د ثور کودتا

د ماښام په تیاره کې، کله چې میر اکبر خیبر په مکرویانو کې دولتي مطبع ته مخامخ ووژل شو. په هماغه شپه د افغانستان د خ ـ د ـ ګ مرکزي کمېټې د نور محمد تره کي په کور کې غونډه وکړه، چې د خیبر د ښخولو دود او رسم د یوې تدارکي کمېټې له خوا د سیاسي موخو پر بنسټ تر سره شي.

د خیبر په جنازه کې او د هديرې پر ځای د ګوند رهبرانو د حکومت ضد شعارونه ورکړل او بیا یې توندې خبرې وکړې او په دولت یې تور پورې کړ، ګنې د خیبر په وژلو کې لاس لري.

د دوئ د دغو شعارونو پر وړاندې محمد داود سخت غبرګون وښود او د اپرېل د ۲۵ نېټې په ماښام یې د رادیو افغانستان له لارې اعلان وکړ، چې حکومت د ملي خاینانو یوه اوه کسیزه ډله ونیوله، چې نومونه یې دا دي:

نور محمد مشهور په تره کي، ببرک مشهور په کارمل، ډاکتر شاه ولي، دستګیر پنجشېري، عبدالحکیم شرعي جوزجاني، ډاکتر ضمیر ساپی او حفیظ الله امین( که څه هم دی وروسته ونیول شول). ..له دغه اعلان نه دمخه لا،

استاد سنګروال

د دوئ د نیولو په تړاو جمهور رئیس محمد داود د خیبر له ښخولو وروسته د عدلیې وزیر او لوی څارنوال وفی الله سمیعی د  قانوني سلا او مشورې لپاره وغوښت او ترې وپوښتل، چې آیا موږ د دې حق لرو چې سرغړوونکي محاکمه کړو؟

څو ورځې وروسته ولسمشر ته سلا ورکړه شوه، چې د دوئ محاکمه قانوني جواز لري باید محا کمه شي.

د افغانستان د خ ـ د ـ ګ مشران د ثور په پینځمه شپه د هغې پوځي او امنیتي شورا په سپارښتنه چې څارنه یې د کابل والي، د امنې عمومي قومندان او لوی څارنوال له خوا کيده ونیول شول.

«پدې تړاو په ارګ کې بېړنۍ غونډه وشوه، چې یاد کسان ونیسي. وفی الله سمیعی درې بجې له ارګ نه د عدلیې وزارت ته تیلفون وکړ او سپارښتنه یې وکړه، چې د تفتیش رئیس کرام الدین خان، د څارنوالي د جرایمو د تعقیب پولیس فیض محمد فیضي، د لوی څارنوالۍ مرستیال عبدالهادي هدایت، د څارونوالي نایب «دلیل» او یو شمېر نورو ته دنده سپارل کېږي، چې کابل ولایت ته لاړ شي… د ترافیک رئیس حفیظ الله خان او د چاردهي ولسوال محمد حسن بازداتو عملیاتي ډلو له یو شمېر ساتونکو سره یو ځاې ګمارل شوي وو، چې نور محمد تره کی او سلیمان لایق ونیسي. محمد عیسی چې د عبدالقدیر نورستاني د خور لېور وه ګمارل شوی وه، چې حفیظ الله امین ونیسي. خو نوموړی هغه شپه ونه نیول شو. عیسی د کابل د ښاروال د انجینر نورزاد ورور کېده. هغه وخت داسې انګېرل کېده، چې دی د ګوند غړی وه.

د اکبر نورستاني په قول د کورنیو چارو وزیر قدیر نورستاني له ګلخانۍ ماڼۍ نه د ورځې اوه بجې مخابرې ته په لیکه عیسی نورزاد ته ګواښ وکړ که هغه درنه ژوندی ووت تا ژوندی نه پرې ږدم.»[1]

دا چې امین ولې د شپږو تنو سره یو ځای ونه نیول شو ښایي یو لامل یې دا وي، چې ده د خیبر په هدیره کې خبرې ونه کړې. وروسته چې سلیمان لایق او بارق شفیعی هم نیول کېږي، په دا سبا د ثور په شپږمه سهار وختي د حفیظ الله امین کور کلا بندېږي. دا هغه وخت دی، چې د امین زوی عبدالرحمن د نور محمد تره کي د بند خبر چې په همدې (د ثور په پینځمه) شپه نیول شوی وه. خپل پلار ته ورکوي.

ولې بنسټیزه خبره دا ده، چې حفیظ الله امین پدې پوهېده، چې د خیبر له جنازې وروسته ولسمشر محمد داود هرو مرو کوم عکس العمل ښیي نو ځکه یې د ګوند د مرکزي کمېټې د تېرې سپارښتنې له مخې که چېرې د «ګوند رهبران» نیول کېږي باید پوځي پاڅون وشي، د کودتا نقشه یې په زهن کې وه. دا چې پوهان حسن کاکړ د یوه تن غني ساپي له قوله کښلي دي چې:

«په نیمه شپه د شاه ولي له نیولو وروسته د حفیظ الله امین د نیولو لپاره خوشال مېنې ته ورسېدو. هغه چې کله خبر شو د ګوند نظامي تشکیل يې خپلې مېرمنې ته ورکړ… له قومندان غني نه یې دوه غوښتنې وکړې:

۱ـ پولیسان دې هغې کوټې ته نه ننوځي، چې ښځې او ماشومان پکې ویده دي .

۲ـ همدغه اوس بندي خانې ته بو نه تلل شي بلکې سبا تر ۸ بجو دې حاضر کړل شي: امین ته مې په خندا ووېلې د تا ټولې هیلې او غوښتنې مې ومنلې…» [2]د نوموړي څرګندونې له مبالغې خالي ندي نو ځکه چې د نور محمد تره کي په اړه وایي:

«تره کي د ډوډۍ د نه خوړلو اعتصاب وکړ… ما ورته ووېل ولې ډوډۍ نه خورې؟ هغه وویل: د کورنیو چارو وزیر ته ووایه… موږ سیاسي بندیان یو موږ ته دوا، چپرکت او ښه خواړه… ساپي په تعجب وپوښته: تاسو چې د زیارکښو او د کارګرو د طبقې رهبر استی… د چرګانو او د ښکار غوښې درته څنګه تهیه کېږي؟ »[3]

د نوموړي د چلن دغه توپير چې د ګوند له مشر سره یو ډول او د ګوند د مرکزي کمېټې له یوه عادي غړي سره بل ډول، د تامل وړ دی!؟  حال داچې غني پخپله د پرچم ډلې غړى وو.

