سید طاهراغا زوی چې اوس مهال تقریباً ۲۴ کلن دی زما همصنفی او ملګری دی، ما او ښاغلي افغانیار پوره دوه کاله وخت په یوه صنف کې سره تېر کړی دی ځکه خو ډېري ګډي خاطرې لرو. زه او افغانیار دلسم صنف په وروستیو کې لږ سره خپه ؤ او پر همغه مهال ده د دندي په خاطر ښوونځۍ ایله کړه چې بیا د یو کال وروسته سره مخامخ سولو او ښه کلک مو په غيږ کې سره ونیول همداسي یې دوه درې واره دفتر ته لا هم ورغلم، دی په هغه
وخت کې د ګرشک د امنیه قومندانۍ دمخابرې مسؤل ؤ، له هغه وروسته موبیاهم
دګڼو مصرفیتونو په وجه سره ونه لیدل تر څو چې په دې وروستیو کې مې په اړه یې دا نېک او له ویاړه ډک خبرونه واورېدل: ویل کیږي چې ښاغلي افغانیار تر دې مهاله ۶۰۰۰ کړۍ ماینونه شنډ کړي دي او په هغو کې څلور موټر بمونه هم شامل وه. دا چې دښوونځۍ پر مهال هيڅ ګمان نه کېدی دافغانیار ددومره زړورتیا او لیاقت په اړه ځکه زه دخوشالۍ سره ، سره دومره حیران یم چې فکر نه سي کېدای، افغانیار همیشه ساده جامې اغوستلې، ساده ناسته پاڅه يې خوښېدل او تل به یې بې پروا غوندي خبري کولې اصلاً په هغه وخت کې ماته دده خبرو څه لاپیز غوندي انداز درلودی مګر ده نن په عملي ډول خپله زړورتیا او مېړانه وښوول. ښه مې په یاد دي په نهم صنف کې ؤ موږ همصنفیانو به په خالي ساعتونو او
تفریح کې دومره سره خندل چې اخر به له خندا نه ستړي سولو، زموږ په ټولۍ کې افغانیار هم د نورو په څېر عادي ځای درلود، ټوکي به مو سره کولې، کله نا کله به مو پر کوم شي حملې سره وهلې او په هر څه کې موږ افغانیار عادي ګاڼه خو څوک څه خبر وه چې یوه ورځ به دهمدغه کس څخه چې موږ په غفور ور ږغ کوو دومره لوی انسان جوړېږي؟ افغانیار همصنفیانو ته په پوره احترام قایل
ؤ، چې رښتیا سي افغانیار پر حاضرۍ چنداني ټينګ نه ؤ چې کله نا کله به د نګران داخطارونو سره هم مخامخ کېده خو بیا یې هم ده دومره پروا نه درلوده. پر همغه مهال زموږ په ښوونځۍ کې دود ؤ چې همصنفیانو به مهمانۍ سره کولې، دافغانیار نوبت هم را ورسېد کور ته یې ورغلو، په کوټه کې یې ګرمي وه دبېټرۍ په واسطه یې پکه را ته چالانده کړه دا چې زه یې د صنف اول نمره وم نو زما ناز یې دډېر ټينګار سره، سره اخیستی ؤ او زما دخوښي خواړه یعني مستې او جورینه یې راته تیار کړي وه ښه په شوق او ټوکو، ټوکو مو ډوډۍ سره وخوړه. داچې نن د کمپیوټر مخ ته ناست یم او دافغانیار په اړه په پوره وس مې ښې خبري او خاطرې لیکم نو دخوشالۍ احساس کوم، داسي احساس کوم لکه دخپلي
کورنۍ د یو غړي دشهکاریو او زما سره د ښه چال چلند په اړه چې څه لیکم، په حقیقت کې د ۶۰۰۰ ماینونو شنډول څه آسانه کار نه دی بلکي له مرګ سره لوبي دي او له مرګ سره هر سړی لوبي نه سي کولای. ماته خو دافغانیار
داستان د جبتک هې جان فلم له کیسې سره مشابه ایسي داسي فکر کوم لکه
افغانیار چې د جبتک هې جان فلم اصلي او رښتني لوبغاړی وي.
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