په جاپان کې په يوه مندر کې له لسګونو کالو راهسې يوه مرموزه ناوکۍ يا ناځکه اوسي چې د نجونو غوندې يې وېښتان غټېږي او خلک په دې باور دي چې د کومې ماشومې نجلۍ اروا پکې ننوتې ده.
دغه نانځکه اوکايکو نومېږي او په ايواما زيما مندر کې ايښې ده.
د سيمې خلک وايي، په نولس سوه اتلس کال کې د هوکايډو سيمې اوسېدونکي ايکيچي خپلې وړې خورکۍ کايکو ته دغه ناځکه اخيستې وه.
دوی وايي، په کايکو نانځکه ډېره ګرانه وه، په سينه پورې به يې نيولې وه او د شپې به يې هم له ځان سره ويده کوله.
وروسته کايکو يخ وهي او مړه کېږي او بيا يې مور او پلار پر دغه نانځکه د اوکايکو نوم ږدي او مندر ته يې سپاري.
بيا نو وروسته د مندر خلک متوجه کېږي چې د نانځکې وېښتان د ژونديو ماشومانو غوندې غټېږي.
وروسته په نولس سوه اته دېرشم کال کې د کايکو مور او پلار دغه نانځکه يوه بل مندر ته وړي او اوس اتيا کاله کېږي چې همالته ايښې ده.
ځينې خلک خو لا وايي، د اوکايکو خوله لږه خلاصه ده او ښکاري چې واړه واړه غاښونه يې هم پيدا شوي دي.
دوی په دې باور دي چې په دغه نانځکه کې د مړې شوې ماشومې اروا ننوتې.
د جاپان پر دغه مرموزه نانځکه پرېمانه ليکنې شوې، فلمونه ورباندې جوړ شوي او سټېج ډرامې هم پرې شوې دي.
سرخط ورځپاڼه