تاند- د ایټالیا کپري (Capri) ټاپو ته هر کال نژدې ۲ ملیونه سیلانیان سفر کوي.

د دې ښکلې جزیرې ښاروال اندېښنه ښکاره کړې چې کپري ته د خورا زیاتو سیلانیانو ورتګ د هغې طبیعي ښکلا ته زیان اړولی دی.

ښاروال دي مارتینو ټیلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې کپري ته د سیلانیانو هرکلی کوي خو هر کال نژدې ۲ ملیونه سیلانیانو د کپري ښکلا کمه کړې او حتي دا ټاپو ویجاړوي.

کپري ټاپو په ۱۹۵۰ لسیزه کې مشهور شو او د سیلانیانو سېل ورمات شو.

په دوبي کې نه یوازې بهرني سیلانیان بلکې د ایټالیا د نورو سیمو اوسېدونکي هم د رخصتیو د تېرولو لپاره کپري ته ځي.

کپري ۱۲ کلیساوې او څو تاریخي ودانۍ لري. د ګروتا ازورا (Grotta Azzurra) سمڅه د دې جزیرې یو په زړه پورې ځای دی چې په نولسمه پېړۍ کې بهرنیو سیلانیانو موندلې وه. په دې سمڅه کې د لرغوني روم اثار شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *