکو پر ارګ بمباري ډېره کړه. د داود په پوځيانو کې د بغاوت کوونکو وفادارو افسرانو يو پيغام ولېږه چې د ګارد مورال ساعت په ساعت ټيټېږي او هره شېبه شونې ښکاري چې دوی به د تسلیمۍ سپينه جنډه پورته کړي؛ نو بیا د داود سره څه بايد وکړل شي؟ ايا د يرغل په ترڅ که به د يو مستبد او ولس دښمنه په څېر ووژل شي او يا بايد ژوندی ونيول شي چې په يوه انقلابي محکمه کې محاکمه شي؟ اندونو له يو بل څخه توپیر درلود. تره کي، امين او نورو خلقيانو غوښتل چې داود له ټولې کورنۍ سره له منځه يووړل شي. کارمل او د ګوند ډېرو منځلارو غړو دا غوره ګڼله چې ولسمشر ژوندی پاتې شي. دغه مخالفت همغه زاړه درزونه بیا راښکاره کړل. په دې اړه د دوی ناندرۍ دومره شدیدې شوې چې يو خلقي وويل چې ببرک د داود اجنټ دی او بايد له داود سره يو ځای ووژل شي. تره کي مداخله وکړه او ورپسې يې خپله وروستۍ پرېکړه څرګنده کړه: «که داود او ملاتړي يې له مقاومت څخه لاس واخلي او خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، دوی به خوندي ځای ته ولېږدول شي او د افغان ټولنې له دود او قانون سره برابر چلند به ورسره وشي، خو که دوی مقاومت ته دوام ورکړ، بیا نو زموږ ملګري حق لري چې له خپل ځان، ازادۍ او انقلابي امرونو دفاع وکړي.»
خو په همدې شېبو که چې دغه خبرې اترې روانې وې، امين خپلو خلکو ته بل شان امر ورکړ: «سردار داود او کورنۍ يې بايد له منځه يووړل شي.»
حتې کله چې تياره پر ښار خوره شوه، ډزو دوام درلود. وروسته له نيمې شپې ډزې بیا ډیرې شوې، اورونو، ډزو او چاودنو ښار رڼا کړ. يو يا دوه ساعته وروسته ډزې بېرته لږ شوې.
د ۱۹۸۷ کال د اپرېل نوې اته ويشتمه ورځ راغله.وروسته له دې چې موذنانو له منارونو څخه خلک لمانځه ته وروغوښتل او کله چې د لمر لومړنۍ وړانګې خورې شوې، ولسمشر خپل ملاتړي او د ګارد افسران وروغوښتل او د ګارد قوماندان ته يې وويل: «ما خپله پرېکړه کړې ده. زه د جوړجاړي نيت نه لرم. تاسې ځوانان ياست او بايد د خپل ژوند د ژغورولو په هکله څه وکړي.» ده په داسې بڼه خبرې کولې چې په کې اعتراض ته ځای نه شته و. بیا يې صاحب جان ته وويل چې د ده امر بايد پاتې ساتونکو ته ورسوي: «وسلې مو کېږدئ چې د بې ځايه وينې تويونې مخه ونيول شي.»
لږ شېبه وروسته چې صاحب جان بېرته لاړ، د يو ټيټ افسر په مشرۍ يوه ډله عسکر هغه کوټې ته ننوتل چې داود د خپلې مېرمنې، زامنو، لمسياتو او څو نورو کسانو سره ناست و.دغه افسر پر ځان ډېر بې باوره ښکارېده. نوموړی د ولسمشر مخې ته ودرېد، ځان يې نېغ کړ، سلامی يې وکړه او ځان يې د «امام الدين» په نوم وروپېژانده.
داود په يوه څنګ لرونکې څوکۍ ناست و چې پر يوه لويه سره قالينه ایښې وه. نوموړي په چوپتيا دغه افسر ته کتل. د ده ميرمن هم په يوه څنګ لرونکې څوکی ناسته وه او په مهربانۍ يې د خپلو لمسيانو پالنه کوله چې پر قالينه ناست وو او انځوریزو کتابونه ته يې کتل. د وره څنګ او ژمني بڼ ته څېرمه د لومړي وزير مرستيال او د ماليې وزير، عبدالاله په څوکۍ ناست و. بې اړنګه، دی ټپرا ښکارېده. د داود ښي لوري او د وره څنګ ته چېرته چې د کوټې او د ګلانو د يو پټي تر منځ د تېږو یو دېوال و، د کورنيو چارو وزير، قدير نورستاني و. ده په دوام داره توګه خپل څنګ ته د کورتۍ لاندې لاس کاوه چې د خپلې والتر Walther تومانچې لاستي ته چې په پرانیستي کاش کې اېښې وه په لاس رسي ځان ډاډه کړي.
امام الدين خپلو خبرو ته په اړنګ داسې دوام ورکوي: «ښاغلی ولسمشر، په هېواد کې سياسي واک د ا خ د ګ ته لېږدول شوی. د پوځي انقلابي شورا د پرېکړې پر بنسټ، تاسې بايد تسلیم شئ او سمدلاسه موږ ته ځان وسپارئ.» داود پوه نه شو او يا داسې يې وښوده چې پوه نه شو، بیا يې په غرور سر پورته کړ او په ارامه خو ژور غږ يې له دغه افسر وپوښتل: «چا رالېږلی يې؟»
امام الدين وايي: «زه د انقلابي پاڅون د پوځي شورا امر ترسره کوم.» په کوټه کې چوپتيا خوره شوه. داود نیغ امام الدين ته کتل. د امام الدين شاته درې عسکر د اتوماتو وسلو سره ولاړ او ولسمشر یې په نښه کړی و. د امام الدين دغه ورو خبرې چې ده ته امر شوې د ده د مخکنيو خبرو په پرتله لا ډیرې ګونګړو وې. داود داسې برېښېده چې په سوچ کې ډوب دی. ده بهر ته نه کتل، نه هغه کسانو ته چې د ده د نيولو له پاره راغلي وو، نه خپلې مېرمن، لمسيانو او وزيرانو ته، خو ده خپل ځان ته د ننه کتل، خپل روح ته يې کتل. چوپتيا اوږده کېده، د داود مېرمن خپلو لمسيانو ته وويل چې دې ته ورشي، دوی ورغلل او د نوموړې پر زنګون يې تکيه وکړه او امام الدين ته په ځیر شول. دوی هېڅکه داسې څه نه وو لیدلي چې پر بابا باندې يې يو افسر امر وکړي.
ناڅاپه او په ډېره چټکۍ داود خپلې کوچنۍ برونېنګ Browning تومانچې ته لاس کړ او پر امام الدين یې ډز وکړ. امام الدين په اوږه ولګېد. نوموړی له ډېر درد څخه تاو شو او په عين وخت کې د ده شاته ولاړو عسکرو په خپلو اتوماتو وسلو ډزې پيل کړې*. له دېرشو سانیو څخه په لږ وخت کې هر څه پای ته ورسېدل. ولسمشر د خپل خپلوانو او متحدينو سره په وينو کې پټ پر سره قالينه پروت و.
کله چی د دوی مړي له ژمني بڼ څخه ليرې کړل شول، د تيلفون يو زنګ راغی. هلته يو چوپړيال غوږۍ واخيسته. کله يې چې په غوږۍ کې غږ واروېد، بښنه يې وغوښته او ډاکتر ته يې زنګ وواهه.
»زه ملالۍ يم، د عبدالاله مېرمن. کولای شم له خپل مېړه سره خبرې وکړم؟»
«بښنه غواړم، اغلې، دا ناشونې ده.»
«چېرته دی؟ څه خبره ده؟ ټپي دی؟ وژل شوی؟»
«وژل شوی، اغلې»
«ولسمشر چېرته دی؟کولای شم خبرې ورسره وکړم؟»
«ټول- ولسمشر، مېرمن، اولادونه، لمسيان- دوی ټول وژل شوي»
کله چې دغه مېرمن غوږۍ بېرته اېښودله، په پساري يې وويل: «خدای په امان»
ملالۍ مخکې پوهېده چې يوه ناوړه پېښه به وشي. نوموړې هغه وخت پوه شوه چې اته ويشت کلن عبدالاله د لومړي وزير مرستيال په توګه وګمارل شو او د ولسمشرۍ له پاره د داود ځای ناستی غوره شو. په دې وخت کې د دوی دويم زوی وزېږېد. ملالۍ په ډېره وېره او وهم له ځان سره وويل: «موږ څومره نېک بخته يو! دا بخت به داسې پاتې نه شي.» دغې ځوانې او ښايسته ښځې پر جاينماز په ګونډو کښېناسته، د خپل وژل شوي خاوند روح ته يې دعا وکړه. دعاوو ته يې ډېر دوام ورنه کړ. کله چې اوچته شوه، پوهېده چې اوس بايد څه وکړي. نوموړې لومړی د خوب کوټې ته لاړه او هغه جعبه يې پرانيستله چېرته چې يوه تومانچه وه. تومانچه يې واخيسته او د کوچنيانو د خوب کوټې ته لاړه او لومړی د خپل مشر څلورکلن زوی کټ ته ورنږدې شوه. دی وېده و، خو د مور شتون يې وننګېرل. سترګې يې پرانيستې او مور ته موسکا شو. «ته ډېر ښايسته يې، بچيه!» دا د ملالۍ په فکر کې تېر شول او ورپسې يې دغه زوی په ټنډه کې وويشت. کوچنی ماشوم يې د ډز په غږ ويښ شو او ژړل يې. ملالۍ يې کټ ته ور منډه کړې او دی يې هم وويشت. په دغه شېبه کې د ماشومانو د کوټې ور پرانيستل شو. ملالۍ هغه عسکر وليد چې په کارته پروان کې یې د دوی د کور ساتنه کوله او د کودتا په بهير کې یې هېڅکله د دوی کور پرېنښود. ورپسې تومانچه يې پر خپل ټېک∙ کېښوده او ماشه يې کش کړه.
د ولسمشر د ډلې غړي ټوله دغه ورځ او راتلونکې ورځ وژل کېدل. شاوخوا سل کسه چې له داود سره يې تړاو درلود ووژل شول او په ټوله کې ۱۵۰۰ د پوځ غړو او د ګارد پوځيانو ژوند له لاسه ورکړ. انقلابيانو لکه لېوان د هغو خورو ورو افسرانو او عسکرو ښکار کاوه چې تر اوسه ولسمشر ته وفادار وو. دوی ته د خپل ښکار له پاره خلک ښه مالوم وو ځکه چې په کلونو يې له دوی سره يو ځای زده کړې، پوځي روزنې او تمرينونه کړي وو. د داود وفادار پوځيان تر خپلې وروستۍ مرمۍ وجنګېدل ځکه چې دوی پوهېدل چې رحم به پرې ونه شي.
جګړه ورو ورو د کابل له مرکز څخه شاوخوا سيمو ته ولېږدېده. مخکې، د سهار په سپېدو کې د شوروي د سوادګرۍ استازي د دفتر ودانۍ او د شوروي سفارت ګراج ته څېرمه په يوه وړه سیمه کې چې ونې په کې کتار درېدلی وې د پليو ځواکونو درنه جګړه پيل شوه. دغه جګړې يو ساعت دوام وکړ. کله چې لمر وختو، دلته عسکر وليدل شول چې مړي او وسلې يې په پوځي بسونو کې بارول. په داسې حال کې چې سهار وخته جګړه ونښته، د شوروي د سوادګرۍ دفتر يو مامور، د نړيوالې دويمې جګړې يو پوځي، د زړه د درېدو له کبله مړ شو. هغه څه چې په کابل کې پېښېډل، ښاغلي ایوانوف ته يې د دويمې نړيوالې جګړې د هغو هيبتناکو پېښو مرګوني يادونه تازه کول چې نوموړي دېرش کاله مخکې د جبهې په لومړۍ کرښه کې لیدلي وو.
ایوانوف د شوروي لومړنی تبع و چې د دغه اړودوړ له کبله مړ شو کوم چې د ۱۹۷۸ کال د پسرلي په يو سهار کې په افغانستان کې پیښ شو.
د شوروی د یرغل په هکله لیکل سوی ټول کتابونه او مقالې او بیانونه په زړه پوری دی
ددې ټولو لیکنو عصاره داسی ده او داسی باید وی چي
غربیان د سیاست په ډګر کی تر شورویانو ډېر مخته وه
دلته د سیاست کلمه د توطئې د تئوری د اِعمال په مفهوم ده
شورویان بېله دی چي احساس وکی د یوې درنې توطئې قربانی سوه هغه توطئه چي پنځه اویا فیصده برخه ئې خپله دوی په ناآګاهانه توګه تر سره کړه
کنځاوی بندی
د خلق دموکراتیک ګوند مخکی لدې چي د شورویانو د آرزوګانو د تحقق په هدف ایجاد سی د غربیانو د آرزوګانو د تحقق او یا ووایو اهدافو او نقشو د تحقق په موخه رامنځته سو او جالبه داده چي د ګوند غړو فکر کاوه چي خواږه خوب لیدنی به ئې د شوروی د تفکراتو په بستر کی تعبیر سی
خو خبری معکوسه نتیجه ورکړه
امین د امریکائیانو په دستور د ګوند په حساسو ګونجو او کونجونو کی تعبیه سو او ګوند ته ئې سخته صدمه ورسول
شورویانو چي کله د ثور شکل او خوږوالی ته وکتل نو پر مین سوه
مینه ئې نیمګړې پاتی سوه ځکه د ثور په غوری کی ئې یو تېره هډوکی په ګوتو کی محسوس کی
بله لیاره ئې نه درلوده
یا به له سترخوانه بیرته ولاړېدای او د ثور د سترخوان د لیلام کېدو ننداره به ئې کولای یا به ئې دا تېره او په ستونی کی بندېدونکی هډوکی ایسته غورځولای چي بالآخره ئې دا دوهم حالت غوره او هډوکی ئې د ثور د غوری څخه ایسته وغورځاوه چي دا کار ئې بېله دې چي نظامی مداخله وکی نه سوای تر سره کولای
د هډوکی د لیری کولو یعنی امین د حذف د پروسې د پیل سره سملاسی په واشنګټن کی د یو راتلونکی ستر بری په ویاړ مستانه جامونه سره وجنګېدل چي ددې سناریو د نورو برخو تشریح ته اړتیا نسته او هر ګران لوستونکی شکر هوښیار او با سواد سړی دی کولای سی ددې فلم ننداره د عینیت په تاریخی سینما کی تر پایه وګوری
که څنګه؟