تاند- د ملګروملتو علمي – کلتوري ادارې یونسکو په جاپان کې یو ټاپو، چې د ښځو ورتګ منع دی، د نړیوالو میراثونو په فهرست کې شامل کړ.
د جاپان دا ټاپو، چې جنوبي کوریا ته نژدې دی او اوکینوشیم (Okinoshim) نومېږي، یو سپېڅلی ځای ګڼل کېږي.
دا کوچنۍ جزیره تر ۱۰۰۰ کاله پخوانۍ ده او له اوولسمې میلادي پېړۍ راهیسې د جاپانیانو یو مشهور عبادتځای دی او هلته جاپاني ماڼوګانو ته دعاوې کېږي.
په دغه ټاپو کې یوازې د عبادتځای ساتونکی اوسي خو هیڅ ښځې ته اجازه نه ورکول کېږي چې هلته لاړه شي.
نارینه سیلانیان هم باید مخکې تر دې چې پر اوکینوشیم ټاپو پښه کښېږدي د کوریا د تنګي په اوبو کې ځان ومینځي.
ویل کېږي چې د کال یوازې ۲۰۰ سیلانیان پرېښودل کېږي چې دغه ټاپو ته ورشي.
د یونسکو په خبرپاڼه کې، چې په نړیوالو میراثونو کې یې د دې ټاپو، د شاملولو په مناسبت خپره کړې، ویل شوي چې د دغه ټاپو اکثره لرغونوني ځایونه ویجاړ شوي یا ویجاړېدونکي دي.
دا اثار د څلورمې او اتلسمې پېړۍ ترمنځ جوړ شوي دي.
جاپان په ۱۹۹۲ م کال د یونسکو د نړیوالو میراثونو کنوانسیون ومانه او تراوسه پورې د دغه هیواد ۲۰ ساحې د یونسکو د نړیوالو میراثونو په فهرست کې شاملې شوي دي.
په دغو ساحو کې ۱۶ کلتوري او ۴ طبیعي دي.
هر اثر چې د یونسکو د نړیوال میراث په توګه ومنل شي، د طبیعي او تاریخي میراث د کنوانسیون پر اساس باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي او هر هغه اقدام چې له خطر سره یې مخامخوي، منع دی.