د جدي شپـــــــــــــږمه

(یوه نه هېرېدونکې خاطره)

– مورې!

مور ټکان وخوړ، له خوبه را پاڅېده :

– لیلا ورسېدو؟ بغلان دی!؟

لیلا په خپل سیټ کې په شا لاړه :

– بغلان وایې مورې، خنجان کې یو!

– خنجان!؟

– هو مورې!

– خیریت خودی!؟

لیلا کتل له بس نه د باندې، خو غږېدله له مور سره :

– مورې د چیشي خیریت دی!؟

مور بلقیس اریانه پاتې شوه :

– لیلا!؟

لیلا بیا هم د باندې کتل :

– مورې ته ګوره!

مور سترګې و غړولې :

– لیلا څه وایې!؟

– مورې شورویانو خو، رښتیا هم، افغانستان لاندې کړ!

بلقیس پخپل سیټ کې نېغه شوه :

– پاکه پروردیګاره! دا ټانکونه!

لیلا پخپله ښي خوا مور ته ور وړاندې شوه :

– مورې، وطن یې په سر نیولی! ټانکونه، زره پوشونه، محاربوي ماشینونه …

بلقیس په خپله کیڼه خوا تاوه شوه، له ښیښې نه یې د باندې وکتل :

– توبه خدایه، توبه! ته دې شنو سترګو اسکروته ګوره! ډکۍ ډکۍ لارۍ! پاکه پروردیګاره پرده مو وکړې!

لیلا مور ته ور وړاندې شوه :

– مورې جیپان ګوره! منصبدار پکې دي، ګوره، ګوره! د افغانستان نقشې ورسره دي، مورې!

– رښتیا وایې! لیلا رښتیا وایې!

بلقیس لیلا ته پخپله کيڼه خوا وراتاوه شوه :

–  لیلا، نه ډز، نه ډوز! را روان دي!

لیلا مور ته اریانه پاتې شوه :

– مورې! دا څه وایې!؟

– ولې لیلا!؟ سمه خبره کوم!

– افغان پوځ خو مورې، د کمونستانو په لاس کې دی!

– د بلقیس سترګې را ټولې شوې :

– دا څه کیې لیلا!؟

– مورې، د افغانستان پوځ نه، عام خلک به ډزې پې وکي! ته لږ صبر وکه!

بلقیس لیلا ته، په سترګو سترګو کې، ور وکتل . لیلا خوله مورته ور وړاندې کړه، کړل یې مور ته، لاس یې ونیو د سالنګ ګړنګونو ته :

– مورې، خدای لوی دی، واورې به ډېرې ژر ویلې شي!

د بلقیس سر، د لیلا خبره یې، ته به وایې، زړه ته نه لوېدله، په کراره کراره لاړ راغی :

– خدای لوی دی!

– مورې، له سمندر نه … پلار مې ویلې … ښه مې په یاد مې دي … د سالنګ دا درې زره درې سوه دري شپېته متره جیګ تونل!

د بلقیس سترګې، د لور خبرې ته، را ټولې شوې :

– هو لیلا په یاد مې دي؛ هو، هو ښه مې په یاد دي!

– کنه!

– هو لورې پلار دې همدغسې خبرې کولې، سمندر ټیت دی، کابل جیګ دی… سالنګ جیګ دی …

لیلا د مور غوږ ته خوله ور وړاندې کړه :

– دا جیوستراتېژیکه لاره!

د بلقیس سترګې، د لیلا له جیو ستراتېژیکې سره، را ټولې د تندي ګونځې سره ورغلې، پویه نشوه… لیلا د مور په غوږ کې وپسېدله :

– مورې د سیمې ډېره مهمه لار!

د بلقیسن سر ټیټ بیا جیګ شو :

– اهه!

– له منځنۍ آسیا نه مورې، د هند سمندر ته  د ورښکته کېدلو لار!

بلقیس په خبره پویه شوه، لیلا ته وپسېدله :

– هغه د پلار خبره دې بچی!

لیلا د مور خبره ونیوله :

– اومورې، د پلار خبره مې! د سالنګ لارې، پلار مې ویلې، د کابل او شوروي د ترمنځ  درې ورځنی سفر څو ساعتونو ته را لنډ کړ!

لیلا مور ته څه خبره کوله، خو د لیلا دوی له مخکیني سیټ نه، د ناستې سپرلۍ، زړې ښځې، کړیکې جیګې شوې :

– د خدای پار دی! کاپر راغلل! کاپر راغلل!

– مورې چپ شه! ټول یې ګوري! چپ! چپ!

– دا څه کیې میرکیه، څنګه چپ شم!؟

– ادې!!!

زړې بله کړیکه وکړه:

– ورته ګورئ لا!

میرکي د مور زنې ته لاس ور وړ :

– ادې!

ادې بله کړیکه وکړه :

– جهاد پرض شو! او بوسولمانانو جهاد پرض شو!

میره کي د مور خولې ته لاس ور وړ، خپړه یې د مور په خوله کېښوده :

– مورې د خدای روی وګوره!

مور، د خدای له روی سره، پخپل سیټ کې، د ښیښې خوا ته، په شا ولوېده!

لیلا پاڅېده، له زړې ښځې سره، د مرستې لپاره، مخکیني سیټ ته لاړه؛ میرکی د بس په منځ منځ کوڅه کې اریان دریان ودرېد… لیلا لا ناسته نه وه، کړل یې، په جیګ آواز، میره کي ته، خو اورولې یې د نژدې سیټونو سپرلۍ :

– افغانستان داسې مړۍ نه ده چې د چا له ستوني دې تېره شي!

د لیلا زړه، له ستوني سره، وران، وران شو… نژدې سپرلۍ د لیلا خبرې ته نېغې شوې . د میره کي زړه، د لیلا وران زړه ته، ته به وایې بوټ را ووت، خلاصه خوله په شا لاړ :

– ښه!

لیلا خپل زړه را ټول کړ، میره کي ته موسکۍ شوه :

– هو وروره!

بلقیس په خبره کې ولوېده، میره کي ته ور تاوه شوه :

–  د ځوانیمرګ بریالي زوی په ځای مې یې، کېنه!

میرکي زړه و نکړ :

– بېشکه مورې! خدای دې پرده وکه!

بلقیس بیا هم میره کي ته کړل :

– کېنه بچی، کېنه!

میره کی بیا هم کېنناست، په مات مخ یې بلقیس ته کړل :

– مورې خدای دې پرده وکه!

میره کي لیلا ته لاس ونیو :

– خدای مې دې د خور پرده هم وکي!

بلقیس لاس ونیو، له بس نه د باندې، شوروي کتار ته، کړل یې میره کي ته :

– بچی، خدای دې د وطن د ټولو تور سرو پرده وکړي!

– آمین مورې! آمین!

له آمین سره، د سړک کیڼې خوا ته، لږ وړاندې، د بازار په منځنۍ برخه کې، یوه بردم دوه زره پوش د نسوارو د هټۍ په خوله کې، د خلکو په را ټوله ډلګۍ باندې، هسې یې د هغوی د ډارولو په نښه، هوایي باټ وچلاوه … ډلګۍ تیت و پرک شوه …

 د لیلا دوی د ۳۰۳ بنز بس سپرلۍ ټولې نېغې شوې …  لیلا مسکۍ شوه، په شا ور تاوه شوه، په مانادار انداز یې مور، بلقیس، ته ور وکتل …

محمدانعام واک

ناروې

One thought on “د جدي شپـــــــــــــږمه) یوه نه هېرېدونکې خاطره)”
  1. دا خو ماته خاطره نه ښکاري. په ادب سره وایم چې تر ډېره داسې ده لکه یو چا چې کیسه لیکلې وي او مصنوعیت یې له ورایه ښکاري. هدف مې دا نه دی چې خدای مه کړه د واک صیب درنه ونه کړم،، بلکه ریښتیا وایم. په دې هم پوره قانع یم چې واک صیب په تحقیقي نثر او د سیاسي مسایلو په څېړلو کې فوق العاده وړتیا لري. مونږ کشران یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *