تاند- د نړۍ د الوتک جوړونې ستر شرکت (ایربس) اعلان وکړ چې د جاپان له هوايي شرکت (جاپان ایرلاین) سره یې لومړنۍ لویه معامله لاسلیک کړه.
د جاپان هوايي شرکت د الوتکو د جوړولو ستر شرکت ایربس ته د ۳۱ اې ۳۵۰ ډوله الوتکو فرمایش ورکړی دی. د دغو الوتکو بیه ۹ ملیارده او پنځه سوه ملیون ډالره ده.
دا په روان ۲۰۱۳ کال کې د ایربس لپاره تر ټولو لویه معامله ده چې تراوسه پوري یې کوي.
د دواړو خواوو له لاسلیک شوي قرارداد سره سم د جاپان هوايي شرکت د اړتیا په صورت کې کولی شي چې ۲۵ نورې اې ۳۵۰ الوتکې له ایربس کمپنۍ څخه رانیسي.
دا معامله په داسي حال کې شوې چې په وروستیو کلونو کې د هوانوردۍ صنعت د تېلو د بیو د لوړېدو او د اقتصادي بحران له کبله ډېر سوړ شوی دی.
ایربس وايي چې اې ۳۵۰ الوتکې یې د دغو الوتکو تر مخکینیو ماډلونو ۲۵ فیصده لږ تېل مصرفوي.
له جاپان سره د قرارداد تر لاسلیکولو مخکې ایربس د نړۍ له نورو هوايي شرکتونو څخه د اې ۳۵۰ الوتکو ۷۲۵ فرمایشونه ترلاسه کړي دي.
انګریز به ولې خواریږي؟ هغه خو مسلمان دی چې نیم ېې له خوارۍ کور نلري، نیم ېې د ورور له وینو ګټي او نیم نور د ورور د هوسونو قرباني کیږي.