تاند- څېړونکو داسې کنګل یا یخی جوړ کړ چې په یو وخت هم جامد او هم مایع دی.
دا یخی، چې سوپریونیک نومېږي، د لیزر په مرسته جوړ شوی دی.
د داسې کنګل د جوړېدو تیوري ۳۰ کاله پخوا وړاندې شوې وه.
د امریکا د برکلې پوهنتون، روجستر پوهنتون او د لارنس لیومر د ملي لابراتوار څېړونکو له ډېر قوي لیزر څخه په کار اخیستلو دا کوټلی یخی جوړ کړی دی.
دوی د سوپریونیک کنګل د جوړولو لپاره اوبه تر فشار لاندې راوستې او زیات حرارت یې ورکړ.
څېړونکي وايي چې د مځکې د اتومسفیر د یو ملیون هومره فشار یې پر اوبو راوست. دا کار یې د الماس د دوو قشرونو په وسیله وکړ.
دا یخی د کوټې په حرارت کې جامد پاتې کېږي.
دوی وايي چې په دې وسیله به د نړۍ په اړه د انسانانو درک لا زیات شي.