جاوید احمد وفا د انجینر کرم خان زوی دی، چې په ۱۳۵۸ هجري لمریز کال کې د هلمند ولایت د بشران د ښکلي کلي د حاجي جمال خان په روڼ انده کورنۍ کې زیږېدلی دی. خپلې لومړنۍ دیني زده کړې يې د خپلې کورنۍ له مشرانو او د مسجد له ملا امام څخه زده کړې دي او وروسته يې د ښوونځي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د شهید محمد اخلاص په ښوونځي کې،چې اوس د شهید انجینر عبدالمتین په نوم یادیږي تر سره کړې او د کورنیو جګړو پر مهال يې د لېسې زده کړې د کډوالۍ پر مهال بشپړه او د جنوبي پښتونخوا د کوټې ښار د ساینس تقوا له عالي لېسې څخه په عالي درجه فارغ شو. ښاغلي وفا خپلې لوړې زده کړې د کابل د ښوونې او روزنې په پوهنتون کې تر سره کړي او د یاد پوهنتون د ژبې او ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه د لېسانس سند تر لاسه کړی دی .
جاوید احمد وفا د لېسې تر زده کړو وروسته د هغه مینې له مخې، چې له ژورنالیزم سره يې درلوده په ۱۳۷۹ هجري لمزیز کال کې په کندهار راډیو کې د خبریال او د خبرونو د ویاند په توګه کار پیل کړ، چې شپږ کاله يې خپله دنده په پوره صداقت او ایماندارۍ سره پرمخ یوړه او په ۱۳۸۵ کال کې د هغه غوره خدمتونو او کاري وړتیاوو له امله،چې ښاغلي وفا د خپل کار پر مهال له ځانه ښودلي وه د کندهار راډیو تلویزیون د رئیس په توګه وټاکل شو،چې دا دنده يې تر ۱۳۸۹ کال پورې په بشپړ اخلاص، سره د ډېرو لویو لاسته راوړنو سره پر مخ یوړله .
ښاغلي وفا په کندهار راډیو تلویزیون کې د خپلې دندې پر مهال په سپین بولدک ولسوالۍ کې د منځینو څپو راډیو دستګاه یا(AM) او په کندهار ښار کې يې د منځنیو څپو دستګاه ترڅنګ نوې د لنډو څپو دستګا(FM) فعاله کړه، د راډیو تلویزیون لپاره يې ویب پاڼه او کتابتون جوړ کړ او د راډیو او تلویزیون د خپرونو د وخت پر زیاتوالې سربېره يې زیاتې نوي خپرونې هم پیل کړې،چې د کندهار اوسېدونکې يې تراوسه یادوي او ښې خاطرې ورڅخه لري.
جاوید احمد وفا په کندهار راډیو تلویزیون کې د دندې تر څنګ په هم هغه وخت په کندهار کې د صبح بخیر راډیو، ازادۍ راډیو او پژواک خبرې اژانس سره هم کلونه کلونه کار کړی او د دې خبري رسنیو له لارې يې د کندهار تر څنګ د هلمند، زابل او ارزګان له حالاتو څخه نور هېوادوال خبر کړي او د خپلو خلکو د ستونزو د حل لپاره يې شپه او ورځ نه ستړي کیدونکې هلې ځلې او کار کړی.
ښاغلي وفا په کندهار کې د خپل کار او نه ستړي کیدونکو خدمتونو له امله د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزیر کریم خرم،د دفاع وزارت د پخواني وزیر عبدالرحیم وردګ، د کندهار د پخوانیو والیانو، ګل اغا شیرزي، انجینریوسف پښتون، اسدالله خالد، جنرال رحمت الله روفي او اوسني والي ډاکټر توریالي ویسا، د کندهار د ولایتي شورا، د بشر د حقوقو د کمیسیون او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا په ستاینلیکونو ویاړل شوی او د ده له تر سره شوو کارونو څخه يې خوښې څرګنده کړې ده.
جاوید احمد وفا له ۱۳۹۰ هجري لمریز کال څخه بیا تر اوسه پورې په کابل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نشراتو د مسؤل په توګه کار کوي.
ښاغلی وفا د دې وزارت د ویب پاڼې، فسبوک پاڼې او ټویټر پاڼې د بډاینې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او همدارنګ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د نشراتي ارګانونو جرګې مجلې او هموطن مجلې په کیفیت او بډاینه کې لویه ونډه تر سره کړې ده .
ښاغلی وفا د دې تر څنګ چې د هېواد د ژورنالیزم په ډګر کې یو پېژندل شوې څېره ده او ډېر هېوادوال يې له څېرې او ږغ سره اشنا دي په لیکوالي او شاعري کې هم لوی لاس لري،چې ګڼ شمېر سیاسي او ادبي مقالې يې په چاپي او بریښنايي رسنیو کې خپرې شوي دي.