تاند- د جان کیري په مشرۍ د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو کاندیدانو موافقه وکړه چې د جوزا د ۲۴ نېټې ټولې رایې له سره وڅېړل شي او هر کاندید چې ډیرې رایي ګټلې وې بل کاندید دې هغه ومني.
د رایو د څیړلو وړاندیز هغه و چې د پنجشنبه په ورځ په ارګ کې د غونډې پر مهال ملګرو ملتو وړاندې کړی و، خو په هغه وړاندیز کې د نیمایي راییو د تفتیش خبره شوې وه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندیدانو سره د دوه ورځنیو خبرو په پای کې نن په یوه خبري غونډه کې په داسي حال کې حاضر شو چې دواړه کاندیدان ورسره ول.
جان کیري، چې د پنجشنبې په ورځ ناوخته د افغانستان د انتخاباتي لانجې د حل کولو لپاره کابل ته راغی، د جمعې او شنبې په ورځو یې له اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله او ولسمشر کرزي سره څو ځلي وکتل.
جان کیري څو شېبې مخکې په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې د افغانستان د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو موافقه وکړه چې پاکې رایې دې له ناپاکو جلا شي او د ملګروملتو، د دواړو کاندیدانو د څارونکو له لوري دې رایې تفتیش شي.
جان کیري وویل:«دا ډېره سخته شېبه ده خو له نېکه مرغه دواړه کاندیدان او ولسمشر کرزی حاضر دي چې مصلحت ومني. دوی دواړه حاضر دي چې قانوني اصول ومني. دواړه ژمن دي چې د افغانستان د خلکو رایې دې ومنل شي. دواړو ژمنه وکړه چې انتخاباتي ستونزو او د درغلیو په تورونو دې غور وشي او هیواد دې له بحرانه وژغورل شي.»
ښاغلي کیري بیا وویل:«په کومو مسایلو چې موافقه شوې. دواړو ژمنه کړې چې پر شکایتونو غور وشي او رایې تفتیش شي. ټولې ۱۰۰ په سلو کې تفتیش شي.دایو قوي زیګنال دي چې دواړو کاندیدانو د انتخاباتو د شفافیت په اړه ورکړی دی.»
ښاغلي کیري همداراز وویل:«دوهم د تفتیش پروسه به په کابل کې او په ۲۴ ساعتونو کې پیل کېږي رایبکسونه به د ایساف له لوري کابل ته راوړل کېږي. او د رایو امنیت به ایساف او افغان امنیتي ځواکونه ساتي
درېم، د دې رایو تفتیش به د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې، چې یوناما وړاندیز کړی، د دواړو کاندیدانو د استازو په حضور کې کېږي.
د ښاغلي کیري په وینا په دې کې به هیڅ شک نه وي چې دا تفتیش به د نړیوالو معیارونو مطابق وي.
ده دا هم وویل چې د رایو تفتیش به څو اوونۍ وغواړي نو د تحلیف وخت دې ولسمشر وځنډوي.
د تفتیش په نتیجه کې به د زیاتو رایو ګټونکی ولسمشر وي او دواړه کاندیدان موافق شوي چې د ملي وحدت حکومت به جوړوي. خو د ملي وحدت حکومت جزییات څرګند نه شول. تر دې مخکې داسې اوازې خپرې شوې وې چې عبدالله عبدالله د اشرف غني په حکومت کې د ضیا مسعود پر ونډې راضي نه دی او د دوی ډلې د یونس قانوني وړاندیز کړی دی چې د اجارییوي چارو مشري دې وکړي. خو دا خبره رسما د اصلاحاتو او همپالنې د انتخاباتي ټیم له لورې نه ده او نه ده تایید شوې.
جان کري وویل، دا لومړی ګام دی او موږ له دواړو کاندیدانو او د افغانستان له حکومت سره همکاري کوو چې پرېکړې عملي شي.
جان کري چې خبرې خلاصې کړې نو په خندا یې دواړو کاندیدانو ته مخ واړاوه چې لومړی څوک خبرې کوي، اشرف غني عبدالله ته لاس ونیو او هغه په انګلیسي ژبه په نسبتا ټیټ غږ خبرې پیل کړې.
ده په خپلو خبرو کې د جان کري مننه وکړه بیا یې وویل په انتخاباتو کې جدي چلنجونه وو. او موږ تړون وکړ چې تفصیل یې جان کري ورکړ. د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم مشر بیا وویل د افغانستان له ولسمشره هیله کوم چې د لوړې د مراسمو وخت وځنډوي.
عبدالله عبدالله
عبدالله بیا په دري وویل« موږ په تخینکي برخو کې موافقه وکړه او سیاسي موافقه مو وکړه. د نړیوالې ټولنې له لورې به ټولې رایي تفتیش کیږي دغه کار به څو اونۍ وخت ونیسي. زموږ څارونکي به په دې بهیر کې وي.»
