تاند- د جرمني استخبارات وايي، افغانانو اروپا ته د غیرقانوني پناه غوښتونکو د رسولو د قاچاق شبکه جوړه کړې، او توقع کېدای شي چې له افغانستانه اروپا ته په نژدې راتلونکي کې د افغان پناه غوښتونکو شمېر نور هم زیات شي.
د جرمني الګمانیې څایتونګ ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د دغه هیواد د استخباراتو (BND) په حواله وویل:«په افغانستان کې د خورا حرفوي قاچاق شبکه جوړه شوې ده. دې شبکې خپل فعالیت له ترکیې او یونانه پوري خوا ته تر ایټالیا او فرانسې پوري غځولی دی.»
د جرمني د استخباراتو رييس ګریهارد شیندلر () فرانکفورتر الګمانې څایتونګ ته همداراز وویل:«په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت خرابېدا له انساني قاچاقبرو سره مرسته کړې چې له افغانستانه تښتېدونکو خلکو ته لاره هواره کړي څو اروپا ته راشي. له همدې کبله موږ اروپا ��ه د افغان پناه غوښتونکو د شمېر د زیاتېدو اټکل کوو.»
د جرمني حکومت خبرداری ورکړی چې ډېر شمېر افغان پناه غوښتونکي به په جرمني کې د اوسېدو اجازه ترلاسه نه کړي ځکه چې دا کسان په خپل هیواد کې په نسبي ډول له امنیتي او اقصتادي پلوه په ښه وضعیت کې دي.
د جرمني حکومت او استخبارات همداراز وايي، په کومو سیمو کې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړه کېږي، د هغو سیمو بېوزله خلک دومره پیسې نه لري چې قاچاقبرو ته یې ورکړي څو دوی پرې اروپا ته ورسوي.