تاند- انترنیټ نه یوازې د معلوماتو او علومو لوی مرکز دی بلکې اوس د سوداګري راکړو ورکړو په یوې لویې سرچینې بدل شوی دی.

په ډېرو هیوادونو کې اوس خلک د کور له خوراکي موادو رانیولې تر الیکترونیکي وسایلو، د الوتکې، بس او اورګاډي تر ټکټه پوري د انترنیټ له لارې پيري.

په سوداګري چارو کې د انترنیټ د اغېز زیاتېدو ته په پام د جرمني ایس اي پي (SEP) کمپنۍ، چې د اروپا تر ټولو ستره صنعتي کمپنۍ ده، د انترنیټ په برخه کې ۲ ملیارد ډالره پانګونه کوي.

ایس اي پي شرکت، چې د جامو منځلو له ماشینونو رانیولې تر موټر پوري راز راز شیان جوړوي، غواړي چې په مجازي دنیا کې هم رول ولري.

د جرمني دا کمپنۍ په (Internet of Things) یا د شیانو د خرڅلاو په انترنیټي بازار کې، چې ۲۵۰ ملیارد ډالره پانګه پکې جذب شوې، تر ۲۰۲۰ پوري ۲ ملیارد ډالره لګوي.

ای اي پي شرکت په وروستیو کې له بوش کمپنۍ سره، چې د موټرو پُرزې او د کور وسایل جوړوي، یو قرارداد لاسلیک کړ چې له پلاس، رینچ او د موټر بېلابېل وسایل د انترنیټ له لارې وپلوري.

دا کمپنۍ غواړي چې په راتلونکي وخت کې دې ته ورته نور قراردادونه هم لسالیک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *