ودان افغانستان ګوند د ښي او کیڼ افراط تر منځ پر یوه درېیمه یاني اعتدال لار باندې روان سیاسي غورځنګ دی چې فکري شېرازه يې د افغانې ټولنې له ټولنپوهنیزـ ارواپوهنیز متن څخه را اقتباس شوې او د نړیوالو علمي تجربو سره په هماهنګې کې خپل وجودي منطق ثابتوي.
کیڼ افراط د خلق و پرچم په ایډیولوژیک چوکاټ کې د شرقي-شوروي کمپ په کمونیسټي فابریکه کې داسي ویلي شو چې د افغاني ټولنې ټول اروايي تمایلات ور څخه هېر کړای شول او کاملاً د یو نابلده ببو په بڼه يې پر افغانستان د قهار او جبار حاکمیت قیامت جوړ کړ؛ وهل- ټکول، نیول، بندول او وژل يې دولتي مسؤلیت و مصروفیت وو او د ۱۳۵۸ کال د جدي پر ۶ مه شوروي یرغل يې بل د پزې پېزوان وو، د دې هرڅه نتیجه د وارسا بلاک ماته، د شوروي اتحاد تجزیه، په افغانستان کې د خلق و پرچم ډلو شکست او د هېواد یومخیزه تباهې شوه.
په مقابل کې يې د ښي افراط فتنه ولاړه وه، چې ايډیولوژیکه محتوا يې له مصري اخوانیزمه رودلې وه، د پیسو، وسلو او نور ساز و سامان سازمان يې د یهودو ونصارا یانې د امریکا په مشرۍ د غربي امپریالیزم پرغاړه وو، دا هغه زهرجن حقیقت دی چې هغه وخت یې اظهار کمونیسټي پروپاګند ګڼل کېده، ښايي اوس هم د دغې ایډیولوژۍ د پاتې شونو معتادینو له خوا له کفر سره مترادفه ادعا وبلل شي خو نور دغو ټاپو خپل جوهر بایللی، ډېر ترخه حقایق را برسېره شوي، افغان جمعي شعور د روښانتیا خواته په حرکت کې او د رشتیا و درواغو د تفکیک وړتیا یې موندلې ده.
کله چې اخواني محشر د غربي امپریالیزم د دقیقې لار- نقشې پر اساس د پاکستان پر لاس پر سرتاسر افغانستان خپورشو نو د جهاد نړیوالو مشهورو رهبرانو، د اعلاء کلمةالله غاورانو او د اسلام د حق دین مدافعانو(!) له کمونیزم څخه پر راپاته کنډوالو، یتیمانو، کونډو، بورو، ورارو او هراړخیزو خرابیو داسې یو غوبل جوړ کړ چې کمونیزم و امپریالیزم، یهودو و نصارا، صلیبیان و صهیونیستان، سیکولران و دموکراتان، لنډه دا چې هر ایزم، هر دين، هر مذهب، هره ایډیولوژي، هره انسانې آن نا انسانې مفکوره بېخي حکه حیرانه، هېښه پېښه او ګوته په غاښ ورته پاته شوه.
دې مبارکانو او دې غازیانو(!) نه د چا پر مال بریک ونیاوه، نه يې د چا پر ناموس صرفه وکړه، نه يې د دین د قاموس حیثیت وساتی، نه يې انسانیت ته ابرو ور پرېښوده او د هغسې فاجعو او هغسې جنایاتو ریکارډ يې ټینګ کړ چې سره کمونیستان يې په مقابل کې سپینې ملایکې وایسېدې.
د جبر و جنایت نغارې خو د پاکستان و ایران، لوېدیځ و امریکا له تریبیونو څخه په خلقیانو و پرچمیانو پسې ډنګېدلې او زموږ بېوسه و اوبو اخیستي ولس پرته له کوم تحلیله اورېدلې و منلې مګر دا خو اوس ثابته شوه چې د مجاهدینو په نوم د توپکیانو جنایات، اسلام خو څه کوې، چې په تاریخ کې د بشر پرلمن د شرم و لېونتوب نه پا کېدونکی داغ دی.
داسې فکر کېده چي جهادي جنایت اوج ته رسېدلی دی مګر طالباني تحریک وښوده چي نه؛ اوج بل څه ته وايي، هغه دا چې غونډ افغانستان او افغان انسان يې د خپلو ډيرو نا اشنا او بلا بترو سیاستو په نتیجه کې غونډ- منډ د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ و پښو ته ور وغورځاوه او اوس دادی ۱۳ کاله کېږي چې افغان ملت لکه د فوټبال ګین له امریکا او ټولې دنیا سره طالبان حېرانوونکي شوټونه په وهي.
و.ا.ګ دا ټول غوبلونه او ناتارونه په هډ و پوست درک کړي او دا ټولې ترخې تجربې او ژوندۍ خاطرې يې مخ ته پرتې دي او دا پایله يې ځني اخیستې چې افغانستان غنم غوندې د چپ و راست وارداتې ایډیولوژيو د مېچن د دوو پلونو ترمنځ اوړه ـ اوړه شو دا ځکه چې د دغو دواړو ایډیولوژیکو جریاناتو ماهیت پردی وو، د افغانستان په فکري، روحي او فرهنګي زمینه کې د شناخت، تعریف او قبول وړ نه وو، هغه وو چې دواړې نه یوازې په افغانستان بلکې د نطفې په هغه اصلي رحم کې شنډې شوې.
زموږ ګوند باور لري چې د دغو دواړو ناکامو بهیرو په صفونو کې داسي اشخاص ول چې د خپلو سیاسي غورځو- پرځو په اصلي ماهیت نه پوهېدل او د خپل وطنپرستانه وجدان په حکم ورسره ملګري ول خو چې د دواړو نتایج د دوی د تبلیغ شویو شعارو او ارمانو پر ضد وختل نو دوی اوس د حیرت يه یوه دوراهي کې هېښ پاته دي مګر موږ ږغ پر کوو چې:
مه وارخطا کېږئ! ستاسو هیوادپالونکي او انسانپرست ارمانونه نه ضایع کیږي ځکه ودان افغانستان ګوند ستاسو د وطن ژغورنې، ستاسو د افغانستان ساتنې او ستاسو د برباد حیثیت د بیرته اعادې پرانیستی ادرس دی.
د جدي شپږمه، نه د یوه سیاسي جریان د غندنې او نه هم د بل د ستاینې ورځ ده بلکې دا د افغان نوي نسل لپاره د ژور درس، عینې زده کړې، عاقلانه او عالمانه سیاسي تصمیمو او روشنفکرانه مبارزو په موخه د کلکو ارادو ورځ ده.
د پېښو د منطقې مطالعې او فکري- سیاسي مبارزې په هیله!
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۵) ګڼه\ چارشنبه\جدي ۱۰\ ۱۳۹۳