هغه وخت لا حکمتيار صيب حكومت ياري نه وه شروع کړې.
د ښوونځي د ترانې په ګروپ کې وم، په غالب ګومان شپږم ټولګى وه. مدير صيب سميع الله ضياء خبر کړو چې غوڼډه ده. مقصد مونږ بايد ترانه پکې ووايو.
د ښوونځي کتابتون ته يې بوتلو د استاد قريب الله شينواري دې ياد په خير وي تيار ناست وه تر رخصتۍ يې ترانې راباندې ويلي.
ناوخته کورته روان شوم په ټوله لار له ځان سره لګيا وم. له ډېرې خوشحالۍ مې بريک نه لګيده. اخير سبا غوڼډې ته تلم.
کور کې مې ورباندې څه په سوال او زاريو د ښوونځي پاکې جامې دوباره ووينځلې.
پاتې ورځ هم تېره شوه، په همغه ماښام مې له مور  د کرايه روپۍ واخيستې.
سهار د موټرو هډې ته ووتم توره خړه وه، نور درې ملګري مې لا نه وه راغلي، ځمکې ځاى نه را کاوه. خداى به مې زړه ته کتلي وه، لږ ساعت وروسته را پيدا شول.
د غواګۍ په ډاله کې د جلال اباد تر عيدګاه لاړو د ډالې او سيټ کرايه يوه وه؛ زمونږ نه يې د وړوکوالي په وجه شل شل واخيستې.
قريب الله استاد دزوړ چينايي سايکل سره يو ځاى عيدګاه ته رارسيدلى وه، چې هغه هم چا څو ورځې وروسته ورنه پټ کړ.
ريکشه يې راله ونيوله هغه په سايکل راپسې شو….
هلته چې مدير صيب راسره يو ځاى شو ايله مې زړه ولګېده.
او بيا لکه د غازيانو د حزب اسلامي په دفتر ور وننوتو. هرې خواته شنه بيراغونه رپېدل؛ سم دويم پاکستان وه.
د مدير صيب يې ډېر عزت وکړ، مونږه هم بر سر ته ور سره واوښتو.
غوڼډه د جدي پر شپږمه وه. (د جدي شپږمه د افغانستان توره ورځ؛ له 25 زرو زيات شوروي پوځيان په همدې ورځ له پياوړي پوځي تجهيزاتو او هوايي ځواک سره يو ځاى لکه دليوانو په بې چوپانه رمې ورګډ شول. د زړو او وړو په ګډون يونيم ميلونه انسانان يې په دې وحشت کې لولپه کړل.)
خلکو ډېرې  خبرې وکړې؛ زما ټول فکر په ترانه کې وه.
خو د مورد اباد! او زنده اباد!
په چيغه کې يو ملګري هم نا غيړې نه کوله، خداى شته ښه په اخلاص به مو چغيې وهلې.
نمبر مو راورسيد تر دريځه داستاد په راښودلي چل لاړو، ترانه مو شروع کړه:

تورتم دى تور ماښام دى شپږمه ورځ د جدي
طاغون دى که سر سام دى شپږمه ورځ د جدي

کارمل و ناست دټانګ په سر روسانو راوستو کابل ته
وه ټانګ و توپ هليكوپتر روسانو راوستو کابل ته
دغه سوعات ددې بد نام دى شپږمه ورځ د جدي

تورتم دى تور ماښام دى شپږمه ورځ د جدي
طاغون دى که سر سام دى شپږمه ورځ د جدي
….

مدير صيب خوشحاله مالوميده، ښه وه ښه مو ويلې وه. غوڼډه لا روانه وه. زمونږ کار ختم وه.
غرمه مو هملته وکړه؛ ښه شوله يې پخه کړې وه يخنې يې خوند دوه برابره کوه.
مدير صيب بهر ته راسره را ووته له مونږه او استاد يې مننه وکړه. مخه ښه مو ترې واخيسته.
په شنه زور يې په جيب کې پيسې راکېښودې.
څو به وې هير مې دي.

ډېر وخت تېر شو، دغه تت انځور مې لا په ذهن کې پاتې دى. خو اوس کيسې نورو دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *