محمد ایاز نوري آزادي

وختونه روان دي، د نن څخه ۴۱ کاله پخوا خو زما داسې په یاد دي لکه پرون، د لمریز کال ۱۳۵۷ د ثور د میاشتې ۷ نېټه د پنجشنبې ورځ وه، هوا د سهار له خوا یو څه ورښتجنه وه، چې زمونږ په ګران افغانستان کې نظامي کودتا پېښه شوه او د وخت دولت، چې مشري یې محمد داود خان کوله له منځه ولاړ او حکومتي قدرت د افغانستان د خلق دیموکراټیک ګوند (حدخا) ته په لاس ورغی او مشر ئې نور محمد تره کی او مرستیال یا دوهم کس ببرک کارمل اعلان شو. زه لیکوال هغه وخت د کابل د حربي ښوونځی د ۱۱ ټولګي متعلم وم. زه تر هغې ورځې پورې د نور محمد تره کي او ببرک کارمل له نومونو سره هېڅ آشنا نه وم او نه مې د چا له خولې اورېدلي ول چې داسی کوم سیاسي ګوند شته، چې سوسیالیستي افکار لري او د شوروي اتحاد د هغه وخت لغ مقتدر دولت سره ژور پټ دوستانه اړیکي لري، د دوو اړخونو یعني خلق او پرچم لري او نوموړي کسان ئې مشران دي. د ثور له کودتا څخه مخکې د ۱۳۵۲ل کال د سرطان په ۲۶ شپه یعنی څه کم ۵ کاله پخوا هم کودتا شوې وه او  سردار داود خان د اعلیحضرت ظاهر خان شاهي دولت پرزولی و. اوس په یوه مملکت کې، چې د صرف ۵ کلنو په بهیر کې دوه پر له پسې عسکري کودتاوې کېږي، هلته حتماً یوه ملي ټولنیزه ستونزه وي. هغه هېواد کې په یوه اوږده زماني بهیر کې ظلم او جبر پر خلکو تحمیل شوی وي، هلته بی عدالتي او بالخصوص سیاسي او اقتصادي جدي مشکلات موجود وي، هغه څه، چې زمونږ په افغانستان کې خپل اوج ته رسیدلي ول.

د ثور ۱۳۵۷ل د کودتا د بریالي کېدو لومړی درجه مسوول

په رڼا ورځ د ثور د کمونیستي کودتا د بریالیتوب لومړی درجه مسوول د وخت ولسمشر محمد داود خان دی. مرحوم محمد داود خان د سردار عزیز خان زوی د نادر شاه وراره و. پلار ئې د نادر خان د باچاهۍ په څلورم کال ۱۳۱۱ل جوزا میاشت کې کوم وخت، چې په جرمني کې وزیر مختار وه، په سفارت کې د یوه امانیست افغان انجنیر سید کمال خان له خوا په دې علت، چې د غازي اعلیحضرت امیر امان الله خان رح څخه ئې د انګرېزانو د ګټو د ساتلو لپاره په غدارۍ او چل ول د بادشاهي مقام خپلې کورنۍ ته غضب کړئ، د توپانچې په ډزو ووژل شو. (وګورئ افغان ملتپال مبارزغبار دوهم ټوک د تاریخ کتاب ۱۲۹-۱۳۳مخونه) پخپله محمد داود خان د شخصیت پر بناء د قدرت او دولتي مقام لیونۍ، عصبي مزاجه له ځانه راضي او خود رایه او یو نظامي کس و. هغه خصوصاً د خپل د یوه بد نام تره سردار محمد هاشم خان، چې د افغانستان خلکو د جلاد لقب ورکړئ وه، په غیږ کې روزل شوی و. وايي، پاچا ظاهر خان به له ډېره نازه ورته د «آغا لالا» خطاب کاوه. هغه د خپل عمر له ۲۱ کلنې د مصنوعي جنرال یا فرقه مشر په رتبه د مشرقي د نائب الحکومه په توګه خپله حکومتي دنده پیل کړه او بیا تر ۱۳۴۱ل کال پورې د مرکزي قول اردو د قوماندان، د حربي پوهنتون او حربي ښوونځي قوماندان، د کورنیو چارو او دفاع وزیر، د کندهار والي او د صدراعظم په مقام ئې کار وکړ او د ۱۳۴۱ل نه تر ۱۳۵۲ل پورې بیکاره په کور ناست و او د کودتا کولو فکرونه ئې کول، چې په هر ترتیب وي، دئ باید د افغانستان لومړی دولتي مشر جوړ شي، چې بلاخره د ۱۳۵۲ل کال د سرطان په ۲۶ شپه ئې د پرچمي کارملي کمونیستانو او یو شمېر خلقي افسرانو په ګډون پخپل د تره زوی اعلحضرت ظاهر خان د هغه په غیابت کې عسکري یرغل ورووړ، د پیړیو شاهي نظام ئې ړنګ  او جمهوري رژیم ئې اعلان کړ اما په عملي ډګر کې ټول دولتي اختیار د سردار او بیا د هغه له ورور سردار محمد نعیم خان سره و. د حکومتي قدرت د انحصار علت دا و چې داوود خان او نعیم خان د نادري کورنۍ مهم حکومتي چارواکي پاتې شوي ول او د کورنۍ په ټولو ملي ضد فجایعو کې، چې د انګریزي استعمار پروژه د غازي امیر امان الله خان او رشتینو یارانو د پوره محوه کولو لپاره د غله بچه سقاو زمونږ په افغانستان کې رامنځ ته شوې وه، (وګورئ د افغان ملي قهرمان جرنیل یار محمد خان وزیري کتاب، د افغانستان د خپلواکي او نجات تاریخ) دغو دوو وروڼو مستقیم اشتراک درلود. کوم وخت، چې داود خان خپل جمهوري اصلاً صرف د نوم په تغیر بل ډول یوه شاهي دولت اعلان کړ د هغه پر ضد دوه مطرح سیاسي قوتونو په جدي توګه موجودیت درلود. یو اخوانیان ول، چې د اسلامي حکومت د استقرار لپاره ئې مبارزه کوله او بل کیڼ اړخه ماتریالیستان ول، چې د حدخا په تشکیل کې سره ټول او د وخت د شوروي روس دولت کلکه حمایه ورسره وه. داود خان ته لازمه وه، چې د دغو دواړو خطرناکو سیاسي ډلو سره د هېواد او مظلوم ولس د ګټو د خوندیتوب لپاره په ټول صداقت، سولې او مصلحت او د ګډ حکومتي کار رویې ته ئې مخه کړې وای، اما چون خپله سردار صرف د ځان غوښتنې او خشونت سره آشنا وه. د دغو دوو ډلو خطرناک دریځ ته ئې یا عقل نه رسیده او یا هم د هغه منفي غرور ورته مجال نه ورکاوه. پایله دا شوه، چې هغه یو شمېر مهم اخواني مشران نیول، بندیان او ووژل او پاتې د پاکستان په لور تېښته وکړه او په ۱۳۵۴ل ئې په څو ولایتونو کې وسله وال تخریبات هم وکړل. همدا راز د داود خان د جمهوریت په لومړي کال د عسکري کودتا په نوم یو محبوب سیاسي مشر محمد هاشم خان میوند وال او ورسره د نیک نامه یو شمېر افغان افسران او شخصیتونه هغه ونیول او میوند وال او څو نور ئې ووژل او پاتې سخت شکنجه او بندیان شول، چې سردار په دغه عمل کې د ولس په منځ کې سخت بد نوم خپل کړ. بلاخره د داود خان د جابر جمهوري حکومت په ۵ کال د هغه اړیکې د چپي حدخا د مشرتابه سره هم بالکل خرابې شولې. د خلق ګوند هم ځان مصون نه احساس کاوه او هغه ټکی، چې بی پروا داود خان باید ډیر ورته پام کړی وای د حدخا د جذب کار په افغان اردو کې وه، چې د خلق جناح مسوول حفیظ الله امین او د پرچم اړخ مسوول میر اکبر خیبر ول. د ۱۳۵۷ل د حمل په ۲۸ میر اکبر خیبر د کابل ښار په مکرویانو کې په مرموز شکل ووژل شو او د حدخا مشرتابه هغه په تودو مراسمو د شهداء صالحین په هدیره کې خښ کړ. بیا هم ولسمشر داود خان د دې پر ځای چې د سیاسي هنر څخه د افغانستان د ملي ګټو په خاطر د حدخا د ډیر خطرناک شوي ګوند له مشرتابه سره یوه غمرازي او نرم والی وکړي، دا حرکت د حدخا په مغرور او بی سنجشه ولسمشر داود خان بد ولګېد او د یوه مجهول پلان له مخې ئې د حدخا مشران نیول او بندیان کړل. حتی د سردار ورته وفادار کسانو به ویل، چې شه تا داود خان، چې دغه خطرناک شوي مشران ونیول، نو بیا ئې دستي مړه کړه. اما هر علت چې وه حاکم ولسمشر دغه جرات ونکړ او د کابل مرکزي قول اردو اړوندو عسکري قطعاتو ته ئې امر وکړ، چې د دغو ملي خاینانو د نیواک په خاطر مجلسونه جوړ کړي. په ۷ د ثور ۱۳۵۷ کال سهار لس بجې د حدخا د مشرتابه د فیصلې سره سم لومړی د کابل پلچرخي میشته زغروالې قطعې څخه یو د ټانک کنډک، چې مشري ئې یو ټانکست خلقي افسر جګړن محمد اسلم خان وطنجار کوله په یوه عجیبه زړورتیا د ارګ په لور د ولسمشر داود خان د حکومت د راپرزولو لپاره حرکت را وکړ او د ارګ ختیځې جناح د پل محمود خان د برج سره ئې موضع ونیوله او لومړی ئې د ارګ مخته د ملي دفاع وزارت وداني د ټانک د دشکه او توپ د مرمی په ذریعه تر اور لاندې ونیوله. دا وضعیت د مغرور ولسمشر او ورسره غافل حکومتي تشکیل لپاره ئې یو ناببره او د نه باور عمل معلوم او دوی ئې سخت وارخطا کړل. ولسمشر د خپلې یوې توپانچې سره راغی او د ارګ د ګلخاني په ودانۍ کې ئې په اصطلاح موضع ونیوله او تر خپل وژل کېدو پورې هم هلته پاتې شو. حال دا، چې داود خان د مرګ او ژوند تر منځ واقع شوی وه، ارګ به ئې خپل ورور نعیم خان ته پریښی وای او خپله به شخصاً د خواجه رواش هوائي ډګر ته تللی وای او عسکري قومانده به ئې په لاس کې اخستی وای. د کودتا زغروالو قوتونو د ارګ اصلي ور ته ځانونه ورسول او هلته د ګارډ د لواء د مقاومت په نتیجه کې درې محاربوي ماشینونه په راکټ انداز ویشتل او عمله ئې ووژل شول. د ماسپښین یوه بجه د بل کودتاچي خلقي افسر ډګروال عبدالقادر خان پیلوټ تر امر لاندې افغاني پیلوټانو جټ طیارو ته پرواز ورکړ او جمهوري ارګ ئې د اور لاندې ونیو. د ګارډ لیوا مورال د جټ بمبارد په لیدو ډیر ضعیف شو، ځکه هغوی د دافع هوا وسله هلته نه لرله. بلاخره کودچیانو د ولسمشر داود خان په ژوند راډیو کابل ونیوله او د نوي حکومت اعلان ئې وکړ. دا انکشاف ولسمشر سخت وارخطا کړی وه او خپل د ګارد قوماندان جګړن صاحب جان خان ته يې امر ورکړ، چې ما خپل تصمیم نیولی او تاسو تسلیم شۍ. ولسمشر د ثور ۸ د سهار په ۴ بجو د خپل نه تسلمیدو په نتیجه کې سره د خپل د کورنی د غړو ووژل شو او مړي ئې کوم مخفي ځای کې ښخ کړای شول.

په دې ترتیب مونږ وینو، چې په لږو انساني تلفاتو د خلق (حدخا) ګوند د نیمې پېړی خانداني حکومتي واک ونړوه او د افغانستان دولتي واک داران شول. نور محمد تره کۍ، ببرک کارمل ولسمشر او مرستیال او نور مهم کسان لکه حفیظ الله امین، سلطانعلي کشتمند، نور احمد نور، محمود بریالی، سلیمان نا لایق، قادر خان، اسلم خان وطنجار، صالح محمد زیری، کریم میثاق، شرعی جوزجانی حکیم، قدوس غوربندی، اسماعیل دانش، دستګیر پنجشیری او نور په مهم لوړو حکومتي مقامونو وګمارل شول. د افغانستان په نس وږو او په فکر جاهلو ساتل شویو خلکو په یوه معین انداز کې دغه نوي تحول ته خوشالي وکړله، فکر ئې کاوه دغه خلک شهزادګان نه دي بلکه په صداقت سره به مونږ ته کار وکړي او زمونږ په دسترخوان به یوه ګولی ډوډی پیدا شي. اما ژر ولیدل شول، چې دغه د حدخا مشرتابه ډېر احساستي، افراطي، بی عقل، بی اتفاقه، رواني مریضان، او کم ظرفه خلک وختل. دوی داسی کارونه شروع کړل لکه د افغاني ټولنې څخه، چې بیخي بیخبره پاتې شوي وي. د خلکو پر اسلامي عقایدو ئې تیری پیل کړ، افراطي او بې ګټې فرمانونه ئې صادرول او خلک ئې تحریک کول او دوی د خلکو په ذهن کې لا پسی منفوریدل. ناحقه نیول او وژل شروع شول، د فیوډال، خان، پخوانی وکیل، اخوانی، ملا، اشرار او ضد انقلاب تر نومونو لاندې خلک بندي او ووژل شول. مثلاً زما لیکوال د ماما زوی شهید شیر احمد خان خوستی، چې د شاهي دولت د صدراعظم نور احمد اعتمادي په دور کې په ملي شوراء کې د خوست منتخب وکیل وه، بدون د کوم روا دلیل او محکمې ئې ونیو او د پلچرخي په پولیګون کې ئې وواژه. پس له یوه کال څخه د خلکو وسله وال مقاومت د خلقي حکومت پر ضد پیل شو او وسعت ئې پیدا کاوه. خصوصاً دغه نفرت او مقاومت هغه وخت اوج ته ورسید، چی د پرچم د جناح تبعید شوي ګروپ په ۶ د جدي ۱۳۵۸ل کال د ببرک کارمل په مشرتوب د شوروي روس دولت د ۱۴۰ زرو عسکرو په شمول افغانستان ته راننوتل، د امین دری میاشتنی حکومت ئې تباه او ببرک کارمل د قدرت په ګډی کینول شو. دا نو داسی یو ملي نه بخښوونکی خیانت وه، چې زمونږ د افغانستان سیاسي استقلال او حیثیت په کې تالا شول. په لکونو افغانانو د هجرت مخه ونیوله غربي نړی او د افغانستان ګاونډ ملکونو سخت غبرګون وښود. جنګ جګړه پخپل شدت سره پیل شوله. د حدخا ۱۴ دولتي جابر حاکمیت د افغانستان خلک او ټولنه په هر لحاظ ټوټه ټوټه کړله، اما کمونیستی حکومت د شوروي دولت په زور قدرت نه خوشی کاوه او د دغه مصیبت اصلي بار مونږ د افغانستان بیګناه خلکو پخپلو اوږو یووړ او مادي او معنوي امتیازات د جګړې د دوو خواوو مشرانو ځانته غضب کړل.

پایله

 باید د ظاهرشاه په دوره کې دوه – درې سیاسي وطن پال ګوندونه تاسیس شوي وای، دولت باید په حقیقي معنا یو مشروطه شاهي وای، موثر او وطنپال پارلمان جوړ شوی وای. زراعت مکانیزه شوی وای، تعلیم عام شوی وای، د ژبو او قامونو مسله په منطقي ډول حل شوې وای، زمونږ کانونه استخراج شوي وای، ټول هیواد برقي شوی وای… نو بیا به د ۵ کلونو په ترڅ کې زمونږ په ګران افغانستان کې دوه مسلسلې عسکري کودتاوې ولې کیدلای؟

نن چی زه لکه یو درد لیدلای افغان د پرديتوب او هجرت په ټغر ناست دغه څو کرښې د یوه مستقل تحلیل کوونکي په حیث لیکم، په افسوس سره، چې زما په تور بخته افغانستان کې وسله واله جګړه پخپل شدت سره روانه ده، وطن مې په باروتو کې پت ده، عسکري بهرنۍ قوا د ناتو د تشکیل په بنا کې زما په هیواد کې موجود دي، یو تحمیلي ناکاره حکومت هلته واکمن دی او په مقابل کې ئې د طالب په او داعش په نوم وسله وال مقاومت لګیا ده جنګ کوي، مونږ سیاسي ازادي نلرو او تر دغه شیبې پورې زما د هیواد او ملت برخلیک مجهول او کرغیړن ښکاري.

One thought on “د ثور ۱۳۵۷ ل کال عسکري کودتا | محمد ایاز نوري آزادي”
  1. د ګران ورور ایاز خان د ښکلی لیکنی په تائید
    باور وکی د افغان وولس د اوښکو د تولید د غُدې قدرت نور ختم دی او ایله د ځان د غمیزی په حق کی اوښکی توی کی نور د داوود ماوود د وژلو (چي د ثور د فاجعې د یوې برخی مسئول خپله دئ ؤ ) د غمیزی د ساندو حوصله نلری
    د داوود او د هغه د مظلومی کورنۍ وینه د هغو مظلومو افغانانو تر وینی شریفه او سرَه نه وه کوم چي د کودتاه چیانو د حاکمیت او شوروی عسکرو او توپکیانو او طالبانو او ناټو د استعمارګرانو په خیرنو لاسونو وژلی سوی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *