تاند، پنجشنبه، د ثور ۴مه: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په کابل ښار کې د غر ښوېیدنې پېښه کې لسګونه کورونه ویجاړ شوي او له ۲۰ زیات یې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.
دغه وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي تاند ته په استولیو معلوماتو کې ویلي، د کابل اریانا کارتې تلویزیون سرک سره نږدې پنج پیرانو ګردلېڅي کې کې د غره یوه برخه راښویدلې او لسګونه کورونه یې له منځه وړي دي.
عظیمي وايي، سمدواره یې ژغورونکې او تخنیکي ډلې سیمې ته استولې دي تر څو قربانیانو او زیانمنو ته مرستې ورسوي.
یاد وزارت وايي، اوسمهال سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا تړل شوې او شاوخوا کورنۍ له سیمې څخه ایستل شوې دي، خو د تلفاتو د دقیقې شمېرې په اړه یې څه نه وايي.
دا په داسې حال کې ده چې څو لسیزې وړاندې جاپاني ځمکپوهانو ویلي وو، چې د تلویزیون غر یا اسمايي تپه اتشفشان لري او که فوران وکړي نو د شیرشاه مېنه یا څلورمه کارته به له منځه یوسي.