ټاکل شوې وه چې د اګست په دوهمه /د اسد ۱۱/ نوی ولسمشر لوړه وکړي.
عبدالله وویل« لکه څرنګه چې ما ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د ډیموکراسي غښتلیتا او د افغانستان د یووالي لپاره به کار کوو. اوس چې د جان کري، یان کوبیش او ډاکټر صاحب غني له لورې کومې هڅې وشوې دې نتیجې ته ورسیدو.»
عبدالله د خپلو خبرو په دوام وویل، موږ ژمنه وکړه چې د راییو له تفتیش وروسته به د ملي وحدت د حکومت لپاره کار کوو څو افغانستان هغو ګواښونو ته ځواب ووایي چې ورسره مخامخ دی.
ډاکټر عبدالله بیا پښتو خبرې وکړې او د افغانستان له خلکو یې مننه وکړه عبداله وویل، په انتخاباتو کې ستونزې وې موږ څو اونۍ له انتخاباتي بهیره بهر و اوس به جامع پلټنه کیږي او بیا له دې بهیر سره یوځای کیږو.
عبدالله بیا زیاته کړه چې کله رایي تفتیش شي بیا موږ د ملي وحدت د یوه ټیم پر جوړیدو موافقه کړې ده .
اشرف غني احمدزی
د عبدالله تر خبرو وروسته اشرف غني په انګلیسي ژبه خبرې پيل کړې او ویې ویل، چې زه له ولسمشر اوباما په کابل کې د امریکا له سفیر ، د بهرنیو چارو له وزیرجان کري او د ملګرو ملتو له استازي مننه کوم چې په دې بهیر کې یې مرسته وکړه. اشرف غني له حامد کرزي هم مننه وکړه چې د دې خبرو د چمتو کیدو لپاره یې لاره هواره کړه.
اشرف غني وویل، ټولې رایي به سل فیصده تفتیش شي او موږ پر دې موافقه وکړه چې د ملي وحدت حکومت به جوړو. احمدزي وویل، سیاست د نظر اختلاف دی مخالفت نه دی. ده بیا له ولسمشر کرزي څخه هیله وکړه چې د لوړې د مراسمو نیټه وځنډوي.
اشرف غني بیا پښتو خبرې پيل کړې. ده وویل، په تیرو څو اونیو کې خلک اندیښمن وو. او نن ولس ته د دې سوال ځواب په ډیر شفاف ډول ورکول کیږي.
اشرف غني زیاته کړه چې « له محترم ورور عبداله سره یې په څو شیانو موافقه وکړه هره رایه به څیړل کیږي، موږ دواړو منلې ده چې د دې څیړنې نتیجه به د زړه له کومې منو او هرڅوک چې تر دې څیړنې وروسته ولسمشر وټاکل شي هغه به د ملي وحدت یو ګډ حکومت جوړوي سیاست دوکانداري نه ده چې له مشتري سره د چا یوه ورځ راکړه ورکړه وي.»
اشرف غني بیا ټینګار وکړ: « چې د ملي وحدت حکومت کې به د هر افغان ګټه په نظر کې نیول کیږي. په دې برخه کې د امریکا له باندنیو چارو وزیر، له ښاغلي اوباما او ټولې نړیوالې ټولنې څخه مننه کوم چې د افغانستان ملي ګتې او ثبات د دوی له نظره د خاص اهمیت وړ و .»
اشرف غني بیا دري خبرې وکړې. غني وویل، چې موږ نن یوې تاریخي موافقې ته ورسیدو. موږ به سل فیصده رایي تفتیشو البته دا کار په نړۍ کې بې ساری دی.
د اشرف غني خبرې د عبدالله عبدالله په پرتله اوږدې وې او په ده پسې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي استازي یان کوبیش وویل، ملګري ملتونه به په دې بهیر کې مرسته وکړي او ده وویل چې له نړیوالو څارونکو هیله کوو چې د راییو په تفتیش کې کومک وکړي.
د افغانستان لپاره د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش د افغانستان د ولسمشرۍ د دواړو کاندیدانو پر موافقې خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې خاطر مبارکي وايي.
یان کوبیش له نړیوالو څارونکو وغوښتل چې ژر تر ژره ځان افغانستان ته ورسوي او د رایو د څېړلو بهیر وڅاري.
Gul marjan laka sel waray har khas aw Khashak ta laas achawi kho pa laas ba sa warnashi, baray de khalko day, laka zamoj ywa mashar ba che hamesh wayal.
وایی یو سړی له کلی نه ښار ته تللی و او هلته له کومی بازاری ښځی سره آشنا شو . دی ښځی به د خیر د کار په وخت کی کونه یوی او بلی خواته کږه وله اوناز به یی کاو او د سړی زړه به یی اوبه اوبه کاوو او پس له ډیرو نازو به یی کار ورسره کاو.
کله چی سړی بیرته کورته راستون شو نو خپلی کور والا ته یی وویل چی ته هم داسی نازونه زده کړه . یو دوه ورځی ورته ښه معلومه شوه خو بله ورځ چی دی ستړی و او ښځی هم لږ ناز وکړ نو سړی ورته وویل راځه همغه زمونږ پخوانی ساده کار وبار ښه دی ، دا نازونه هسی د غ … سرګردانی ده.
اوس هم زما مشوره ډاکتر صاحب عبدالله ته همدا ده همغه زمونږ پخوانی کارونه اوپریکړی ښی دی دانور نازونه هسی د غ… سرګردانی ده.
salamona ao neki heli.
da mili wahdat woos sa mana, ka pa da mana we che yaaw gad hakumat ba jor see bya kho, da democracy naswa bulki da milat pa rayo bandi reshkhand wahal de Aam ka olashmar montakhab see ham bya ba ham da yaaw jamhoriat nawe daba yaaw zoor wakai hakumat wee
khudai de waki che da mili wahdat padase mana wee che ka da harcha rayee deare we ao hagha yaaw oslasmashar see ka dr sahib ashraf ghani we ya dr abdullah+
da yaaw samoor afghanistan pa hela manan
Thanks from karzai and afghan kandid ghani and his contrest analyses of betwin syasat and dokandary.
the same game played as 2009
رښتیایی ویلی دی چه ! چیرته ډب هلته اد
ب عبدالله ملت ته سترګی نلری دبل په منترویی څان وتړو تر ابده به دده نه کرکه او نفرت دخلکوسره وی دده خدمت کول نه بلکه نفرت ته زمینه مساعده کړه بل ته چه کوهی کیندهی خپله داورمیږ پکی مات شو مبارک .
دا هو عبدالله پخوا غوښتل چی یو ګډ یا اتلافی دولت جوړ شی ځکه چی ښاغلی عبدالله دچوکۍ لپاره ډیر زیات کوشش کوی او دا هو دده په ګټه پریکړه وشوه ځکه چی څه چی عبدالله غوشتل هغه وشول مګر فقط نوم یی ورته بدل کړو د اتلافی پر ځای یی د ملی وخدت نوم ورکړو ، هو د اشرف غنی نه موږ پدی ډیر حفه یو ځکه چی ولس ناری وهلی چی زموږ پر رایو سودا مکوه ځکه چی موږ تاسو ته خپله رایه درکوله اوس د خپلی رایی پوښتنه هم کولی شو هو تا ډیره بیړنی پریکړه وکړه.
ما چې خپله رايه د نړۍ دویم ستر مفکر ته ورکړئ باور لرم چې هغه زما نه ښه پوهیږي نو د هغه هره فيصله او امر منم ، لږ صبر ښه دئ ، هغه وخت هغه مصلحت ، لاس چې د تيږې لاندې شو په مهارت به ېې اوباسې
از نتایج این همه بازی ها و بلاخره آمدن ، جان کیرری ، شخصآ به صفت یک افغان رنجدیده درین کشور که پس از سالها جنگ ظلم و فساد
حاضر شدیم تا به پای صندوق های راءی دهی رفتیم و فکر میکردیم که این حق را داریم که
کسی را انتخاب کنیم که برنامه های خوب خود
را برای ما ارائه کرد. ولی متاسفانه که به خاطر یک تعداد زورداران و قدرت طلبان که هنوز هم به فکر قدرت و امکانات خودشان هستند و اگر راست بگویم که این چهرها در
گذشته ها به چه اندازه مردم بیگناه و بیچاره
را درد و رنج دادن و من خودم شاهد صحنه های ظلم این چهره های که امروز در بر یکدیگر جمع شدند و داد از راءی و عدالت به مردم افغانستان میزنند بسیار برایم خنداور است.. وامروز هم به نسل که گذشته های اینها را ندیده اند و خبرنداشتن کارهای کردن
به بهانه یی راءی و حق مردم که همهء مردم رنجکشیده مارا به تهدیدات و برآمدن در سرک ها از طرف شب با صلاح ها ما را دوباره به یاد روزهای تلخ گذشته انداختن … ودر آخر هم پروسهء انتخابات را به بنبست مواجه کردن تا به احداف شان رسیدن. این چه معنی دارد که
بعد از بررسی تمام آرء یکطرف برنده اعلان خواهد شد … اما این که شرط نیست که تیم بازنده باید حتما شریک در حکومت باشد. آیا این وحدت ملی است یا حکومت ائتلافی . که خواست مردم چنین نبود ورنه چه ضرور به انتخابات بود… ما و شما شاهد هستیم که حکومت جناب کرزی چرا ناکام و پر از فساد بود … به نظرم که این به همه معلوم است که همین اشخاص دیروز در آن حکومت چی کردن که فردا درین حکومت کنند …