په هر حال حفیظ الله امین د کودتا په کولو کې د ګوند د مرکزي کمېټې د نورو غړو په پرتله ټاکوونکی رول درلود. پدغه شپه کې چې لا امین نیول شوی ندی «د هغه د مېرمنې یو خپلوان چې سرمعلم عبدالغفور نومېده» د امین له خوا هغه ته دنده سپارل کېږي، چې د کابل ښاروالي ته لاړ شي، د ښاروالۍ مامور فقیر محمد فقیر ته ووایي، چې په بیړه د امین کورته ځان ورسوي.» [4] نوموړی هغه شپه ځان د امین کورته رسوي او هغه ته د کودتا قومانده ورکوي.

دوئ لا په همدې خبرو کې دي، چې د ګوند یو بل غړی انجینر ظریف هم رسېږي. له هغې سره هم د کودتا په تړاو خبرې کوي.

د کوند دواړه غړي د خپلو ګوندي اړیکو له مخې د امین له خوا د کودتا د سپارښتنې دستور نورو غړو ته رسوي. دا چې پولیس د حفیظ الله امین پر وړاندې ټينګ دريځ ونه نیوه. یا خو ښایي چې د حکومت چارواکي دومره کمزوري ول، چې د سیاسي پېښو سم جاج یې وانخستلى شو او یا یې د هېواد په پوځي ځواک، واک نه درلود او خپل باور یې له لاسه ورکړی وه.

بل لوري ته د حکومت سیالان او کودتاچیان دومره فعال او ډاډمن ول، چې ځانونه یې برلاسي ګڼل. ولې د کودتاچیانو بری او د حکومت د بې پروایي په لړکې څو لاملونه د پام وړ دي:

۱ـ کودتاچیانو د محمد داود په پینځه کلن واک کې د یوه منظم پلان له مخې ځانونه پیاوړي کړي ول او حکومت یې په لوی لاس د خلکو په مینځ کې د «دوستۍ» پنوم بې باوره کړ.

۲ـ د میوندوال په پېښې ترې ډېرو دوستانو مخ واړوه او دی یې دومره یوازې کړ، چې مخ به یې اړوه نو سترګې به یې د نستوړي په مار حسن شرق لګېدلې.

۳ـ محمد داود یو مغرور انسان وه تل یې پخپلې سپېڅلتیا ویاړ کاوه.

۴ـ د ټیم کمزوري او د وزیرانو خپل سري د ماتې یو بل ستر لامل وه.

۵ـ د دفاع او د کورنیو چارو وزیرانو ځانګړې بې کفایتي د پام وړ ګڼلی شو.

۶ـ دا خوانیانو «وسله وال بریدونه د کمونستانو» وده او پرمختګ او کودتا ته چمتووالۍ.

۷ـ بهرنۍ لاسوهنې، چې پاکستان او شوروي د ساري په توګه یادولی شو.

۸ـ د هېواد اقتصادي کمزورتیا، چې تل بهرنیو مرستو ته سترګې په لار وو.

۹ـ د شوروي په دوستۍ له سره غور کول او له لویدیزې نړۍ په سر کې امریکا سره د محمد داود د دوستۍ هوډ.

له ټولو موهمه دا، چې د دولت چارواکي د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند د مشرانو برخلیک په تړاو پداسې حساسو شېبو کې په یوه خوله نه وو. «محمد داود خان پدې اند وو او ان عبدالقدیر نورستاني ته یې سپارښتنه کوې ، چې نیول شوي کسان ارګ کې وساتي، چې زموږ تر نظر او ګروت لاندې وي.

نورستاني ورته وویل: که چېرې دوئ په ارګ کې بندیان کړو، دا به د دوئ د شهرت لامل شي. پرېږدی چې دوئ د نورو جنایي مجرمینو په څېر د کابل ولایت په توقیف کې وساتل شي.» [5]

د ثور اومه نېټه

که خبره له همدې ځایه پيل کړو، چې فقیر محمد د ثور د کودتا قومانده، چې له حفیظ الله امین نه یې د یوه لیک په ترڅ کې ترلاسه کړې وه د ګوند «پوځې سازمان» ته ورسوله.

له یوې خوا د ا ـ د ـ خ د ګوند هم پوځي او هم ملکي غړو د کودتا لپاره چمتووالی نیوه او له بلې خوا د دولت چارواکو فکر کاوه، چې د څو تنو په نیولو ټوله ستونزه حل شوه، په دېرو ځایو کې چې ګنې موږ د دولت په ملاتړ او د «ملي خاینانو» پر وړاندې د هغوئ غندنه کوو، غونډې جوړې کړې وې، چې ان د پوځ ډېرو غړو او چارواکو په اتڼونو د دغې خوښۍ لمانځنه کوله او غلام حیدر رسولي هم غازي ستودیم ته ورغلی وه. له دې سربېره د کودتا په بري کې څو ټکي نور هم د پام وړ وه:

۱ـ د څلورمې زغروالې قوې قومندان سرور نورستانی شوروي اتحاد ته تللی وه او پوځي چارې د هغه مرستیال جګړن محمد رفیع، چې د ګوند (پرچم) غړی وه په غاړه وې. ده له وزیر نه اجازه ترلاسه کړې وه، چې ټانګو نه د بټریو د پاکولو په پلمه فعال وساتي. وطنجار پدغه وخت کې د ټانګ د لومړی کنډک قومندان وه.

۲ـ رسولي فکر کاوه، چې محمد داود به پدغو کودتاچیانو ووېروي او د دولت واک به پخپله ولکه کړي. ځکه چې د ده هلې ځلې او نیت د لوې جرګې په مهال هم څرګند شوې وو او لا کله چې نوموړي د هرات، کندهار او غزني له پوځي مشرانو سره ولیدل. د کودتا اوازې را پورته شوې وې.

۳ـ مخکې له دې چې رسولي خپل دفتر او یا ارګ ته لاړ شي خبر یې ترلاسه کړ، چې د اومې فرقې یوه افسر چې عبدالغني نومېده غوښتل یې د فرقې قومندان جنرال محمد نعیم ووژني ولې بریالی نشو. خو وروسته یې د فرقې د ارکان رئیس وواژه.

پدې حساس وخت کې بیا هم دغې پېښې رسولي اوښیار نکړ چې د دې وژنې ترشا هرو مرو کوم لوی لاس شتون لري او کنه؟

۴ـ ارګ د پوځي او بشري ځواک له امله ځواکمن وه. خو هوایي او مدافعی هوایي وسلې یې په واک کې نه لرلې.

که څه هم د کابل په یوه واړه ښار کې د ډېرو پوځي ځواکونو شتون دا پخپله د اندېښنې وړ خبره وه.

د ساري په توګه د ارګ په څو کیلو متري کې قوای مرکزي، شا ته یې د ریشخورو اومه فرقه، څرخی پله ته څېرمه د څلورمې او پینځلسمې قوا شتون، ۸۸ قطعه، د قرغې ۸ فرقه، د بالا حصار کوماندو او نورې لوې او وړې قطعې پرتې وې.

۵ـ له دغو ځواکونو نه کودتاچیانو ډېره ګټه واخسته. د ا ـ د ـ خ ـ ډ پوځي غړو چې د خپل ګوند خلقي قومانده تر لاسه کړه. د دوئ ګوندي تشکیل د کودتا په تړاو داسې وو: « محمد اسلم وطنجار، د ځمکني پوځ د قومندان په توګه، عبدالقادر د مدافع هوایي د رستیزوال د هوایي پوځ د قومندان په توګه. اسلم وطنجار، شیر جان مزدوریار او اسدالله پیام د شوبلو د څلورمې لیوا د قومندانانو په حیث، عبدالمجید او مصطفی د شوبلو د پينځلسمې لیوا د قومندانانو په توګه، اغا محمد دګارد د قومندان په توګه، اصیل د ۷ اومې فرقې د قومندان په توګه، علاوالدین د ۸ فرقې د قومندان په توګه، محمد دوست د ۳۲ غونډ قومندان، شیخ محمد د ۸۸ لواتو پچي قومندان، شهنواز تڼی د کوماندو قومندان، شرف الدین د پراشوټ قومندان. نیک محمد د انظباط، سردار محمد د څرخي پله د تخنیکي خدمتونو د قومندان په توګه، انځر ګل د ملي دفاع د وزارت د قرارګاه قومندان، بهرام د ننګرهار د یوولسمې فرقې مسؤول، نظر محمد د خواجه رواش، هاشم د بګرام، بهرام د شینډنډ، اعظم د بلخ د هوایي ډګر د قومندان په توګه، میر نجیب الله د کندهار» ، عبدالحق د هوایي مدافع، علیشاه پیمان د راکټ د لوا د مسؤولینو په توګه ټاکل شوي ول.»[6]

د قومندې له مخې د ثور اومه (۷) نېټه (۱۳۵۷ کال) د سهار د نهو او لسو (۹- ۱۰) بجو په شاوخوا کې څلورمه لېوا د اسلم وطنجار، محمد رفیع او د ګوند د نورو غړو پر مټ د پنځلسمې لوا په ملتیا د ښار په لور خوځېږي.

دا هغه مهال دی، چې په ارګ کې بېړنۍ غونډه روانه ده.

د سترګو لیدلې کیسه د محمد داود له سریاور عبدالمجید باز له خولې اورو، چې په څرخي پل زندان کې خپل ورور محمد قاسم باز ته کړې وه:

«په ارګ کې د محمد داود تر مشرۍ لاندې د وزیرانو بېړنۍ غونډه پدې تړاو روانه وه، چې د پېښو جاج واخلی. که څه هم د دفاع وزیر د جنرال بابا جان د تلفون له مخې وتلی وو، چې پدغه وخت کې د دفاع په وزارت د ټانګ ډز وشو. د کورنیو چارو وزیر قدیر نورستانی له غونډې را ووت د سریاور (عبدالمجید باز) دفتر ته راغی او د کابل امنیتي قومندان ته یې تلفون وکړ، چې د جمهوري ریاست د مقام په هدایت تاسو ته امر کوم، چې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند هغه ټول مشران چې تاسو سره بندیان دي له مینځه یوسئ.» [7]

له دې سربېره د هېواد امنیتي چارواکي پداسې موهم وخت کې چې حکومت د ګواښ سره مخ وه د تنبلي په خوب اخته ول. دساري په توګه «د ورځې نږدې یوولس بجې وې د حربي پوهنتون قومندان جنرال بابا جان د جمهوري ریاست دفتر ته تیلفون وکړ او د ولسمشر سریاور سره وغږېد:

«سریاور صاحب! زه په پرلپسې توګه د دفاع وزیر غلام حیدر رسولي ته تیلفون کوم، چې ورته ووایم شېبه مخکې شپږ عرادې ټانګونه په ډېره بیړه مخ په ښار ځغاستل. ولې وزیر صاحب مې پیدانګړ چې ده اجازه ورکړې ده؟

«سریاور پرته له ځنډه غونډې ته ننوځي، پخپله جمهور رئیس ته د پېښې خبر ورکوي او هغه وایي آیا د دفاع وزیر خبر نه دی؟

رسولي له ځایه پاڅېد ځواب یې ورکړ زه نه یم خبر ما چا ته اجازه نده ورکړې. د جمهور رئیس له دفتر نه ووت او د د فاع وزارت ته لاړ.» [8]

رسولي ته یوه ورځ دمخه هم یو شمېر کسانو خبر ورکړی وه، چې په اردو کې غیر طبعي خوځښتتونه روان دي. باید چې مخه یې ونیول شي. ان تر دې چې د څلورمې زغره والې لېوا په اړه یې ځانګړې یادونه ورته هم کړې وه.

خبره تر خوست پورې رسېدلې وه. لوی ولسوال محمد ولي هم ولسمشر ته د کودتا خبر ورکړی وه. خو رسولي بیا ډاډ ورکړی وه، چې کوم څه نه شته د دفاع وزیر د محمد داود د سریاور د څرګندونو په تړاو د ټانګ څلورمې لېوا کفیل او رئیس ارکان محمد رفیع ته د پېښې په تړاو خبر ورکړ او هغه ورته وویل: دوه ټانګونه د لېوا له انګړ نه وتلي ول خو بېرته ونیول شول.

لکه څنګه چې رفیع له رسولي سره لنډ پاري وکړه دا رنګه ده له محمد داود سره. خو دی لا په همدې کې وو، چې په وزارت یې برید وشو. سمدستي له لوی درستیز عبدالعزیز خان سره یو ځای له وزارت نه د شا له خوا ووت. د دې پر ځای چې د قوماندې ځای محل چنار ته لاړ شي ولې مخ په قرغه روان شو. د رسولي په شمول د کابینې ټول غړي دومره د روان کړکېچ نه نا خبر ول، چې ان بهرنیو هېوادونو په سر کې امریکا او برېتانې هم د افغانستان د پېښو په تړاو اندېښنه لرله. خو افغان چارواکي لاس تر زنې ول.

په کابل کې د امریکا نوی ټاکل شوی سفیر«ادولف دبس» Adolph Dubzدبز» په (۱۹۷۸ کال د مارچ په میاشت کې د امریکا چارواکوته لیکلي ول:

سیاسي پېښې د جمهور رئیس محمد داود په ولکه کې دي. دی په پېښو برلاسی دی، له کوم ګواښ سره مخ نه دی.» دا خبره ډېره د پام وړ ده، چې د پېښو په اړه به د دولت رئیس خبر نه وه!؟ خبروه خو رسولي دی په تیاره کې ساتلی وه. په هر حال د ټانګ  څلورمه لوا د وطنجار په مشرۍ او د هېواد د هوایي ځواک د قادر په قومانده په ارګ پرلپسې ځمکني او هوایي بریدونه پیل کړل.

د ارګ مقاومت او د ماتې لاملونه

د هوایي ځواکونو قومندان قادر د ایران له یوې ورڅپاڼې سره چې د «تهران اطلاعات» نومېږي په یوې مرکې کې ویلي دي:

په باګرام کې زموږ حزبي ملګرو موهمې نقطې نیولې وې. د برېښنا په څېر يې زما تر قوماندې لاندې هوايي عملیات پيل کړل او د داود خان ماڼۍ مو تر اور لاندې ونیوله… اوولس وارې مو په ګارد بمونه وغورځول.»[9]

کودتا چې (د ثور ۷ نېټه ۱۳۵۷ ل کال) د څرخي پله د څلورم زغرورې قوا له خوا پیل شوه. په ډېرې چټکۍ یې خپل ټانګونه له غرمې مخکې د پنجشنبه ورځ د ارګ مخې ته ورسول او بریدونه یې پیل کړل.

د ارګ وسله وال ځواک تر هغې مقاومت وکړ، چې بیا قادر د ماښام په اووه (۷) بجو (د ده په وینا) پر ارګ پرلپسې هوایي بریدونو ته زور ورکړ. د ارګ سرتېرو کودتاچیانو ته تر دې دمه د سر ډېر زیانونه اړولي ول، چې ان«عمر» هم د دوئ له خوا ووژل شو. په سر کې د ارګ او د دفاع وزارت مخې ته درې ټانګونو سیال لورى د اور لاندې نیولی وه، چې ټانګستان یې وطنجار، مزدوریار او فتح محمد ول. صمد غوث پدې اند دی چې:

د هوایي ځواکونو مرستیال قادر د څلورمې زرهدارې قوا صاحب منصب وطنجار د شوروي اتحاد په برکت کودتا پیل کړه.» [10]  نو ځګه خو ارګ تر اور لاندې ونیول شو.

داسې انګېرنې شتون لري، چې د ارګ قومندان صاحب جان پدې پلمه چې د محمد داود لور چې د پوهنتون محصله وه د هغې پسې تللی چې رایې ولي او وروسته بیا د سردار محمد نعیم خان مېرمن سره بوخت وه، چې هغه په نوي ښار کې د اړتیا وړ توکو د رانیولو لپاره هلته تللی وه.

نو پدې بنسټ د ارګ ځواکونو پخپل سر د کودتاچیانو پر وړاندې مقاومت کاوه.

ولې د هغه وخت لومړی بریدمن مصباح الله دا خبره نه مني، چې ګنې صاحب جان ناغېړي کړې ده.

نوموړی ما ته (سنګروال) چې ولې باز او عمر باز هم حاضر ول. په (۱۳۹۲ کال) د قوس پر دېرشمې (۳۰) نېټې (۲۱ ـ ۱۲ ـ ۲۰۱۳ کال) د تیلفون په کرښه چې د ورځې یوه بجه وه وویل:

«صاحب خان او ملګري یې تر هغې وجنګېدل، چې په پای کې مرمۍ خلاصې شوې. بیا سردار صاحب ته ورغی او هغه ورته وې ویل:

سپین ټوکر پورته کړئ ځانونه تسلیم کئ خو زه نه تسلیمېږم. ولې بیا هم په ارګ کې دوه ډلو شتون درلود. لومړی هغه ډله وه، چې د جمهور رئیس پلویان ول او د کودتاچیانو پر وړاندې تر هغه مهاله جنګېدل، چې په پای کې ووژل شول، چې موږ محمد سرور خوګیاڼۍ، سلطان چوپان او نور په لسګونه کسان د بېلګې په توګه یادولی شو.

په ارګ کې دویمه ډله د هغو کسانو وه، چې یا خو د کودتاچیانو پلوي او یا بې پرې ول. پرچمي افسران په سر کې په دې نه وه خبر خو پدې خبر ول، چې رهبر یې بندي دی. نو زر یې خپل لوری بدل کړ. دغه خبره د تامل وړ ده، چې یو شمېر انګېري چې ګنې:

« د جمهوري ارګ ځواکونو د پرچمیانو په ملاتړ د څلورمې لوا پر ټانګونو د ټانګ ضد ګولۍ وورولي… او خلقي ( چې کشتمند او نبي عظیمي هغه پرچمي بولي) افسر عمر شهید کړی شو.»[11]

که داسې وګڼو نو بیا ولې د څلورمې لوا کفیل محمد رفیع له وطنجار او نورو کودتاچیانو سره مرسته کوله؟ بله کومه خبره چې د ارګ په ماتې کې د پام وړ وه هغه د پرچمي او خلقي غړو شتون وه. که څه هم دوئ ته قومانده نه وه رسېدلې ولې پدې پوهېدل، چې د ګوند رهبران یې بندیان دي. ښایي یو عکس العمل وښودل شي. چې موږ د ارګ د ټولي یو قومندان عبدالکریم شادان ( پرچمي ) نور الحق علومي، ګل آغا د ګارد د اپراسیون امر، عزیز حساس د تشریفاتو د ټولي قومندان او نور یادولی شو. دوئ د ارګ دننه په پټه او ښکار د کودتاچیانو د بري لپاره هڅې کولې. که څه هم په سر کې پرچمیان د کودتاچیانو پر ضد وه . ولې وروسته یې خپل لوری بدل کړ. او له خلقیانو سره یو ځای بریدونه پیل کړل. کومه خبره چې د ارګ د نیولو په تړاو ډېره موهمه وه هغه د جنرال بابا جان د زوم جګړن شهزاده ټانګ وه، چې دی د پیځلسمې(۱۵) لوا افسر وه او پدې پلمه چې ګنې غواړي د ارګ ملاتړ ته ننوځې. کله چې ننوتل نو بیا دوئ د کودتاچیانو په ملاتړ د ټانګ میل خوله سیال لوري ته واړوله. کنه ارګ تر دې دمه بریالی وو او د کودتاچیانو پیځه ټاکونه له مینځه یووړل او نور یې په شا وتمبول. خو د (۱۵) لوا چال هر څه بدل کړل له یوې خوا ځمکني ځواکونه ارګ ته اړم شول او له بلې خوا د هوایي ځواکونو پرلپسې بمبارۍ وې. چې په ارګ کې روان مقاومت یې په ډېرې بېرحمۍ وځپه.

که څه هم د ارګ وسلوال ځواک شمېر لږ نه وو، دوه زرو تنو ته رسېده. خو کوم جګړه ییز توکي وسلې او موهمات چې د کودتاچیانو سره ول. د دوئ په واک کې هغو امکاناتو شتون نه درلود. نو ځکه په پای کې له ماتې سره مخ شول.

د ارګ په ماته کې چې بل کوم څه پېښ شول هغه د اغا محمد، د مخابرې د امر خیانت وه، چې له محمد داود سره یې وکړ. ځکه چې د هغه د خبرو لوری یې ناڅرګند کړ. کوم هدایتونه چې باید پوځي ټولګیو ته رسیدلي وي ونه رسېدل. د جمهور رئیس ټولې هلې ځلې یې بې ګټې کړې.

د دفاع د وزیر برخلیک

مصطفی د پينځلسمې لوا مسؤول چې یو شمېر ځواکونه یې په ارګ او کورنیو چارو وزارت کې په عملیاتو بوخت ول. یو شمېر نور ټانګونه یې چې د اتمې (۸) فرقې د برید مخه ډب کړي د باغ بالا په کوتل کې او هم د ریشخورو او د اومې (۷) فرقې د مخنیوي لپاره چهلستون او دارالامان کې په دندو وګمارل.

که څه هم د دفاع وزیر او لوی درستیز لا پخوا خپل ځانونه قرغې ته رسولي ول، چې اتمه (۸) فرقه دې ته وهڅوي چې د کودتاچیانو مخه ونیسي. پدغه وخت کې د فرقې قومندان جنرال محمد صدیق خان لا د حمل په میاشت کې د جنډې مراسمو ته د مزار شریف زیارت ته تللی وه. رسولي او لوی درستیز عبدالعزیز پداسې حال کې چې شونډې یې وچې وې او قرغې ته په لاره یې له ډېرې ورختاېې له یوې ټکسي سره هم ټکر کړی وو فرقې ته یې د حرکت امر ورکړ.

« هلته یې د ټانګ او توپچي ټولګي ته وویل، چې د ارګ په لوري وخوځېږي. توپچي د ډګرمن محمد علي محمد زی په قومانده، چې د غلام حیدر رسولي تربور او له نږدې خپلوانو څخه وه مخ په ارګ وخوځېد.»[12]

خو مخکې له دې څخه یوه بل قومندان علاوالدین د پلتخنیک انستیوت درې لارې کې خپل ځواکونه ځای پرځای کړي ول او د اتمې (۸) فرقې په ځواکونو یې ډزې پیل کړې.

کله چې د دفاع وزیر له پېښې خبر شو، چې محمد علي پرته له کوم مقاومت نه تسلیم شو نو مخ په اومې (۷) فرقې روان شو.

هلته د پینځلسمې لېوا ځواکونو د کورنیو چارو د وزارت له نیولو وروسته د کابل د ولایت دېوال ونړوه او بیا کودتاچیانو خپل مشران له زندان نه راووېستل او رادیو افغانستان ته بوتلل.

کله چې د دفاع وزیر ولیدل، چې د اتمې فرقې ځواکونه له افشارونه وړاندې نشول نو مخ په ریشخور وخوځېدل. لومړی تاج بېک ماڼۍ ته لاړل، چې د مرکزي قواو له ځواکونو په سر کې له جنرال عبدالعلي وردګ سره وغږېږي. پدغه وخت کې د مهتاب قلعه د پوځ له خوا د خلیل الله په قومانده په دوئ برید کېږي، چې بیا دری واړه د دلکشاه ماڼۍ د یوه باغوان کور ته چې مجید نومېده ورځي په داسې حال کې چې د ریشخورو په اومه (۷) فرقه کې ګډوډي روانه وه. خو سره د هغې هم د ډګرمن محمد هاشم خان کندهاري په قومانده د ارګ د دفاع لپاره یو کنډک روان شوی وه. نوموړی د ابن سینا تر روغتون پورې ورسېد خو د یوې نښتې په ترڅ کې ووژل شو.

کودتاچیانو له یوې خوا خپل مشران له زندان نه راووېستل او له بلې خوا یې په ارګ کې بریدونه روان ول… د دفاع وزیر او د هغه ملګري یې هم ونیول، چې بیا پرته له محکمې نه ووژل شول.

همداراز په بالا حصار کې یوې ډیپو اور واخست، د کابل مرکزي قوا، اتمې او اومې فرقې هم کوم ځانګړی مقاومت ونکړ… په پای کې دا ټول هغه څه ول، چې کودتاچیان بري ته ورسېدل.

د ولسمشر محمد داود وژنه

د کودتا لومړی ګواښ هغه ډز او برید وه، چې د دفاع په وزارت وشو. دغه وخت کې محمد داود د کابینې په ټولو غړو غږ وکړ، چې هر څوک کولی شي له ارګ نه ووځي او ځانونه خوندي کړي.

نوموړی له دې سره جوخت د ګارد قومندان ته هدایت وکړ، چې د کورنۍ غړي یې هر چېرې وي په سر کې یې یو زوی یې چې په رادیو افغانستان کې کار کاوه او لور یې چې پوهنتون کې محصله وه ارګ ته ورسوي.

د دولت یو شمېر چارواکي په ارګ کې دننه وه له ارګ نه ووتل ولې یو شمېر پاتې شول.

د کبیر سراج په اند: « یو شمېر وزیرانو محمد داود ته سلا او مشوره ورکړه، چې له ارګ نه ووځي، کومې مرکزي قواته ځان ورسوي او اداره پخپل لاس کې ونیسي. جمهور رئیس دا خبره ومنله غوښتل یې په موټر کې سپور شي. زوی یې محمد عمر ورپسې وځغاستل، چې د ګارد د کوم ټولګي له خوا پرې ډز وشو او عمر جان ولګېد…» [13]

د نوموړي په قول محمد داود بېرته د ګل خانۍ ماڼۍ ته را ننوځې او وایي چې د دې ټولو بدمرغیو لامل زه يم!؟. که چېرې د محمد داود د وتلو موخه ریښتیا هم دا وه، چې غوښتل یې کومې فرقې ته لاړ شي او د پوځي ځواکونو قومنده پلاس کې واخلي، ښایي یو څه حقیقت ولري او که خبره دا وي، چې ده غوښتل ځان وباسي حقیقت نلري.

پدې تړاو د سترګو لیدلې کیسه بیا هم د ده د سریاور عبدالمجید باز له خولې، چې د څرخي پله په زندان کې خپل ورور ته کړې وه او ماته بیا په لندن کې عبدالولي باز داسې وویل: « په ارګ ډزې روانې وې د منګلو د قوم مشران زما پلار باز محمد خان منګل ته راغلل او ورته وې ویل:

حالات خړپړ دي سردار صاحب ته زموږ له خوا همدا اوس ووایئ موږ چمتو یو، چې تاسو پکتیا ته ولېږدوو… پلار مې عبدالمجید باز ته د تیلفون په لیکه همدغه پیغام ورسوه… خو سردار صاحب په سړه سینه ځواب ورکړ. ما د افغانستان له خلکو سره ژمنه کړې ده، چې زه به د دوئ له پت او عزت نه د ژوند تر پایه ساتنه کوم… دا زما لوړه ده! یوازې دعا را ته کوئ.» [14]

د باز محمد خان منګل کورنۍ د محمد داود خان لپاره ډېره قرباني ورکړه نو ښایي چې پدې خبره کې حقیقت وي. ولې دغه خبره له حقیقت نه را ته لرې ښکاري، چې ویل کېږي!

« په جمهوري ګارډ کې د خلک دموکراتیک ګوند پوځي سازمان د دوو لارو نه نفوذ وکړ. یو شمېر د ننګرهار ملګرو د داود د ناظر باز محمد [15] د زوی نیک محمد له لارې د پېژند ګولۍ او ملګرتیا له مخې په ګارډ کې نفوذ وکړ…» [16]

 دا خبره ما ته د تامل وړ ځکه ده لومړی خو باز محمد منګل د نیک محمد پنوم کوم  زوی یې نه لاره ( د ده زامنو نومونه دا دي: محمد حسن، سرفراز، عبدالمجید، عبدالولي، ډاکتر کریم، محمد قاسم، محمد عمر) دویم دا چې درې زامن یې او پخپله باز محمد خان منګل هم د محمد داود خان د لارې قرباني شول او د څرخي پله په زندان کې پرته له کومې محکمې نه ووژل شول. محمد داود سره د هغې هم نهیلی نه وه په ځغرده یې خپلو پلویانو ته سپارښتنه کوله، چې د کودتاچیانو پر وړاندې وجنګېږي. تر هغې چې مخابره یې فعاله وه قومانده یې ورکوله او صاحب خان هم خپلو کسانو ته ډاډ ورکوه، چې د اومې فرقې یو شمېر ځواکونه د جمهوري ګارد د دفاع لپاره را خوځېدلي دي. ولې دغو ځواکونو ابن سینا روغتون ته څېرمه او ۳ کارته کې د کودتاچیانو له خوا سخته ماته وخوړه.

له یوې خوا په کابل کې د مېشتو پوځې ځواکونو په وړاندې لارې بندې شوې، چې له ارګ میشتو مقاومت کوونکو سره مرسته وکړي. که څه قادر او وطنجار له صاحب جان سره اړیکه نیولې وه. خو هغو ورته ځواب ورکړی وه. تر هغې چې ستاسو ټانګونه زما په سینه تېر نه شي تر محمد داود پورې نشی رسېدلی.

له بلې خوا د رادیو له لارې د کودتاچیانو د بري اعلامیه خپرېده. دا ځکه چې دوئ رادیو نیولې وه ستار خټګر چې رادیو ته ننووت خیال کټوازي د ټانګ په سر خبرې وکړې او مامورینو ته یې ډاډ ورکړ.

درېیمه کومه خبره چې ډېره موهمه وه هغه هوایي بریدونه ول، چې په پرلپسې توګه یې ارګ تر اور لاندې نیولی وه.

د فرهنګ د څرګندونو له مخې، چې د لبیب له قوله وايي:

« د قادر دروغ ښایي د دې لپاره وو، چې نه یې غوښتل ووایي» بمباري د شوروي پلوټانو له خوا کېده. کومو الوتکو چې بمبار کاوه هغه میګ «۲۱» وې. د دفاع د وزارت د یوه تن له خولې ( فرهنګ یې نوم ندی اخستی) هغه وخت کې یوازې د ګوتو په شمېر پلوټان ول، چې دغه مهارت یې درلود، چې یو هم قادر وه.

په باګرام کې «۱۲» تنه شوروي ښوونګي ول، چې په وروستیو کې «۲۴» تنو ته ورسېدل. په غالب ګومان دوئ ول، چې (د لبیب په قول) میګ «۲۱» الوتکې له باګرام نه جګېدې ارګ یې تر اور لاندې نیولی وه. »[17]

یو شمېر کورني او بهرني لیکوالان د شوروي پلوټانو د بمبارۍ په تړاو چې ګنې د ثور کودتا کې ونډه درلوده او کنه وېشل شویدي. یو شمېر انګېري، چې پدې کې شوري پلوټان ښکېل ول. ولې یو شمېر دا نه مني. د کبیر سراج په فکر:

« ټولې الوتکې او هلیکوپترونه د افغان پلوټانو له خوا سوق او اداره کېدل. د باګرام په هوایي ډګر کې روسي پلوټانو هېڅ شتون نه درلود. »

په ارګ کې ټوله شپه ډزې روانې وې د اقبال وزیري په اند:

« سهار وختي د بالا حصار د کوماندو قطعه جمهوري ارګ ته په ننوتو بریالئ کېږي، څو تنه افسران او سرتېري امام الدین تر قوماندو لاندې د ګل خانۍ ماڼۍ ته ننوزي او د داود خان او د هغه د ملګرو څخه هیله کوي، چې ځانونه تسلیم کړي… داود خان په هغو ډزې کوي او امام الدین په لاس زخمي کېږي. د مقابلو ډزو په نتیجه کې محمد داود، د هغه د کورنۍ غړي او ملګري وژل کېږي او د جمهوري ارګ کنترول د خلقي افسرانو په لاس کې لوېږي.» [18]

هغه څو تنه کودتاچیان د ګل اقا په لارښودنه د محمد داود مېشت ځایته ننوځي، علاوالدین او ګل اقا ورته ګواښ کوي، چې وسله پر ځمکه کېږدي، کنه وبه وژل شي. پدغه وخت محمد داود د تومانچې ډزې پرې کوي او علاوالدین په لاس ټپې کېږي. دوئ بیا پرې د اور امر کوي، د جمهور رئیس محمد داود په شمول ټول وژل کېږي، چې د وژل شوو شمېر پدې ډول دی:

۱ـ افغان ولسمشر محمد داود.

۲ـ سردار محمد نعیم.

۳ـ زینب داود، د باچا محمد ظاهر خور.

۴ـ بلقیس د تیمور شاه اصفی میرمن د ظاهر شاه خور.

۵ـ محمد عمر داود.

۶ـ ویس داود.

۷ـ خالد داود.

۸ـ شینکۍ داود.

۹ـ زرلښت داود.

۱۰ـ شیما د ویس میرمن.

۱۱ـ هیله د عمر خان لور.

۱۲ـ غزاله د عمر خان لور.

۱۳ـ حارث د ویس زوی.

۱۴ـ وایګل د ویس زوی.

۱۵ـ زرمینه د محمد نعیم خان لور د عبدالعظیم غازي میرمن.

۱۶ـ حضورا د عبدالعظیم غازي لور.

۱۷ـ عایشه د محمد داود او سردار نعیم خور.

۱۸ـ نظام الدین غازي د محمد داود خان زوم.

یادونه:

دوه تنه لوړ رتبه چارواکي د جمهور رئیس معاون عبدالاله او د کورنيو چارو وزیر عبدالقدیر نورستانی هم په ارګ کې ووژل شول.

د پېښې ټپیان:

۱ـ ګلالۍ د سردار عمر میرمن د عبدالله ملکیار لور.

۲ـ خورشید د محمد نعیم لمسۍ د عبدالعظیم غازي لور.

۳ـ زهرا د محمد داود خان لمسۍ د نظام الدین غازي لور.

۴ـ داود د نظام الدین غازي زوی د محمد داود لمسی.

۵ـ زهره د اصفي لور د ظاهر شاه خورزه.

۶ـ تورن د اصفي زوی د پاچا ظاهر شاه خورایي.

۷ـ شیرین ګل د عایشه جان پر ستاره.

۸ـ تیمور شاه اصفي د محمد ظاهر شاه اوښی.

بله یادونه:

د محمد داود د کورنۍ دوه نور غړي عبدالله روکی او صلاح الدین غازي د څرخي پله په زندان کې په دار وځړول شول. او احمد علي خان سلیمان د څرخي پله په زندان کې مړ شو.

له دغو وژنو سربېره په ارګ کې دننه او بهر نور ډېر پوځې او ملکي وګړي هم ووژل شول. پخپله امام الدین هم البته د فرهاد لبیب په قول، چې له هغه نه یې روایت کړیدی ویلي دي، چې کله زه د ثور په اتم (۸) ګارد ته ننوتم سره د دې، چې سپین بیرغونه هم تر سترګو کېدل. ولې خال خال ډزې هم اورېدل کيدې.

که څه هم محمد داود غوښتل چې له قادر او وطنجار سره خبرې وکړي. خو دا چې ولې هغوئ دېته چمتو نشول ښایي یو لامل یې پخپله د خلقي او پرچمي مشرانو خپل مینځي اختلاف وي. ځکه تره کي دوئ ته اجازه ورنکړه. یا ښایي دوئ پدې پوهېدل چې محمد داود هغه څوک ندی، چې تسلیم شي. لکه چې ولیدل شول. هغه په ځغرده امام الدین ته وویل:

زه مزدورو کمونستانو ته نه تسلیمېږم… او بیا یې په هغه برید وکړ. قادر هم د یوي مرکې په ترڅ کې، چې دمخه ورته اشاره شوېده ویلي دي، چې زه او وطنجار ور روان وو، چې له محمد داود سره وغږېږو. خو ملګرو زموږ مخه ونیوله او پرېنښودو.

د ثور کودتا کې ډېره مرګ ژوبله د ارګ ساتونکو ته واوښته، چې ښایي شمېر یې سلګونو کسانو په شاوخوا کې وي. ولې له دې سربېره په خواجه رواش، په اومې او اتمې (۷ـ ۸) فرقې، په باګرام، قوه مرکزي، بالا حصار، د ننګرهار د فرقې هغه وسله وال چې تر تنګي پورې رسېدلي وو او لږوډېر نور وسله والو ځواکونو ته په کابل او ولایاتو کې درنه مرګ ژوبله واوښته او د ثور د اومې نېټې کودتا هم پدې ډول بري ته ورسېده.

[1] :ـ سنګروال شهسوار له بلۍ د ارګ تر ماڼۍ

2 thoughts on “د ثور کودتا، شېبه په شېبه | استاد شهسوار سنګروال”
  1. سلام
    وایے سیل بین عقل چہل وزیر دارد دغوایی د کودتا کا سہ آؤ کپری دومرہ خلک نہ ول لکہ خنگہہ چی د دول غگ اوریدل کیڑی
    علم ، شخصیت ، رسالت، مسلک آؤ پشتنی میرانہ سترہ وسلہ دہ ، گانہ دہ آؤ زلمیتوب۔زہ دا حق آؤ مناسب نہ بولم چی چاپسی سپکی سپوری آؤ بد ووایم دا افغانی فرھنگ نہ منی سالمہ نیو کہہ بیا دقضیی بلہ برخہ دہ چی زہ یی یادول لازم گنم
    شھید داؤد خان پسے ھر دول نظرونہ ما ولوستل دغہ مطلب بہ اوس پریڑدو بل وخت تہ
    دشمن دانا بہ از دوست نادان نادانو دوستانو ، بی کفا یتہ اردو ، کمزورو وزیرانو ، پہ خوب ویدہ ولس داؤد خان لہ جنجا لونو سرہ مخ کر چی اوس ھر ملخ لافی وھی محمد حسن باز، دکابل ولایت قومندان میر گل ، حیدر رسولی ددفاع وزیر،داخلہ وزیر قدیر نورستان د ویدہ، بے دسپیلینہ ، بے کفایتہ ادارے داسی مٹال لری لکہ پہ رمہ چی لیوہ ورگد شی
    دی جاھلو لہ داؤد خان سرہ سترہ جفا وکرلہ دا د افغانا نو نار وغی دہ چی تل دقدرت خپلو گتو خبرہ شی دوھم کس یی نہ خو شیڑی کلہ چی داؤد خان د غوایی لہ دلی: خلق آؤ پرچم نہ فاصلہ نیسی دولت، ، اردو ، آؤ دداوود خان باوری کسانو مسولیت آؤ رسالت خہ وہ؟ وایی چی دودی تنور پخوی آؤلا پی بی بی وھی دولت، ولس،آؤ حکومت چیری وہ کلہ چی شھید ھاشم میوندوال د غوایی سندی والا نو پہ مشورہ پہ دیرہ بیر حمانہ توگہ پہ شھادت رسڑی

  2. استاد سنگروال صاحب سلام
    کلہ چی لہ محمد عمر داوود سرہ زما ملگر تیا پیل شوہ ھغہ ما تہ بلنہ راکرہ چی د بیرغ پورتہ کی دل د افغانستان د تور او سپین تلویڑن د افتتاح ورخ پہ خاطر لہ دہ سرہ د کابل رادیو پہ تا لار کی ووینم
    زہ وختی لارم خو عمر پہ نھو بجو راغی د کودتا لومری ورخ وہ نیم ساعت وروستہ پہ عمر پسی یو گا دی راغی او عمر یی کہ خانہ سرہ بوت عمر ناتہ زنگ وواھہ چی کور تہ باید ستون شم ما سرہ سوال پیدا شو چی ولی ؟
    کلہ چی کورتہ راغلم زمونڑ کورتہ مخا مخ یوہ سرا چہ کی خلقی داکتر زر غون او سیدہ د ھغہ کور محاصرہ وہ چی وروستہ پہ اکبر خان مبینہ کی د صحت طفل روغتون ریس شو
    دی کی شک نشتہ کھدائی شی د باز کورنی شہ خلک وی ولی کلہ چی لہ تولو مسا یلو داوود خان بی خبرہ او غافل پاتی کیڑی دی نہ معلو میڑی چی پہ دیر حساس وخت کی د ولس او داوود خان تر منخ فاصلہ ایجادیڑی چی دایوہ سترہ خلا دہ
    ملی حاکمیت، د خاورے تمامیت،د حکومت روابط او ضوابط تول لہ گوادر سرہ مخامخ کیڑی ھغہ ھم پہ یوہ بی ناکہ احسا سا تی تولنہ کے ابن خلدون پہ دی باور دی پہ کومہ تولنہ کی چی دا دول فاصلہ یا وارن رامنگر تہ شی بد عواقب کرے چی لہ بدہ مرغہ مونٹریال یی مری شو او افسانے ور نہ جاری چوی ستا لیکن ہ تاریخی بنہ لری او پہ زدہ پوری دہ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *