د هند او پاکستان د استخباراتو د ارشد چارواکو ترمنځ د څارګریزو اطلاعاتو او سیالیو اړوند یو مهم او په زړه پورې اثر چاپ شو.
یاد کتاب له انګریزي ژبې تازه ژباړل شوی کتاب ۳۶۰ مخونه، اووه برخې او ۳۳ څپرکي لري. نوموړی کتاب امرجېټ سېنګ دولت، اسد دوراني او ادېتیا سېنها لیکلی او د اکسوس د ژباړې بورډ پښتو ته ژباړلی او ښاغلي محمد زبیر شفیقي یې بیاکتنه کړې ده.
په کتاب کې د RAW او ISI څارګریزو شبکو پر فعالیتونو، سیالیو او د سیمې په تحولاتو یې د اغېز په اړه مهمې او ناویلې خبرې راغلې دي.
کتاب د درې اړخیز ډیالوګ په بڼه ترتیب شوی او د هند او پاکستان د استخباراتو ترمنځ د سیالیو، په کشمیر او افغانستان کې د دواړو په رول او د زبرځواکونو سره د یادو هېوادونو د معادلاتو پر ترتیب او تحلیل، مهمو او محرمو مبحثونو ته اشاره شوې ده.
مینوال کولای شي یاد کتاب همدا نن له اکسوس کتابپلورنځي او د هيواد له نورو مشهورو کتاب پلورنځيو څخه په مناسبه بیه ترلاسه کړي.
